طالبان: په کندهار ولایت کې استخراج شوي سرب او جست مو د داوطلبۍ له لارې وپلورل

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په خپل راپور کې لیکلي، چې د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ د بي بي ګوهر په سیمه کې استخراج شوي سرب او جست داوطلبۍ ته وړاندې شوېدي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په خپل راپور کې لیکلي، چې د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ د بي بي ګوهر په سیمه کې استخراج شوي سرب او جست داوطلبۍ ته وړاندې شوېدي.
په راپور کې دا رنګه راغلي، چې په دغې داوطلبۍ کې د کانونو او پټرولیم وزارت د چارواکو تر څنګ د یو شمېر داوطلبو شرکتونو خاوندانو برخه لرله.
په دغې داوطلبۍ کې ۷۵۲ ټنه استخراج شوي سرب او جست داوطلبۍ ته وړاندې شوي و، چې د کندهار د یو خصوصي شرکت خاوند ټول ۷۵۲.۱۴ ټنه استخراج شوي سرب او جست چې د هر ټن بیه یې ۴۲ زره او ۱۴۰ افغانۍ وه وپیرل.
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دغې ډلې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د بېلابېلو کانونو په سپړلو او کیندنو لاس پورې کړیدی.
ګڼ خلک وایي چې دغه کانونه په نا مسلکي توګه کیندل کیږي چې د کانونو اصلي زېرمې ورسره زیان مومي. دا رنګه دغه خلک وایي چې دا هم مالومه نه ده چې له کانونو تر لاسه شوې پیسې چېرته ځي او په کومو برخو کې لګول کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ په اړه پخپل کلني راپور کې ویلي چې طالبان لا هم په افغانستان کې د القاعده ډلې کوربتوب کوي.
په راپور کې دا رنګه راغلي چې امریکا لا هم د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره کومه پرېکړه نه ده کړې.
د ترهګرۍ په وړاندې د امریکا د ۲۰۲۴ کال په راپور چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، راغلي چې طالبان لا هم پخپله خبره ټینګار کوي او وایي چې القاعده ډله د افغانستان له خاورې د هیڅ ډول ترهګریز برید توان نه لري.
په راپور کې د ملګرو ملتونو د ارزونې د راپور پر بنسټ لیکل شوي، چې افغان طالبانو لا هم د افغانستان په خاوره کې پاکستاني طالبانو ته د فعالیت اجازه ورکړې.
د دغه راپور له مخې، لا هم پاکستاني طالبان د پاکستان او افغانستان تر متځ تګ راتګ کوي او یو شمېر بریدونه هم کوي.
دغه راپور وایي چې د طالبانو په ډله کې، د ټي ټي پي سره د چال چلند په برخه کې مخالفتونه پخپل ځای پاتې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې طالبانو په ۲۰۲۳ کال کې د داعش خراسان ډلې پر ضد یو لړ بریدونه کړي او دغه ډله یې د خپلې واکمنۍ پر وړاندې اصلي خنډ باله.
امریکا ویلي طالبانو په عمومي او خصوصي ویناو کې د دوحې تړون او د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې د وفادارۍ ژمنې کړېدي. خو القاعده ډله، پاکستاني طالبان او داعش لا هم په افغانستان کې پراخ حضور لري.
په راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۳ کال په اپریل کې تاجکستاني ځواکونو له افغانستانه ورغلي ترهګر له پیژندلو وروسته ځپلي چې د تاجکستان په خاوره کې یې د بریدونو هوډ لاره.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د داعش خراسان ډلې په افغانستان کې بریدونه کړي او مذهبي لږکۍ یې په نښه کړېدي.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمېټې مشر د پنجشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو یو شمېر مهم چارواکي له کارټلونو او د مخدره موادو د تولید او قاچاق له شبکو سره همکاري کوي.
په همدې حال کې مونټالوو سوسا، وایي طالب مشران بیوزله بزګران د کوکنارو بدیل کښت ته هڅوي.
مونتالوو سوسا چې په ملکرو ملتونو کې د انسلواډور استازی دی، د افغانستان په اړه یې د امنیت شورا د پنجشنبې په غونډه کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د شپاړسم راپور پر بنیاد وویل جې په افغانستان کې د نشه یي توکو سوداګري او تولید لا هم په دغه هېواد کې د ناخالص تولید په توګه پاتې شویدی.
نوموړي د امنیت شورا غړو ته وویل: «یو شمېر جګپوړي طالب چارواکي په پراخه توګه د نشه یي توکو په تولید او سترو قاچاق کونکو سره لاس لري. او په همدې حال کې نور بزګران بیا د کوکنارو بدیل کښت ته هڅول شویدي.»
