• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ژوند او روغتیا؛ پر نوکانو د بېلابېلو نښو شتون کومو خطرناکو ناروغیو ته شاره کوي؟

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۲۵ GMT+۰تازه شوی: ۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۲۲:۴۴ GMT+۰

نوکان نه یوازې د لاسونو ښکلا زیاتوي بلکې د ځینو ناروغیو نښې هم څرګندوي. د نوکانو د رنګ بدلیدل، پر نوکانو سپین ټکي یا د نوکانو بې نظمه ماتېدل، یوه عادي خبره نه ده، بلکې تاسو ته د ډېرو ناروغیو خبرداری درکوي.

ژېړ نوکان

د ډېری خلکو د نوکانو رنګ ژېړیږي چې نه یوازې دا چې لاسونه ورسره بدرنګه ښکاري، بلکې تاسو ته دا هم په ګوته کوي چې د ویني له کمښت سره مخ یاست. مانا دا چې د نوکانو د ژېړوالي لامل ستاسو په بدن کې د وینې کمښت دی.

په نوکانو سپین ټکي

د لویانو په ګډون د ماشومانو پر نوکانو هم سپین ټکي یا هم نښنې ډیری لیدل کیږي چې علت یې په بدن کې د اوسپنې او کلسیم کمښت دی.

ګرد پړسېدلي نوکان

د ډېرو خلکو د نوکانو شکل ګرد او پړسیدلي وي، چې دا ډول نښې د سږو او زړه ناروغۍ خبرداری ورکوي.

نیلي رنګه نوکان

اکثره خلک په وینه کې د اکسیجن د کمښت له امله نیلي نوکان لري، دا ډول نوکان د تنفسي ناروغۍ نښه هم ده.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۳
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۴

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

۵
ځانګړی

سرچینې: اروپايي اتحادیې د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته د نـاستې لپاره درې سـاعتـه وخت ور کړی

•
•
•

نور کیسې

ژوند او روغتیا؛ د سرطان هغه نښه چې ناروغان یې ۳ میاشتې مخکې تجربه کوي

۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۴۸ GMT+۰
ژوند او روغتیا؛ د سرطان هغه نښه چې ناروغان یې ۳ میاشتې مخکې تجربه کوي
100%

هېڅوک نه شي کولی چې د سرطان د تشخیص لپاره چمتو شي او ډېری وختونه د دې ناروغۍ تشخیص په ځنډ کیږي. مګر د کاناډا یوې طبي څېړنې دا ښودلې، چې یوه نښه شته چې د سرطان په ډېری ناروغانو کې د ناروغۍ له تشخیص څخه ۳ میاشتې دمخه څرګندیږي.

د کاناډا د طبي ټولنې په مجلې کې خپرې شوې څېړنې موندلي، چې د سرطان یو پر درېیمه برخه ناروغان د تشخیص څخه ۹۰ ورځې مخکې دغه حالات تجربه کوي.

د څیړنې له مخې، ۳۵ سلنه ناروغان د سرطان له تشخیص څخه ۳ ماشتې مخکې د روغتون بیړنۍ څانګې ته تلو ته مجبوره کیږي.

په دغې څېړنه کې له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د انټریو ښار د یو شمیر هغو کسانو معلومات څېړل شوی چې وروسته په هغوی کې سرطان تشخیص شوی دی.

په دغې څېړنه کې د ۶۵۱ زرو څخه د زیاتو ناروغانو طبي اسناد لیدل شوي، له دې اسنادو دا معلومه شوه چې له دې شمېر څخه ۲۲۹ زره او ۶۸۳ ناروغان د سرطان له تشخیص درې میاشتې مخکې د روغتون بیړنۍ څانګې تته مراجعه کړې.

د دې ناروغانو ۵۱ سلنه په روغتون کې بستري شوي، په ځینو کې داسې نښې ښکاره شوې چې وروسته یې د سرطان تشخیص سره تړاو درلود.

څېړونکو وویل، چې هغه ناروغان چې د ځيګر، دماغ او کولمو د سرطان ډولونه لري ډېر احتمال لري چې دا نښې تجربه کړي.

