• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ژوند او روغتیا؛ که غواړئ ښکلی پوستکی او قوي وېښتان ولرئ، نو لانده کاجو وخورئ

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۱:۰۲ GMT+۰تازه شوی: ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۲:۱۳ GMT+۰

کاجو نه یوازې خوندوره وچه مېوه ده، بلکې له غذایي موادو بډایه ده او که په لوږه کې یې وخورئ هم خوند کوي او هم ستاسو لوږه ختموي. کاجو که چېرې لانده شي بیا وخوړل شي، په اسانۍ سره هضم کېږي.

که هره ورځ په دوامداره توګه یو ټاکلی مقدار لانده کاجو وخورئ تاسو به دغه لاندې ګټې په خپل وجود کې حس کړئ:

کاجو د زړه لپاره ګټه لري

کاجو په صحي غوړو کې بډایه دی، چې د زړه لپاره خورا مهم دي.

کاجو د خراب کولیسټرول کچه راټیټوي او کولی شي د وینې جریان تنظیم او د وینې د فشار کنټرول کې هم مرسته وکړي.

همدا راز په کاجو کې شته مګنیزیم د زړه روغتیا لپاره ډېر ګټور دی.

کاجو ماغزه پیاوړي کوي

زنک، اوسپنه او مګنیزیم چې د ماغزه د ودې لپاره اړین دي، کاجو کې په پریمانه اندازه شته. کاجو پر ماغزه فشار کموي او حافظې ته وده ورکوي.

همدا راز په کاجو کې موجوده اوسپنه مغزو ته د اکسیجن رسولو کې مرسته کوي.

د یوې څېړنې له مخې چې په ۲۰۲۲ کال کې خپره شوې، کاجو د دماغي روغتیا لپاره ډېر ګټور دی، ځکه چې لنده شوې کاجو د ټرپټوفن لري، کوم چې د سیروټونن (د ښه احساس کولو هورمون) تولید ته وده ورکوي.

کاجو د هډوکو لپاره ګټور دی

کاجو د مګنیزیم، کلسیم او فاسفورس څخه بډایه ده چې دغه منرالونه د هډوکو لپاره اړین دي. د کاجو منظم مصرف کولی شي، د اوستیوپوروسس یا د هډوکو پړسوب په څېر ناروغیو مخه ونیسي.

یوه څېړنه چې په ۲۰۲۰ کې خپره شوې وموندله، چې د کاجو منظم مصرف د درد شدت کموي.

په کاجو کې ویټامین کې هم د کلسیم په ښه جذب کې مرسته کوي، کوم چې د هډوکي روغتیا نوره هم ښه کوي.

کاجو وېښتان قوي او پوستکی ښکلي کوي

که غواړئ، چې روښانه پوستکی او ښکلي وېښتان ولرئ نو تاسو باید هره ورځ کاجو وخورئ.

په کاجو کې په لوړه کچه مس موجود دي، چې د کلوجن د جوړولو لپاره اړین دی، کوم چې پوستکی ښکلی او ځوان ساتي.

مس مرسته کوي، چې وېښتان ژر سپین نه شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

محمد په بریتانیا کې د هلکانو تر ټولو مشهوره نوم شو

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۰۹ GMT+۰

د بریتانیا د ملي احصایې د دفتر د نوي راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کې، "محمد" په بریتانیا او ویلز کې د نويو پیدا شویو هلکانو لپاره تر ټولو مشهوره نوم دی. د محمد نوم څخه وروسته د نُواه نوم په دویم مقام کې دی چې تېر کال په لومړي مقام کې و.

پخوانۍ شمېرې ښیې چې محمد په ۲۰۲۲ کې د هلکانو لپاره دویم مشهور نوم و. دا نوم له ۲۰۱۶ کال راهیسې په بریتانیا کې لسو غوره نومونو کې دی.

د محمد نوم د لندن په ګډون د بریتانیا له نهو سیمو څخه په څلورو کې خورا مشهور دی.

همدا راز، اولیویا هغه نوم دی چې د ۲۰۱۶ راهیسې د نویو پیدا شویو نجونو په منځ کې لومړی ځای لري.

املیا او ایلا په بریتانیا کې د نجونو نومونو لپاره دا دویم کال دی چې په دویم او دریم مقام کې دي.

