• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پاکستان کې د پولیو د پېښو شمېر ۶۳ ته ورسېد

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۱:۰۳ GMT+۰

د پاکستان په خېبر پښتونخوا او سند ایالت کې د پولیو د څلورو نویو پېښو په ثبتېدو سره سږ کال په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۶۳ ته ورسېد. په ديره اسماعيل خان، ټانک، جيکب اباد او سوکور کې درې نجونې او یو هلک په پولیو اخته شوي دي.

د پاکستان د بیړنیو عملیاتو ملي مرکز د جمعې په ورځ (د لېندۍ۲۳مه) وویل، چې د خیبر پښتونخوا او سند په ایالتونو کې د ماشومانو د پولیو څلور نوې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه مرکز له خوا خپاره شوي ارقام ښيي چې سږ کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۶، په خیبر پښتونخوا کې ۱۹، په سند کې ۱۶ او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه یوه پېښه ثبت شوې ده.

د پاکستان د بېړنیو عملیاتو ملي مرکز وايي، چې سږ کال یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پولیو ضد واکسین څو کمپاینونه پیل کړي دي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هېوادونه دي چې تر اوسه پکې د پولیو ویروس له منځه نه دی تللی. په دې وروستیو کې په غزه کې هم د پولیو څو پیښې ثبت شوي‌ دي.

په دې وروستیو کې د روغتیا نړۍوال سازمان وویل، چې د ۲۰۲۴کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو ۲۵ پېښې ثبت شوې دي. خو د طالبانو د روغتیا وزارت دغه ارقام رد کړي دي.

د روغتیا د نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې تېر کال د ماشومانو د پولیو شپږ پېښې په افغانستان او شپږ نورې په پاکستان کې ثبت شوې وې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان پوځ وايي په پښتونخوا او بلوچستان کې یې ۴۳ وسلوال ووژل

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۴ GMT+۰

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، چې په تېرو پنځو ورځو کې یې په پښتونخوا او بلوچستان کې ۴۳ وسلوال وژلي دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر د جمعې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د روانې ډسمبر میاشتې له ۹ نیټې راهیسي یې د دغه هېواد په دوو ایالتونو کې په بېلابېلو استخباراتي عملیاتو کې دغه وسلوال وژلي دي.

د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغو عملیاتو کې یې په بلوچستان کې وسلوالو ته سخته ماتې ورکړې ده.

په خبر پاڼه کې راغلي، چې ډسمبر په ۱۲ او ۱۳ شپه د پاکستان پوځ په لکي مروت ولسوالۍ کې د وسلوالو پر یوه پټنځي په عملیاتو کې شپږ وسلوال ووژل او له دې سره په تېرو پنځو ورځو کې په پښتونخوا ایالت کې اتلس «ترهګر» وژل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د ډسمبر په ۱۳مه د پاکستان پوځ د بلوچستان په موسا خیلو او پنجګوره ولسوالیو کې هم په دوو جلا جلا عملیاتو کې لس وسلوال وژلي دي، چې په دې سره په تېرو پنځو ورځو کې په دغه ایالت کې د وژل شویو «ترهګرو» شمېر پنځه ویشتو ته ورسید.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي، په پاکستان کې د ترهګرۍ د کواښونو د بشپړ له منځه وړلو پورې به دا عملیات دوام ولري.

د پاکستان پوځ په داسې حال کې په تېرو پنځو ورځو کې د ۴۳ وسلوالو د وژلو خبر ورکوي، چې نن جمعه پاکستاني طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تردې وروسته به د پاکستان د امنیتي ځواکونو په نیولو او وژلو سرفه نه کوي او هغه سرتیري او افسران چې د رخصتیو تیرولو لپاره خپلو کورونو ته ځي هغوی دې ونیسي او د یادې ډلې د مشرتابه له سپارښتنې سره سم دې هغوی ووژني.

