سپینه ماڼۍ: د سوریې پرمختګونه باید دداعش د راپورته کېدو لامل نه شي

سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې په سوریه کې د امریکا لومړیتوبونه اوس دا باوري کول دي چې په دغه هېواد کې پرمختګونه د داعش د بیا را ژوندي کېدو او یا د بشري ناورین لامل نه شي.
سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې په سوریه کې د امریکا لومړیتوبونه اوس دا باوري کول دي چې په دغه هېواد کې پرمختګونه د داعش د بیا را ژوندي کېدو او یا د بشري ناورین لامل نه شي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان وویل: "د دې پیښو پایلې د اندیښنې وړ دي او موږ د داعش د بیا راژوندي کیدو په اړه اندیښمن یو."
هغه زیاته کړه: "زموږ اصلي لومړیتوب دا دی چې ډاډ ترلاسه کړو چې په سوریه کې پرمختګونه د داعش د بیا ژوندي کیدو لامل نه شي." نوموړي زیاته کړه، چې"موږ به د سوریې له ډیموکراټیکو ځواکونو او کردانو سره مستقیم او په همکارۍ ګامونه پورته کړو څو ډاډ ترلاسه شي چې دا پیښ نه شي."
د اسوشیتد پرس د راپور له مخې، سلیوان همداراز زیاته کړه چې د بایډن اداره هڅه کوي د اسراییل، اردن، عراق او په سیمه کې نور متحدان قوي او خوندي وي.
د الجزیرې د رپوټ له مخې، د سوریې د ولسمشر بشارالاسد مخالفو وسله والو اعلان کړی چې پلازمېنه دمشق یې نیولی او بشارالاسد له هېواده تښتېدلی دی.
دا اعلان د تحریر الشام ډلې د مشر ابو محمد الجولاني له خوا خپور شوی.