مونتالوو سوسا پخپلو خبرو کې د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې راپور ته هم اشاره وکړه چې له مخې یې دغلته د نشه یي توکو کر او تولید ۳۰ سلنه زیات شویدی. په دغه راپور کې دا رنګه ویل شوي چې په ۲۰۲۴ کال کې د نشه یي توکو د کر جغرافیه د افغانستان له سویل لویدیځ څخه شمال ختیځو سیمو ته بدله شوې ده.
دا رنګه، مونتالوو سوسا وویل چې د نشه یي توکو د تولید کچه له هغې ټیټه شوېده چې په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو مشرتابه د کوکنارو پر کر بندیز ولګاوه.
د نشه یي توکو او جرمونو پر ضد د ملګرو ملتونو ادارې د سږکال د لیندۍ په اوومه نېټه وویل چې په ۲۰۲۴ کال کې د کوکنارو کر د تېر کال پرتله ۳۰ سلنه زیات شویدی. د دغې ادارې د شمېرو له مخې، د طالبانو د مشر د فرمان خلاف سږنی کال په افغانستان کې ۴۳۳ ټنه تریاک تولید شویدي.
دغه دفتر ویلي په ۲۰۲۴ کال کې د تریاکو د ۳۰ سلنې زیاتوالي سره، سره دغه توکي د طالبانو د مشر له ۲۰۲۲ کال له فرمان وروسته ۹۳ سلنه زیاتوالی ښیي.
خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړی او هغه یې له واقعیته لرې بللی دی

د حال وش په نوم د بشري حقونو سازمان وايي، چې د ایران حکومت دوه افغانان چې مخکې د نشهيي توکو د قاچاقو په تور په اعدام محکوم شوي وو، د پنجشنبې سهار د لیندۍ ۲۲مه د مشهد په وکيل اباد زندان کې اعدام کړل.
د دغو اعدام شویو افغان وګړو هویت تثبیت شوی چې یو یې ۲۲ کلن محمدشاه اڅکزی او بل یې ۲۴ کلن رحیم اڅکزی د افغانستان د فراه ولایت اصلي اوسیدونکي او په دې وروستیو کې د ایران په مشهد کې اوسیدل.
د حال وش سرچینو تېره ورځ ویلي وو چې: «محمد شاه او رحیم په ۱۴۰۱ کال کې په مشهد کې د نشهیي توکو د قاچاق په تور نیول شوي وو او د دغه ښار د انقلاب محکمې له خوا په اعدام محکوم شوي وو او دواړه نن سهار په اعدام شول.»
د ایران حکومت د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ ۲۱مه هم د دوو افغانانو په ګډون لږ تر لږه ۱۲ کسان اعدام کړي وو.
د ایران د بشري حقونو سازمانونو خبري اژانسونو هرانا او هنګاو د کرج او قُم په زندانونو کې د دوو افغانانو په ګډون د لږ تر لږه ۱۲ کسانو د اعدام راپور ورکړی و.
د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې د دغه هیواد حکومت په تېره نومبر میاشت د ۱۲ افغانانو په ګډون ۱۴۴ زندانیان په ایران کې اعدام کړي دي. دغه سازمان وايي، په اعدام شویو کې څلور ښځې، یو یهودي-ایرانی وګړی او یو ذهني ناروغ هم شامل و.
په ایران کې د ۲۰۲۲ کال پرتله، چې هغه مهال ۲۵۶ کسان د مخدره توکو په تور اعدام شوي، په ۲۰۲۳ کې ۸۴ سلنه زیاتوالی په کې راغلی او دغه شمېر ۴۷۱ ته لوړ شوی دی.
د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې ایران یوازې په اکتوبر میاشت کې د ۱۳ افغانانو په ګډون لږ تر لږه ۱۶۶ کسان اعدام کړي.
پر بشري حقونو د څار سازمان هم په ایران کې د اعدام سزا پر ډیروالي اندېښنه ښودلې او د دې سزا د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې

د امنیت شورا د ځینو غړو په ګډون ۱۴ هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې وویل؛ تر څو چې طالبان ښځې ځپي، د دې ډلې حکومت به په رسمیت ونه پیژندل شي. دوی له طالبانو وغوښتل، چې ژر تر ژره د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو او ازادۍ څخه په سیستماتیک ډول سرغړونې پای ته ورسوي.
د امنیت شورا ۱۱ غړو او درېیو نورو هېوادونو د افغانستان په اړه د امنیت شورا د غونډې په څنډه کې په یوه ګډه اعلامیه کې «د طالبانو سیستماتیک جنسیتي تبعیض، د جنسیتي تاوتریخوالي زیاتوالی او په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو پرله پسې سرغړونې» په کلکه وغندلې.
