د افغانستان له خبریالانو ملاتړ سازمان: د خبریالانو خوندیتوب د بشري حقونو یو بنسټیز اصل دی

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي، د بیان ازادي او د خبریالانو خوندیتوب د بشري حقونو یو بنسټیز اصل دی.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي، د بیان ازادي او د خبریالانو خوندیتوب د بشري حقونو یو بنسټیز اصل دی.
دغه سازمان د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، په کور دننه د خبریالانو پر وړاندې د روانو ګواښونو، تاوتریخوالي او بیان ازادۍ پر وړاندې د پرتو ننګونو او بندیزونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په افغانستان کې افغان خبریالان او په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې له سختو ننګونو، ګواښونو او بندیزونو سره مخامخ دي.
دغه سازمان وایي، باید د ښځینه خبریالانو ملاتړ ته ځانګړې پاملرنه وشي او د نړۍ د نورو ښځو په شان د کار، زدهکړو او ټولنیز فعالیت فرصتونه دې ورته برابر شي.
دغه سازمان له نړۍوالې ټولنې، د بشري حقونو ادارو او اړوندو بنسټونو څخه غوښتي، چې د افغان خبریالانو د حقونو د خونديتوب لپاره جدي ګام واخلي او هغوی ته د خوندي کاري چاپېریال په برابرولو کې مرسته وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې نړۍواله ټولنه باید د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره اغېزناکې تګلارې جوړې او پلې کړي.

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د سې شنبې په ورځ وویل، د طالبانو توپیري چلند د افغان ولس په تېره بیا د مېرمنو کړاوونه زیات کړي دي.
هغه وایي، دغه کړه وړه په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د راوستو بهیر ټکنی کوي او یا یې هم له منځه وړي.
مېرمن امیري د سې شنبې په ورځ د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په پار په افغانستان کې د بشري حقونو پر ارزښت ټینګار وکړ او هغه یې د دغه هېواد د روان کړکېچ په هواري کې ګټور وباله.
هغې وویل: «په تېرو څلورو لسیزو کې جنګ جګړو د افغانستان د مېلیونونو خلکو بشري حقونه تروړلي دي.»
د امریکا ځانګړې استازې زیاته کړه: «د طالبانو لهخوا د مېرمنو او نجونو د جنسیتي ځورولو او د مذهبي لږکیو او نورو قومونو د وګړو، خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو د ځپلو له امله د افغانستان د خلکو رنځونه لا پسې ډېر کړي دي.»
طالبانو د خلکو په تېره بیا د نجونو او مېرمنو ټول حقونه ترې اخیستي او د هغوی د کار او زدهکړو ازادي یې ترې اخیستې ده.
د دغو ځپلو له امله، یو شمېر هېوادونو او د بشري حقونو بنسټونو د افغانستان دوسیه د هاګ محکمې ته سپارلې، چې له امله یې طالبان ځواب ویلو ته اړ کړل شي.
د طالبانو مشر په دې وروستیو کې ویلي، چې د «اسلامي شریعت» د پلي کولو په لار کې هیڅ ډول فشار ته نه تسلیمیږي.
هغه دا رنګه ویلي، چې له نړۍوالو سره د تعامل په کار کې اسلامي شریعت تر ټولو غوره لاره ده.

د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو حقونه په سیستماتیک او وحشیانه توګه تر پښو لاندې شوي دي.
دغه غورځنګ د ډسمبر د لسمې د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې سخت قوانین او بندیزونه پلي کړي، چې دغه بندیزونه تر ډېره ښځې او نجونې په نښه کوي او په اغېزمنه توګه یې د عامه ژوند څخه څنډې ته کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د نجونو پر زدهکړو، مېله ځایونو، پارکونو او ان حمامونو ته د ښځو پر تګ، له محرم پرته له کوره په وتلو، جبري ودونه، په زندانونو کې جنسي تېری او په طبي موسسو کې د ښځو پر زدهکړو بندیزونه هغه څه دي چې طالبانو پلي کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د پراخو غندلړو سره، سره نړۍواله ټولنه او د ملګرو ملتونو په څېر سازمانونه د افغان مېرمنو د خوندیتوب لپاره د اغېزمنو اقداماتو په پلي کولو کې پاتې راغلي.
دغه غورځنګ خبرداری ورکوي، که په دې برخه کې بېړني ګامونه وا نخیستل شي، افغانستان به د ښځو لپاره "د ځمکې پر مخ په دوزخ" بدل شي.
دغه غورځنګ د ښځو د حقونو د بېرته راګرځولو لپاره د بېړنۍ نړۍوالې مداخلې غوښتنه کوي او محکمو ته د طالبانو د دغو کړنو له امله د راکاږلو غوښتنه کوي.
خبرپاڼه زیاتوي، نړۍ باید د خبرپاڼو له چوکاټه ځان وباسي او د افغانستان د ښځو د ملاتړ لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.
دغه غورځنګ له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې پر طالبانو فشار راوړي، د افغان مېرمنو لپاره خوندي پناه ځایونو جوړ کړي، په افغانستان کې د سیمهییزو خوځښتونو او فعالینو ملاتړ وکړي او د بشري حقونو د سرغړونو لپاره د حساب ورکونې ټګلارې برابرې کړي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې د افغان ښځو کړاو د نړۍوال پیوستون او بشري حقونو ته د ژمنتیا یوه ازموینه ده.
خبرپاڼه کې راغلي، په داسې حال کې چې نړۍ د بشري حقونو نړۍواله ورځ نمانځي، د افغانستان د ښځو وضعیت باید د نړۍ په لومړیتوبونو کې راشي.
د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، که نړۍواله ټولنه په عمل کې پاتې راشي؛ نو ورسره به هغه اصول هم تر پښو لاندې شي، چې د دغې ورځې استازیتوب کوي.