عمران خان او میرمن یې د فساد په یوه بله قضیه کې تورن شوي دي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۹ GMT+۰

د پاکستان جیو نیوز د راپور له مخې، د پاکستان یوې محکمې د پنج شنبې په ورځ د پاکستان پخوانی بندي لومړی وزیر عمران خان او د نوموړي میرمن په بې قانونه ډول د دولتي ډالیو د پلورلو په نوې قضیه کې تورن کړي دي.

دغه پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکړی، چې د اسلام اباد د ځانګړې محکمې قاضي شاه رخ ارجمند تېره ورځ د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان او میرمن یې بشرا بي بي د دولتي ډالیو په دوهمه قضیه کې تورن کړل.

د دولتي ډالیو قضیه د حساب ورکولو ملي ادارې (این ای بې) له لوري لومړنۍ پلټنې شوط دي او د یادې ادارې لخوا دا قضیه د پلټنو فدارلي ادارې (اېف ای اې) ته سپارل شوې وه.

د دې ادارې له پلټونو وروسته دا قضیه د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر میاشت کې محکمې ته واستول شوه.

تردې وړاندې د دولتي ډالیو په قضیه کې ښاغلی عمران خان او میرمن یې بشرا بي بي بیګناه ګڼل شوي ول.

بلخوا د پلټونو فدرالي ادارې د دولتي ډالیو له قضیې د بشرا بي بي د اېستلو لپاره د اسلام اباد سترې محکمې ته وړاندیز کړی و، خو د اسلام اباد سترې محکمې د پلټونو فدرالي ادارې دا وړاندیز رد کړی دی.

د راپورونو له مخې ښاغلی خان او بشرا بي بي دواړو ته د روان کال په پیل کې له عمومي ټاکنو څو ورځې مخکې په دې تورونو کې د ۱۴ کلونو بند سزا ورکړل شوه، همدارنګه د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې هم په ورته قضیه کې عمران خان ته د درې کاله بند سزا ورکړل شوې ده.

په دولتي ډالیو کې د الماسو ګاڼې او اووه ساعتونه شامل وو، چې شپږ یې رولیکس وو، تر ټولو ګران بیه یې ۸۵ ملیون روپۍ (۳۰۵،۰۰۰ډالر) ارزښت لري.

عمران خان په ۲۰۲۲ کال کې له واکه لرې کېدو راهیسې په محکمو کې پر نوموړي له لګیدلو تورونو د ځان ژغورلو هڅې کوي.

ښاغلی خان او د هغه ګوند وايي چې دا قضیې د پوځ له جنرالانو سره د نوموړي د اختلاف وروسته د پوځ په امر د سیاست د لرې ساتلو لپاره جوړې شوې وې خو پوځ دا تور ردوي.

د چین له خوا د امنیتي کمپنۍ د جوړېدو وړاندیز پسې پاکستانی پلاوی بېجینګ ته ځي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۴ GMT+۰

د پاکستان د پلان او پراختیا وزیر وايي، د دغه هېواد یو لوړ پوړی پلاوی د سیپېک په چوکاټ کې د اقتصادي، ټیکنالوجيکو او ټولنیزو پروژو د ارزولو لپاره چین ته ځي.

احسن اقبال په اسلام اباد کې نن یوې ناستې ته په خبرو کې د دغه پلاوي تګ یو بې ساری چانس وباله.

د نوموړي په خبره، په دغه سفر کې به پاکستاني متخصصان له چینايي چارواکو سره د سیپیک یا چین پاکستان اقتصادي کوریډرو د دویم پړاو پروژې وارزوي.

د پاکستاني پلاوي له سفر سره هممهاله چین په دغه هېواد کې د سیپک پانګونې د امنیت لپاره د ګډې امنیتي کمپنۍ د جوړېدو وړاندیز کړی دی.

د پاکستان د نیوز ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د پاکستان د قامي اسمبلۍ یا پارلمان د پراختیايی پلان کمېټې ته هم تېره سې شنبه په دې هکله مالومات ور کړل شوي دی.

