زیلینسکي: ډونلډ ټرمپ یوازینی مشر دی، چې پوتین ترې وېره لري

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د ډونلډ ټرمپ ستاینه وکړه او ویې ویل، هغه یوازینی مشر دی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ترې وېره لري.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د ډونلډ ټرمپ ستاینه وکړه او ویې ویل، هغه یوازینی مشر دی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ترې وېره لري.
هغه دارنګه په نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې په اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو لپاره سره یوځای شي.
نوموړي دغه څرګندونې په پاریس کې د ټرمپ او د فرانسې له ولسمشر اېمانوېل مکرون سره تر لیدنې وروسته کړې دي.زیلینسکي ویلي، چې له دواړو مشرانو سره یې خبرې "ډېرې ګټورې" وې او هغه د جګړې پای ته رسولو لپاره د ټرمپ "پیاوړي هوډ" څخه مننه وکړه.هغه زیاته کړه: «موږ پوهېږو، چې امریکا د پام وړ اقداماتو د ترسره کولو وړتیا لري؛ هغه اقدامات چې نور یې نه شي ترسره کولی.»زیلینسکي د سې شنبې په ورځ په اېکس پاڼه کاږلي، چې د دغې جګړې د پای ته رسولو لپاره یووالي ته اړتیا لري.زیلینسکي وړاندې لیکلي، چې هغه د متحده ایالاتو نوي منتخب ولسمشر ته ویلي و چې پوتین "یوازې له هغه او شاید د چین څخه وېره ولري".


د بلوچستان پولیس وایي، دغه دوه کسان د دوشنبې په ورځ د (لېندۍ نهمه) ناوخته هغه مهال ووژل شول چې په موټر سایکل یې چاودېدونکي توکي لېږدول.
پولیس سرچېنې وایي، پېښه د کلای عبدالله په سیمه کې د پولیسو یوې پوستې ته څېرمه شوې او په موټر سایکل سپاره دواړه کسان ځای پر ځای وژل شوي دي.
پولیس وایي، تر دې مهاله روښانه نه ده چې دغو دوو کسانو د ځانمرګي برید هوډ لاره او که یوازې یې چاودېدونکي توکي لېږدول.
دوی وایي، په دې اړه د دوی پلټنې روانې دي.
بلوچستان په تېرو کلونو کې نا امنه صوبه ګڼل کېږي، چې د نورو وسلهوالو ډلو تر څنګ په کې د بلوڅ بېلتون پاله غورځنګ هم وسلهوال فعالیتونه لري.
دغه ډله غواړي، چې له فډرالي حکومته خپله خپلواکي تر لاسه کړي او پر طبیعي سرچېنو واکمنه شي.
تېره میاشت په دغې صوبه کې د یو ځانمرګي برید له امله چې د اورګاډي په یو تم ځای کې وشو نږدې دېرش تنه ووژل شول او تر ۵۰ زیات ټپیان شوي وو.

د اروپايي ټولنې شورا ویلي، چې د دې ټولنې غړو هېوادونو له روسیې سره د جګړې د دوام لپاره د اوکراین د اقتصادي ملاتړ لپاره د ۴،۱ میلیارده یورو مرسته تصویب کړې ده. اروپايي ټولنې ویلي، چې دا پیسې اوکراین ته د اروپايي ټولنې د ملاتړ یوه برخه ده.
اروپايي ټولنې د دوشنبې په ورځ ویلي، چې له اوکراین سره د مرستو یوه نوې اندازه به ډېر ژر دغه هېواد ته انتقال کړي.
د دغه ټولنې په اعلامیه کې ویل شوي، "دا پیسې د اوکراین لپاره د اروپايي ټولنې د ملاتړ یوه برخه ده او د دې هیواد له اقتصاد سره به مرسته وکړي ځکه چې اوکراین د روسیې پر وړاندې جګړې ته دوام ورکوي."
د نړۍ د سترو اقتصادي قدرتونو په ګډون د جي - ۷ هیوادونو اوکراین ته د ۵۰ میلیارده یورو پور تخصیص کړی دی. ویل کېږي، چې دغه پیسې د روسیې د کنګل شویو شتمنیو له لارې تمویلېږي.