څیړنې دا هم موندلې، چې په هغو کسانو کې چې په کلیوالو یا غریبو سیمو کې ژوند کوي د دې حالت احتمال ډیر دی.

د څیړونکو په وینا، د روغتونونو بیړنۍ څانګه په ډېرو کسانو کې د سرطان په تشخیص کې مهم رول لوبوي.

سویډن د نړۍ لومړی له سګرټو څخه پاک هیواد شو

۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۲۶ GMT+۰
سویډن د نړۍ لومړی له سګرټو څخه پاک هیواد شو
100%

سویډن چې د اروپا پنځم لوی هېواد دی په نړۍ کې له سګرټو څخه پاک لومړی هیواد شو. سویډن په رسمي توګه د نومبر په ۱۳مه دغه ویاړ خپل کړ.

د سویډن د روغتیا وزارت د اوسنیو شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې ۴،۵ سلنه خلک سګرټ کاروي، چې د نړۍوال معیار له ۵ سلنې څخه کم دی، مطلب دا چې له دې شمېر څخه کم سګرټ کاروونکي هېوادونه له سګرټو څخه پاک بلل کیږي.

په اروپا کې د سګرټ څکونکو شمېر ۲۴سلنه دی، چې د سویډن په پرتله ۵چنده زیات دی.

هغه رضاکاران چې د سګرټ کارولو د زیانونو د مخنیوي لپاره کار کوي وايي، چې په سویډن کې د دغه بریالیتوب راز له سګرټ څخه د خلکو د لرې ساتلو په برخه کې د حکومت ښه پالیسي ده.

له سګرټو څخه د سویډن د پاکولو یو لارښود ډیلن هیومن وایي، له سګرټو څخه د سویډن پاکول د عامې روغتیا په برخه کې یو ستر پرمختګ دی، چې په سویډن کې د تمباکو د کنټرول د پالیسیو مثبتې پایلې څرګندوي.

د هغه په وینا، په ۱۹۶۰ لسیزه کې، په سویډن کې تر نیمایي ډېرو نارینوو سګرټ کارول او حکومت د نیکوتین، ویپ او نورو تنباکو محصولاتو د کارولو مخنیوي او د خلکو د روغتیا ساتلو لپاره مقررات رامینځته کړل.

ډیلن هیومن وایي، سویډن له سګرټو څخه پاک د نړۍ لومړنی هېواد شو، دا د ټولې نړۍ لپاره هیله ده او دا یو اغیزمن ثبوت دی چې د عامې روغتیا په برخه کې عملي او روښانه فکر کولی شي ګټورې پایلې ولري او د خلکو ژوند وژغوري.

ژوند او روغتیا؛ څنګه له سردردۍ څخه په امن پاتې شو؟

۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۴، ۰۰:۲۵ GMT+۰
ژوند او روغتیا؛ څنګه له سردردۍ څخه په امن پاتې شو؟
100%

د سر درد په ځانګړې توګه نیم سري یا هم میګرېن یوه ډېره عامه مساله ده. سر دردي زموږ پر ورځینیو چارو منفي اغېزې کوي او د میګرېن لپاره لا هم درملنه نه شته. له دغه درد سره د هر کار ترسره کول خورا ستونزمن کېږي او په دې هېڅوک نه پوهیږي چې کله به ورسره مخ شي.

که څه هم تاسو نه شئ کولئ له دې درده ځان په کامل ډول وژغورئ، خو د ځینو لارو چارو له لارې کولی شی په کافي اندازه له دې درده ځان وساتئ.

لمرینې عینکې وکاروئ

تېزه روښنایي هر چېرته وي او ډېری خلک له دې امله له میګرېن یا نیم سري سره مخامخ کېږي.

که تاسو له روښنایي سره حساسیت لری، نو له طبیعي او مصنوعي روښنایي سره تاسو سر درد کیدلی شئ.

د دې خطر د مخنیوي لپاره تاسو کولی شئ لمرینې عینکې وکاروئ.

