د بلوچستان پولیس وایي، هغه دوه کسان ووژل شول چې پر موټر سایکل یې چاودېدونکي توکي لېږدول

د بلوچستان پولیس وایي، دغه دوه کسان د دوشنبې په ورځ د (لېندۍ نهمه) ناوخته هغه مهال ووژل شول چې په موټر سایکل یې چاودېدونکي توکي لېږدول.

د بلوچستان پولیس وایي، دغه دوه کسان د دوشنبې په ورځ د (لېندۍ نهمه) ناوخته هغه مهال ووژل شول چې په موټر سایکل یې چاودېدونکي توکي لېږدول.
پولیس سرچېنې وایي، پېښه د کلای عبدالله په سیمه کې د پولیسو یوې پوستې ته څېرمه شوې او په موټر سایکل سپاره دواړه کسان ځای پر ځای وژل شوي دي.
پولیس وایي، تر دې مهاله روښانه نه ده چې دغو دوو کسانو د ځانمرګي برید هوډ لاره او که یوازې یې چاودېدونکي توکي لېږدول.
دوی وایي، په دې اړه د دوی پلټنې روانې دي.
بلوچستان په تېرو کلونو کې نا امنه صوبه ګڼل کېږي، چې د نورو وسلهوالو ډلو تر څنګ په کې د بلوڅ بېلتون پاله غورځنګ هم وسلهوال فعالیتونه لري.
دغه ډله غواړي، چې له فډرالي حکومته خپله خپلواکي تر لاسه کړي او پر طبیعي سرچېنو واکمنه شي.
تېره میاشت په دغې صوبه کې د یو ځانمرګي برید له امله چې د اورګاډي په یو تم ځای کې وشو نږدې دېرش تنه ووژل شول او تر ۵۰ زیات ټپیان شوي وو.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان ویلي، امریکا د بشارالاسد د رژیم د نسکورولو امر نه و کړی.
له امریکايي رسنیو سره په خبرو کې جک سلیوان ویلي، امریکا د بشارالاسد د حکومت د نسکورولو لپاره د سوریې د حکومت ضد وسلهوالو په برید کې کوم رول نه دی لوبولی او نه یې هم د برید لپاره کومه لارښوونه کړې ده.
هغه وویل، چې اوس په سوریه کې د پرمختګ لپاره ډېر فرصتونه شته، امریکا به اوس په سوریه کې له ټولو ډلو سره په ګډه کار وکړي.
له بل پلوه رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې په دمشق کې د اسراییل لهخوا د دوو درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
اسراییلي الوتکو دارنګه په حمص او درعا کې هم په ګڼو سیمو بمبارۍ کړې دي.
له بل پلوه ایران په سوریې خاوره «یرغل» وغانده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سوریې د جولان د نورو سیمو «یرغل» وغانده.
نوموړي د اسراییل پر ملاتړو لویدیځو هېوادونو د اسراییل د دغه قانون ماتوونې پر چوپتیا نیوکه کړې ده.
د ملګزو ملتونو په امنیت شورا کې د اسراییل استازي امنیت شورا ته په یوه لیک کې لیکلي، چې د ګولان په سیمو کې د اسراییل اقدامات محدود او لنډمهاله دي.
اسراييلي استازي په خپل ليک کې کاږلي، چې اسراييل په سوريه کې د وسلهوالو ډلو په جګړه کې لاسوهنه نه کوي؛ د دوی دغه کړنې د دوی د خپل امنيت لپاره دي.
هاخوا حماس د سوریې خلکو ته د ازادۍ او عدالت په مبارزه کې د بریالیتوب له امله مبارکي ویلي، په داسې حال کې چې د لبنان حزب الله په سوریه کې بدلون خطرناک بللی دی.
کاناډا هم د بشارالاسد د رژیم د پای ته رسېدو هرکلی کړی، په داسې حال کې چې بریتانیا، فرانسې، جرمني، اترېش او یونان د سوریې د کډوالو د غوښتنلیکونو بهیر ځنډولی دی.

