طالبان: له ایران او پاکستانه نږدې ۱۰۰ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې

د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د خبر له مخې، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۸۹ کورنۍ بېرته افغانستان ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د خبر له مخې، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۸۹ کورنۍ بېرته افغانستان ته راستنې شوې دي.
دغه اژانس پر اېکس پاڼه کاږلي، چې دغه کورنۍ د افغانستان له څلورو لارو تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا او ورېښمو پله له لارې ستنې شوې دي.
خو د دغو راستنو شویو د ټولټال شمېرو په اړه یې څه نه دي ویلي او دا یې هم نه دي ویلي، چې دغه کورنۍ په زور راستنې شوې او که په خپله خوښه.
دغه اژانس لیکلي، چې سلګونو کورنيو ته مرستې هم وېشل شوې دي.
له تېرې یوې اوونۍ راهیسې له ایران او پاکستانه د ستنېدونکو کډوالو په شمېر کې کموالی راغلی دی.
په تېرو اونیو کې به له دواړو هېوادونو د ستنېدونکو کورنیو شمېر تر ۳۰۰ پورې رسېده؛ خو له تېرو څو ورځو راهیسې د دغه شمېره تر سلو ټیټه شوې ده.
له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې په تېرو اتو میاشتو کې له ۹۰۰ زرو څخه ډېر افغان کډوال بېرته افغاستان ته ستانه شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د چارواکو په وینا، دغه شاوخوا ۹۰۰ زره کډوال له ایران، پاکستان او ترکیې څخه راستانه شوي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي، چې د دغې شمېرې له ډلې له ترکیې څخه ۱۵زره، له پاکستانه ۸۸ زره او پاتې نور له ایرانه راستانه شوي دي.

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې د دوحې فورم د ۲۲مې ناستې په څنډه کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب او د دغه هېواد د پوهنې وزیرې لولو الخاطر سره وکتل.
رینا امیري د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نږدې اړیکو او د هغوی د ملاتړ او پراختیا پر لارو چارو او دارنګه په افغانستان کې د ټیکاو د ټینګښت لپاره د نړۍوالو هڅو په اړه خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده د امریکا د نړۍوالې پراختیا ادارې او زده کړې د ټولو لپاره په نوم قطري بنسټ چارواکو ویلي، چې د یکشنبې په ورځ یې په افغانستان کې د هغو ماشومانو، نجونو او ځوانانو د زده کړې د ملاتړ لپاره د ۵۰ میلیونو یو تړون لاسلیک کړ چې په افغانستان کې له زده کړو پاتې دي.
دغو دوو بنسټونو د څه باندې سل زره هغو ماشومانو د ثبتولو لپاره چې له درسونو څخه پاتې شوي، په مساوي توګه ۵۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي او نږدې دوه زره ځوانانو ته یې تحصیلي بورسونه ورکړي دي.
ورته مهال په یوې بلې جلا ناسته کې اغلې امیري د قطر د پوهنې وزیرې سره د افغانستان په روان وضعیت خبرې کړې دي.

په دغه ناسته کې دواړو خواوو د افغانستان په ښوونیزو برخو کې د ګډو همکاریو پر اړخونو او په ځانګړې توګه د نجونو د زدهکړو او د هغوی له حقونو د ملاتړ او ودې پر لارو چارو خبرې اترې کړې دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي، د افغانستان لپاره یې د نیدرلینډ له سفیرې او د افغانستان لپاره د جرمني د شارژدافیر سره یې په لیدنه کې د زده کړو، اقلیمي بدلون او بشري مرستو په اړه خبرې کړې دي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په قطر کې یې د افغانستان لپاره د نیدرلینډ له سفیرې لتیتیا وان اېچ او د افغانستان لپاره د جرمني د شارژدافیر رولف دیتر سره سره کتلي.
نوموړی وايي، په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو له استازو سره په افغانستان کې د زده کړو، د اقیلم بدلون او بشري مرستو په اړه غږېدلی دی.
سهیل شاهین دا نه دي، چې په یادو برخو کې ورسره دغو بهرنیو استازو کومې ژمنې کړې او که نه خو وايي، چې په دې اړه غږېدلي دي.
د افغانستان خلک تر بل هر وخت معیاري زدهکړو، د ژوندانه مناسب چاپیریال او بشري مرستو ته اړتیا لري، چې دا مهال د افغانستان د نفوس له نمايي زیات وګړي په دې برخو کې له ستونزو سره مخ دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره د افغانستان لپاره د نیدرلینډ او جرمني په ګډون یو شمېر نوورو هېوادونو خپل سفارتونه د ۲۰۲۱ اګسټ میاشت کې په کابل کې وتړل او یادو هېوادونو د افغانستان لپاره خپل سفارتونه په قطر کې هېواد کې پرانیستي دي.