دغه عینکې د تیزې رڼا تر څنګ د لمر د نیلي شعاع مخه هم نیسي.

په ځان فشار مه راوړئ

تاسو شاید پوه نه شئ، مګر د ۷۰ سلنې څخه ډېر د میګرېن یا نیم سري قضیې د فشار له امله رامنځته کېږي.

که څه هم له فشار څخه د ځان ساتل امکان نه لري، خو تاسو کولی شئ تر ډېره یې کنټرول کړئ.

ژوره ساه اخیستل، په تازه هوا کې ګرځېدل او نورې ډېرې لارې چارې د فشار د شدت په کمولو کې مرسته کولی شي.

د خپلو کارونو لپاره مهال وېش جوړ کړئ

د هغو خلکو لپاره چې نیم سري لري اړینه ده، چې د خپلو کارونو لپاره منظم مهال وېش ولري.

که چېرې منظم مهال وېش ونه لري نیم سري یې ډېریږي.

د همدې لپاره ورځینۍ چارې باید په منظم ډول ترسره شي.

په یوه مشخص وخت باید ویده شئ او همدارنګه په یوه وخت باید له خوبه ویښ شئ.

د دې ترڅنګ د ورزش او د خوړو وخت هم باید منظم واوسي.

له تېزو بویونو څخه ځان وساتئ

د ځینو خوراکي توکو یا هم عطرونو تېز بوی هم د سر دردۍ لامل کېدلی شي.

که څه هم له ښه بوی څخه ځان ساتنه اسانه نه ده، خو تاسو باید خپل ماحول د خپل ځان د صحت لپاره منظم برابر کړئ.

که امکان یې وي د کافي دانې له ځان سره وساتئ.

د کافي بوی سره د نورو بویونو اغېزه کمېږي.

یعنې د کافي په بویولو سره له نیم سري څخه تر ډېره ځان ساتلی شئ.

سپورټ وکړئ

سپورټ د خپلو ورځینیو چارو یوه برخه وګرځوئ.

سپورټ کولو سره ستاسو بدن څخه یوه کیمیاوي ماده اخراج کېږي، چې له نیم سري سره مبارزه کولی شي.

سپورټ ستاسو د بدن فشار هم کموي، خوب مو ښه کوي چې له دې سره له میګرېن څخه ساتل کیږئ.

خپل د خوب خیال وساتئ

هغه خلک چې لږ خوب کوي ژر په میګرېن اخته کېږي، ښه خوب کول له میګرېن سره ښه مبارزه ده.

د همدې لپاره هره شپه باید له ۷ څخه تر اتو ساعتونو پورې خوب وکړئ.

د شین چای له حیرانونکو ګټو خبر وئ؟

۳۰ لړم ۱۴۰۳ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۴، ۰۰:۰۷ GMT+۰
د شین چای له حیرانونکو ګټو خبر وئ؟
100%

که تاسو د شین چای مینه وال یاست او تل شین چای څښئ، ستاسو لپاره ښه خبر دا دی، چې شین چای کولی شي د غوړو خواړو منفي اغېزې له منځه یوسي. د برېتانیا د برمنګهم پوهنتون یوې طبي څېړنې ښودلې، چې ډېری غوړ خواړه د بدن د غړو فعالیت او مغزو ته د اکسیجن په رسولو کې منفي اغېزې لري.

مګر په چاکلیټ یا شین چای کې موجود فلیونویډونه د ورځینیو فشارونو پر مهال د بدن د غړو فعالیت ښه ساتي.

دغه څېړنه په سالمو ځوانان ترسره شوې او دوی ته یې د سهارنۍ لپاره بېلابېل غوړ خواړه ورکړل شوي او بیا ورپسې د فلیونونډونو څخه بډایه څښاک هم ورکړل شوي دي.

له دې اته دقیقې وروسته د یادو ځوانانو د مغزو ازموینه شوې او بیا د اتو دقیقو لپاره ارام ورکړل شوی.

د مغزو له ازموینې وروسته د ارام پر مهال د دوی د وینې جریان، د عضلاتو او مغزو د فعالیت هم معاینه شوې ده.

