
د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې اعلان کړی، چې پښتونخوا صوبه سږ کال د خونړیو بریدونو او سخت تاوتریخوالي شاهده ده. د رسمي شمېرو له مخې په پښتونخوا کې په يو کال کې ۶۳۶ ځله بريدونه شوي، چې په ترڅ کې يې ۲۷۵ کسان وژل شوي او ۴۶۰ نور ټپيان دي.
د دغه راپور له مخې، چې د لیندۍ په ١٧مه د شنبې په ورځ خپور شو، په وژل شويو کې ١٤٢ يې د امنيتي ځواکونو او ١٣٣ يې ملکي وګړي دي.
دغه راپور ښيي چې په دغو بریدونو کې ۲۱۴ پولیس او ۲۴۶ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
په دې پېښو کې شپږ ځانمرګي بريدونه، د پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې ١١٣ بمونو چاودنې او ٣٥٥ د ډزو بریدونه شامل دي.
دا بریدونه د پښتونخوا د سختو امنیتي ننګونو ښکارندویي کوي، چې لا هم د سخت دریځو ډلو د جګړې ډګر دی.
د دغې دولتي بنسټ راپور ښيي چې د یوه کال په اوږدو کې د پاکستان د پوځ له خوا عملیات شوي، چې په پایله کې یې ۲۴۶ «ترهګر» وژل شوي دي.
همدارنګه ۷۳۹ کسان د «ترهګریزو» کړنو په تور نیول شوي چې له دې جملې څخه ۲۹ تنه د مهمو هدفونو په توګه پیژندل شوي دي.

نیویارک ټایمز د جمعې په ورځ د ایراني چارواکو په حواله لیکلي، چې فاطمیون او یو شمېر نور په ایران پوري تړلي وسله وال د سوریې پلازمېنې دمشق او لاذقيه ته انتقال شوي دي. د راپورونو له مخې دغه وسلوال له عراق سوریې ته ننوتي چې د بشارالاسد د مخالفو وسله والو پرضد جګړه وکړي.
په دغه رپوټ کې د ایران د چارواکو په حواله ویل شوي دي، چې دغه وسلوال دمشق او لاذقيه ته چې د بشارالاسد د رژیم اډې دي انتقال شوي دي.
د سپاه پاسداران اړوندو انټرنيټي حسابونو کې ځيني ويډيوګانې خپرې شوې، چې پکې د فاطمیون په یونیفورم کې وسلوال دمشق ته نږدې زینب زیارت کې دېره دي.
د وسله والو د ایتلاف ناڅاپي بريد د کورنۍ جګړې حالت په ډراماتيک ډول بدل کړ او یوازې په يوه اونۍ کې يې د حلب او حما په څېر مهم ښارونه ونيول او پراخې سيمې يې تر خپلې ولکې لاندې راوستي
نیویارک ټایمز د ایراني سرچینو له قوله ویلي، د قدس ځواکونو دوه جګپوړي قوماندانان چې په سوریه کې د ایران ځواکونو مشران وو، د جمعې په ورځ د سوريې د ديموکراتیکو ځواکونو له خوا دیرالزور او د حیات التحریر له خوا د حمص له نیولو وروسته عراق ته وتښتېدل.
رویټرز خبري اژانس تېره اوونۍ راپور ورکړ، چې په ایران پورې تړلي وسله وال د بشارالاسد د وسله والو پرضد د جګړې لپاره له عراق سوریې ته ننوتلي دي.
د دغه رپوټ له مخې د حشد الشعبي او د عراق د کتایب حزب الله او فاطمیون ځواکونه په دغو کې لېږل شویو ځواکونو کې دي.
د سوریې د پوځ یوې جګپوړې سرچینې تایید کړې، چې دغه وسله وال د یکشنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۱ مه) نېټه د ابو کمال له پولې تېر شول او سوریې ته ننوتل.
د سپاه پاسداران د بهرنۍ څانګې قدس ځواکونو تر څار لاندې فاطمیون یوه وسلواله ډله ده چې اکثره غړي یې په ایران کې میشت افغان کډوال دي او زیات شمیر یې په سوریه کې وژل شوي دي
افغان شیعه عالم ایت الله رحیمي سیغاني بامیاني په ایران کې پر ځینې افغان کډوالو نیوکه کړې چې د سوريې په جګړه کې برخه اخیستو ته لېوال دي.