په مشهوره فلم باربي چې مارګو رابي په کې د باربي او اوپنهایمر د کیلیان مورفي رول لوبولی له خپریدو وروسته له ۲۰۲۳ کال راهیسي ماشومانو ته د دغو نمونو غوره کولو شمېر کې زیاتوالی راغلی.

د ۲۰۲۲ په پرتله، ۲۱۵ نویو پیدا شویو نجونو ته د "مارګو" نوم غوره شوی او ۱۴ نویو پیدا شویو هلکانو باندې "کیلیان" نوم اېښودل شوی دی.

د نړۍ د تر ټولو ښکلي هوایي ډګر لومړی مقام د یوه مسلمان هېواد هوایي ډګر خپل کړ

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۲۳ GMT+۰

په میلیونونه خلک هره ورځ د هوا له لارې سفر کوي او له سفر مخکې په ساعتونو په هوایي ډګرونو کې د انتظار تجربه لري.

مګر د نړۍ تر ټولو ښکلی هوایي ډګر کوم یو دی، چې د ښکلا په لیدو یې لیدونکي حیرانېږي؟

د پرېکس ورسایلز کلنۍ نړۍوال معمارۍ ایوارډونو د نړۍ د تر ټولو ښکلي هوایي ډګرونو نوملړ اعلان کړ، چې د یوه مسلمان هېواد هوايي ډګر لومړی مقام خپل کړ.

د نړۍ د څه باندې ۴۰۰ هوايي ډګرونو له کتنې وروسته د متحده عربي اماراتو د ابوظبي ښار د زاید نړۍوال هوايي ډګر د نړۍ تر ټولو ښکلی هوايي ډګر نومول شوی دی.

جایزې د مسافرینو د سفر د تجربې او نورو اړخونو پر اساس درجه بندي شوې وې.

100%

د ابوظبي د هوایي ډګر اېکس شکل جوړښت بیا دغه هوایي ډګر ته ځانګړې ښکلا ورکړې او د ترمینل هره برخه د متحده عربي اماراتو د طبیعي ښکلا مختلف اړخ منعکسوي.

100%

ورپسې په دویم مقام کې د فیلیپ اینجلس نړۍوال هوایي ډګر دی، چې د مکسیکو په زومپانګو کې موقعیت لري.

په درېیم مقام کې د سینګاپور د چانګي هوایي ډګر ترمینل ۲ دی.

د بنکاک سوورنابومي هوایي ډګر بیا څلورم او د بوسټن لوګان نړۍوال هوایي ډګر د دغه نوملړ په پڼځم ځای کې دي.

چین امریکا ته په لوړه ټیکنالوژۍ کې د کارېدونکو توکو صادرات بند کړل

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۱۸ GMT+۰

چین د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې امریکا ته به د ګالیم، جرمانیم، انټيموني او نورو هغو مهمو توکو صادرول بند کړي چې په لوړه ټیکنالوژۍ او پوځي تجهیزاتو کې کارول کېږي.

د چین د سوداګرۍ وزارت دغه پرېکړه داسې مهال اعلانوي چې واشنګټن د هغو چینایي شرکتونو د کنټرول نوملړ اوږد کړی چې د کمپیوټر چېپ جوړونې تجهیزاتو، سافټویرونو او لوړې وړتیا میموري چېپونو په صادراتو کې ښکیل دي.

دغه چېپونه په پرمختللو ټیکنالوژیو کې مهم رول لوبوي.
امریکا د صادراتو د کنټرول نوملړ ته ۱۴۰ نوي شرکتونه ور زیات کړي چې ډېری یې په چین کې دي، خو ځینې یې په جاپان، جنوبي کوریا او سینګاپور کې چینایي ملکیت لري.

دغه شرکتونه اوس د امریکایي چېپ جوړونې تجهیزاتو، سافټویرونو او لوړو ظرفیت لرونکو میموري چپونو ته لاسرسی نه لري، چې په مصنوعي ځیرکتیا او نورو پرمختللو برخو کې خورا مهم ګڼل کېږي.
چین لا له وړاندې دا شرط وضع کړی و چې امریکا ته د ګالیم په څېر مهمو موادو صادروونکي باید ځانګړي جوازونه ترلاسه کړي.
د فرانس پرېس او رویټرز د رپوټونو له مخې، د چین د سوداګرۍ وزارت د امریکا د بندیزونو د پراخولو غندنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د خپل هېواد “حقونه او ګټې” به خوندي کړي.
د نړۍ د دوو لویو اقتصادونو ترمنځ دغه کړکېچ پر ټیکنالوژۍ د واکمنۍ پر سر روانه سیالي نوره هم توده کړې، چې اغېزې به یې له دفاعي صنعت څخه تر مصرفي برښنایې وسایلو پورې پراخې وي.

