هندي رسنۍ: الو ارجون په ۱۴ ورځني بند محکوم شو

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د هند سینمايي ستوری الو ارجون د پوشپا ۲ فلم د نندارې پر مهال په سینما کې د ګڼې ګوڼې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په تور په ۱۴ ورځني بند محکوم شوی.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د هند سینمايي ستوری الو ارجون د پوشپا ۲ فلم د نندارې پر مهال په سینما کې د ګڼې ګوڼې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په تور په ۱۴ ورځني بند محکوم شوی.
انډیا ټلویزیون راپور ورکړی، چې د سندیا په سینما کې د ګڼې ګوڼې له امله د یوې ښځې د مړه کېدو په قضیه کې د جمعې په ورځ الو ارجون د حیدراباد پولیسو ونیو.
د راپورونو له مخې، د هند سینمايي ستوری او د ملي جایزې ګټونکی الو ارجون نن ۱۴ ورځني قضايي توقیف ته استول شوی دی.
د الو ارجون وکیلانو د دې پرېکړې پر ضد په ستره محکمه کې د استیناف غوښتنه کړې ده.
دغه پېښه د روانې میاشتې په ۴ نېټه د شپې ناوخته په سینما کې د پوشپا۲ فلم د نندارې پر مهال شوې وه.
په دغه شپه چې الو ارجون سینما ته ورسید، د نوموړي د مینه والو ګڼه ګوڼه له کنټروله ووتله، چې د ټیل ماټیل له امله یې یوه ۳۹ کلنه ښځه مړه شوه.
له پېښې وروسته، د سینما او اداکار په وړاندې شکایت ثبت شو.
هغه ښځه چې په ګډوډۍ کې مړه شوه، نوم یې ریواتي ښودل شوی او د دل سوخ نگر اوسیدونکې ده.
نوموړې د خپل خاوند بھاسکر او د دوی د دوو ماشومانو سره د پوشپا ۲فلم نندارې لیدو ته راغلې وه.
د راپورونو له مخې، که نوموړی په یاده قضیه کې تورن ثابت شي، نو له یو څخه تر لس کاله بند سزا به ورکول شي.
له پېښې دوه ورځې وروسته، الو ارجون د یوې ویډیو په شریکولو سره خواشینې څرګنده کړې او د ښه نیت په توګه یې د مړې ښځې کورنۍ ته یې د ۲۵ لکه هندي روپیو د ورکول اعلان وکړ.
همدارنګه نوموړي په یاده پېښه کې د ټولو ټپیانو د درملنې د لګښونو د پوره کولو وړاندیز هم کړی.

که مو پام وي ځیني وختونه شیان، نومونه، شمېرې، ادرسونه یا نور توضیحات هېروو، په خاصه توګه اوسنۍ زمانه کې چې ژوند ډېر مصروف دی.
که څه هم دا د اندېښنې وړ خبره نه ده، مګر په مکرر ډول دا هر څه د حافظې د ضعف نښه کېدای شي.
ښه خبره دا ده، چې د عمر په ډېرېدو سره د حافظې پیاوړي کول ډېر ستونزمن کار نه دی.
برېتانیا کې یوې طبې څېړنې ښودلې، چې که هره ورځ ورزش وکړئ، دا کار کولی شي چې د حافظې په پیاوړي کېدو کې مرسته وکړي.
د لندن کالج یونیورسیټي یوې څېړنې موندلې، چې ورزش نه یوازې جسمي روغتیا ته وده ورکوي، بلکې تر بلې ورځې پورې حافظه هم ښه کوي.
څېړنې موندلې، چې هره ورځ د ۳۰ دقیقو لپاره له اسانه ورزش څخه نېولې تر سخت پورې او هره شپه لږ تر لږه ۶ ساعته خوب کول د راتلونکې ورځې لپاره د حافظې فعالیت ښه کوي.
دغه څېړنه پر ۷۶ کسانو ترسره شوې، چې عمرونه یې له ۵۰ څخه تر ۸۳ کلونو پورې وو.
دغو کسانو ذهني روغتیا ښه وه او دوی د تعقیبونکي په ذریعه د هغوی خوب او نور فعالیتونه تر اتو ورځو وڅارل شول.
