د ایران حکومت د مشهد په زندان کې بیا دوه افغانان اعدام کړي دي

د حال وش په نوم د بشري حقونو سازمان وايي، چې د ایران حکومت دوه افغانان چې مخکې د نشه‌يي توکو د قاچاقو په تور په اعدام محکوم شوي وو، د پنجشنبې سهار د لیندۍ ۲۲مه د مشهد په وکيل اباد زندان کې اعدام کړل.