• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فرانسې د جولان او سوریې د خاورې ترمنځ د حایل سیمې څخه د اسراییل د وتلو غوښتنه وکړه

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۲۱ GMT+۰

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۱مه) وویل: «د اسراییل او سوریې ترمنځ په حایل سیمه کې د هر ډول پوځ ځای پر ځای کول د ۱۹۷۴ کال د جلا کېدو له تړون څخه سرغړونه ده.»

فرانسې له اسراییل څخه وغوښتل، چې له دې سیمې ووځي او د سوریې حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي.

په تېرو ۵۰ کلونو کې د لومړي ځل لپاره د ۱۹۷۳ کال د اکټوبر په میاشت کې د یوم کیپور له جګړې وروسته د شنبې په ماښام د لېندۍ په ۱۷مه نېټه د اسراییل ځمکني ځواکونه د سوریې سره په پوله کې د ملکي حایل سیمې په تېرېدو سره د سوریې خاورې ته ننوتل.

د ملګرو ملتونو کنټرول او په هغو مواضعو کې مېشت دي، چې د سوریې پوځ ترې تخلیه شوي دي.

په وروستیو ورځو کې اسراییلي پوځ د جولان په لوړو کې د حایل سیمې ۴۰۰ کیلومتره مربع سیمه تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده.

همدا راز د بشارالاسد د حکومت په نسکورېدو سره اسراییلي پوځ د سوریې پر پوځي پوستو خپل خورا پراخ بریدونه پیل کړي دي.

اسراییلي پوځ د سې شنبه په ورځ (د لېندۍ۲۰مه) اعلان وکړ، چې په تېرو دوو ورځو کې یې د سوریې پر بېلابېلو سیمو ۴۸۰ بریدونه کړي او په دغو بریدونو کې یې په سوریه کې د ستراتیژیکو وسلو ډیپوګانې په نښه کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

انټوني بلېنکن: د امریکا له وتلو وروسته له افغانستان سره نږدې ۸ میلیارده ډالره مرسته شوې

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۹ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د امریکا کانګرس د شهادت اورېدو ناستې ته وویل چې امریکا له افغانستان نه تر وتلو وروسته له دغه هېواد سره نږدې ۸ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

نوموړی زیاتوي چې دا مرسته د بهرنیو موسساتو له طریقه شوې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یې بهیر څارلی دی.

هغه د بایډن ادارې د یو شمېر منتقدینو هغه خبرې رد کړې، چې له افغانستان نه یې په وتلو سره روسیه زړوره کړې، چې پر اوکراین برید وکړي.

بلینکن وویل: "زه له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو او پر اوکراین د روسیې د برید ترمنځ اړیکه نه وینم. برعکس، که موږ په افغانستان کې پاتې وای او زموږ ځواکونه هلته بوخت وای، زموږ دښمنان به خوشحاله وای. روسیې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ کال کې پر اوکراین برید وکړ. هغه مهال موږ په افغانستان کې زرګونه سرتېري درلودل.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د دغه هېواد د ولسمشر پخوانی دریځ تکرار کړ چې دوی د اشرف غني حکومت د ژر سقوط اټکل نه کاوه.

بلېنکن: له افغانستان نه د وتلو تړون له ټرمپ څخه جو بایډن ته په میراث پاتې و

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۱۷ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان نه د دغه هېواد د وتلو په اړه وویل، چې جوبایډن ته ددوحې تړون له ټرمپ څخه په میراث پاتې و. انتوني بلینکن ویل، چې د امریکا په غوښتنه افغان حکومت پنځه زره طالب بندیان خوشي کړل او امریکا د خپلو سرتېرو شمېر راکم کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزير انتوني بلېنکن د چار شنبې په ورځ کانګرس کې د شهادت پر مهال وویل، طالبانو هوکړه کړې وه، چې بین الافغاني خبرې به کوي او لویو ښارونو ته به نه ننوځي خو دې ډلې خپل پرمختګ ته دوام ورکړ.

بلینکن زیاته کړه، چې ده له ۲۰ زرو څخه ډیر اسناد او له ۵۰ د ډیرو شاهدانو مرکې کانګرس ته سپارلي دي.

انتوني بلینکن وویل، چې له افغانستان څخه د وتلو په تړاو د زده کړې هر ډول هڅه باید د هغو پیښو په شرایطو کې ترسره شي چې مخکې پیښې شوې.

انتوني بلېنکن د کانګرس په غونډه کې له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه سمه وګڼله.

هغه وويل: «موږ ته ويل شوي وو، چې افغانستان به د ترهګرو په پټنځاى بدل شي، خو القاعده په افغانستان کې ځان بيا جوړ نه کړ او موږ د القاعدې مشر بې له کوم عسکره وواژه.»

