سوري او لبناني وګړي د اسد د رژیم ړنګېدو سره په پټو بندخونو کې د خپلو عزیزانو په لټه کې دي

د سوریې د مخکیني ولسمشر بشار الاسد د رژیم له ړنګېدو سره یو شمېر سوري او ان لبناني وګړي په پټو بندخونو کې د خپلو عزیزانو په لټه کې دي. په سوریه کې حاکمو ډلو د پټو بندخونو او بندیانو د خوشې کېدو په اړه پلټنې پیل کړي دي.