طالبان: په بلخ او سمنګان ولایتونو کې دوه کوډګر نیول شوي دي

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په بلخ او سمنګان ولایتونو کې د دوو کوډګرو له نیول کېدو خبر ورکړی دی. دغه وزارت وايي، چې تر دې وړاندې د دوی د محتسبانو لهخوا دغو کوډګرو ته څو ځلې د دغه کار د پرېښودو سپارښتنه هم شوې وه.