ژوند او روغتیا؛ یوې څیړنې دا ښودلې چې د هګۍ خوړل مغزو ته ګټه لري

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۴۴ GMT+۰

په امریکا کې یوې طبي څېړنې ښودلې، چې د هګیو خوړل د مغزو روغتیا ته ګټه لري او د وینې زیان رسونکي کلسټرولو کچه کموي.

د کلفورینیا پوهنتون په دغې څېړنه کې د ۸۹۰ ښځو او نارینوو معلومات څېړل شوي دي. دغې څېړنې مودندلې چې هغه کسان چې اونۍ کې له دوو څخه تر څلورو هکۍ خوري په وینه کې یې د کلسټرول کچه ټیټیږي.

دغه څېړنه په ۱۹۸۸ کې پیل شوې وه او په ۴ کلونو کې یې د څیړنې د ګډونوالو د مغز فعالیت ۳ اړخونه وازمایل. په پایله کې هغو ۵۳۱ ښځو چې هګۍ یې ډېرې خوړلې، د لنډ مهاله او اوږد مهاله حافظې تزلزل کې یې کموالی راغلی. مګر په نارینو کې پایلې داسې نه وې.

څېړونکو ویلي، که څه هم هګۍ په زیاته کچه کلیسټرول لري خو پایلې ښیي چې هګۍ پر روغتیا مثبتې اغیزې لري.

دا لومړۍ څېړنه نه ده، چې ښودلې یې ده چې هګۍ د روغتیا لپاره ګټه لري، تر دې مخکې هم په بېلابېلو څېړنو کې موندل شوي، چې د هګۍ خوړل د شکر ناروغۍ پر وړاندې هم د بدن مقاومت زیاتوي.

په نوې څېړنه کې ښکېلو کارپوهانو ویلي، چې هګۍ پروتین او بېلابېل غذایي مواد لري چې د ذهني فعالیت په ښه کولو کې رول لوبوي.

هغوی زیاته کړه، چې په دې اړه لا زیاتو څېړنو ته اړتیا ده، خو دا څرګنده ده چې دغه خواړه د روغتیا لپاره ګټور دي.

ژوند او روغتیا؛ په ژمي کې د پوستکي د ښکلا د زیاتوالي لپاره باید کوم سیروم وکارول شي؟

۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۲۳:۰۴ GMT+۰

د ژمي په موسم کې د هوا بدلون، زموږ پوستکی اغیزمن کوي. د بدلېدونکي موسم سره د پوستکي پاملرنه هم اړینه ده، په ژمي کې باید د پوستکي د وچوالي څخه د ساتنې لپاره کریم وکاروئ.

په ټوله نړۍ کې د مخ سیروم کارولو وده کړې ده کوم چې د پوستکي د پاملرنې برخه کې ښه اغیزه لري.

اوس پوښتنه دا ده چې کوم ډول سیروم غوره دی؟

ويټامين سي

ویټامین سي د انټي اکسیډنټ یوه خزانه ده چې د پوستکي لپاره غوره ګڼل کیږي.

ویټامین سي ستاسو پوستکی د ککړتیا او وړیا رادیکالونو څخه ساتي او دا د پوستکي بیا رغونه کوي او همدارنګه د پوستکي حجرو ته وده ورکوي.

هایالورونک

هر څوک د هایالورونک اسید سره اشنا دي، ان مشهور کسان هم دا سیروم کاروي، دا اسید د پوستکي وچوالی له منځه وړي او د پوستکي پورتنۍ طبقه ښه کوي.

نیاسنامایید

په نیاسامایید کې د بي۳ د مخ سیرم موجود دی، چې د پوستکي په بیا ژوندي کولو او د مړاوي پوستکي تازه کولو کې رول لوبوي. سربیره پردې، دا د پوستکي د سوزش کمولو کې هم مرسته کوي.

ګلیسرین

ګلیسرین له پیړیو راهیسې د پوستکي د وچوالي او دانو څخه د ساتنې لپاره کارول کیږي.

الو ویرا

د الو ویرا له ګټو څخه هر څوک خبر دي، په طبیعي ډول پکې د اوبو اندازه زیاته ده، له همدې امله د پوستکي لپاره غوره ګڼل کیږي.