د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې، په پاکستان کې تر شل زرو چینايي وګړي شته، چې دوه زره اوه سوه سیپک پروژو کې کار کوي.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې پر دوی ۱۴ بریدونه شوي چې ۲۰ چینایان پکې وژل شوي او ۳۴ نور ټپي شوي دی.

د دغو ډېری بریدونو مسوولیت بلوڅ بېلتونپال مني، چې پاکستان د دغه ایالت د زېرمو په لوټلو تورنوي.

چین غواړي د بلوچستان د ګوادر له لارې منځني ختیځ ته ځان ورسوي، خو پر وګړو یې بریدونو د دې پلان د ځنډېدو شکونه پیدا کړي دي.

کورمې ولسوالۍ کې له ۲میاشتو راهیسي د موټرو په تګ راتګ بندیز خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۰۱ GMT+۰

د پاراچنار په کورمه ولسوالۍ کې د دوو میاشتو راهیسې د موټرو په تګ راتګ بندیز له امله په سیمه کې خوراکي مواد، تېل، ګاز او درمل ختم شوي دي.

په کورمه ولسوالۍ کې د مسافر وړونکو موټرو پر کاروانونو د ډزو او قومي نښتو له امله دوه میاشتې کیږي چې لویې لارې د ټرافیک پر مخ تړل شوي. د لویې لارې او افغانستان پولې د تړل کېدو له امله د پاړه چنار پاس کورمې په بېلابېلو سیمو او د پاکستان او افغانستان پر پولې پرتو کلیو کې د خوراکي توکو، تېلو، ګازو او درملو کمښت راغلی چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

پخواني عمومي مفتش سيد ارشاد حسين ویلي دي، چي د لارو بنديدو له امله په بازارونو کې خوراکي توکو، سبزیو او مېوې دوکانونه خالي دي او ناروغان په ځانګړې توګه ماشومان د درملو د نه شتون له امله مړه کیږي. د همدې لپاره باید ژر تر ژره د تګ راتګ لارې خلاصې شي.

سید ارشاد حسین زیاته کړه، چې د ځمکنیو او هوایي لارو تړل کېدو په سیمه کې میلیونونه خلک بند کړي او له یو دردناک حالت سره مخ دي.

بل خوا په کورمه ولسوالۍ کې د امن پاڅون او ناکرارۍ ختمولو په موخه په کوهاټ کې د یوې اونۍ راهیسې روانه جرګه نوره پای ته رسېدلې ده.

د معلوماتو له مخې، د ګوندونو د مشرانو، د ادارې د مشرانو او د واليانو ترمنځ خبرې اترې بشپړې شوي او تمه ده چې وروستۍ پرېکړه ترسره شي.

ملګرو ملتونو کې پاکستان استازی: پاکستاني طالبانو افغانستان کې پرمختللې وسلې ترلاسه کړې دي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۵۳ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی وايي، چې پاکستاني طالبانو په افغانستان کې پرمختللو وسلو ته لاسرسی پیدا کړی او له القاعدې سره په همکارۍ ټوله سیمه ګواښي. طالبان باید د داعش- خراسان تر څنګ القاعدې، ټي ټي پي او نورو جنګیالیو ته هم توجه وکړي.

د پاکستان استازي د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې ناستې ته وویل چې طالبان له داعش- خراسان سره په جګړه بوخت دي، خو القاعده، ټي ټي پي او نورو جنګیالیو ته هم باید توجه وکړي، ځکه دا ډلې نه یوازې د پاکستان بلکې د ټولې سیمې امنیت ته ګواښ دي.

د پاکستان استازی وايي، چې ټي ټي پي له خپلو شپږ زره جنګیالیو سره په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او د پاکستان امنیت او ثبات ګواښي.

هغه وویل چې پاکستاني طالبان هلته مالي او نور ملاتړ ترلاسه کوي او نورو جنګیالیو ته هم مساعد چاپیریال برابروي.

نوموړي د طالبانو د کډوالو چارو پر وزیر خلیل حقاني ځانمرګی بریده وغنده او د هغه له کورنۍ او د طالبانو له حکومت سره یې خواخوږي وښوده.