د چین له خوا د امنیتي کمپنۍ د جوړېدو وړاندیز پسې پاکستانی پلاوی بېجینګ ته ځي

د پاکستان د پلان او پراختیا وزیر وايي، د دغه هېواد یو لوړ پوړی پلاوی د سیپېک په چوکاټ کې د اقتصادي، ټیکنالوجيکو او ټولنیزو پروژو د ارزولو لپاره چین ته ځي.

د پاکستان د پلان او پراختیا وزیر وايي، د دغه هېواد یو لوړ پوړی پلاوی د سیپېک په چوکاټ کې د اقتصادي، ټیکنالوجيکو او ټولنیزو پروژو د ارزولو لپاره چین ته ځي.
احسن اقبال په اسلام اباد کې نن یوې ناستې ته په خبرو کې د دغه پلاوي تګ یو بې ساری چانس وباله.
د نوموړي په خبره، په دغه سفر کې به پاکستاني متخصصان له چینايي چارواکو سره د سیپیک یا چین پاکستان اقتصادي کوریډرو د دویم پړاو پروژې وارزوي.
د پاکستاني پلاوي له سفر سره هممهاله چین په دغه هېواد کې د سیپک پانګونې د امنیت لپاره د ګډې امنیتي کمپنۍ د جوړېدو وړاندیز کړی دی.
د پاکستان د نیوز ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د پاکستان د قامي اسمبلۍ یا پارلمان د پراختیايی پلان کمېټې ته هم تېره سې شنبه په دې هکله مالومات ور کړل شوي دی.
د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې، په پاکستان کې تر شل زرو چینايي وګړي شته، چې دوه زره اوه سوه سیپک پروژو کې کار کوي.
له ۲۰۲۱ کال راهیسې پر دوی ۱۴ بریدونه شوي چې ۲۰ چینایان پکې وژل شوي او ۳۴ نور ټپي شوي دی.
د دغو ډېری بریدونو مسوولیت بلوڅ بېلتونپال مني، چې پاکستان د دغه ایالت د زېرمو په لوټلو تورنوي.
چین غواړي د بلوچستان د ګوادر له لارې منځني ختیځ ته ځان ورسوي، خو پر وګړو یې بریدونو د دې پلان د ځنډېدو شکونه پیدا کړي دي.


د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د ایران خلکو ته په یو ویډیویي پیغام کې ټینګار وکړ، چې ایران کې به اسلامی جمهوریت له هغه ژر نسکور شي چې خلک فکر کوي.
دا له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې دوهم ځل دی چې نتنیاهو د ایران خلکو ته پیغام خپروي.
نوموړي د نومبر په ۲۲مه په یو پیغام کې ویلي وو، چې اسلامي جمهوریت به ډېر ژر ړنګ شي.
د اسراییلو لومړي وزیر په خپل نوي پیغام کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په دغه هیواد کې اسلامي جمهوریت به له هغه ژر نسکور شي چې فکر یې کیږي. هغه وايي: ښځه، ژوند، ازادي. دا د ایران راتلونکی دی. دا د سولې راتلونکی دی.»
نتانیاهو په سوریه کې د بشار الاسد د ملاتړ لپاره د اسلامي جمهوریت له خوا له ۳۰ میلیارد ډالرو څخه زیاتو لګښتونو ته په اشارې سره زیاته کړه: له ۱۱ ورځو جګړې وروسته د هغه [د اسد] رژیم نسکور شو.
نتانیاهو یادونه وکړه چې "ستاسو ظالمانو" په غزه کې د حماس د ملاتړ لپاره میلیاردونه ډالر ولګول، خو نن حماس له منځه تللی دی.
د اسراییلو لومړي وزیر وویل، چې د ایران حکومت په لبنان کې د حزب الله د ملاتړ لپاره تر ۲۰ میلیارده ډالرو زیاتې پیسې لګولي، خو یوازې په څو اونیو کې د اسراییلو په بریدونو کې د دې ډلې یو زیات شمېر مشران او ځواکونه ووژل شول.
د حزب الله عمومي منشي نعیم قاسم د ډسمبر په پنځلسمه ویلي و، چې اسلامي جمهوریت به د لبنان هرې کورنۍ ته له ۱۲۰۰۰ څخه تر ۱۴۰۰۰ ډالرو پورې مرستې ورکړي.