جرمني او فرانسوي چارواکي وایي، چې د سوریې له نوې رهبرۍ سره د بشري حقونو د اوصولو او د قومونو او لږکیو د خوندیتوب په شرط همکارۍ ته چمتو دي.
د یادو هېوادونو مشرانو ویلي، چې په سوریه کې یې د جنګیالیو له مشرانو سره د همکاریو په اړه بحث کړی دی.
د جرمني د لومړي وزیر په اعلامیه کې راغلي: «دواړو لورو هوکړه وکړه، چې له نوې رهبرۍ سره به د بشري حقونو د اوصولو او د قومونو او لږکیو د حقونو د ساتنې په شرط همکاري وکړي.»
که څه هم هیئت تحریر الشام ډله د امریکا په ګډون د ډېر شمېر هېوادونو له خوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېده، خو د بشار الاسد د حکومت په ړنګېدو سره ځيني هېوادونه غواړي له هغې ډلې سره همکاري او اړیکې ولري، چې تر دې وړاندې یې د ترهګرې ډلې په توګه پېژندله.
دا په داسې حال کې ده، چې قطر هم له دغې ډلې سره اړیکه نیولې ده.
یوې باوري سرچینې له رویټرز سره په خبرو کې ویلي، چې قطري ډیپلوماټانو د دوشنبې په ورځ د هیئت تحریر شام ډلې له پلاوي سره خبرې اترې کړي دي.
یاد چارواکي ویلي: «د قطر تمرکز دا دی چې د انتقالي دورې پر وخت له ارامۍ څخه کار واخیستل شي او همداراز د دولت عمومي ادارې او بنسټونه خوندي وساتل شي.»
اخوا، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې د روان وضعیت په اړه نن یوه بېړنۍ غونډه ور بللې ده.
په دې غونډه کې به د سوریې پر روان وضعیت خبرې وشي.
دغه غونډه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا داسې مهال بلل شوې، چې د حکومت ضد وسلهوالو د سوريې ټول ښارونه په بشپړ ډول نیولي او بشار الاسد هم له هغه هېواده وتلی دى.

د سوریې د مخکیني ولسمشر بشار الاسد د رژیم له ړنګېدو سره یو شمېر سوري او ان لبناني وګړي په پټو بندخونو کې د خپلو عزیزانو په لټه کې دي. په سوریه کې حاکمو ډلو د پټو بندخونو او بندیانو د خوشې کېدو په اړه پلټنې پیل کړي دي.
یو شمېر رسنیو په ترکیه کې مېشت د تري تم شویو بندیانو د ټولنې د شمېرو په حواله لیکلي، چې په دغو پټو بندخونو کې څه باندې ۱۰۰۰ تنه سوري او لبناني وګړي بندیان دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، د بشار الاسد د رژیم تر ټولو لویه بندخونه صیدنایا بندخونه وه، چې د دمشق د شمال په دیرش کیلومترۍ کې پرته ده.
په سوریه کې حاکمو ډلو تر هغه وروسته د پټو بندخونو د موندلو هڅې پیل کړي، چې د اسد د رژیم له نسکورېدو سره د بندیان د وږې پاتې کیدو په اړه اندیښمن وو.
که څه هم ویل کېږي، چې یو شمېر کورنۍ د خپلو عزیزانو د ژوندي پاتې کېدو تمه نه لري، خو بیا هم هڅه کوي په دې اړه معلومات ترلاسه کړي.
په سوریه کې د وروستیو پرمختګونو یوه ویډیو ښیي، چې یاغیان د سوریې له مشهور صیدنایا زندان څخه لسګونه ښځې خوشې کوي.
صیدنایا زندان د سوریې تر ټولو بدنامه زندان دی، چې د بښنې نړۍوال سازمان د څېړنو له مخې په کې ډله ییز اعدامونه او شکنجه کول عام وو.
ویل کېږي، چې په دغه بندخونه کې د اسد د رژیم د مخالفانو سلګونه پلویان شکنجه او اعدامېدل.
د روانې اونۍ د شنبې په ورځ تحریر شام ډلې اعلان وکړ، چې د حمص ښار له نیولو سره یې څه باندې ۳۵۰۰ بندیان د دې ښار له نظامي بندخونې څخه خوشې کړل.
د یو شمېر راپورونو له مخې، له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۸ کلونو پورې د سوریې په زندانونو کې څه باندې دیرش زره بندیان یا اعدام شوي او یا د شکنجو او د روغتیایي خدمتونو د نه شتون له امله مړه شوي دي.

د اروپايي ټولنې شورا ویلي، چې د دې ټولنې غړو هېوادونو له روسیې سره د جګړې د دوام لپاره د اوکراین د اقتصادي ملاتړ لپاره د ۴،۱ میلیارده یورو مرسته تصویب کړې ده. اروپايي ټولنې ویلي، چې دا پیسې اوکراین ته د اروپايي ټولنې د ملاتړ یوه برخه ده.
اروپايي ټولنې د دوشنبې په ورځ ویلي، چې له اوکراین سره د مرستو یوه نوې اندازه به ډېر ژر دغه هېواد ته انتقال کړي.
د دغه ټولنې په اعلامیه کې ویل شوي، "دا پیسې د اوکراین لپاره د اروپايي ټولنې د ملاتړ یوه برخه ده او د دې هیواد له اقتصاد سره به مرسته وکړي ځکه چې اوکراین د روسیې پر وړاندې جګړې ته دوام ورکوي."
د نړۍ د سترو اقتصادي قدرتونو په ګډون د جي - ۷ هیوادونو اوکراین ته د ۵۰ میلیارده یورو پور تخصیص کړی دی. ویل کېږي، چې دغه پیسې د روسیې د کنګل شویو شتمنیو له لارې تمویلېږي.

