• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د شین چای له حیرانونکو ګټو خبر وئ؟

۳۰ لړم ۱۴۰۳ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۴، ۰۰:۰۷ GMT+۰

که تاسو د شین چای مینه وال یاست او تل شین چای څښئ، ستاسو لپاره ښه خبر دا دی، چې شین چای کولی شي د غوړو خواړو منفي اغېزې له منځه یوسي. د برېتانیا د برمنګهم پوهنتون یوې طبي څېړنې ښودلې، چې ډېری غوړ خواړه د بدن د غړو فعالیت او مغزو ته د اکسیجن په رسولو کې منفي اغېزې لري.

مګر په چاکلیټ یا شین چای کې موجود فلیونویډونه د ورځینیو فشارونو پر مهال د بدن د غړو فعالیت ښه ساتي.

دغه څېړنه په سالمو ځوانان ترسره شوې او دوی ته یې د سهارنۍ لپاره بېلابېل غوړ خواړه ورکړل شوي او بیا ورپسې د فلیونونډونو څخه بډایه څښاک هم ورکړل شوي دي.

له دې اته دقیقې وروسته د یادو ځوانانو د مغزو ازموینه شوې او بیا د اتو دقیقو لپاره ارام ورکړل شوی.

د مغزو له ازموینې وروسته د ارام پر مهال د دوی د وینې جریان، د عضلاتو او مغزو د فعالیت هم معاینه شوې ده.

د څېړنې پایلې ښودلې، چې د ازموینې په بهیر کې د دې اشخاصو د زړه درزا او د وینې فشار په هغه ډول لوړ شوی په کوم ډول چې د ورځینیو فشارونو پر مهال وي.

پایلو دا هم ښودلې، چې د ازموینې په جریان کې د دې اشخاصو د زړه ضربان او د وینې فشار په ورته ډول لوړ شوی، لکه څنګه چې موږ د ورځبني فشار پرمهال تجربه کوو.

د څېړنې له مخې، د فشار پر مهال د ډېرو غوړو خوړو خوړل د عضلاتو پر فعالیت منفي اغېزې کوي او دا اغېز تر یو نیم ساعت پورې دوام کوي.

مګر شین چای او چاکلیټ د عضلاتو په فعالیت باندې د منفي اغېزو په مخنیوي کې مرسته کوي.

تر دې مخکې د ۲۰۲۳ کال د جولای په میاشت کې د امریکا د اوهایو ایالت پوهنتون له خوا په ترسره شوې یوې څېړنه کې ویل شوي وو، چې د شین چای څښل که خپل ورځینی عادت کړو، د وینې د شکرې ناروغۍ کچه راټیټوي او د شکرې دویم ټایپ خطر کموي.

همدا راز د شین چای څښل د معدې د روغتیا لپاره هم ښه دی.

په څیړنه کې شاملو اشخاصو د یوې میاشتې لپاره شین چای وڅښل اږ په پایله کې د دوی د وینې د شکر کچه راټیټه شوه او د معدې په پړسوب کې هم کمښت راغلی وو.

که څه هم په موږ کې زیاتره د شین چای مینه وال یو، خو وروسته له دې چې په دې ګټو پوه شو، شین چای به نور هم په مینه او لېوالتیا څښوو.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۳
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۴

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

۵
ځانګړی

سرچینې: اروپايي اتحادیې د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته د نـاستې لپاره درې سـاعتـه وخت ور کړی

•
•
•

نور کیسې

ژوند او روغتیا؛ یوه نوې څېړنه ښيي چې ویټامین ډي د وینې فشار کنټرولولو کې مرسته کوي

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۰۰:۴۰ GMT+۰
ژوند او روغتیا؛ یوه نوې څېړنه ښيي چې ویټامین ډي د وینې فشار کنټرولولو کې مرسته کوي
100%

ويټامين ډي زموږ بدن او ژوند سره ډېر نږدې تړاو لري، د دې ویټامین کمښت د ډېرو ناروغیو سبب ګرځي.

یوه طبي مجله چې د Journal of the Endocrine Society په نوم یادیږي په یوې څېړنه کې دا څرګنده شوې، چې ویټامین ډي د وینې د فشار په کنټرولولو کې مرسته کوي.