د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې طالبانو د موسیقۍ په بندولو سره د افغانانو روح او ټولنیز هویت په نښه کړی دی.
دغه اداره وايي، چې د طالبانو پرېکړې له فرهنګي حقونو، د بیان ازادۍ او له اساسي بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.
طالبان له موسیقۍ سره له اوږدې مودې راهیسې دوښمني لري او واک ته له رسېدو وروسته یې په ښارونو، بازارونو، ټلویزیونونو او راډیوګانو کې د هر ډول موسیقۍ پر غږولو بندیز لګولی دی.
دا ډله موسیقي حرام ګڼي او هنرمندان دې ته اړ باسي چې پر کور کښېني او یا هم کډوالي وکړي.
د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ د سې شنبه په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي:«دا حقونه، چې د ټولنې په ټولنیز پیوستون او معنوي وده کې مهم رول لوبوي، د طالبانو له خوا په سیسټماټیک ډول رد شوي او پر ځای یې د زورواکو تګلارو مخه کړې ده.»
دغه بنسټ له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د طالبانو له لورې فرهنګ ضد سیاستونه وغندي او د افغانانو د کلتوري او موسیقي حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره پر طالبانو ډیپلوماټیک او سیاسي فشارونه زیات کړي.
د افغانستان د موسيقۍ ملي انسټيټيوټ د هنرمندانو او سندرغاړو پر وړاندې د طالبانو ګواښونو ته هم اشاره کړې او له دغې زيانمنې شوې ډلې سره د نړۍوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه کوي.
دغه بنسټ چې په جلاوطنۍ کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي ټینګار کړی، چې «چې هېڅ ځواک نه شي کولی د خلاقیت، هنر او کلتور رڼا بنده کړي.»

