• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ژوند او روغتیا؛ په ژمي کې د پوستکي د ښکلا د زیاتوالي لپاره باید کوم سیروم وکارول شي؟

۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۲۳:۰۴ GMT+۰

د ژمي په موسم کې د هوا بدلون، زموږ پوستکی اغیزمن کوي. د بدلېدونکي موسم سره د پوستکي پاملرنه هم اړینه ده، په ژمي کې باید د پوستکي د وچوالي څخه د ساتنې لپاره کریم وکاروئ.

په ټوله نړۍ کې د مخ سیروم کارولو وده کړې ده کوم چې د پوستکي د پاملرنې برخه کې ښه اغیزه لري.

اوس پوښتنه دا ده چې کوم ډول سیروم غوره دی؟

ويټامين سي

ویټامین سي د انټي اکسیډنټ یوه خزانه ده چې د پوستکي لپاره غوره ګڼل کیږي.

ویټامین سي ستاسو پوستکی د ککړتیا او وړیا رادیکالونو څخه ساتي او دا د پوستکي بیا رغونه کوي او همدارنګه د پوستکي حجرو ته وده ورکوي.

هایالورونک

هر څوک د هایالورونک اسید سره اشنا دي، ان مشهور کسان هم دا سیروم کاروي، دا اسید د پوستکي وچوالی له منځه وړي او د پوستکي پورتنۍ طبقه ښه کوي.

نیاسنامایید

په نیاسامایید کې د بي۳ د مخ سیرم موجود دی، چې د پوستکي په بیا ژوندي کولو او د مړاوي پوستکي تازه کولو کې رول لوبوي. سربیره پردې، دا د پوستکي د سوزش کمولو کې هم مرسته کوي.

ګلیسرین

ګلیسرین له پیړیو راهیسې د پوستکي د وچوالي او دانو څخه د ساتنې لپاره کارول کیږي.

الو ویرا

د الو ویرا له ګټو څخه هر څوک خبر دي، په طبیعي ډول پکې د اوبو اندازه زیاته ده، له همدې امله د پوستکي لپاره غوره ګڼل کیږي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۳
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۴

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

۵
ځانګړی

سرچینې: اروپايي اتحادیې د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته د نـاستې لپاره درې سـاعتـه وخت ور کړی

•
•
•

نور کیسې

ژوند او روغتیا؛ له چاغۍ څخه د خلاصون لار

۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۴۹ GMT+۰
ژوند او روغتیا؛ له چاغۍ څخه د خلاصون لار
100%

هر ورځ د ۸ ګیلاسو اوبو څښل د روغتیا لپاره ګټور بلل کیږي، خو اوبه په روغتیا څه ډول اغیز کوي او په رښتیا هم ګټه لري او که نه؟ د دې پوښتنې ځواب په یوې نوې څېړنه کې څرګند شوی.

څیړنې د ۱۸ کلینیکي ازموینو معلومات تحلیل کړي او موندلي یې دي چې هره ورځ ډېرې اوبه څښل د روغتیا لپاره ګڼې ګټې لري.

د څېړنې له مخې، د اوبو څښلو په عادتونو کې کوچني بدلونونه کولی شي د بېلابېلو ناروغیو لکه د وزن کمیدل، د پښتورګو د تیږو څخه خلاصون، نیم سري یا مایګرن، د ادرارود د ځای سوزش او د شکر ناروغیو کې کموالی راوړي.

دغې څیړنې ثابته کړې، چې له ډوډۍ مخکې د دوه ګیلاسه اوبو څښل کولې شي د وزن په کمولو کې مرسته وکړي.

یوې کلینیکي ازموینې موندلې چې هغه خلک چې د خوراک دمخه اوبه څښي د نورو په پرتله د بدن وزن یې ۱۰۰ سلنه کم شوی.

په همدې ډول، که چیرې د شکر ناروغۍ ناروغان د خواړو دمخه اوبه وڅښي، په سرعت سره یې د وینې د ګلوکوز کچه کمیږي.

دا ځکه چې د اوبو څښل ګیډه د خوړلو دمخه یو څه ډکه ساتي او د کم کالوري مصرفولو کې مرسته کوي.

روغتیاپوهان وایي، چې په بدن کې د اوبو کمښت د پښتورګو د تیږو او د ادرارو په ځای کې د سوزیدلو خطر زیاتوي.