دغې څیړنې ښودلې که ویټامین ډي له کلسیم سره یوځای وخوړل شي، کولې شي په چاغو او زړو خلکو کې د وینې لوړ فشار کنټرول کړي.

ویل شوي چې په دغې څیړنه کې ۲۲۱ کسانو برخه اخیستې وه، چې عمرونه یې له ۶۵ څخه پورته و او له ډېر وزن څخه یې هم شکایت درلود. دغه کسان په دوو برخو وویشل شول چې د ویټامین ډي کچه یې له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي لیټر پورې وه.

د دغو کسانو یوې ډلې ته د ویټامین ډي ټیټ دوز او بلې ډلې ته د ویټامین ډي لوړ دوز ورکړل شو، کوم چې ګډونوالو د یو کال لپاره وکاروه. د څېړنې پایلې وښودله چې په دواړو ډلو کې د لوړ فشار کچه ټیټه شوې ده.

څېړنې دا هم ښودلې چې هغه خلک چې ویټامین ډي خوري د هډوکو روغتیا یې وده مومي او همدا راز د هډوکو د ماتیدو خطر پکې کمیږي.

د څیړونکو په وینا، ویټامین ډي د لمر له وړانګو ترلاسه کیدی شي، خو د سالمون کب، مرخیړیو او هګیو په ګډون ځینې نور خواړه هم د ویټامین ډي د کمښت د پوره کولو لپاره ګته لري.

انساني ټولنې ته د مصنوعي ځیرکتیا (AI) ګټې او زیانونه

۲۲ لړم ۱۴۰۳ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۲۹ GMT+۰
انساني ټولنې ته د مصنوعي ځیرکتیا (AI) ګټې او زیانونه
100%

مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence - AI) هغه ټېکنالوژي ده چې په مرسته یې کمپیوټرونه او ماشینونه کولای شي انسانانو ته ورته هوښمن فعالیتونه ترسره کړي.

مصنوعي ځیرکتیا د کمپیوټر ساینس یو پرمختللی څانګه ده چې موخه یې د داسې سیستمونو جوړول دي چې کولای شي زده کړه وکړي، فکر وکړي، پرېکړې وکړي او حتا په راتلونکو حالاتو کې سم غبرګون وښيي. د دې ټېکنالوژۍ پرمختګ په بېلابېلو برخو لکه صنعت، روغتیا، پوهنه، اقتصاد او ټولنیز ژوند کې لوی بدلونونه رامنځته کړي دي.

مصنوعي ځیرکتیا څه شی ده؟

مصنوعي ځیرکتیا یا AI په ساده توګه هغه ټېکنالوژي ده چې کمپیوټرونه یا ماشینونه پکې د انسانانو د هوښیارو فعالیتونو تقلید کوي.

د مصنوعي ځیرکتیا سیسټمونه کولای شي زده کړه وکړي، فکر وکړي، پېژندنه وکړي او پرېکړې وکړي. دا سیستمونه د انسانانو له خوا د لویو ډیټاګانو پر بنسټ جوړیږي او ترتیبیږي او په دې توګه د خپلو کړنو دقیقیت او سرعت لوړوي.

د مصنوعي ځیرکتیا سیسټمونه په بېلابېلو کچو ویشل شوي. لکه؛ ضعیف AI، عمومي AI او سوپرAI .

  • ضعیف AI: دا ډول مصنوعي ځیرکتیا یوازې ځانګړو دندو ته جوړې شوې وي او یوازې په یوېځانګړې برخې کې فعالیت کوي.

مثلاً د سیري یا الیکسا په څېر غږ پېژندونکي سیستمونه چې یوازې د غږونو پېژندلو او ځواب ورکولو وړتیا لري.

