• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بشارالاسد په مسکو کې؛ د روسیې یو ډیپلومات وايي، هېواد یې له خپلو ملګرو سره «خیانت» نه کوي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۱۶ GMT+۰

په ویانا کې د نړۍوالو سازمانونو په چارو کې د روسیې استازی وايي، دغه هېواد د بشارالاسد له واکه د لرې کېدلو پر مهال په «سختو شرایطو» کې د هغه تر څنګ ولاړ و. میخایل اولیانوف وویل: مسکو له خپلو ملګرو سره «خیانت» نه کوي او همدا د روسیې او امریکا تر منځ توپیر دی.

روسي رسنیو د یکشنبې په ورځ په کرملین کې د سرچینو په حواله راپورونه خپاره کړل او ویې ویل، چې بشارالاسد او کورنۍ یې مسکو ته رسیدلي دي.
د راپورونو له مخې، روسیې بشارالاسد او د هغه کورنۍ ته د «بشري» دلایلو له مخې پناه ورکړې ده.

د الجزیرې ټلویزیون تېره ورځ ویلي و، د سوریې ولسمشر بشارالاسد له دغه هېوادوه تر وتلو وروسته د حمص ښار پر فضا له تېرېدو سره نادرکه شوی.

د بشارالاسد مخالفې ډلې بیا ویلي و، چې له دمشق هوايي ډګر څخه یوه وروستۍ الوتنه شوې چې ښايي په هغې کې بشارالاسد تښتېدلی وي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

زېلېنسکي وايي له روسیې سره په جګړه کې ۴۳ زره اوکرایني پوځیان وژل شوي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۰۰ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر وایي، چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې له روسیې سره د جګړې له پیل راهیسې ۴۳ زره اوکرایني پوځیان وژل شوي او ۳۷۰ زره نور ټپیان شوي دي. ولادیمیر زېلېنسکي ټینګار کړی، چې د روسیې تلفات تر دې زیات دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د یکشنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۸ مه) په خپل ټیلیګرام چینل کې د کیف او مسکو ترمنځ د درې کلنې جګړې د تلفاتو عمومي شمېرې خپرې کړې.

د تلفاتو دغه شمېرې پر داسې مهال خپريږي، چې د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې اوکراین له روسیې سره په جګړه کې «د نه منلو وړ ۴۰۰ زره سرتیري له لاسه ورکړي دي.»

د همدې کال په فبروري میاشت کې د اوکراین ولسمشر ويلي و، چې له روسیې سره په جګړه کې ۳۱ زره اوکرایني پوځیان وژل شوي خو هغه د ټپیانو شمېر اعلان نه کړ.

هغه مخکې په بېلابېلو رسنیو کې د اوکراین جګړې د تلفاتو په اړه اټکل شوې شمېرې «مبالغه وزمه» بللې وې.

د یاغي ډلو واکمنېدل؛ په سوریه کې د اسد رژیم د ۵۰ کلنې واکمنۍ پای

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۳ GMT+۰

په یوه چټکه او ناباوره جګړه کې، د سوریې حکومت د یکشنبې په ورځ سقوط وکړ او وسله والو جنګیالیو ډلو پلازمېنه دمشق ونیوه. یاغیانو او عامو خلکو ددمشق په کوڅو کې د سقوط شیبې ونمانځلې او خوښۍ یې وښودې، چې د بشار الاسد کورنۍ ۵۰ کلنه استبدادي واکمني نوره پای ته ورسېده.

د سوریې دولتي ټلویزیون د یاغیانو د یوې ډلې ویډیو خپره کړه چې پکې ویل شوي بشار الاسد له واکه لرې شو او ټول بندیان ازاد شول.

دغې ډلې، چې ځان یې "د دمشق د سوبې عملیاتو خونه" بللی، له ټولوجنګیالیو ځواکونو او وګړو غوښتنه وکړه چې د " سوریې خپلواک دولت" ادارې وساتل شي.

په کوڅو کې جشن
د سهار په رڼا کې، خوشحاله خلکو په جوماتونو کې د لمونځونو او د ښار په مرکزي څلورلارو کې د خوښیو له لارې دا سوبه ونمانځله.