د امنیت شورا له غونډې سره سم د امریکا، بریتانیا، فرانسې، اکوادور، جاپان، مالټا، ډنمارک، یونان، پانامې، سریلانکا، ګیانا، سویس، سلوانیا او سویلي کوریا هېوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه خپله ګډه اعلامیه د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې خپره کړه.
دغو هېوادونو له طالبانو وغوښتل چې سمدستي هغه تګلارې چې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو اساسي حقونه او ازادي محدودوي، مخه یې ونیسي. په اعلامیه کې راغلي: "دا ډول ناوړه چلند باید ودرول شي."
دغې شورا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز، د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د پوهنتونونو او طبي موسسو تړلو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د ښځو غږ د خاموشه کولو او په بشپړ ډول له ټولنیز ژوند څخه د هغوی د لرې کولو په موخه تر ۸۰ ډېر تبعیضي فرمانونه صادر کړي دي.
دغو ۱۴ هېوادونو طالبانو ته ویلي، چې د افغانستان نړۍوالو مکلفیتونو درناوی وکړي، چې په کې د بشري حقونو نړۍواله اعلامیه، د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون، د ماشومانو د حقونو کنوانسیون او د امنیت شورا ټول اړوند پرېکړه لیکونه شامل دي. د امنیت شورا ۱۳۲۵ پرېکړه لیک کې د ښځو، سولې او امنیت ته درناوي موضوع ذکر شوې ده.
د امنیت شورا د غړو په ګډه اعلامیه کې راغلي: "طالبان چې د کوم رسمیت پیژندنې په لټه دي که همداسې دوام ورکړي، ترلاسه کولای یې نه شي.»
دوی ټینګار وکړ چې "افغان مېرمنې د زده کړې حق او په اقتصاد او د ټولنې په ټولو برخو کې د معنوي ګډون حق لري."
دغو هېوادونو د افغانستان د راتلونکي په اړه په مهمو بحثونو کې د ښځو د ونډې غوښتنه وکړه او له هېوادونو او د یوناما له دفتره یې وغوښتل چې د طالبانو او د افغانستان د خلکو په وړاندې د یو همغږي چلند د رامنځته کولو لپاره کار وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې د ښځو لپاره د طبي زده کړو ممنوعیت د "مرګ له حکم" سره تشبیح کړ او ویې ویل، چې د طالبانو دغه حکم نه کلتوري دی او نه مذهبي.
لینډا توماس ګرینفیلډ وویل، چې په دې حکم سره طالبان غواړي چې د دوی میندې، مېرمنې او لوڼې د ناروغۍ په حال کې د دوی د سترګو پر وړاندې ومري.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې د طالبانو د مشر وروستی فرمان چې د افغان مېرمنو پر طبي زده کړو بندیز لګوی له منطق څخه لرې بللی او ویلي یې دي، چې دغه حکم د افغان ښځو او نجونو لپاره د اعدام حکم لري.
ګرینفیلډ وویل، چې "د طالبانو د جبر په مقابل کې به د افغانستان خلک پیاوړي پاتې شي" او د طالبانو د بې عدالتیو په وړاندې به بې تفاوته نه وي.
د امريکا سفيرې په افغانستان کې د بشري وضعيت د خرابوالي په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، چې د دغه هیواد تر نيمايي ډېر وګړي د خوړو له کموالي او خوارځواکۍ سره مخ دي.
ګرینفیلډ افغان مېرمنو ته په خطاب کې وویل: "موږ به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اختیار کې له ټولو وسیلو کار واخلو ترڅو طالبان مجبوره کړو چې خپل تبعیضي فرمانونه لغوه کړي."
هغې وویل، هیله منه ده چې د دوحې بهیر به ملګرو ملتونو ته د افغان حکومت د راستنېدو لپاره د لارې نقشه جوړه کړي او طالبان به د نړۍ او افغانانو هیلو ته ځواب ووايي.
د امریکا سفیره د دوحې په بهیر کې د افغان کارپوهانو په ځانګړې توګه د افغان مېرمنو مانادار شتون غوښتنه وکړه او وې ویل: « موږ طالبانو ته اجازه نه ورکوو چې د دغو ناستو شرایط وضع کړي او یا هم افغان کارپوهان له دې بهیره وباسي.»
د دوحې په درېیمه ناسته کې طالبانو خپل حضور د سیاسي او مدني استازو په نه ګډون مشروط کړی و او ملګرو ملتونو د امریکا له کوم جدي اعتراض پرته د طالبانو دغه غوښتنه ومنله.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د دوحې له غونډې سره په څنګ کې د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره جلا ناسته وکړه.