هغه په دې جګړه کې د کډوالو د ګډون د غوښتنې په جواب کې وویل، چې د سوریې په جګړه کې د افغانانو ګډون «جهاد نه یرغل دی.»
د پارلمان پخواني غړي او طالبانو ته نژدې کس جعفر مهدوي له ایرانه غوښتي، چې د سوریې جګړې ته د افغانانو له لېږلو ډډه وکړي.
هغه وویل دا ویره شته، چې «یو ځل بیا به افغانان ناارادي د افغانستان په خاوره کې د دې جګړې د پايلو دروند قیمت پرې کړي.»
ایران د خپلو سیمه ییزو ګټو د خوندي کولو لپاره د سوریې د حکومت بقا ډېره مهمه ګڼي او په همدې خاطر د ایران ځواکونه په ۲۰۱۷ کال کې په سوریه کې د جګړې ډګر ته داخل شول.
د پاکستان نړیوال هوايي شرکت یا پي ای اې وايي، راتلونکې جنورۍ د فرانسې پلازمېنې پاریس ته په الوت سره اروپا ته خپلې الوتنې بیا پیلوي.
د اروپايي ټولنې د هوايي خوندیتوب ادارې تېره اونۍ له پي ای اې دغې وچې ته پر الوت لګېدلي بندیزونه لرې کړل.
د پاکستان دفاع وزیر لومړنی کس و چې تېره اونۍ یې اروپا ته د دغه شرکت پر الوت د بندیزونو لرې کولو خبره وکړه.
اوس د دې شرکت ویاند عبدالله حفیظ یوه اعلامیه کې ویلي چې اروپايي ټولنې ته د لومړني الوت تایید یې تر لاسه کړی دی.
نوموړی وايي، دا شرکت د ډیسمبر پر نهم مسافرو ته د ټیکټونو اخیستلو چاره پیلوي او لومړنۍ الوتنه به جنورۍ کې وشي.
پاکستان کې د الوتکې غورځېدو پېښه کې د ۹۷ کسانو وژل کېدو او د لسګونو پیلوټانو د جعلي اسنادو د خبر خپرېدو پسې اروپايي ټولنې او بریتانیا د پي ای اې پر الوتنو بندیز ولګاوه.
د دې هوايي شرکت ویاند وايي، دوی به د بریتانیا له ټرانسپورټ ادارې سره هم د الوتنو پر بیا پیلېدو ژر خبرې پیل کړي.
د دې بندیزونو له امله هر کال د پاکستان هوايي کرښې ته تر څلوېښت میلیارد روپیو یا ۱۴۴ میلیون ډالرو تاوان رسېدلی دی.
د اروپايي ټولنې د هوايي خوندیتوب ادارې د ۲۰۲۰ جون پر ۳۰ پر پاکستان نړیوالې هوايي کرښې د بندیز لګېدو سره د هغه وخت د حکومت په هڅو پسې د همغه کال د جولای تر ۳ د لنډمهال لپاره التونو ته اجازه ور کړل شوه، خو بیا تر اوسه پرې بندیز و.
هغه مهال د پاکستان د هوايي چلن وزیر د خپل هېواد پارلمان ته خبرو کې منلې وه، چې تر ۱۵۰ پیلوټان سندونه نه لري.
وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی، چې مصري او اردني چارواکو بشارالاسد ته وړاندیز کړی چې له سوریې ووځي او په جلاوطنۍ کې حکومت جوړ کړي. دغې رسنۍ لیکلي دي، چې بشارالاسد له دغو غوښتنو سربیره په سوریه کې پاتې شوی دی.
د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د بشارالاسد مېرمنې او ماشومانو تېره اونۍ روسیې ته سفر کړی او د هغه زامن متحده عربي اماراتو ته تللې دي.
د مصر او اردن دا وړاندیز هغه ستونزمن حالت ښيي چې د سوریې رژیم ورسره مخامخ دی. د تحریر الشام ځواکونو د حلب او حماه ښارونه نیولي او اوس په حمص د حملې لپاره تیاري نیسي.
د حمص نیول به د دمشق او د لاذقیه او طرطوس د ساحلي ولایتونو تر منځ اړیکې پرې کړي. هغه سیمې چې اکثره خلک یې علویان دي او د بشارالاسد اصلي ملاتړي دي.