خلکو د اسد ضد شعارونه ورکول او د موټر هارنونه یې وهل. ځوانانو له امنیتي ځواکونو پاتې وسلې په لاسونو کې اخستې وې اوهوايي ډزې یې کولې. ځینو مخکیني درې ستوريسوریايي بیرغونه پورته کړل.

د اسوشیټډ پرېس د رپوټ له مخې، د دمشق د دفاع وزارت په څنډو کې خلک د جشن لپاره راټول شوي وو، چې ځینوکسانو پکې ډزې وکړې او ځینو یې مخکیني بیرغونه کړل. څو کیلومتره لرې خلکو د ولسمشرۍ ماڼۍ ته لاره ومونده او د اسد د انځورونه یې وڅیرل.

محمد الاولابي اې پي ته وویل ،" زه تېره شپه ویده نه شوم او ما پرېکړه کړې وه چې ترهغه نه ویده کیږم تر څو د اسد د سقوط خبر واورم" . هغه د ۴۴ کالو دی او د برېښنا په برخه کې کار کوي. نوموړي زیاته کړه چې " له ادلب نه تر دمشق پورې، دې یوازې څو ورځې وخت ونیوه، شکر خدایه. خدای دې دغو قهرمانانو ته برکت ورکړي."

د سوریې دولتي ورځپاڼې الوطن، چې مخکې یې د اسد ملاتړ کاوه، ولیکل: "موږ د سوریې لپاره نوې پاڼه مخته وړو. شکر چې نور وینه نه تویېږي. موږ باور لرو چې سوریه به د ټولو سوریایانو لپاره وي."

100%

د اسد ځای څرګند نه دی
د حکومت له سقوط څو ساعته وروسته د سوریې لومړي وزیر محمد غازي جلالي وویل چې حکومت چمتو دی واک یوې انتقالي ادارې ته وسپاري. جلالي چې له اسد سره یې اړیکې پرې شوې، په یوه ویډیو کې لیدل کیږي چې یاغیان یې د دمشق له دفتره فور سیزن هوټل ته لېږدوي.

د بشار الاسد ځای لا تر اوسه نه دی څرګند او ځینې راپورونه وايي چې هغه د یکشنبې په ورځ له سوریې وتلی دی.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې مشر، رامي عبدالرحمن تایید کړه چې اسد له دمشق نه الوتی دی. د متحده عربي اماراتو چارواکو ویلي چې نوموړی دغه هېواد ته نه دی ورغلی.

100%

د یاغیانو پرمختګ
مخالفو ځواکونو چې د هیئت تحریر الشامډلې له خوا رهبري کیږي، په تېرو دوو اونیو کې بې سارې بریاوې ترلاسه کړې. د حلب، حماه او حمص ښارونه په څو ورځو کې سقوط شول، ځکه د سوریې پوځ چې له جګړې کمزوری شوی و، د یاغیانو د فشارونو ته تم نه شو. د دې ډلې مشر ابو محمد الجولاني هڅه کړې چې د دې ډلې انځور بیا جوړ کړي، له القاعدې سره اړیکې پرې کړي، سخت دریځي چارواکي ګوښه کړي او د تکثریت او مذهبي زغم منلو ژمنه وکړي.

د نومبر له ۲۷مې راهیسې د یاغیانو پرمختګونه په وروستیو کلونو کې تر ټولو ستر وو. روسیه، ایران او د لبنان حزب الله وسله والې ډلې، چې د پاڅون په اوږدو کې یې د اسد مهم ملاتړ کړی و، په وروستیو ورځو کې یې نوموړی یوازې پریښود، [ یا اسد نه غوښتل نور پر هغوی تکیه وکړي].

د نړیوال کړکیچ ډلې لوړ پوړی سلاکار او د سوریې د ډلو کارپوه دارین خلیفه وویل: "جولاني تاریخ جوړ کړی او په ملیونونو سوریایي خلکو کې یې هیلې راپارولي دي، خو هغه او یاغیان اوس له یوې سختې ننګونې سره مخامخ دي".