  • عمومي AI: عمومي مصنوعي ځیرکتیا کولای شي انسانانو ته ورته هوښیار فعالیتونه ترسره کړي. دا سیستمونه کولای شي په بېلابېلو برخو کې زده کړه وکړي، ورکړي او نوې تجربې ترلاسه کړي.
  • .سوپر AI: دا هغه ډول مصنوعي ځیرکتیا ده چې له انسانانو په فکري استحکام او هوښیارۍ کې برلاسي ده. دا ډول AI لا تر اوسه نه ده رامنځته شوې، خو په راتلونکي کې د دې جوړېدو احتمال شته.
100%

مصنوعي ځیرکتیا څنګه کار کوي؟

مصنوعي ځیرکتیا په عمومي ډول د ډیټا پر بنسټ کار کوي. په دې پروسه کې ماشینونه د لویې کچې ډیټا تحلیلوي او د دې ډیټا پر بنسټ زده کړه کوي، معلومات وړاندې کوي او د پوښتنې ځواب وايي. د ماشین زده کړه (Machine Learning) او ژوره زده کړه (Deep Learning) د مصنوعي ځیرکتیا مهمې برخې دي.

په ماشیني زده کړه کې ماشینونه د ډیټا پر بنسټ بېلابېلې بڼې او الګوګانې زده کوي. په ژوره زده کړه کې بیا نیورل شبکه (Neural Network) کارول کېږي چې د انسان دماغ ته ورته فعالیت کوي او د ډېرو پیچلو معلوماتو تحلیل کولای شي.

د مصنوعي ځیرکتیا ګټې

۱. چټک او دقیقې پرېکړې: مصنوعي ځیرکتیا کولای شي په ډېر لږ وخت کې لویې ډیټاګانې تحلیل کړي او دقیقې پرېکړې وکړي. دا ځانګړنه په ځانګړي ډول په صنعت، اقتصاد، روغتیا کې ډېره ګټوره ده.

۲. د کار ساده کول: مصنوعي ځیرکتیا په صنعتونو کې د تولید پروسې اسانه او چټکې کړې دي. په بېلابېلو برخو کې د روبوټونو کارول د انسانانو د کار بار راکم کړی او وخت یې سپمولی دی.

۳. د خلکو په ژوند کې اسانتیا: د سیري، ګوګل اسسټنټ او الیکسا په څېر مصنوعي ځیرکتیا لرونکي اسسټنټونه د خلکو په ورځني ژوند کې اسانتیاوې راولي. خلک کولای شي په ساده توګه خپل کارونه تنظیم کړي او معلومات ترلاسه کړي.

۴. روغتیايي څېړنې او تشخیص: مصنوعي ځیرکتیا د ناروغیو په تشخیص او درملنه کې هم لوی بدلونونه راوستي. د مصنوعي ځیرکتیا لرونکي سیسټمونه کولای شي د ناروغیو تشخیص په چټک او دقیق ډول ترسره کړي، چې په پایله کې د ناروغانو لپاره د درملنې بهیر اسانه او اغېزناک کېږي.

د مصنوعي ځیرکتیا ننګونې

۱. د کار د فرصتونو له منځه تلل: د AI پرمختګ سره ځینې دندې او مسلکونه چې د ماشینونو له لوري ترسره کېدای شي، له منځه ځي او خلک بېکاره کېږي.

۲. د شخصي محرمیت خطر: مصنوعي ځیرکتیا کولای شي په لویه کچه معلومات راټول کړي، چې په دې کې د خلکو شخصي معلومات هم شامل دي. دا مساله د محرمیت او شخصي حریم ساتنې په برخه کې جدي اندېښنې راولاړوي.

۳. امنیتي خطرونه: د AI سیستمونه که په ناسم ډول وکارول شي، د امنیتي خطرونو لامل ګرځي. په ځانګړي ډول که وسله وال سیستمونه د AI پر بنسټ جوړ شي، دا کولای شي په جګړو کې د نویو ستونزو او اخلاقي مسایلو لامل شي.

۴. اخلاقي ستونزې: د AI پرمختګ ځینې اخلاقي او قانوني مسایل هم رامنځته کړي دي، لکه د انسانانو او ماشینونو ترمنځ د اړیکو مساله، د پریکړو اخیستلو واک او د مصنوعي ځیرکتیا لرونکو سیسټمونو د ناوړه کارونې احتمال.

پایله

مصنوعي ځیرکتیا هغه ټېکنالوژي ده چې د انسانانو ژوند او ټولنه کې یې لوی بدلونونه رامنځته کړي دي. که څه هم AI ډېرې ګټې لري خو ځینې ننګونې او خطرونه هم له ځان سره لري.