له افغانستان څخه تر سوریې پورې د بلواوو او جنګیالیو ډلو د ځواکمنېدو په پایله کې تېر څو کاله څلور نظامونه نسکور شوي او دولتمشرانو یې په نورو هېوادونو کې پناه اخستې ده. په هره پېښه کې د دولت د مشر تېښتې او وتلو یوه سیاسي خلا پرځای پریښې چې ملي بحرانونه یې نور هم ژور کړي دي.
د افغانستان سقوط
هندی رسني ډي اېن اې په یوه پرتلنه کې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغان دولت سقوط ته اشاره کړې چې په پایله کې یې مخکیني ولسمشر اشرف غني هېواد پرېښود. غني خپل تګ د دې لپاره اړین وباله چې د وینو تویېدنې او د کابل د ورانۍ مخه ونیسي، خو دغه ناڅاپي اقدام هېواد په ګډوډۍ کې وغورځاوه.
د ډې اېن اې په باور، د حکومت له نړېدو او د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو واک په لاس کې واخیست. غني وروسته په متحده عربي اماراتو کې پناه واخیسته، خو له هېواده د هغه وتل د نړیوالو مداخلاتو او هېواد جوړونې د هڅو د ناکامۍ سمبول پاتې شوی.

سریلانکا: اقتصادي بحران د یوې کورنۍ واک ته د پای ټکی ږدي
د۲۰۲۲ کال په جولای په میاشت کې د سریلانکا ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا د بېساري اقتصادي کړکېچ په ترڅ کې تېښتې ته اړ شو. د خوراکي توکو، سونتوکو او درملو د سخت کمښت له امله د خلکو پراخې مظاهرې ترسره شوې، چې بالاخره مظاهرهچیانو د ولسمشر استوګنځي ونیوه.
راجاپاکسا لومړی مالدیف او وروسته سینګاپور ته لاړ، چې هلته یې رسمي استعفا ورکړه.
د هغه تګ د یو وخت ځواکمنې سیاسي کورنۍ د زوال او د خراب اقتصادي مدیریت د مستقیمو پایلو څرګندونه کوله.
سره له دې چې راجاپاکسا د۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې بېرته سریلانکا ته ستون شو، خو هېواد یې د پورونو له کړکېچ او د خلکو له بېباورۍ سره مخ دی.

بنګلهدېش: یوه لومړۍ وزیره ګوښه شوه
د۲۰۲۴ کال په اګست میاشت کې بنګلهدېش د هغو هېوادونو په لیست کې شامل شو، چې مشران یې د کړکېچونو په ترڅ کې تېښتې ته اړ شوي دي.
د بنګلهدېش لومړۍ وزیرې شیخ حسینه وروسته له هغه هند ته پناه یووړه، چې د زدهکوونکو لاریونونه کړکېچن شول او بالاخره د هغې د استعفا غوښتنه وشوه.
مظاهرهچیان، چې د هغې حکومت یې په استبداد او فساد تورن کړی و، د هغې رسمي استوګنځي ته ورسېدل.
په دې حال کې حسینې هېواد پرېښود. وروسته یوه انتقالي حکومت واک ترلاسه کړ، خو هېواد یې لاهم په سیاسي ګډوډۍ کې ډوب پاتې دی.

سوریه: د اسد کورنۍ واک پای ته رسېږي
د۲۰۲۴ کال په ډسمبر میاشت کې له یوې لسیزې اوږدې کورنۍ جګړې وروسته د سوریې ولسمشر بشارالاسد وروسته له هغه هېواد پرېښود، چې د مخالفو ځواکونو لاس ته دمشق او نورې مهمې سیمې ولوېدې. د هغه تېښته د سوریې د پنځوس کلنې کورنۍ واکمنۍ پای دی، چې جګړه ځپلی هېواد یې په لا ډېره ورانۍ کې پرېښود.
سوریه اوس د بیا جوړونې له سختو ننګونو سره مخ ده، په داسې حال کې چې میلیونونه کسان بېځایه شوي او ټولنه په شدید ډول وېشل شوې ده.
تر فشارونو لاندې د مشرانو تېښته په معاصر نړیوال سیاست کې یو تکراري انځور دی: اوږدمهاله بحرانونه، که اقتصادي وي، سیاسي، یا نظامي، کولی شي د رژیمونو د ناڅاپي سقوط لامل شي.