بلېنکن: که له افغانستان څخه نه وای وتلي طالبانو زموږ پر ځواکونو برید کاوه

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۱۱ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمېټې کې وویل چې که امریکا له افغانستان څخه نه وای وتلې نو طالبانو پر امریکايي ځواکونو بریدونه کول.

انټوني بلېنکن وویل چې بایډن د دوحې تړون له شرایطو څخه پر سرغړونې سربېره له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو پریکړه وکړه.

بلېنکن ویلي، که بایډن د ټرمپ تړون ته ژمن نه وای، طالبانو به پر امریکايي پوځیانو بریدونه کړي وای او واشنګټن به افغانستان ته د نورو سرتېرو لېږلو ته اړ شوی وی.

نوموړي زیاته کړه چې بایډن باید په افغانستان کې د جګړې د دوام او پای ته رسولو تر منځ انتخاب وکړي.

د پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې اداره: له ۲۰۲۱ کال راهیسې ۲۰ تنه چینایان وژل شوي دي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۲۲ GMT+۰

د پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې اداره وایي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په دغه هېواد کې شل تنه چینایي وګړي په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي او ۳۴ تنه ټپیان شوي دي.

دغې ادارې ویلي په همدغې موده کې د چینایي وګړو پر ضد ۱۴ بریدونه د پاکستان په بېلابېلو برخو کې ترسره شویدي.

د پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې مشر عثمان د سې شنبې په ورځ د لیندۍ په ۲۰ مه د پارلمان د نوښتونو، پراختیا او د تګلارو د جوړولو کمېټې ته وویل چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د چینایي وګړو پر ضد اته بریدونه په سند، څلور په بلوچستان او دوه بریدونه په خیبر پښتونخوا کې شویدي.

ډان ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ د لیندۍ په شلمه د دغې ادارې د چارواکو له خولې راپور ورکړ چې په دغو ترهګریزو بریدونو کې اته پاکستانیان هم وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شویدي. د دغې ادارې د مشر په وینا، دمګړۍ د ۲۰ زرو په شاوخوا کې د انجنییرانو او د چین او پاکستان تر منځ د لویې لارې د جوړولو چینایي کارکونکي په دغه هېواد کې مېشت دي.

دغې ادارې ویلي چې د چینایي وګړو امنیت او خوندیتوب د حکومت په لومړیتوبونو کې دی.

له هغه وروسته چې په سند او خیبر پښتونخوا کې پر چینایي وګړو ترهګریز بریدونه وشول نو د هغوی د خوندیتوب موضوع د چین او پاکستان لپاره اندېښنې زیاتې کړې. دمګړۍ د دواړو هزوادونو تر منځ د خبرو انرو د سر، سر موضوع د چینایي وګړو خوندیتوب دی.
له هغه وروسته چې د خیبر پښتونخوا په داسو سیمه کې د بریښنا د بند پنځه تنه انجنیران ووژل شول او له هغه وروسته بیا د کراچۍ هوایي ډګر ته څېرمه دوه نور چینایي انجنیران ووژل شول، چین له پاکستانه وغوښتل چې د هغوی د کارکونکو خوندیتوب ته پاملرنه زیاته کړي، خو پاکستان هڅه کوي چې د دغو بریدونو مخه ونیسي او په دې توګه د هغوی د امنیت ټینګولو ته ځانګړې پاملرنه وګړي.

امریکايي پوځیان په سوریه کې پاتې کېږي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۲:۰۷ GMT+۰

د سپینې ماڼۍ یوه جګپوړي چارواکي ویلي، چې امریکايي ځواکونه به په سوریه کې د داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره پاتې کېږي.

د امریکا د ملي امنیت مرستیال سلاکار جان فاینر په نیویارک کې د رویټرز په یوه کنفرانس کې په یوه مرکه کې وویل: "دا ځواکونه د یوه ځانګړي او مهم دلیل لپاره هلته حضور لري، نه د کومې معاملې لپاره.»

هغه زیاته کړه: «دا ځواکونه له څه باندې یوې لسیزې راهیسې هلته د داعش پر وړاندې مبارزه کوي. موږ هم دې ماموریت ته ژمن یوو.»

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکايي ځواکونه به په سوریه کې پاتې شي، فاینر وویل: «هو.»

د امریکا حکومت په سوریه کې له سیاسي خلا څخه په استفادې سره د داعش د بیا را ژوندي کېدو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې دې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې په سوریه کې خپل ځواک بېرته ترلاسه کړي.

تر دې مخکې سپینې ماڼۍ ویلي و، چې امریکايي چارواکي د دمشق له واکمنو مخالفو ډلو او اسراییلي چارواکو سره د وضعیت د تعقیب لپاره په نږدې اړیکه کې دي.

سپینې ماڼۍ زیاته کړې، چې اوه کسیزه ډله به د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۲۳مه) د سوریې پر وضعیت خبرې وکړي.