• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مشهوره امریکایې سندرغاړې او اداکاره سیلینا ګومیز هم د مجردانو له لېست څخه ووتله

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۱:۰۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۲:۴۳ GMT+۰

مشهوره امریکایې سندرغاړې، اداکاره او فلم جوړونکې سیلینا ګومیز هم د مجردانو له لېست څخه ووتله. هغې پر انستاګرام یو پیغام کې چې د کوژدۍ ګوتمۍ پر لاس ده لیکلي،و چې تل پاتې اړیکه اوس پیلیږي.

سیلینا ګومیز د ۱۹۹۲ کال د جولای په ۲۲مه نېټه د متحده ایالاتو په تکزاس ایالت کې زیږېدلې ده. هغې د لومړي ځل لپاره د ماشومانو د ټلویزیوني لړۍ "بارني او ملګري" کې د ماشومې اداکارې په توګه پیژندل شوې.

100%

خو هغه بیا هغه وخت ډېره مشهوره شوه کله چې هغې په دیزني چینل کې د (Wizards of Waverly Place) لړۍ کې چې له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې خپره شوه د الیکس روسسو رول ولوبوه.

سیلینا ګومیز له مشهورې امریکایي سندرغاړي، موسیقي جوړونکي او سندرلیکونکي بینني بلادکو سره کوژده وکړه.

100%

بینني بلادکو اصلي نوم بینجامین جوزف لیونس دی او د ۱۹۸۸ کال د مارچ په اتمه نېټه زیږېدلی دی.

بینني بلادکو د موسیقۍ په صنعت کې د خپلو خلاقیتونو او نوښتونو له امله شهرت ترلاسه کړی او د نړۍ د ګڼو مشهور سندرغاړو لپاره یې سندرې لیکلي او جوړې کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

ژوند او روغتیا؛ د قهوې څښل مو عمر زیاتوي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۳:۴۷ GMT+۰

ایا د قهوې څښل مو خوښ ‌دي؟ هره ورځ څو ګیلاسه قهوه څښی؟ او ایا د قهوې په ګټو پوهیږی؟ که یې په ګټو نه پوهیږئ او غواړئ پوه شې نو دغه لیکنه راسره ولولئ.

په پرتګال کې د یو کلینیک څېړنو ښودلې، چې که هره ورځ قهوه وڅښل شي، نو دا عادت د اوږد او سالم ژوند لپاره خورا ښه ده.

د کویمبرا پوهنتون څېړنو موندلې، چې د قهوې منظم مصرف کولی شي په اوسط عمر کې ۱،۸ سلنه کاله اضافه کړي.

په دې څېړنه کې د تېرو ۵۰ څېړنیزو راپورونو معلومات معاینه شوي چې د خلکو په روغتیا باندې د قهوې څښلو اغېزې یې لیدلي دي.

د څېړنو له مخې، هره ورځ د قهوې څښل د انسان عمر زیاتوي او د ګڼو ناروغیو خطر کموي.

دغې څېړنې موندلې، چې د قهوې څښل د زړه او سږو ناروغۍ، فلج، د سرطان ځینې ډولونه، د شکرۍ ناروغۍ، د حافظې اختلال او ډیپرېشن خطر کموي.

همدا راز، دغه ګرم څښاک د عضلاتو معافیتي روغتیا لپاره هم ګټور دی.

څېړونکو ویلي، چې په اوسني عصر کې په مختلفو هېوادونو کې د زړو خلکو شمېر په چټکۍ سره مخ په ډېرېدو دی، نو اړینه ده چې د هغو غذایي عادتونو په اړه پوه شو چې کولی شي د اوږد او سالم ژوند سره مرسته وکړي.

څېړونکو ویلي، چې څېړنې ټول شته شواهد وڅېړل ترڅو د دې ګرم څښاک اغېزې پر انساني عمر او عمر پورې اړوند ناروغیو باندې پوه شي.

دوی زیاته کړه: «موږ وموندله چې د قهوې څښلو او د سالم اوږد ژوند ترمنځ اړیکه موجوده ده.»

دوی زیاته کړې، چې په قهوه کې د پولي فینولز په نوم د انټي اکسیډنټ او التهاب ضد نباتي مرکباتو له امله دي، چې د اکسیډیټ فشار کنټرولوي.

د څېړونکو په وینا، هره ورځ له ۳ څخه تر ۵ پیالو قهوه څښل د انسان پر روغتیا مثبت اغېز لري.

که چېرې قهوه په منظم ډول وڅښل شي، نو د روغتیا لپاره ګټه لري، که تاسو یې کله نا کله وڅښئ نو ډېره ګټه نه لري.

