امریکا: طالبان لا هم د القاعده ډلې کوربانه دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ په اړه پخپل کلني راپور کې ویلي چې طالبان لا هم په افغانستان کې د القاعده ډلې کوربتوب کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ په اړه پخپل کلني راپور کې ویلي چې طالبان لا هم په افغانستان کې د القاعده ډلې کوربتوب کوي.
په راپور کې دا رنګه راغلي چې امریکا لا هم د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره کومه پرېکړه نه ده کړې.
د ترهګرۍ په وړاندې د امریکا د ۲۰۲۴ کال په راپور چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، راغلي چې طالبان لا هم پخپله خبره ټینګار کوي او وایي چې القاعده ډله د افغانستان له خاورې د هیڅ ډول ترهګریز برید توان نه لري.
په راپور کې د ملګرو ملتونو د ارزونې د راپور پر بنسټ لیکل شوي، چې افغان طالبانو لا هم د افغانستان په خاوره کې پاکستاني طالبانو ته د فعالیت اجازه ورکړې.
د دغه راپور له مخې، لا هم پاکستاني طالبان د پاکستان او افغانستان تر متځ تګ راتګ کوي او یو شمېر بریدونه هم کوي.
دغه راپور وایي چې د طالبانو په ډله کې، د ټي ټي پي سره د چال چلند په برخه کې مخالفتونه پخپل ځای پاتې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې طالبانو په ۲۰۲۳ کال کې د داعش خراسان ډلې پر ضد یو لړ بریدونه کړي او دغه ډله یې د خپلې واکمنۍ پر وړاندې اصلي خنډ باله.
امریکا ویلي طالبانو په عمومي او خصوصي ویناو کې د دوحې تړون او د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې د وفادارۍ ژمنې کړېدي. خو القاعده ډله، پاکستاني طالبان او داعش لا هم په افغانستان کې پراخ حضور لري.
په راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۳ کال په اپریل کې تاجکستاني ځواکونو له افغانستانه ورغلي ترهګر له پیژندلو وروسته ځپلي چې د تاجکستان په خاوره کې یې د بریدونو هوډ لاره.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د داعش خراسان ډلې په افغانستان کې بریدونه کړي او مذهبي لږکۍ یې په نښه کړېدي.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمېټې مشر د پنجشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو یو شمېر مهم چارواکي له کارټلونو او د مخدره موادو د تولید او قاچاق له شبکو سره همکاري کوي.
په همدې حال کې مونټالوو سوسا، وایي طالب مشران بیوزله بزګران د کوکنارو بدیل کښت ته هڅوي.
مونتالوو سوسا چې په ملکرو ملتونو کې د انسلواډور استازی دی، د افغانستان په اړه یې د امنیت شورا د پنجشنبې په غونډه کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د شپاړسم راپور پر بنیاد وویل جې په افغانستان کې د نشه یي توکو سوداګري او تولید لا هم په دغه هېواد کې د ناخالص تولید په توګه پاتې شویدی.
نوموړي د امنیت شورا غړو ته وویل: «یو شمېر جګپوړي طالب چارواکي په پراخه توګه د نشه یي توکو په تولید او سترو قاچاق کونکو سره لاس لري. او په همدې حال کې نور بزګران بیا د کوکنارو بدیل کښت ته هڅول شویدي.»
مونتالوو سوسا پخپلو خبرو کې د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې راپور ته هم اشاره وکړه چې له مخې یې دغلته د نشه یي توکو کر او تولید ۳۰ سلنه زیات شویدی. په دغه راپور کې دا رنګه ویل شوي چې په ۲۰۲۴ کال کې د نشه یي توکو د کر جغرافیه د افغانستان له سویل لویدیځ څخه شمال ختیځو سیمو ته بدله شوې ده.
دا رنګه، مونتالوو سوسا وویل چې د نشه یي توکو د تولید کچه له هغې ټیټه شوېده چې په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو مشرتابه د کوکنارو پر کر بندیز ولګاوه.
د نشه یي توکو او جرمونو پر ضد د ملګرو ملتونو ادارې د سږکال د لیندۍ په اوومه نېټه وویل چې په ۲۰۲۴ کال کې د کوکنارو کر د تېر کال پرتله ۳۰ سلنه زیات شویدی. د دغې ادارې د شمېرو له مخې، د طالبانو د مشر د فرمان خلاف سږنی کال په افغانستان کې ۴۳۳ ټنه تریاک تولید شویدي.
دغه دفتر ویلي په ۲۰۲۴ کال کې د تریاکو د ۳۰ سلنې زیاتوالي سره، سره دغه توکي د طالبانو د مشر له ۲۰۲۲ کال له فرمان وروسته ۹۳ سلنه زیاتوالی ښیي.
خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړی او هغه یې له واقعیته لرې بللی دی

د حال وش په نوم د بشري حقونو سازمان وايي، چې د ایران حکومت دوه افغانان چې مخکې د نشهيي توکو د قاچاقو په تور په اعدام محکوم شوي وو، د پنجشنبې سهار د لیندۍ ۲۲مه د مشهد په وکيل اباد زندان کې اعدام کړل.
د دغو اعدام شویو افغان وګړو هویت تثبیت شوی چې یو یې ۲۲ کلن محمدشاه اڅکزی او بل یې ۲۴ کلن رحیم اڅکزی د افغانستان د فراه ولایت اصلي اوسیدونکي او په دې وروستیو کې د ایران په مشهد کې اوسیدل.
د حال وش سرچینو تېره ورځ ویلي وو چې: «محمد شاه او رحیم په ۱۴۰۱ کال کې په مشهد کې د نشهیي توکو د قاچاق په تور نیول شوي وو او د دغه ښار د انقلاب محکمې له خوا په اعدام محکوم شوي وو او دواړه نن سهار په اعدام شول.»
د ایران حکومت د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ ۲۱مه هم د دوو افغانانو په ګډون لږ تر لږه ۱۲ کسان اعدام کړي وو.
د ایران د بشري حقونو سازمانونو خبري اژانسونو هرانا او هنګاو د کرج او قُم په زندانونو کې د دوو افغانانو په ګډون د لږ تر لږه ۱۲ کسانو د اعدام راپور ورکړی و.
د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې د دغه هیواد حکومت په تېره نومبر میاشت د ۱۲ افغانانو په ګډون ۱۴۴ زندانیان په ایران کې اعدام کړي دي. دغه سازمان وايي، په اعدام شویو کې څلور ښځې، یو یهودي-ایرانی وګړی او یو ذهني ناروغ هم شامل و.
په ایران کې د ۲۰۲۲ کال پرتله، چې هغه مهال ۲۵۶ کسان د مخدره توکو په تور اعدام شوي، په ۲۰۲۳ کې ۸۴ سلنه زیاتوالی په کې راغلی او دغه شمېر ۴۷۱ ته لوړ شوی دی.
د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې ایران یوازې په اکتوبر میاشت کې د ۱۳ افغانانو په ګډون لږ تر لږه ۱۶۶ کسان اعدام کړي.
پر بشري حقونو د څار سازمان هم په ایران کې د اعدام سزا پر ډیروالي اندېښنه ښودلې او د دې سزا د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې

د امنیت شورا د ځینو غړو په ګډون ۱۴ هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې وویل؛ تر څو چې طالبان ښځې ځپي، د دې ډلې حکومت به په رسمیت ونه پیژندل شي. دوی له طالبانو وغوښتل، چې ژر تر ژره د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو او ازادۍ څخه په سیستماتیک ډول سرغړونې پای ته ورسوي.
د امنیت شورا ۱۱ غړو او درېیو نورو هېوادونو د افغانستان په اړه د امنیت شورا د غونډې په څنډه کې په یوه ګډه اعلامیه کې «د طالبانو سیستماتیک جنسیتي تبعیض، د جنسیتي تاوتریخوالي زیاتوالی او په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو پرله پسې سرغړونې» په کلکه وغندلې.
د امنیت شورا له غونډې سره سم د امریکا، بریتانیا، فرانسې، اکوادور، جاپان، مالټا، ډنمارک، یونان، پانامې، سریلانکا، ګیانا، سویس، سلوانیا او سویلي کوریا هېوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه خپله ګډه اعلامیه د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې خپره کړه.
دغو هېوادونو له طالبانو وغوښتل چې سمدستي هغه تګلارې چې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو اساسي حقونه او ازادي محدودوي، مخه یې ونیسي. په اعلامیه کې راغلي: "دا ډول ناوړه چلند باید ودرول شي."
دغې شورا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز، د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د پوهنتونونو او طبي موسسو تړلو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د ښځو غږ د خاموشه کولو او په بشپړ ډول له ټولنیز ژوند څخه د هغوی د لرې کولو په موخه تر ۸۰ ډېر تبعیضي فرمانونه صادر کړي دي.
دغو ۱۴ هېوادونو طالبانو ته ویلي، چې د افغانستان نړۍوالو مکلفیتونو درناوی وکړي، چې په کې د بشري حقونو نړۍواله اعلامیه، د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون، د ماشومانو د حقونو کنوانسیون او د امنیت شورا ټول اړوند پرېکړه لیکونه شامل دي. د امنیت شورا ۱۳۲۵ پرېکړه لیک کې د ښځو، سولې او امنیت ته درناوي موضوع ذکر شوې ده.
د امنیت شورا د غړو په ګډه اعلامیه کې راغلي: "طالبان چې د کوم رسمیت پیژندنې په لټه دي که همداسې دوام ورکړي، ترلاسه کولای یې نه شي.»
دوی ټینګار وکړ چې "افغان مېرمنې د زده کړې حق او په اقتصاد او د ټولنې په ټولو برخو کې د معنوي ګډون حق لري."