د امریکا د نړۍوالې پراختیا ادارې او (زده کړې د ټولو لپاره) په نوم قطري بنسټ د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د هغو ماشومانو، نجونو او ځوانانو د زده کړې لپاره یو تړون لاسلیک کړ چې په افغانستان کې له زده کړو پاتې دي. دغو دواړو بنسټونو د افغانستان د پوهنې په ملاتړ ټینګار وکړ.
دغو دوو بنسټونو د څه باندې سل زره هغو ماشومانو د ثبتولو لپاره چې له درسونو څخه پاتې شوي، په مساوي توګه ۵۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي او نږدې دوه زره ځوانانو ته یې تحصیلي بورسونه ورکړي دي.
زده کړې د ټولو لپاره د بنسټ موقت اجرایوي مشر محمد الکوبیسي وویل:«د متحده ایالاتو د نړۍوالې پراختیا ادارې سره همکاري د ټولګډونه او عادلانه زده کړې احساس کولو لپاره یو مهم ګام دی. دا ګډې هڅې کولی شي خنډونه لرې کړي، ټولنې پیاوړې کړي او د روښانه راتلونکي سره مرسته وکړي.»
همدارنګه د افغانستان لپاره د امریکا نړۍوالي پراختیا ادارې مدیر جویل سنډفور وویل: «دا همکاري ډاډ ورکوي چې افغان میرمنې او نجونې باکیفیته زده کړو ته لاسرسی ولري او د افغانانو لپاره یو ښه راتلونکی جوړیږي.»
دواړو خواوو د ټولو لپاره د زده کړو د بنسټیز حق په برخه کې په ځانګړې توګه د زیانمنو او خطر سره مخامخ ټولنو لپاره په خپلو ګډو ژمنو ټینګار کړی.

په اتریش کې د افغانستان سفیرې منیژې باختري د هاګ محکمې د څارنوال په وروستۍ بیانیه کې د طالبانو د چارواکو د نیولو له غوښتنې هرکلی وکړ.
نوموړې وایي، چې دا د جنسيتي توپیر او د افغان ښځو په وړاندې د سیستماتیک تاوتریخوالي له امله د طالبانو د ځواب ویلو لپاره اساسي اقدام دی.
مېرمن باختري د یکشنبې په ورځ پر اېکس لیکلي: «زه د چیلي، کاستاریکا، هسپانیا، فرانسې، لوګزامبورګ او مکسیکو له حکومتونو هرکلی کوم، چې نړۍوالې محکمې ته یې د افغانستان او په ځانګړې توګه د افغان ښځو سخت وضعیت وړاندې کړی دی.»
د هاګ محکمې یو څارنوال تېره اونۍ د پنجشنبې په ورځ له یو شمېر افغان مېرمنو سره په کتنه کې ویلي، چې ډېر ژر به د افغانستان په اړه ښه خبرونه واوریدل شي.
کریم خان هیله څرګنده کړې، چې د هاګ محکمې پرېکړې به «د افغانستان د مېرمنو دردونه څه نا څه را کم کړي.»
څه موده وړاندې چیلي، کاستاریکا، هسپانیا، فرانسې، مکسیکو او لوکزامبورګ په افغانستان کې د بشري حقونو څخه د سرغړونو په تړاو قضیه د هاګ نړۍوالې محکمې ته لېږلې وه، او هغې محکمې هم ویلي و، چې دغه قضیه هغوی ته رسیدلې ده.
تمه کېږي، چې دغه محکمه به د هغو طالب مشرانو د نیولو حکم صادر کړي، چې د ښځو پر ضد په «سیستماتیک تاوتریخوالي» او «په افغانستان کې پر حاکم جنسیتي اپارتایډ» کې لاس لري.
د شنونکو په باور، که د هاګ محکمه د قضايي تعقیب پرېکړه وکړي، د طالبانو پر چارواکو به د جنګي جرمونو او بشري ضد جرمونو په څېر جدي تورونه ولګول شي او دا د طالب مشرانو شخصي امنیت اغېزمنوي او دوی به نور هم په نړۍواله کچه منزوي کړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومان د ملاتړ صندوق (یونېسف) وایي، چې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې زرګونو اړمنو کورنیو سره د مرستو رسولو هڅې کوي.
د افغانستان لپاره د یونېسف سرپرست عبدالقادر د طالبانو تر واک لاندې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې له سرپرست نورالدین ترابي سره په کتنه کې وویل، چې د افغانستان په مرکزي او ختیځ زون کې به د روانې میاشتې تر وروستیو پورې ژمنۍ او روغتیایي بستې دې ادارې ته وسپارل شي، تر څو په اړمنو خلکو و ویشل شي.
د طالبانو تر واک لاندې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د یونېسف د خدماتو د مسوول له قوله زیاته کړې، چې که څه هم یاده اداره د افغانستان په نهو ولایتونو کې ګودامونه لري، خو بیا هم هڅه کوي په یو شمېر نورو ولایتونو کې د راتلونکي لپاره د بېړنیو مرستو د رسولو په موخه ځیني نور ګودامونه هم جوړ کړي.
هغه وايي: «په راتلونکي کې زمونږ هڅه دا ده، چې ګودامونه په داسې ځایونو کې جوړ کړو، چې زیانمنونکو سیمو ته نږدې وي تر څو د بېړنۍ اړتیا پر وخت له خلکو سره ژر مرستې وشي.»
په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي، چې دغه دولس ولایتونه کوم ولایتونه دي.
د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان لپاره د یونېسف مشر په بېړنیو حالاتو کې د همکارۍ د چمتوالي اعلان کړی او دواړو لورو پر دوامداره همکاریو ټینګار وکړ.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بېوزلۍ کچه لوړه شوې او د څو طبیعي پېښو له امله هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خلک بهرنیو او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
په همدې حال کې، ډېر شمېر مرستندویه ادارې د بودیجې له کمښت سره مخ دي.
څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې (اوچا) په خپل وروستي راپور کې ویلي و، چې ۱۲،۴ مېلیونه وګړي د خوړو خوندیتوب نه لري او په مېلیونونه نور افغانان د بېځایه کېدو ترڅنګ د لوږې د بېړني حالت سره مخامخ دي.
یادې ادارې ویلي، چې د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې د مېلیونونو وګړو ژوند له ګواښ سره مخامخ شوی دی.
دوی ویلي، چې د بودیجې کمښت په افغانستان کې د بشري مرستو پر لېږد منفي اغېزې کړي دي.