څېړونکي وایي، چې دغه څېړنه په ځینو برخو کې محدوده ده او لا هم په دې اړه څېړنې روانې دي.

په جاپان کې د انسانانو د مینځلو ماشین جوړ شوی دی

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۰:۴۶ GMT+۰

په جاپان کې د انسانانو د مینځلو ماشین جوړ شوی دی. د مصنوعي ذهانت (اې ای) ټیکنالوژۍ سره سمبال دا د مینځلو ماشین لومړی د انسان بدن تحلیلوي او بیا د مینځلو او وچولو پروسه پیل کوي.

دا عجیب او غریب ماشین جاپاني شرکت (Science Co) جوړ کړی، چې د کالیو مینځلو ماشین په څېر کار کوي او په ۱۵ دقیقو کې یو سړی پاکوي.

دا د یوې جنګي الوتکې د پیلوټ کابین په څېر ښکاري او ډیر ژر به د اوساکا کانسای اېکسپو کې نندارې ته وړاندې شي، چېرې چې زر کسان به د دغه ماشین کې د مینځلو تجربه ترلاسه کړي.

د شرکت په وینا، له نندارې وروسته به د دغه ماشین ډېر تولید پیل کړي.

کله چې یو کس د دغه ماشین پاستیکي برخې ته ننوځي ۵۰ سلنه یې له ګرمو اوبو ډکېږي او وروسته بیا په تېز فشار سره اوبه بهر کېږي.

دغه اوبه یو پیاوړی فشار رامنځته کوي، چې د پوستکي څخه خیرې لرې کوي.

مګر دغه شرکت ادعا کوي، دا ماشین نه یوازې د انسان بدن مینځي بلکې د اې ای ټکنالوژۍ په مرسته ذهن هم پاکوي.

له دې سره سره، داې ای ټیکنالوژي زاړه معلومات په پام کې نیولو سره د پلاستيک دننه ویډیو غږوي چې اعصاب ارامه کوي.

د شرکت په وینا، دا د فزیکي او ذهني تازه والي احساس زیاتوي.

په زړه پورې خبره خو دا ده، چې دا ډیزاین نوی ندی بلکې د ۱۹۷۰ له وخته ده، کوم چې په هغه وخت کې د جاپان په نړۍوال نندارتون کې ښودل شوی و، خو هېڅکله د عامو خلک لپاره نه و.

لا تراوسه دا نه ده روښانه شوې، چې دا ماشین به کله عامو خلکو ته وړاندې شي او د لګښت په اړه یې هم معلومات نه شته.

ژوند او روغتیا؛ که غواړئ ښکلی پوستکی او قوي وېښتان ولرئ، نو لانده کاجو وخورئ

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۱:۰۲ GMT+۰

کاجو نه یوازې خوندوره وچه مېوه ده، بلکې له غذایي موادو بډایه ده او که په لوږه کې یې وخورئ هم خوند کوي او هم ستاسو لوږه ختموي. کاجو که چېرې لانده شي بیا وخوړل شي، په اسانۍ سره هضم کېږي.

که هره ورځ په دوامداره توګه یو ټاکلی مقدار لانده کاجو وخورئ تاسو به دغه لاندې ګټې په خپل وجود کې حس کړئ:

کاجو د زړه لپاره ګټه لري

کاجو په صحي غوړو کې بډایه دی، چې د زړه لپاره خورا مهم دي.

کاجو د خراب کولیسټرول کچه راټیټوي او کولی شي د وینې جریان تنظیم او د وینې د فشار کنټرول کې هم مرسته وکړي.

همدا راز په کاجو کې شته مګنیزیم د زړه روغتیا لپاره ډېر ګټور دی.

کاجو ماغزه پیاوړي کوي

زنک، اوسپنه او مګنیزیم چې د ماغزه د ودې لپاره اړین دي، کاجو کې په پریمانه اندازه شته. کاجو پر ماغزه فشار کموي او حافظې ته وده ورکوي.

همدا راز په کاجو کې موجوده اوسپنه مغزو ته د اکسیجن رسولو کې مرسته کوي.

د یوې څېړنې له مخې چې په ۲۰۲۲ کال کې خپره شوې، کاجو د دماغي روغتیا لپاره ډېر ګټور دی، ځکه چې لنده شوې کاجو د ټرپټوفن لري، کوم چې د سیروټونن (د ښه احساس کولو هورمون) تولید ته وده ورکوي.

کاجو د هډوکو لپاره ګټور دی

کاجو د مګنیزیم، کلسیم او فاسفورس څخه بډایه ده چې دغه منرالونه د هډوکو لپاره اړین دي. د کاجو منظم مصرف کولی شي، د اوستیوپوروسس یا د هډوکو پړسوب په څېر ناروغیو مخه ونیسي.