ژوند او روغتیا؛ د ایچ پي وي واکسین کولای شي د رحم سرطان ژیږدنه مړینې کمولو کې مرسته وکړي

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۵۳ GMT+۰
ژوند او روغتیا؛ د ایچ پي وي واکسین کولای شي د رحم سرطان ژیږدنه مړینې کمولو کې مرسته وکړي
100%

یوه نوې څیړنه ښیې، چې د ځوانو امریکایی مېرمنو ترمینځ د رحم د سرطان څخه مړینې کچه کې د پام وړ کموالی راغلی. دا د راتلونکي پرمختګونو لپاره ښه نښه کیدی شي، په ځانګړې توګه که د انساني واکسیناسیون بیه چې د ایچ پي وي په نوم هم یادیږي، ډېره نشي.

د دغې څېړنې له مخې، چې په جاما مجلې کې خپره شوې، د هغو مېرمنو په منځ کې چې په ۲۰۰۶ کال کې یې د ایچ پي وي واکسین ترلاسه کولو وړ وو، د رحم د سرطان له امله د مړینې کچه خورا کمه شوې ده.

د سویلي کارولینا په طبي پوهنتون کې د اپیډمیولوژي له څانګې اشیش دشموک په دې اړه وویل: «موږ داسې انګیرله چې د واکسین کولو شاوخوا ۱۶ کاله وروسته، موږ به اوس وکولای شو چې د رحم د سرطان په مړینې کې د هغې لومړنۍ اغیزه وګورو او موږ په ریښتیا هغه څه ولیدل چې تمه مو لرله.»

د څېړنې مهم ټکي

په دې څېړنه کې د ۱۹۹۲ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د ۲۵ کلونو څخه کم عمره مېرمنو کې د رحم د سرطان له امله د مړینې اړوند احصایې څېړل شوي. څېړنه ښیې چې له ۱۹۹۲ څخه تر ۲۰۱۵ کاله پورې په هرو درېیو کلونو کې د مړینې کچه شاوخوا څلور سلنه کمه شوې.

له ۱۹۹۲ څخه تر ۲۰۲۱ پورې، دا شمېره له ۶۰ سلنه څخه زیات ته ورسیدله، او د مړینې کچه په هرو سل زرو خلکو کې ۰،۰۰۷ پیښو ته راټیټه شوې.

دغه د پام وړ کمښت د ایچ پي وي واکسین د احتمالي اغیزو سره سمون لري.

د اوسلو په پوهنتون کې اقتصادي روغتیا پوهې ایملي برګر په دې اړه وویل: «دا کمښت په داسې وخت کې رامنځ ته شوی چې تمه کیده واکسین خپله اغیز وښیي. دا څیړنه ښیي چې واکسینونه د مړینې په کمولو کې مهم رول لوبوي."

دا موندنې ځکه مهمې دي، چې د مړینې کمښت یوازې په ځوانو مېرمنو کې لیدل شوی.

د اشیش دشموک په وینا، د رحم سرطان لاهم په دغه عمر کې خورا نادر دی، مګر کله چې موږ د زړو عمر لروکو مېرمنو ته وګورو لکه د ۳۰ او ۴۰ کلونو مېرمنې په دوی کې د رحم سرطان خپریدلو کچه لوړه ده.

راتلونکي کې څه باید وشي؟

د دې څېړنې پایلې ښیي چې د رحم د سرطان څخه د مړینې کچې په کمولو کې د ایچ پي وي واکسین مثبت اغیزه لري.

دغه واکسین د ایچ پي وي پورې اړوند د شپږ ډوله سرطانونو پشمول د رحم ، واژن، مقعد او ستوني سرطان، مخه نیسي.

په یوې بلې څېړنه کې چې د جون په میاشت کې د سرطان پیژندنې په ملي مجلې کې خپره شوه، څرګنده شوه، چې هغه مېرمنې چې په ۱۲ یا ۱۳ کلنۍ کې د ایچ پي وي واکسین ترلاسه کړی د رحم د سرطان هېڅ نښه په کې نه ده لیدل کیږي.

دا شواهد د پوهاوي د زیاتوالي او د واکسین کولو کچې ته وده ورکولو اړتیا باندې ټینګار کوي، ترڅو د دغه واکسین اوږدمهاله اغیزې په لویو عمر مېرمنو کې ولیدل شي.

ټولنیزې رسنۍ؛ د نړۍ د خلکو اړیکې، رجحانات او شمېرې

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۰۹ GMT+۰
ټولنیزې رسنۍ؛ د نړۍ د خلکو اړیکې، رجحانات او شمېرې
100%

ټولنیزې رسنۍ د نړۍ د اوسېدونکو لپاره د اړیکو نیولو، نظر څرګندولو او د مالوماتو شریکولو یوه نه بېلېدونکې وسیله ګرځېدلې. د دې وسیلو پراخېدو د دې کاروونکو شمېر، د هغوی د عمرونو توپیر، د جنسیت تناسب او موضوعاتو بډایښت لا زیات کړی دی.