له افغانستان څخه تر سوریې پورې د بلواوو او جنګیالیو ډلو د ځواکمنېدو په پایله کې تېر څو کاله څلور نظامونه نسکور شوي او دولتمشرانو یې په نورو هېوادونو کې پناه اخستې ده. په هره پېښه کې د دولت د مشر تېښتې او وتلو یوه سیاسي خلا پرځای پریښې چې ملي بحرانونه یې نور هم ژور کړي دي.
د افغانستان سقوط
هندی رسني ډي اېن اې په یوه پرتلنه کې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغان دولت سقوط ته اشاره کړې چې په پایله کې یې مخکیني ولسمشر اشرف غني هېواد پرېښود. غني خپل تګ د دې لپاره اړین وباله چې د وینو تویېدنې او د کابل د ورانۍ مخه ونیسي، خو دغه ناڅاپي اقدام هېواد په ګډوډۍ کې وغورځاوه.
د ډې اېن اې په باور، د حکومت له نړېدو او د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو واک په لاس کې واخیست. غني وروسته په متحده عربي اماراتو کې پناه واخیسته، خو له هېواده د هغه وتل د نړیوالو مداخلاتو او هېواد جوړونې د هڅو د ناکامۍ سمبول پاتې شوی.

سریلانکا: اقتصادي بحران د یوې کورنۍ واک ته د پای ټکی ږدي
د۲۰۲۲ کال په جولای په میاشت کې د سریلانکا ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا د بېساري اقتصادي کړکېچ په ترڅ کې تېښتې ته اړ شو. د خوراکي توکو، سونتوکو او درملو د سخت کمښت له امله د خلکو پراخې مظاهرې ترسره شوې، چې بالاخره مظاهرهچیانو د ولسمشر استوګنځي ونیوه.
راجاپاکسا لومړی مالدیف او وروسته سینګاپور ته لاړ، چې هلته یې رسمي استعفا ورکړه.
د هغه تګ د یو وخت ځواکمنې سیاسي کورنۍ د زوال او د خراب اقتصادي مدیریت د مستقیمو پایلو څرګندونه کوله.
سره له دې چې راجاپاکسا د۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې بېرته سریلانکا ته ستون شو، خو هېواد یې د پورونو له کړکېچ او د خلکو له بېباورۍ سره مخ دی.

بنګلهدېش: یوه لومړۍ وزیره ګوښه شوه
د۲۰۲۴ کال په اګست میاشت کې بنګلهدېش د هغو هېوادونو په لیست کې شامل شو، چې مشران یې د کړکېچونو په ترڅ کې تېښتې ته اړ شوي دي.
د بنګلهدېش لومړۍ وزیرې شیخ حسینه وروسته له هغه هند ته پناه یووړه، چې د زدهکوونکو لاریونونه کړکېچن شول او بالاخره د هغې د استعفا غوښتنه وشوه.
مظاهرهچیان، چې د هغې حکومت یې په استبداد او فساد تورن کړی و، د هغې رسمي استوګنځي ته ورسېدل.
په دې حال کې حسینې هېواد پرېښود. وروسته یوه انتقالي حکومت واک ترلاسه کړ، خو هېواد یې لاهم په سیاسي ګډوډۍ کې ډوب پاتې دی.

سوریه: د اسد کورنۍ واک پای ته رسېږي
د۲۰۲۴ کال په ډسمبر میاشت کې له یوې لسیزې اوږدې کورنۍ جګړې وروسته د سوریې ولسمشر بشارالاسد وروسته له هغه هېواد پرېښود، چې د مخالفو ځواکونو لاس ته دمشق او نورې مهمې سیمې ولوېدې. د هغه تېښته د سوریې د پنځوس کلنې کورنۍ واکمنۍ پای دی، چې جګړه ځپلی هېواد یې په لا ډېره ورانۍ کې پرېښود.
سوریه اوس د بیا جوړونې له سختو ننګونو سره مخ ده، په داسې حال کې چې میلیونونه کسان بېځایه شوي او ټولنه په شدید ډول وېشل شوې ده.
تر فشارونو لاندې د مشرانو تېښته په معاصر نړیوال سیاست کې یو تکراري انځور دی: اوږدمهاله بحرانونه، که اقتصادي وي، سیاسي، یا نظامي، کولی شي د رژیمونو د ناڅاپي سقوط لامل شي.