یوه څېړنه چې په ۲۰۲۰ کې خپره شوې وموندله، چې د کاجو منظم مصرف د درد شدت کموي.

په کاجو کې ویټامین کې هم د کلسیم په ښه جذب کې مرسته کوي، کوم چې د هډوکي روغتیا نوره هم ښه کوي.

کاجو وېښتان قوي او پوستکی ښکلي کوي

که غواړئ، چې روښانه پوستکی او ښکلي وېښتان ولرئ نو تاسو باید هره ورځ کاجو وخورئ.

په کاجو کې په لوړه کچه مس موجود دي، چې د کلوجن د جوړولو لپاره اړین دی، کوم چې پوستکی ښکلی او ځوان ساتي.

مس مرسته کوي، چې وېښتان ژر سپین نه شي.

محمد په بریتانیا کې د هلکانو تر ټولو مشهوره نوم شو

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۰۹ GMT+۰

د بریتانیا د ملي احصایې د دفتر د نوي راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کې، "محمد" په بریتانیا او ویلز کې د نويو پیدا شویو هلکانو لپاره تر ټولو مشهوره نوم دی. د محمد نوم څخه وروسته د نُواه نوم په دویم مقام کې دی چې تېر کال په لومړي مقام کې و.

پخوانۍ شمېرې ښیې چې محمد په ۲۰۲۲ کې د هلکانو لپاره دویم مشهور نوم و. دا نوم له ۲۰۱۶ کال راهیسې په بریتانیا کې لسو غوره نومونو کې دی.

د محمد نوم د لندن په ګډون د بریتانیا له نهو سیمو څخه په څلورو کې خورا مشهور دی.

همدا راز، اولیویا هغه نوم دی چې د ۲۰۱۶ راهیسې د نویو پیدا شویو نجونو په منځ کې لومړی ځای لري.

املیا او ایلا په بریتانیا کې د نجونو نومونو لپاره دا دویم کال دی چې په دویم او دریم مقام کې دي.

په مشهوره فلم باربي چې مارګو رابي په کې د باربي او اوپنهایمر د کیلیان مورفي رول لوبولی له خپریدو وروسته له ۲۰۲۳ کال راهیسي ماشومانو ته د دغو نمونو غوره کولو شمېر کې زیاتوالی راغلی.

د ۲۰۲۲ په پرتله، ۲۱۵ نویو پیدا شویو نجونو ته د "مارګو" نوم غوره شوی او ۱۴ نویو پیدا شویو هلکانو باندې "کیلیان" نوم اېښودل شوی دی.

د نړۍ د تر ټولو ښکلي هوایي ډګر لومړی مقام د یوه مسلمان هېواد هوایي ډګر خپل کړ

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۲۳ GMT+۰

په میلیونونه خلک هره ورځ د هوا له لارې سفر کوي او له سفر مخکې په ساعتونو په هوایي ډګرونو کې د انتظار تجربه لري.

مګر د نړۍ تر ټولو ښکلی هوایي ډګر کوم یو دی، چې د ښکلا په لیدو یې لیدونکي حیرانېږي؟

د پرېکس ورسایلز کلنۍ نړۍوال معمارۍ ایوارډونو د نړۍ د تر ټولو ښکلي هوایي ډګرونو نوملړ اعلان کړ، چې د یوه مسلمان هېواد هوايي ډګر لومړی مقام خپل کړ.

د نړۍ د څه باندې ۴۰۰ هوايي ډګرونو له کتنې وروسته د متحده عربي اماراتو د ابوظبي ښار د زاید نړۍوال هوايي ډګر د نړۍ تر ټولو ښکلی هوايي ډګر نومول شوی دی.

جایزې د مسافرینو د سفر د تجربې او نورو اړخونو پر اساس درجه بندي شوې وې.

100%

د ابوظبي د هوایي ډګر اېکس شکل جوړښت بیا دغه هوایي ډګر ته ځانګړې ښکلا ورکړې او د ترمینل هره برخه د متحده عربي اماراتو د طبیعي ښکلا مختلف اړخ منعکسوي.

100%

ورپسې په دویم مقام کې د فیلیپ اینجلس نړۍوال هوایي ډګر دی، چې د مکسیکو په زومپانګو کې موقعیت لري.

په درېیم مقام کې د سینګاپور د چانګي هوایي ډګر ترمینل ۲ دی.

د بنکاک سوورنابومي هوایي ډګر بیا څلورم او د بوسټن لوګان نړۍوال هوایي ډګر د دغه نوملړ په پڼځم ځای کې دي.