اروپايي ټولنې له اوکراین سره څلور میلیارده یورو مرسته تصویب کړه

د اروپايي ټولنې شورا ویلي، چې د دې ټولنې غړو هېوادونو له روسیې سره د جګړې د دوام لپاره د اوکراین د اقتصادي ملاتړ لپاره د ۴،۱ میلیارده یورو مرسته تصویب کړې ده. اروپايي ټولنې ویلي، چې دا پیسې اوکراین ته د اروپايي ټولنې د ملاتړ یوه برخه ده.