دغو هېوادونو د افغانستان د راتلونکي په اړه په مهمو بحثونو کې د ښځو د ونډې غوښتنه وکړه او له هېوادونو او د یوناما له دفتره یې وغوښتل چې د طالبانو او د افغانستان د خلکو په وړاندې د یو همغږي چلند د رامنځته کولو لپاره کار وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې د ښځو لپاره د طبي زده کړو ممنوعیت د "مرګ له حکم" سره تشبیح کړ او ویې ویل، چې د طالبانو دغه حکم نه کلتوري دی او نه مذهبي.
لینډا توماس ګرینفیلډ وویل، چې په دې حکم سره طالبان غواړي چې د دوی میندې، مېرمنې او لوڼې د ناروغۍ په حال کې د دوی د سترګو پر وړاندې ومري.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې د طالبانو د مشر وروستی فرمان چې د افغان مېرمنو پر طبي زده کړو بندیز لګوی له منطق څخه لرې بللی او ویلي یې دي، چې دغه حکم د افغان ښځو او نجونو لپاره د اعدام حکم لري.
ګرینفیلډ وویل، چې "د طالبانو د جبر په مقابل کې به د افغانستان خلک پیاوړي پاتې شي" او د طالبانو د بې عدالتیو په وړاندې به بې تفاوته نه وي.
د امريکا سفيرې په افغانستان کې د بشري وضعيت د خرابوالي په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، چې د دغه هیواد تر نيمايي ډېر وګړي د خوړو له کموالي او خوارځواکۍ سره مخ دي.
ګرینفیلډ افغان مېرمنو ته په خطاب کې وویل: "موږ به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اختیار کې له ټولو وسیلو کار واخلو ترڅو طالبان مجبوره کړو چې خپل تبعیضي فرمانونه لغوه کړي."
هغې وویل، هیله منه ده چې د دوحې بهیر به ملګرو ملتونو ته د افغان حکومت د راستنېدو لپاره د لارې نقشه جوړه کړي او طالبان به د نړۍ او افغانانو هیلو ته ځواب ووايي.
د امریکا سفیره د دوحې په بهیر کې د افغان کارپوهانو په ځانګړې توګه د افغان مېرمنو مانادار شتون غوښتنه وکړه او وې ویل: « موږ طالبانو ته اجازه نه ورکوو چې د دغو ناستو شرایط وضع کړي او یا هم افغان کارپوهان له دې بهیره وباسي.»
د دوحې په درېیمه ناسته کې طالبانو خپل حضور د سیاسي او مدني استازو په نه ګډون مشروط کړی و او ملګرو ملتونو د امریکا له کوم جدي اعتراض پرته د طالبانو دغه غوښتنه ومنله.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د دوحې له غونډې سره په څنګ کې د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره جلا ناسته وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د فرانسې استازي د دغه سازمان د سرمنشي وروستي راپور ته په اشارې سره وویل، چې القاعده په افغانستان کې فعاله ده او داعش - خراسان هم د سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی. جي درمدیکاري زیاته کړه، چې په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی.
د پنجشنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د فرانسې د سفیر مرستیال د افغانستان په اړه د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې داعش خراسان په اروپا کې هم خپل ملاتړي فعال کړي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د سپټمبر په پای کې د افغانستان د امنیتي وضعیت او د سیمه ییزې او نړیوالې سولې او امنیت په اړه د هغې د پایلو په اړه درې میاشتنی راپور وړاندې کړ. په دغه راپور کې ویل شوی، چې داعش ډلې په افغانستان کې د امنیت د تامینولو په اړه د طالبانو پر ادعا ملنډې وهلې دی.
د روان کال د لیندۍ میاشتې په نیمایي کې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د القاعدې، افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو تر منځ د ملاتړ او همکارۍ زیاتوالی په ډاګه کړ. امنیت شورا په افغانستان کې د دغو ډلو د بشري سرچینو او ګډو روزنیزو کمپونو ته په اشارې سره ویلي، چې دوی وژونکي بریدونه کوي.
طالبانو په وار وار د داعش - خراسان د ګواښ په اړه د هېوادونو اخطارونه د داعش لپاره مبالغه او تبلیغات بللي دي. خو داعش وتوانېد چې پرون د کډوالو په وزارت کې په یو ځانمرګي برید کې د طالبانو وزیر خلیل حقاني ووژني.
د ښځو لپاره د مرګ سزا
د فرانسې استازي په افغانستان کې د طب په برخه کې د ښځو پر زده کړو بندیز وغنده او ویې ویل، چې طالبانو په دې کار سره "د ډېرو ښځو د مرګ حکم لاسلیک کړ".
هغه وویل، چې طالبان هره ورځ ښيي چې د جنسیتي تبعیض او د ښځو او نجونو د ځورولو د پالیسیو په پلي کولو کې قاطع دي.