پایلو ښودلې ده، چې ۳۰ دقیقې منظم قوي فعالیت کولی شي چې راتلونکې ورځې لپاره حافظه ښه کړي.
څېړونکي وایي، پایلې ښیې چې فزیکي فعالیت د حافظې لپاره ښه دی او ښه خوب دا ګټه ډېروي.
څېړونکو زیاته کړې، چې فزیکي فعالیت مخکې هم د حافظې فعالیت په لنډمهاله توګه ښه کولو او د هېرولو د ګواښ د کمېدو لامل هم کېږي.
د څېړونکو په وینا، په پخوانیو څېړنو کې اغیزې لنډ مهاله وې او ډېری په لابراتوار کې ترسره شوې وې.
مګر په نوې څېړنه کې د حقیقي ژوند ورځیني فزیکي کارونه اغېزې وڅېړل شوې، چې پایلو وښودله چې دا نه یوازې حافظه ښه کوي بلکې اغېزې یې هم تر ډېره پاتې کېږي.
څېړنې دا هم ښودلې که ورځینۍ ناسته کې ۳۰ دقیقې زیاتوالی راشي دا هم پر حافظې منفي اغېزې کوي.
په هرصورت، هغه خلک چې لږترلږه ۶ ساعته خوب کوي، د حافظې، تمرکز او فزیولوژیکي غبرګون کارونو کې ښه ترسره کوي.
هغه کسان چې هره شپه لږ تر لږه ۶ ساعته خوب کوي د حافظې تمرکز او د انسان جسم قوي کوي.
څېړونکو دا هم منلې، چې دا څېړنه په محدوده وه او دا لا معلومه نه ده، چې د نن ورځې ورزش ولې د بلې ورځې لپاره په حافظې مثبت اغېز لري.
یادونه
تاسو هم ورزش د خپلو ورځینیو کارونو په نوملړ کې اضافه او خپله حافظه قوي کړئ.
۵۶ کلنه امریکایې مېرمنې جولي ګبسن کلارک په حیرانونکي ډول د خپل زړښت پروسه ۳۴ سلنه ورو کړې ده. د هغې د وینې په ازموینه کې دا تایید شوه، چې د خپل عمر په پرتله ۳۴ سلنه ځوانه پاتې شوې ده.
د وینې په ازمینه کې یې هغه عوامل تحلیل شوي چې په انسانانو کې له عمر سره تړاو لري.
اوس پوښتنه دا ده، چې هغې داسې څه وکړل چې د خپل زړښت ۳۴ سلنه پروسه یې ورو کړه؟
جولي ګبسن وایي، چې پلار یې هغې ته وویل چې خوړو ته د سون توکو په څېر وګوره او ځان همداسې عادت کړه او هغو خوراکي توکو ته لومړیتوب ورکړه، چې د غوره فزیکي فعالیت لپاره مهم دي.
هغې۲۵ کاله مخکې د خپل عمر د ځوان ساتلو لپاره خپل پلان غوره کړ.
د هغې موخه په ټوله کې د روغتیا ښه ساتل و، چې د عمر تېریږدلو پروسه ورو کړي او له دې سره خپل ځان قوي او له فشارونو وساتي.
هغې له ۲۵ کلونو راپه دېخوا دا پلان عملي کړی.
هغې د کور خواړو ته لومړیتوب ورکړ او د باندې خواړه یې بند کړل، د الکول څښل یې پرېښودل ان ارمښت ورکونکي درملو خوړل یې هم پرېښودل.
له هماغه وخت راهیسې نوموړې د خپلو خوړو په لېست کې ځینې شیان اضافه کړل او ځینې نور یې لرې کړل، تر څو د بدن بدلیدونکي اړتیاوې پوره کړي.
هغه خپل سهار ۷ بجې په جېم کې پیلوي او وروسته له هغې په سړو اوبو ځان مینځي.
خواړه هم د هغې د ورځې مهمه برخه ده.
هره ورځ تر ډېره اندازه سبزیجات خوري او تر څنګ یې بې غوړه غوښه او د چرګانو غوښه او هګۍ خوري.