د اسراییل لومړي وزیر د سې شنبه په ورځ وویل، چې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما ورته افغانستان ته د سفر وړاندیز کړی و. نتنیاهو وویل، چې د دې سفر موخه د امریکايي ځواکونو له لورې د سیمه ییزو افغان ځواکونو د روزلو له بهیر څخه لیدل وو.
د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د سې شنبه په ورځ د تل ابیب په یوه محکمه کې د فساد په تور شاوخوا څلور ساعته محاکمه شو.
په داسې حال کې چې څارنوالۍ په قضیه کې نوموړی په مالي فساد او د رسنیو د توجه جلبولو په تړاو تورن کړ، خو د اسراییل لومړي وزیر د اسراییلو د امنیت په ټینګښت کې د هغه د کړنو د رول یادونه وکړه.
نوموړي هلته له بارک اوباما سره د ايران او فلسطين پر سر خپلو ژورو اختلافاتو ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې اوباما د يوه خپلواک فلسطيني دولت جوړول غوښتل.
نتنیاهو وویل، چې اوباما ایران ته د ګواښ په سترګه نه، بلکې د یو فرصت په سترګه کتل.
د اسراييل لومړي وزير د امريکا د بهرنيو چارو له پخواني وزير جان کري سره د اختلاف يادونه هم وکړه او زياته يې کړه، چې کري د غزې له لوېديځې غاړې څخه د اسراييلي ځواکونو وتل غوښتل.
افغانستان ته سفر
د محکمې په ناسته کې د اسراييل لومړي وزير افغانستان ته د خپل سفر په اړه د اوباما د غوښتنې په اړه وويل:«اوباما وړانديز وکړ چې زه افغانستان ته يو پټ سفر وکړم او وګورم چې امريکايي ځواکونه څنګه سيمه ييزو ځواکونو ته روزنه ورکوي.»
نتنیاهو زیاته کړه:«ما هغه (اوباما) ته وویل، چې په کومه شېبه چې تاسو له افغانستان څخه ووځی، دا ځواکونه به د اسلامپالو ځواکونو تر فشار لاندې سقوط وکړي او همداسې هم وشول.»
نتنیاهو تر دې مخکې هم د خپلو خاطراتو په کتاب کې ویلي وو، چې د اوباما او جان کري له خوا ورته افغانستان ته د سفر وړاندیز شوی و.
نوموړي په ۲۰۲۲ کال کې په دغه کتاب کې لیکلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري ورته وړاندیز وکړ، چې د فلسطیني ادارې امنیتي ځواکونه دې د فلسطیني سیمو د اداره کولو لپاره وروزل شي.
نوموړي د دې نظر د امکان د ثابتولو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د امریکا د روزنې پروګرام ته اشاره وکړه، چې افغانستان ته ولاړ شي او د روزني پروسه له نږدې وګوري.
د دغه کتاب له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل:«بي بي [نتنیاهو]، زه غواړم افغانستان ته ستاسو لپاره یو پټ سفر ترتیب کړم. تاسو به په خپلو سترګو ووینئ چې موږ څومره ستر کار وکړ، چې افغان پوځ دې ته چمتو کړو چې زموږ له وتلو وروسته د هېواد واک په خپل لاس کې ونیسي.»
نتنیاهو په ځواب کې وویل:«جان، دا هر وخت چې تاسو له افغانستان څخه ووځئ، طالبان به هغه ځواکونه له منځه یوسي چې تاسو روزلي دي.»
د اسراييل لومړي وزير په دغه کتاب کې ليکلي، چې د امريکا له لید لورې خلاف پر اسلامپالو او فلسطيني ځواکونو باور نه لري او نه به د فلسطين د خاورې کنټرول يوې خپلواکې ادارې او فلسطيني امنيتي ځواکونو ته وسپاري.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی نصیر احمد فایق د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت وايي، چې د افغانستان د خلګو په ځانګړې توګه د هغو افغان ښځو او نجونو ترڅنګ ولاړ یو، چې په بې ساري توګه محدودیتونه او د خپلو اساسي حقونو سرغړونې زغمي.
نوموړی وايي، زده کړې، د ازادۍ حرکتونه، او په ژوند کې مساوي ګډون امتیاز نه، بلکي د بشري حقونو بنسټیز حقونه دي.
نوموړي د طالبانو کړنې په کلکه غندلي او له نړۍوالې ټولنې څخه یې غوښتنه کړې:«د افغانانو غږ باید پورته کړي، طالبان باید ځواب ورکوونکي و اوسي او ټولو ته د عدالت، وقار او فرصت د بېرته راګرځولو لپاره په نه ستړي کېدونکي ډول کار وکړي.»
نصیر احمد فایق وايي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې او نجونې له بې ساري محدوودیتونو سره مخ دي او له خپلو بنسټیزو حقونو څخه بې برخې شوي دي.
همدارنګه نوموړي زیاته کړه:« د طالبانو غیر اسلامي او غیر انساني سیاستونه لکه له زده کړو بې برخې کول، د کار مخنیوی او پر بنسټیزو ازادۍ سخت محدودیتونه، یوازې د اسلامي او انساني حقونو ښکاره نقض نه دی، بلکې د افغانستان له خلکو او د دې هېواد له راتلونکي سره ښکارده دوښمني ده.»
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو له لورې د هېواد د نیم نفوس په ټولنه کې له فعال حضور څخه منع کول به دغه هېواد د بېوزلۍ، تل پاتې وابستګۍ او بدبختۍ په لور بوځي.
نوموړي د افغانستان ښځې زړورې یادې کړې او وايي، چې په افغانستان دننه او بهر کې د بشري حقونو فعالانو فعالیت د هیلو او مقاومت سمبول یادوي.
نصیر احمد فایق پر نړۍوالۍ ټولنې غږ کړی، چې د طالبانو کړنې په کلکه وغندي او د افغانستان د خلګو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره دې خپلې ژمني تازه او د یو منسجم او متحدې کړنلارې له لارې دې یو مشروع، عادلانه او د خلکو د ازادۍ پر بنسټ ملي نظام رامنځته کړي.