په نړۍ کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکي

د ۲۰۲۴ کال د وروستیو معلوماتو له مخې، په نړۍ کې له ۴.۹ میلیارده زیات خلک ټولنیزې رسنۍ کاروي. دا د نړۍ د ټول نفوس شاوخوا ۶۰٪ برخه جوړوي.

  • ماشومان او ځوانان: د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو لویه برخه ځوانان دي. د ۱۳-۲۴ کلونو کسان د کاروونکو تر ټولو فعاله ډله ده، چې ماشومان (تر ۱۸ کلونو کم عمره) یې د شاوخوا ۳۰٪ برخه جوړوي.
  • جنسیت: د جنسیت له اړخه توپیر شته. په نړۍ کې نارینه شاوخوا ۵۴٪ او ښځې ۴۶٪ د ټولنیزو رسنیو کاروونکي دي. په ځینو پرمختللو هېوادونو کې ښځې تر نارینه وو ډېرې فعاله دي، خو په مخ پر ودې هېوادونو کې د نارینه وو ونډه ډېره ده.

د محتوا رنګارنګي

په ټولنیزو رسنیو کې د موضوعاتو بڼه د هېوادونو او فرهنګونو سره توپیر لري، خو ځینې نړۍوال موضوعات دا دي:

  1. خبرونه او سیاست: د نړۍ په ټولو برخو کې سیاسي بحثونه او نړۍوال خبرونه ډېر خپرېږي.
  2. تفریح او مشهور شخصیتونه: فلمونه، موسیقي، سپورټ، او د مشهورو کسانو ژوند ډېره محتوا په خپل ځان کې رانغاړي.
  3. فېشن او ژوندانه طرزونه: ځوانان په ځانګړې توګه د فېشن، خوراک او سفر اړوند پوسټونو سره ډېره علاقه لري.
  4. ښوونه او روزنه: تعلیمي مالومات، د مهارتونو زده کړې او د ژوند مشورې په چټکۍ سره په ټولنیزو شبکو کې وده کوي.
  5. ټېکنالوژي او نوښتونه: د نوې ټېکنالوژۍ، اپلیکیشنونو او وسیلو په اړه پوسټونه هم ډېر عام دي.

د ټولنیزو رسنیو ډېرو کاروونکو هېوادونه

د هغو هېوادونو نومونه چې د ټولنیزو رسنیو ډېر کاروونکي لري، د نفوس او انټرنیټ د لاسرسي پراخېدو سره تړاو لري:

  1. هند: په هند کې شاوخوا ۷۰۰ میلیونه خلک نړۍوالې ټولنیزې رسنۍ کاروي، چې په نړۍ کې لومړی ځای لري.
  2. چین: په چین کې له ۹۳۰ میلیونو زیات خلک د خپلو کورنیو ټولنیزو شبکو لکه؛ WeChat او Weibo کاروي.
  3. امریکا: په امریکا کې له ۳۰۰ میلیونو زیات امریکایان ټولنیزې رسنۍ کاروي.
  4. برازیل او اندونیزیا هم د کاروونکو له مخې لوړ ځایونه لري.

100%

د افغانستان د ټولنیزو رسنیو کاروونکي

په افغانستان کې د انټرنیټ او ټېکنالوژۍ پراختیا سره د ټولنیزو رسنیو کاروونکي په چټکۍ مخ په زیاتېدو دي. د وروستیو شمېرو له مخې:

  • د افغانستان شاوخوا ۱۱-۱۲ میلیونه خلک د ټولنیزو رسنیو کاروي.
  • فیسبوک په افغانستان کې تر ټولو مشهوره شبکه ده، خو ټکټاک او انسټاګرام هم په ځوانانو کې په زیاتېدو دي.
  • ښځې د کاروونکو لږه برخه جوړوي، ځکه فرهنګي او ټولنیزې ستونزې د هغوی ګډون محدودوي.

پایله

ټولنیزې رسنۍ د نړۍ د خلکو تر منځ فاصلې ختمې کړې او د معلوماتو شریکولو یو پیاوړی ځواک ګرځېدلی. د دې وسیلو د پراخېدو له امله د ماشومانو، ښځو او نارینه و ګډون مخ پر زیاتېدو دی. د ځینو هېوادونو خلک د نفوس او پرمختللې ټېکنالوژۍ له امله په دې ډګر کې تر نورو مخکې دي، خو په ټوله کې دا د هرچا د ژوند یوه مهمه برخه ګرځېدلې.