100%

د سولې او د واک د انتقال غوښتنې

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، ګیر پیډرسن، د شنبې په ورځ په جینوا کې د "منظم سیاسي لیږد" د یقیني کولو لپاره د بیړنیو خبرو اترو غوښتنه وکړه. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، چې هېواد یې د بشارالاسد ستر نړیوال ملاتړی دی، ویلي چې د سوریې له خلکو سره خواخوږي څرګندوي.

د خلیج هیواد قطر چې د سیمې یو مهم منځګړی دی، د شنبې په ورځ ناوخته د سوریې په اړه د اتو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو د بیړنۍ غونډې کوربه و. په دې غونډه کې ایران، سعودي عربستان، روسیه او ترکیه شامل وو.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند او د لومړي وزیر سلاکار ماجد بن محمد الانصاري خبریالانو ته وویل چې دوی د تحریر الشام په ګډون "په سیمه کې د ټولو خواوو د ښکیلتیا" پر اړتیا موافقه کړې او دا چې اصلي اندیښنه "ثبات " او خوندي لیږد دی".

د اسراییل پوځ د یکشنبې په ورځ وویل چې دوی له سوریې سره د خپلې شمالي پولې په اوږدو کې د یاغیانو له برید وروسته په غیر نظامي بفر زون کې ځواکونه ځای پرځای کړي دي.

پوځ وویل چې موخه یې د ګولان د لوړو د اوسیدونکو لپاره امنیت چمتو کول دي.

اسراییل دغه سیمه د ۱۹۶۷ کال د منځني ختیځ په جګړه کې ونیوله او له امریکا پرته نړیواله ټولنه ورته د اشغال په سترګه ګوري.

پاکستاني طالبانو د سوریې یاغیانو ته د بري مبارکي وویله

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۳ GMT+۰

تحریک طالبان پاکستان د یوې اعلامیې په خپرولو سره په سوریه کې یاغیانو ته واک ته رسېدو له امله مبارکي ورکړه. ټي ټي پي په دې اعلامیه کې هیله ښودلې چې «ډېر ژر به د پاکستان د مظلومو مسلمانانو دردونه هم ختم شي».

تحریک طالبان پاکستان نن یکشنبه «د لیندۍ ۱۸مه» په یوه اعلامیه کې په سوریه کې د یاغیانو واک ته رسېدو له امله خوښي ښودلې ده.

په دې اعلامیه کې راغلي:«د شام فتح د هغو نه هېرېدونکو قربانیو او صبر پایله ده چې د شام مظلوم مسلمانان ورته د تېرو شپېتو کلونو په اوږدو کې منتظر ول.»

ټي ټي پي په دې اعلامیه کې لیکلي چې « له هیئت تحریر الشام او نورو جهادي ډلو څخه دا هیله لرو، چې د عفوې او زغم چلند غوره کړي».

ټي ټي پي د سوریې یاغانو ته په خطاب کې لیکلي چې «ستاسې قربانۍ او هڅې زموږ د دعاګانو برخه وه، چې تاسې ته د دې توان درکړي چې خپلې فیصلې د عدل، انصاف، او اسلامي لارښوونو په رڼا کې ترسره کړئ».

د بشر الاسد د حکومت وسله والو مخالفانو نن یکشنبه سهار اعلان وکړ، چې په سوریه کې یې د اسد کورنۍ رژیم پرځولی دی.

د ټي ټي پي دا اعلامیه داسې مهال خپریږي، چې د تحریر شام په لیکو کې د پاکستاني او منځنۍ اسیا هېوادونو د جنګیالیو حضور هم ترسترګو کیږي.

ډونالډ ټرمپ: بشارالاسد له خپل هېواده تښتېدلی دی

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۲ GMT+۰

د سوریې پوځ د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د ولسمشر بشارالاسد ۲۴ کلنه استبدادي واکمني پای ته رسېدلې ده. ټرمپ پر اېکس لیکلي چې "اسد له هېواده وتلی دی. هغه له خپل هېواده تښتېدلی دی. د هغه ساتونکي، روسیه، د ولادیمیر پوتین په مشرۍ روسیه، نور د هغه د ساتنې لېوالتیا نه لري."