وسله وال په نورو سیمو کې هم د پرمختګ په حال کې دي. د امریکا په ملاتړ کُردانو د جمعې په ورځ د دغه هېواد په ختیځ کې دیرالزور ښار نیولی او د اسراییل پولې ته څېرمه د درعا په ښار کې د یاغیانو له خوا د پراخو بریدونو خبر هم ورکړل شوی دی.
بل خوا، روسیې، امریکا او یو شمیر نورو هیوادونو له خپلو وګړو غوښتي، چې ژر تر ژره له سوریې ووځي.
د یوې نوې نظر پوښتنې له مخې، جو بایډن د امریکا په معاصر تاریخ کې تر ټولو بد ولسمشر پیژندل شوی دی. دا نظر پوښتنه ټېنګار کوي، چې د جو بایډن عمر، له افغانستان څخه د ځواکونو د اېستلو څرنګوالی او له مکسیکو سره سرحدي ستونزې، هغه څه دي چې د ځواب ویونکو ترمنځ د پراخې ناخوښۍ لامل شوي.
د "ډیلي میل" او "جی ایل پارټنرز" ورځپاڼو د نظرپوښتنې پایله چې د یو زرو او شپږ سوه کسانو په ګډون سره ترسره شوې، ښیې چې جو بایډن د معاصرو امریکایی ولسمشرانو په کتار کې په ټېټه درجه کې دی.
د دې نظرپوښتنې له مخې جوبایډن د امریکا د پخواني ولسمشر جیمي کارټر په پرتله هم بد دی.
جیمي کارټر چې په ۱۹۷۰ لسیزه کې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر و، یو کال وروسته د لوړ انفلاسیون او له ایران څخه د امریکايي یرغمل شویو د خلاصون د ناکامې هڅې له امله له خپلې دندې استعفا وکړه.
په دې نظر پوښتنه کې، له ځواب ویونکو څخه غوښتل شوي چې نهه وروستي ولسمشران درجه بندي کړي، چې جو بایډن ترټولو په ټیټ کتار کې و.
په سلو کې ۴۴ سلنه ځواب ویوونکو هغه د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر ریجارډ نیکسون څخه هم بد ګڼلی، بایډن ۳۰ منفي نمرې او نیکسون ۲۵ منفي نمرې ترلاسه کړي.
همدا راز، له نیمایي څخه زیاتو ځواب ورکوونکي په دې باور وو، د خپل زوی بښل یې غلطه پریکړه وه.
۸۲ کلن جو بایډن به د راتلونکي کال د جنورۍ په ۲۰مه ولسمشرۍ ماڼۍ منتخب ولسمشر ټرامپ ته پریږدي.
د پاکستان د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن وایي، چې په خېبر پښتونخوا کې د حکومت په نوم څه نشته. د نوموړي په وینا، په دغه ایالت کې امنیت نشته او وضعیت خراب دي.
د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په صوابۍ سیمه کې رسینو سره خبرو کې، مولانا فضل الرحمن وويل، چې په دغه ایالت کې د امنیت په برخه کې کوم پرمختگ نه دى شوى. هغه وايي، چې بايد د والي پر ځای لومړي وزیر د بین الایالتي همغږي رابللي وای. او زیاتوي: "ولې والي راوبلله؟ والي دا صلاحیت نه لري."
مولانا فضل الرحمان وويل، جمعيت علماء اسلام تر اوسه د پراخ لاریون په اړه پرېکړه نه ده کړې، او دا چې د مدرسو د موضوع په اړه به په قوت سره پرېکړه وکړي.
نوموړی وايي: "هغه کس چې د قانون په جوړولو کې لاس لري، اوس هغه اعراضونه لری؟ که دې ته بې باوري ونه ویل شي، نو بیا دې ته کوم نوم ورکړل شي؟"
هغه زیاته کړه، چې د پاکستان لومړی وزیر باید په خپلو خبرو کې نرمښت راولي او د منل شوي قانون جنجالي کولو څخه ډډه وکړي.
تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو راپور ورکړي، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له مولانا سره ټلیفوني خبرې کړي او د مدرسو د راجستر کولو سره غږیدلي.
مولانا زیاته کړې، چې حکومت دې منظور شوې لایحې له جنجالي کولو څخه ډډه وکړي او د مدرسو ازادي دې نه اغیزمنه کیږي.