د ملګرو ملتونو کارپوهان: د طالبانو سیاستونه د ښځو نسل وژنې ته ورته دی

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د دوشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په طبي برخو کې د نجونو پر زده کړو بندیزونه د غیر ضروري پرېشانۍ، ناروغۍ او د احتمالي مرګ لامل کېږي. د دوی په خبره: «دغه بندیزونه د ښځو د نسل وژنې په مانا دي.»