د څېړنې پایلې ښودلې، چې د ازموینې په بهیر کې د دې اشخاصو د زړه درزا او د وینې فشار په هغه ډول لوړ شوی په کوم ډول چې د ورځینیو فشارونو پر مهال وي.

پایلو دا هم ښودلې، چې د ازموینې په جریان کې د دې اشخاصو د زړه ضربان او د وینې فشار په ورته ډول لوړ شوی، لکه څنګه چې موږ د ورځبني فشار پرمهال تجربه کوو.

د څېړنې له مخې، د فشار پر مهال د ډېرو غوړو خوړو خوړل د عضلاتو پر فعالیت منفي اغېزې کوي او دا اغېز تر یو نیم ساعت پورې دوام کوي.

مګر شین چای او چاکلیټ د عضلاتو په فعالیت باندې د منفي اغېزو په مخنیوي کې مرسته کوي.

تر دې مخکې د ۲۰۲۳ کال د جولای په میاشت کې د امریکا د اوهایو ایالت پوهنتون له خوا په ترسره شوې یوې څېړنه کې ویل شوي وو، چې د شین چای څښل که خپل ورځینی عادت کړو، د وینې د شکرې ناروغۍ کچه راټیټوي او د شکرې دویم ټایپ خطر کموي.

همدا راز د شین چای څښل د معدې د روغتیا لپاره هم ښه دی.

په څیړنه کې شاملو اشخاصو د یوې میاشتې لپاره شین چای وڅښل اږ په پایله کې د دوی د وینې د شکر کچه راټیټه شوه او د معدې په پړسوب کې هم کمښت راغلی وو.

که څه هم په موږ کې زیاتره د شین چای مینه وال یو، خو وروسته له دې چې په دې ګټو پوه شو، شین چای به نور هم په مینه او لېوالتیا څښوو.

ژوند او روغتیا؛ یوه نوې څېړنه ښيي چې ویټامین ډي د وینې فشار کنټرولولو کې مرسته کوي

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۰۰:۴۰ GMT+۰
ژوند او روغتیا؛ یوه نوې څېړنه ښيي چې ویټامین ډي د وینې فشار کنټرولولو کې مرسته کوي
100%

ويټامين ډي زموږ بدن او ژوند سره ډېر نږدې تړاو لري، د دې ویټامین کمښت د ډېرو ناروغیو سبب ګرځي.

یوه طبي مجله چې د Journal of the Endocrine Society په نوم یادیږي په یوې څېړنه کې دا څرګنده شوې، چې ویټامین ډي د وینې د فشار په کنټرولولو کې مرسته کوي.

دغې څیړنې ښودلې که ویټامین ډي له کلسیم سره یوځای وخوړل شي، کولې شي په چاغو او زړو خلکو کې د وینې لوړ فشار کنټرول کړي.

ویل شوي چې په دغې څیړنه کې ۲۲۱ کسانو برخه اخیستې وه، چې عمرونه یې له ۶۵ څخه پورته و او له ډېر وزن څخه یې هم شکایت درلود. دغه کسان په دوو برخو وویشل شول چې د ویټامین ډي کچه یې له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي لیټر پورې وه.

د دغو کسانو یوې ډلې ته د ویټامین ډي ټیټ دوز او بلې ډلې ته د ویټامین ډي لوړ دوز ورکړل شو، کوم چې ګډونوالو د یو کال لپاره وکاروه. د څېړنې پایلې وښودله چې په دواړو ډلو کې د لوړ فشار کچه ټیټه شوې ده.

څېړنې دا هم ښودلې چې هغه خلک چې ویټامین ډي خوري د هډوکو روغتیا یې وده مومي او همدا راز د هډوکو د ماتیدو خطر پکې کمیږي.

د څیړونکو په وینا، ویټامین ډي د لمر له وړانګو ترلاسه کیدی شي، خو د سالمون کب، مرخیړیو او هګیو په ګډون ځینې نور خواړه هم د ویټامین ډي د کمښت د پوره کولو لپاره ګته لري.