د دې وسیلو هوښیار او مثبت استعمال زموږ د ټولنې پرمختګ او د اړیکو لا ښه کېدو کې مرسته کوي.

ژوند او روغتیا؛ کوم څښاک مو ځیګر له منځه وړي؟

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۲۳:۰۹ GMT+۰
ژوند او روغتیا؛ کوم څښاک مو ځیګر له منځه وړي؟
100%

ځیګر د بدن یو له هغو فعالو ارګانونو څخه دی، چې د مشروباتو په څښلو سره ورته زیان رسو، دا به ناسمه نه وي که ووایو چې د ډیرو ناروغیو پیل له ځیګر څخه کیږي.

تر ټولو مخکې باید د ځيګر په اهميت پوه شو، ځيګر زهري مواد فلټر کوي، غوړ ميتابوليز کوي او د هاضمې سيستم ته وده ورکوي، ځيګر په بدن کې د وينې د جوړولو مسووليت هم لري.

خو خلکو ته معلومه نه ده، چې موږ هر ورځ داسې څښاک کوو چې ځیګر ته تاوان رسوي.

هغه مشروبات چې ځیګر ته زیان رسوي په لاندې ډول دي:

نوشابې

له یخو نوشابو څخه نیولې تر هر ډول یې، چې د کوچینانو په شمول لویان یې هم مصروفي د ځیګر لپاره ډېر تاوان لري.

د یوې څېړنې له مخې چې د کاناډا اف ګیسټرو اینټرولوجي انډ هیپاټولوجې مجلې له خوا خپره شوې، ښیي چې د نوشابو منظم مصرف په ځیګر کې د غوړو نفوذ سره نږدې تړاو لري.

د سوډا څښاک له څښلو سره په ځیګر کې غوړ راټولیږي، په ځیګر کې د درد لامل کیږي او د ځیګر پر فعالیت اغیزه کوي.

د انرژي څښاک

د انرژی څښاک ځوانان ډېر خوښوي او خورا عام هم دي، مګر دا ستاسو ځیګر ته تاوان رسولی شي.

د متحده ایالاتو د درملو ملي انسټیټیوټ له خوا یوه څېړنه ښیي چې انرژي څښاک کولی شي ځیګر زیانمن کړي.

د دغې څېړنې له مخې، د انرژي مشروباتو ډېر مصرف د ځیګر له منځه وړلو لامل کیدلای شي، کوم چې د ځیګر د پیوند سبب ګرځي.

خوږ څښاک

د مېوو اوبه چې مصنوعي خوند لرونکي څښاک دی، په ټولو کې بوره شته او په دوبي کې د داسې څښاک مصرف ډېر وي.

همدا بوره په ځیګر کې په چټکۍ سره جذب کیږي او بیا په ځیګر باندې بوج راولي، چې کولی شي د ځیګر سیسټم اغیزمن کړي او د ډېرو نورو ناروغیو لامل شي.

ژوند او روغتیا؛ پر نوکانو د بېلابېلو نښو شتون کومو خطرناکو ناروغیو ته شاره کوي؟

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۲۵ GMT+۰
ژوند او روغتیا؛ پر نوکانو د بېلابېلو نښو شتون کومو خطرناکو ناروغیو ته شاره کوي؟
100%

نوکان نه یوازې د لاسونو ښکلا زیاتوي بلکې د ځینو ناروغیو نښې هم څرګندوي. د نوکانو د رنګ بدلیدل، پر نوکانو سپین ټکي یا د نوکانو بې نظمه ماتېدل، یوه عادي خبره نه ده، بلکې تاسو ته د ډېرو ناروغیو خبرداری درکوي.

ژېړ نوکان

د ډېری خلکو د نوکانو رنګ ژېړیږي چې نه یوازې دا چې لاسونه ورسره بدرنګه ښکاري، بلکې تاسو ته دا هم په ګوته کوي چې د ویني له کمښت سره مخ یاست. مانا دا چې د نوکانو د ژېړوالي لامل ستاسو په بدن کې د وینې کمښت دی.

په نوکانو سپین ټکي

د لویانو په ګډون د ماشومانو پر نوکانو هم سپین ټکي یا هم نښنې ډیری لیدل کیږي چې علت یې په بدن کې د اوسپنې او کلسیم کمښت دی.

ګرد پړسېدلي نوکان

د ډېرو خلکو د نوکانو شکل ګرد او پړسیدلي وي، چې دا ډول نښې د سږو او زړه ناروغۍ خبرداری ورکوي.

نیلي رنګه نوکان

اکثره خلک په وینه کې د اکسیجن د کمښت له امله نیلي نوکان لري، دا ډول نوکان د تنفسي ناروغۍ نښه هم ده.