له خوړو سره هممهاله، هغه اومیګا ۳، بي ویټامینونه او ځیني نور ویتامینونه هم خوري، ترڅو د بدن روغتیا یې ښه وساتي او د زړښت پروسه یې ورو کړي.
دا هغه رازونه وو، چې ۵۶ کلنې امریکایې جولي ګبسن کلارک یې له خپل عمره ۳۴ سلنه ځوانه ساتلې وه.
تاسو هم د خپل ژر زړښت مخه نیولی شئ، که چېرې د خپل ځان لپاره همدا اوس خپل د خوړو او سپورټ پلان جوړ او عملي کړئ.
همدا اوس لاس په کار شئ تر څو وروسته پښیمانه نه شئ.
په سهار کې د خوب له پاڅېدو سره سم د یوه ګیلاس ګرمو اوبه څښل سخت کار نه دی، کله چې ګټې یې ډېرې وي. سهار وخته په نهار د ګرمو اوبو څښل بدن ته حیرانوونکې ګټې لري.
د کارپوهانو په وینا، هغه خلک چې د ګرمو اوبو په څښلو سره ورځ پیلوي، د انرژي په زیاتوالي سره یې د هاضمې سیسټم ښه کېږي.
روغتیایي کارپوهان وایي، هغه کسان چې سهار له ګرمو اوبو سره پیلوي نه یوازې دا چې د بدن انرژي یې زیاتېږي، بلکې د هاضمې سیستم یې هم ښه کېږي.
لاندې په نهاره د ګرمو ابو پنځه حیراوونکو ګټو ته کتنه کوو:
۱- که څوک سهار ګرمې اوبه څښي، نو د هغه د بدن د وینې جریان ښه کېږي. د وینې ښه جریان بدن ته ښه اکسیجن چمتو کوي. د بدن پوستکي ته ښکلا ورکوي او د وجود ټول غړي په ښه ډول کار کوي.
۲- که د ورځې په پیل کې ګرمې اوبه وڅښل شي، نو د موسم بدلون په انسان باندې هېڅ اغېزه نه کوي، په ځانګړې توګه د ستوڼي د درد، زکام او تبې مخنیوی کوي. دا اړینه ده، چې هر سهار ګرمې اوبه وڅښئ او له دې ناروغیو څخه خوندي پاتې شئ.
۳- په سهار کې د ګرمو اوبه څښل د بدن تودوخه لوړوي چې دا بیا میټابولیزم ګړندی کوي، میټابولیزم د کالوري سوځولو کې مرسته کوي او لوږه کموي.
۴- بله ګټه یې دا ده، چې انسان ارامه ساتي او د ګرمو اوبو څښل په رواني روغتیا مثبته اغېزه لري.
۵- د ګرمو اوبو څښل د بدن ټول سمي مواد له منځه وړي، چې د بېلابېلو ناروغیو لامل ګرځي.
د دغو حیرانوونکو ګټو په پوهېدلو زه مطمینه یم، چې ټول به همدا خبره کوئ چې کاش مخکې په دې ګټو پوهېدلی.
امریکا کې یوه طبي څېړنه ښیي، چې د یوه کس د وینې ګروپ کولی شي د هغه کس د فلج خطر په ګوته کړي. د میریلینډ پوهنتون د طب پوهنځي یوې څېړنې د ۶۰ کلونو څخه کم عمر لرونکي کسانو کې د فلج خطر عوامل څېړلي.
په دغې څېړنه کې د ۱۷ زرو فلج مریضانو او ۶ لکه روغو کسانو د معلوماتو څېړنه وکړه. وروسته له دې څېړونکو بیا کروموزومونه معاینه کړي تر څو هغه جنتيکي ډولونه چې له فلج سره تړاو لري وپېژني.
څېړونکو مخکې له وخته فلج او د ډولونو (له ۶۰ کلنې څخه مخکې) تر منځ اړیکه وموندله او دا یې هم وموندله، چې د وینې اې، اې بي، بي یا او ګروپونه هم پکې رول لوبوي.
ګروپ A، AB، B یا O هم رول لوبولی.
څیړنې موندلې، چې د اې ګروپ لرونکو خلکو کې تر ۶۰ کلنۍ څخه مخکې د فلج (مغزي سکتې) ډېر احتمال شته ، په داسې حال کې چې د او (O) وینې ګروپ لرونکو خلکو کې دا احتمال ډېر لږ دی.
