کیېف وایي روسي ځواکونه د اوکراین د پوکروفسک ستراتیژیک ښار کې درې کیلومتره وړاندې راغلي

اوکرایني پوځ د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې روسي ځواکونو د پوکروفسک ستراتیژیک ښار په سویلي څنډو کې د دوی څو سنګرونه «ویجاړ او یا نیولي» دي. د اوکراین د نقشې اخیستلو یو بنسټ ویلي، چې روسي ځواکونه د پوکروفسک ښار په سویلي برخو کې درې کیلومتره نور هم مخ ته راغلي دي.