ټرمپ ویلي، چې "روسیه او ایران په یوه کمزوري حالت کې دي. اوس، یو د اوکراین او خراب اقتصاد له امله، بل د اسراییل او د هغه د جګړې بریالیتوب له امله."

سپینې ماڼۍ ویلي، چې "ولسمشر بایډن او د هغه ټیم په سوریه کې غیر معمولي پیښې له نږدې څاري او له سیمه ییزو شریکانو سره په دوامداره تماس کې پاتې کیږي."

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني ویلي، چې "زه په سوریه کې د وضعیت تحول په جدي توګه تعقیبوم. زه په دمشق کې له خپل سفارت او د لومړي وزیر له دفتر سره په دوامداره تماس کې یم. ما د سهار په لس نیمو بجو بهرنیو چارو وزارت کې بیړنۍ غونډه رابللې ده."

د رویټرز د رپوټ له مخې، د سوریې یاغیانو د یکشنبې په ورځ د دمشق له نیولو وروسته د ولسمشر بشارالاسد د تېښتې اعلان وکړ. اسلامپالو یاغیانو په سیمه کې د روسیې او ایران نفوذ ته هم لوی ګوزار ورکړ، چې د سوریې کورنۍ جګړې په نازکو شیبو کې یې د اسد ملاتړ کاوه.

د سوریې د پوځ قوماندان د یکشنبې په ورځ افسرانو ته خبر ورکړ چې د بشارالاسد رژیم پای ته رسیدلی، خو د سوریې پوځ وروسته وویل چې په حماه او حمص کلیدي ښارونو کې د "ترهګرو ډلو" پر ضد عملیاتو ته دوام ورکوي.

د پوځ دوو جګپوړو افسرانو رویټرز ته ویلي، اسد، د یکشنبې په ورځ له دمشق څخه د نامعلوم ځای په لور پرواز وکړ.

د سوریې د یاغیانو ایتلاف د یکشنبې په ورځ وویل چې په سوریه کې د واک انتقال لپاره کار کوي.

عیني شاهدانو ویلي، په زرګونو کسان په موټرو کې او په پښو د دمشق په یوه مرکزي څلولاره کې راټول شوي وو او د اسد کورنۍ د نیمې پیړۍ له واکمنۍ یې د "ازادۍ" نارې وهلې.

سپینه ماڼۍ: د سوریې پرمختګونه باید دداعش د راپورته کېدو لامل نه شي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۰۱ GMT+۰

سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې په سوریه کې د امریکا لومړیتوبونه اوس دا باوري کول دي چې په دغه هېواد کې پرمختګونه د داعش د بیا را ژوندي کېدو او یا د بشري ناورین لامل نه شي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان وویل: "د دې پیښو پایلې د اندیښنې وړ دي او موږ د داعش د بیا راژوندي کیدو په اړه اندیښمن یو."

هغه زیاته کړه: "زموږ اصلي لومړیتوب دا دی چې ډاډ ترلاسه کړو چې په سوریه کې پرمختګونه د داعش د بیا ژوندي کیدو لامل نه شي." نوموړي زیاته کړه، چې"موږ به د سوریې له ډیموکراټیکو ځواکونو او کردانو سره مستقیم او په همکارۍ ګامونه پورته کړو څو ډاډ ترلاسه شي چې دا پیښ نه شي."

د اسوشیتد پرس د راپور له مخې، سلیوان همداراز زیاته کړه چې د بایډن اداره هڅه کوي د اسراییل، اردن، عراق او په سیمه کې نور متحدان قوي او خوندي وي.

د الجزیرې د رپوټ له مخې، د سوریې د ولسمشر بشارالاسد مخالفو وسله والو اعلان کړی چې پلازمېنه دمشق یې نیولی او بشارالاسد له هېواده تښتېدلی دی.

دا اعلان د تحریر الشام ډلې د مشر ابو محمد الجولاني له خوا خپور شوی.