ځايي خبریالانو د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو د وزیر محمد علي سیف له قوله افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د دغه ایالت د سر وزیر علي امین ګنډاپور په لارښونه به کورمې ولسوالۍ ته د هوا له لارې درمل او خوراکي توکي ولېږدوي او له هغه ځايه به ناروغان پېښور ته را ولېږدوي.
د خیبرپښتونخوا ایالت په کورمه کې د دوو قبیلو ترمنځ د مذهبي تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه د دوو لویو امن جرګو پر هڅو سربیره لا هم د یادې ولسوالۍ ټولې لارې د تګ راتګ پرمخ تړل شوي او د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي هلته د درملو او خوراکي توکو د کمښت په اړه شکایت کوي.
په دغه ولسوالۍ کې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې اوربند اعلان شوی.
د خیبر پښتونخوا له کورمې ځايي خبریالانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې په دغې ولسوالۍ کې د دوو قبیلو تر منځ د امن جرګو پر هڅو سربیره لا هم د یادې ولسوالۍ لارې د راتګ پر مخ بندي پاتې دي.
ځايي خبریالان وايي، د ولسوالۍ او ایالتي حکومت په هڅو په کوهاټ کي د امن جرګې د غړو د کمښت له امله تېره ورځ جرګه نه ده ترسره شوې او تمه ده نن بیا ځلې دغه جرګه له بنګش او طوري قبیلوسره مذاکرات پیل کړي، خو د پښتون قامي عدالت جرګه له تېرې یوې اوونۍ راهیسې له دواړو غاړو سره په خبرو بوخته ده.
بنګش او طوري قبیلو له تېرو څو ورځو راهیسې تر نامعلومې مودي په کورمه کې اوربند اعلان کړی، خو د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د لارو د تړل کېدو له امله هلته د خوراکي توکو او درملو له کموالي سره مخ دي.
په کورمه ولسوالۍ کې تېره میاشت د شیعه مساپرو پر موټر په برید کې د ۵۴ کسانو د وژل کېدو په غبرګون طوري قبیلې پر بنګش قبیلې بریدونه وکړل چې په پایله کې یې شاوخوا ۱۳۵ تنه ووژل شول او نږدې دوه سوه نور ټپیان شول.

یونېسف د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په سوریه کې حالات د بدلون په حال کې دي او دغه سازمان د ملګرو ملتونو د سرمنشي په غوښتنه په سوریه کې د تاوتریخوالي پای رسیدل غواړي او له ټولو سوریایانو، په ځانګړي ډول له ماشومانو ملاتړ بیا تازه کوي.
یاد سازمان وايي، په تېره اوونۍ کې لږ تر لږه ۸۰ تنه ماشومان په سوریه کې وژل شوي دي.
دغه خبرپاڼه چې د دوشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۹مه) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) له لوري خپره شوې ده، په کې راغلي، چې: «یونېسف د خپلو ژمنو د ثابت ساتلو او پوره کېدو لپاره په سیمه کې پاتې دی، د ماشومانو او د هغوی کورنیو ته د ژوند ژغورنې مرستې رسولو لپاره زموږ له ملګرو سره کار کوي.»
یاد سازمان وړاندې لیکي، چې په سوربه کې بشري وضعیت خورا ترینګلی دی، په میلیونونو ماشومان او کورنۍ له خورا محرومیت سره مخ دي.
د دوی په خبره له یوې لسیزې څخه زیاتې جګړې مهمو زیربناوو ته لوی زیان رسولی، په پراخه کچه د سوریایانو بیځایه کېدل، پاکو اوبو، روغتیا، زده کړو، خوړو او اړینو خدمتونو ته په جدي توګه لاسرسی محدود کړی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق پر ټولو خواوو غږ کوي چې ډاډ ترلاسه کړي چې بشري فعالان خوندي او بې له ځڼده لاس پکار دي چې ماشومانو او د هغوی کورنیو ته مرستې و رسوي.
یاد سازمان همدارنګه پر ټولو خواوو غږ کوي چې دوامداره سولې ته ژمن شي، چې د سوریې ماشومان ژوندي پاتې شي او وده وکړي.
دوی وايي، په سوريه کې ماشومان ډېر زيانمن شوي دي او د سوریې ماشومان د سولې، عزت، فرصت او د ښه راتلونکي مستحق دي.