د جنسیت او نورو فکتورونو له مخې، څېړونکو مومندلې چې د اې ګروپ وینې لرونکو خلکو کې د نورو په پرتله له ۶۰ کلنۍ څخه مخکې د فلج خطر ۱۶ سلنه لوړ دی.
په داسې حال کې چې د او ګروپ وینې لرونکو خلکو کې له ۶۰ کلنۍ څخه مخکې د فلج خطر ۱۲ سلنه لږه ده.
څېړونکو ټینګار وکړ، چې دا خطر ډېر جدي نه دی او هغه خلک چې د اې وینې ګروپ لري ډېرې اندېښنې کولو ته اړتیا نه لري.
څېړونکي وایي، تر اوسه په دې نه پوهیږو چې ولې د اې ګروپ وینې لرونکو کې دا کچه لوړه ده خو ممکن دا په وینې کې موجودو عناصرو پورې هم تړاو ولري.
همدا راز، څېړونکي دا هم وایي چې په دې تړاو لا څېړنو ته اړتیا شته ترڅو د فلج د خطر د لوړې کچې میکنیزم په اړه وضاحت وشي.
په ولسي باور انار هغه مېوه ده، چې په خوړلو یې د انسان زړه تازه کیږي. که څه هم د انارو پاکول لږ څه ستونزمن کار ښکاري، خو د سرو دانو خوړل یې ډېر خوند هم لري، چې په دې ستونزو ارزي مګر د خوند تر څنګ دغه سرې دانې ډېرې ګټې هم لري.
انار د فایبر اصلي سرچینه ګڼل کېږي او په زیاته اندازه ويټامین اې، سي، اي، اوسپنه او انتي اکسیدان لري. په تېره بیا د افغانستان انار د خوند او رنګ له اړخه په نړۍ کې بې ساري دي.
ځینې نجونې انار د دې لپاره نه خوري چې د انار پوستکې یې لاسونه خرابوي؛ خو که د انار په دې ګټو پوهې شي نو تل به یې خوري.
د انارو خوړل د انسان بدن سالم ساتي او د بېلابېلو ناروغیو خطر کموي.
دا مېوه له تېرو وختونو راهیسې د انسان د خواړو برخه وه او د انار د ګټو موندلو لپاره ډېرې څېړنې ترسره شوي.
د انارو ګټې:
نار له انټي اکسیډنټ بډایه دی. د انارو دانې په لوړه کچه پولیفینول انټي اکسیډنټ لري. پولیفینول هغه مرکبات دي، چې له هغو بې ثباته مالیکولونو سره مبارزه کوي چې حجرو ته تاوان رسوي. دا مالیکولونه د. ازاد رادیکالونو په نوم هم یادیږي.
په انار کې د پولي فینولز یو ډول فلیونویډز شته، چې د روغتیا لپاره خورا ګټور دي او د بېلابېلو ناروغیو لکه د وینې لوړ فشار او سرطان خطر کموي.
انار د فایبر ښه سرچینه ده
د انارو له یوې نېمې پیالې دانو څخه ۵ ګرامه فایبر ترلاسه کیږي، چې د ورځنۍ اړتیا ۱۸ سلنې برابره ده.
په انار کې د داسې فایبر مقدار زیات دی چې په اسانې سره بدن کې نه جذبیږي. چې د انار دغه ډول فایبر د هاضمې د سیستم لپاره مهم رول لوبوي او د قبضیت مخه نیسي. همدا راز د وینې شکر کنټرول وي او له وخت څخه مخې د لوږې احساس نه کوئ.
د خولې بد بوی له منځه وړي
په انارو کې موجود مرکبات د میکروبونو پروړاندې محافظت رامنځته کوي. د انارو خوړل د خولې روغتیا سموي او هغه باکتریا چې په خولې کې راټولیږي او د خولې د بد بوي لامل ګرځي له منځه وړي او غاښونه هم له تخریب څخه ساتي.

انار ويټامين سي لري
انار د ویټامین سي یوه ښه سرچینه هم ده. د انار نیمه پیاله دانې ۹ ملي ګرامه ویټامین سي لري.