د دې لپاره چې AI د انسانانو د ژوند د ښه کولو لپاره وکارول شي، اړینه ده چې د دې ټېکنالوژۍ کارونې لپاره مناسب قوانین او اخلاق وضع شي.

مصنوعي ځیرکتیا په راتلونکې کې نور هم پرمختګ کوي او کولای شي د نړۍ د راتلونکو مسایلو د حل لپاره یوه مهمه وسیله شي.

ژوند او روغتیا: د موسم له بدلون سره د ټوخي او د ستوڼي د خارښت درملنه څنګه وکړو

۹ لړم ۱۴۰۳ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۲:۳۱ GMT+۰
ژوند او روغتیا: د موسم له بدلون سره د ټوخي او د ستوڼي د خارښت درملنه څنګه وکړو
100%

د موسم په بدلېدو سره د ټوخي او د ستوڼي له درد څخه شکایتونه زیاتېږي، چې د هر عمر انسان ترې رنځ وړي. په ټوله نړۍ کې موسم د بدلون په حال کې دی او ژمني حساسیتونه هم ورسره پیلېږي. د موسم دغه بدلون د وچ ټوخي، تبې او د ستوڼي د درد لامل کیږي.

په هر حال، په دې اړه باید هېڅ اندېښنه ونه کړئ، ځکه دا ستونزې په کورنۍ درملنې سره حل کېږي.

ګبین او لیمو

ګبین او لیمو دواړه مو د وچ ټوخي لپاره خورا ګټور دي او له دې ناروغۍ څخه مو ژغورلی شي.

ګبین په طبیعي ډول د باکتریاو ضد ځانګړتیاوې لري، چې ستوڼي درد ارامه کوي.

په لیمو کې ویټامین سي شته، چې ستاسو د معافیت سیسټم پیاوړی کوي او د ناروغیو په وړاندې له تاسو ساتنه کوي.

د یادولو ده، چې په شین چای کې د ګبین او لیمو کارول دواړه ډېر ګټور دي.

100%

د ادرک چای

ادرک د التهاب ضد او د انټي اکسیډنټ د ځانګړټیاو له امله پېژندل کېږي.

زنجبیل د ټوخي او زکام لپاره غوره درمل دی او د ستوڼي پاکولو او ارامولو کې هم مرسته کوي.

100%

کورکمن او شېدې

کورکمن یو پیاوړی د درد او د اېجنټ مایکروبیل ضد دی، چې د معافیت د پیاوړتیا او التهاب سره مبارزه کې مرسته کولی شي.

د بند معافیت پیاوړی کوي او له انتاناتو سره مبارزه کې مرسته کوي.

100%

د بخار کارول

د پوزې د بندېدو اړ یا هم د سینې د ډپ کېدو لپاره ډاکټر د بخار اخېستلو سپارښتنه کوي، ځکه چې دا کار بنده پوزه خلاصوي او سینه له بلغم څخه پاکوي.

100%

د مالګې او اوبو غرغره

د مالګې اوبه د ستوڼي د درد او د ټوخي د کمولو لپاره یوه اغېزمنه لار ګڼل کېږي.

مالګه بیا د پړسوب د کمولو او د باکتریاوو د له منځه وړلو په برخه کې مرسته کوي.

100%

ژوند او روغتیا: د غاښونو نه پاکول د سر او غاړې د سرطان خطر زیاتوي

۸ لړم ۱۴۰۳ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۰:۴۹ GMT+۰
ژوند او روغتیا: د غاښونو نه پاکول د سر او غاړې د سرطان خطر زیاتوي
100%

په امریکا کې یوې نوې طبي څېړنې ښودلې، چې د غاښونو نه برس کول او غاښونو ته نه پاملرنه د سر او غاړې د سرطان خطر زیاتوي. دا لا دمخه ثابته شوې، چې د خولې په وریو کې د ناروغۍ رامنځته کونکې باکتریا د شمېر زیاتوالی د بېلابېلو ناروغیو لکه د شکرې او د وینې لوړ فشار خطر زیاتوي.

مګر د نیویارک پوهنتون یوې څېړنې په خوله کې د ځینو باکتریاو د زیاتوالي او د سر او غاړې د سرطان د زیاتوالي تر منځ اړیکه موندلې ده.

