د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټه: ځیني طالب مشران د نشه یي توکو په قاچاقو کې ښکېل دي

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمېټې مشر د پنجشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو یو شمېر مهم چارواکي له کارټلونو او د مخدره موادو د تولید او قاچاق له شبکو سره همکاري کوي.