د انسان بدن نه شي کولی دا ویټامین په خپله جوړ کړي، نو دا باید د خوړو له لارې ترلاسه شي، کوم چې په بدن کې د انټي اکسیډنټ په توګه کار کوي.
د ویټامین سي خوړل د انسان د معافیت سیسټم پیاوړی کوي او د د موسمي ناروغیو د اخته کېدو خطر کموي.
انار د وینې شریانونو لپاره ګټور دي
انار په بدن کې د نایټریک اکسایډ اغیز زیاتوي، کوم چې د وینې رګونه پراخوي. نایټریک اکسایډ د فزیکي فعالیت پرمهال د وینې جریان ښه کوي.
انار په سرطان د اخته کېدو خطر کموي
لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، انار په لوړه کچه انټي اکسیډنټ لري چې حجرې د اکسیډیټ فشار څخه ساتي.
د ځینو څیړنیزو راپورونو له مخې، د انارو خوړل د مثانې، سینې، سږو او کولمو د سرطان په مخنیوي کې مرسته کوي.
باید یادونه وشي چې په دې برخه کې په حیواناتو ډېرې څېړنې شوې دي، خو پر انسانانو ډېرې څېړنې لا نه دي شوي.
انار د التهاب د رامنځته کېدو مخنیوی کوي
په انارو کې موجود انټي اکسیډنټونه د بدن د التهاب په کمولو کې مرسته کوي.څېړنو موندلې، چې د انارو د جوس څښل د التهاب د رامنځته کېدو مخنیوی کوي.
انار د زړه روغتیا ښه کوي
څرنګه چې د التهاب ناروغیانې د زړه د ناروغۍ یو لوی عامل دی، همداسې د انارو خوړل د زړه روغتیا ته وده ورکوي.
څېړنو ښودلې، چې د انارو جوس څښل د وینې فشار کموي، چې له دې سره د زړه د ناروغیو خطر هم کمیږي.
داسې شواهد هم شته، چې ښیي د انارو خوړل د زړه ناروغۍ کنټرولولو کې مرسته کولی شي.
په انارو کې پوتاشیم دي
د انارو جوس د پوتاشیم ښه سرچینه ده، او پوتاشیم د عضلاتو د ښه فعالیت لپاره یوه مهمه برخه ده.
پوتاشیم د عصبي فعالیت لپاره هم مهم دي او د زړه درزا هم ښه ساتي. د انارو یوه پیاله جوس بدن ته ۵۳۳ملي ګرامه پوټاشیم ورکوي.

انار د پښتورګو روغتیا ته وده ورکوي
د پښتورګو ډبرې په ټوله نړۍ کې په میلیونونو خلک اغېزمن کړي دي، که چېرې درملنه یې ونه شي نو د سخت درد او نورو جدي اختلالاتو لامل کیدلی شي.
یوې څېړنې څرګنده کړې، چې د انارو خوړل په دې مېوه کې د موجود انټي اکسیډنټ له امله د پښتورګو د تیږو مخنیوی کوي.
انار د شکرې ناروغي کنټرول کوي
څېړنېزو راپورونو ښودلې، که چیرې د ټایپ ۲ شکرې ناروغان د انارو جوس څښل پیل کړي، د انسولین د وهلو کمېدلو کې مرسته کولې شي او همدا راز د شکرۍ ناروغۍ مختلف اختلالاتو خطر کموي.
دا مېوه د شکرۍ ناروغانو سره مرسته کوي چې د دوی د بدن وزن په صحي کچه وساتي .
انار د مغزو لپاره هم ګټور دی
په انارو کې موجود مرکبات د مغزو لپاره هم ګټور دي، ځکه چې دا د اکسیډیټ فشار او د التهاب مخه نیسي.
د ځینو څیړنیزو راپورونو له مخې، دا مرکبات مغزو سره مرسته کوي چې د الزایمر ناروغۍ مخه ونیسي.
همدا رنګه انار د مغزو پړسوب هم کموي، چې له دې سره د رواني اختلالاتو خطر کمیږي.
د انار د ګټورو معلوماتو له لوستلو وروسته، زه ډاډه یم چې تاسې به حتماً انار د خپلو خوړو لېست کې اضافه کوی.