څېړنې موندلې، چې د یوه درجن څخه زیاتو میکروبونو راټولېدل د دې وژونکي سرطان خطر ۵۰ سلنه ډېروي.

په دې څېړنه کې د څه باندې ۱۶۰زره کسانو معلومات څېړل شوي دي.

د دې کسانو د ژوند طریقه، د غذايي عادتونو او د نورو روغتیایي چارو په اړه معلومات لیدل شوي او د خولې د لعاب نمونې یې راټول شوي دي.

د دغو کسانو ۱۵ کلن روغتیایي وضعیت څېړل شوی، چې په ترڅ کې یې د ۲۳۶ کسانو په سر او غاړه کې د سرطان تشخیص شوی دی.

د دې ناروغانو د خولې ډي ان اې نمونې له ۴۵۸ کسانو نمونو سره پرتله شوي، چې له دې سرطان څخه پاک ول.

پایلو ښودلې، چې په خوله کې موندل شوي ۱۸ باکتریاوې د سرطان خطر ۵۰ سلنه ډېروي.

څېړونکو ویلي، چې د باکتریا او سرطان تر منځ مستقیمه اړیکه تر اوسه نه ده ثابته شوې، خو اشاره ورته شوې ده.

څېړونکو همداراز ویلي: «موږ ځانګړې باکتریاوې موندلي، چې د دې ډول سرطان خطر زیاتوي او اوس به د دې پټ لامل په موندلو کار وکړو.»

د څېړونکو په وینا، د څېړنې پایلې ثابتوي، چې د خولې د ښه حفظ الصحې اهمیت دا دی، چې په ورځ کې دوه ځله د غاښونو برس کول او خلال کول ډېر مهم دي.

څېړونکي وایي، چې د غاښونو برس او خلال کول نه یوازې د غاښونو د ناروغۍ مخنیوی کوي، بلکې دا عادت د سر او غاړې د سرطان څخه هم په بالقوه توګه ساتنه کولی شي.

ژوند او روغتیا: هغه خواړه چې د وینې د کموالي یا انیمیا مخه نیسي

۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۲:۰۵ GMT+۱
ژوند او روغتیا: هغه خواړه چې د وینې د کموالي یا انیمیا مخه نیسي
100%

اوسپنه یو له هغو منرالونو څخه دی، چې په بدن کې د وینې د سرو حجرو په زیاتولو او بدن ته د اکسیجن په برابرولو کې مهم رول لوبوي.

په بدن کې د اوسپنې کمښت د وینې د کمښت په مانا ده او د دې اوسپنې کمښت لرونکي خلک د ستړیا او کمزورتیا سربېره د سر درد په څېر ستونزو څخه شکایت کوي.

تر ټولو ښه خبره دا ده، هغه کسان چې د وینې له کموالي سره مخ دي د څو عامو شته خوړو له لارې د اوسپنې کمښت له ستونزې څخه مخنیوی کولی شي.

مڼه

مڼه د انټي اکسیډنټ، ویټامینونو او منرالونو خزانه ده.

هندواڼه، انار، سویټزسواپ او نورې مېوې له اوسپنې بډایه دي او کولی شي په بدن کې د اوسپنې د کمښت پوره کولو کې مرسته وکړي.

100%

شنې پاڼې لرونکي سبزۍ

شنې پاڼې لرونکي سبزۍ له اوسپنې بډایه دي، چې د بدن د وینې په پوره کولو کې مرسته کوي.

100%

حبوبات

په حبوباتو کې مۍ، نخود، دال، نخود او سویابین اوسپنه لري، چې د انرژي بشپړه سرچینه ده.

100%

غوښه

هغه خلک چې سره غوښه خوري د وینې له کمښت (انیمیا) څخه شکایت نه کوي.

د اوسپنې ترڅنګ سره غوښه د امینو اسیدونو او پروټینونو غوره سرچینه هم ده.

100%

د کدو تخم

د کدو تخمونه اکثرا په ژمي کې مصرف کېږي.

د کدو تخمونه له اوسپنې، زینک، مګنیزیم او ویټامین اې څخه ډک دي.

100%