د پاراچنار په کورمه ولسوالۍ کې د دوو میاشتو راهیسې د موټرو په تګ راتګ بندیز له امله په سیمه کې خوراکي مواد، تېل، ګاز او درمل ختم شوي دي.
په کورمه ولسوالۍ کې د مسافر وړونکو موټرو پر کاروانونو د ډزو او قومي نښتو له امله دوه میاشتې کیږي چې لویې لارې د ټرافیک پر مخ تړل شوي. د لویې لارې او افغانستان پولې د تړل کېدو له امله د پاړه چنار پاس کورمې په بېلابېلو سیمو او د پاکستان او افغانستان پر پولې پرتو کلیو کې د خوراکي توکو، تېلو، ګازو او درملو کمښت راغلی چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
پخواني عمومي مفتش سيد ارشاد حسين ویلي دي، چي د لارو بنديدو له امله په بازارونو کې خوراکي توکو، سبزیو او مېوې دوکانونه خالي دي او ناروغان په ځانګړې توګه ماشومان د درملو د نه شتون له امله مړه کیږي. د همدې لپاره باید ژر تر ژره د تګ راتګ لارې خلاصې شي.
سید ارشاد حسین زیاته کړه، چې د ځمکنیو او هوایي لارو تړل کېدو په سیمه کې میلیونونه خلک بند کړي او له یو دردناک حالت سره مخ دي.
بل خوا په کورمه ولسوالۍ کې د امن پاڅون او ناکرارۍ ختمولو په موخه په کوهاټ کې د یوې اونۍ راهیسې روانه جرګه نوره پای ته رسېدلې ده.
د معلوماتو له مخې، د ګوندونو د مشرانو، د ادارې د مشرانو او د واليانو ترمنځ خبرې اترې بشپړې شوي او تمه ده چې وروستۍ پرېکړه ترسره شي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۲مه) وویل، چې ۳۹ هغه بندیان یې چې د له تشدد پرته جرمونو باندې محکوم شوي و بښلي او د ۱۵۰۰ نور بندیانو سزا یې چې د اوږدې مودې لپاره په بند کې دي، کمه کړې ده.
د ولسمشر بایډن له خوا دا بښنه یوه اونۍ وروسته له هغه ترسره کیږي چې هغه د خپل زوی هنټر بښنه بې له کوم قید او شرط لاسلیک کړه.
چارواکو تېره اونۍ وویل، چې سپینه ماڼۍ د بایډن غوښتنو ته غوږ دي چې هغه به پر هغو زرهاو خلکو باندې دا لطف وکړي چې د متحده ایالاتو د قضایي سیسټم له خوا یې حق کې غلطې پرېکړې شوي.
دا حکم د پنجشنبې په ورځ د هغو کسانو لپاره دی چې د کویډ ۱۹ دور کې په کورنې بند کې ساتل کیدل.
بایډن وویل، چې د دغو کسانو بند به لنډ شي که چېرې د نن ورځې قوانیو، پالیسو او عملونو له مخې تورن شوي وي.
سرچینو تېره اونۍ رویترز ته ویلي وو، چې د دغې بښنې په اړه چې خبرې کیږي ویل شوي په دې لېست کې د مخدره توکو د تشدد پرته جرمنو او په ناحقه توقیف شوي خلک شامل دي.
بایدن وویل: "د ولسمشر په توګه، زه د هغو خلکو د بښلو لوی امتیاز لرم چې پښیمانه دي او د ځان رغونه غواړي، امریکایانو ته هغه فرصت برابرو کړم چې په ورځني ژوند کې او په خپلو ټولنو کې ونډه واخلي او د نا متشدد سرغړونکو لپاره د مجازاتو توپیرونو لرې کولو لپاره به ګامونه پورته کړم په ځانګړي توګه هغه کسان چې د مخدره توکو په جرمونو محکوم شوي دي.»
ولسمشر زیاته کړه، چې په راتلونکو اونیو کې به نور ګامونه پورته کړي او د هغه اداره به د معافیت غوښتنو بیا کتنې ته دوام ورکړي.
سپینې ماڼې وویل، چې دا تر ټول لوی شمېر دی چې بایډن ورته یوه ورځ کې بخښنه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی وايي، چې پاکستاني طالبانو په افغانستان کې پرمختللو وسلو ته لاسرسی پیدا کړی او له القاعدې سره په همکارۍ ټوله سیمه ګواښي. طالبان باید د داعش- خراسان تر څنګ القاعدې، ټي ټي پي او نورو جنګیالیو ته هم توجه وکړي.
د پاکستان استازي د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې ناستې ته وویل چې طالبان له داعش- خراسان سره په جګړه بوخت دي، خو القاعده، ټي ټي پي او نورو جنګیالیو ته هم باید توجه وکړي، ځکه دا ډلې نه یوازې د پاکستان بلکې د ټولې سیمې امنیت ته ګواښ دي.
د پاکستان استازی وايي، چې ټي ټي پي له خپلو شپږ زره جنګیالیو سره په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او د پاکستان امنیت او ثبات ګواښي.
هغه وویل چې پاکستاني طالبان هلته مالي او نور ملاتړ ترلاسه کوي او نورو جنګیالیو ته هم مساعد چاپیریال برابروي.
نوموړي د طالبانو د کډوالو چارو پر وزیر خلیل حقاني ځانمرګی بریده وغنده او د هغه له کورنۍ او د طالبانو له حکومت سره یې خواخوږي وښوده.

د سوریې د یاغیانو مشر احمد الشرع د خپلې اسلامپالې ډلې په مرسته د سوریې پر دولت ورځ تر بلېواک او کنټرول ټینګوي. دې ډلې د سوریې واګې ترلاسه کړې، پولیس یې ځای پر ځای کړي، لنډمهالی حکومت یې جوړ کړی او له بهرنیو استازو سره یې لیدنې کړې دي.
د شرع تحریر الشام ډلې، چې د یاغیانو د یوه ایتلاف مشري کوي، د یکشنبې په ورځ د بشار الاسد واکمني پای ته وروسوله.
د دې ډلې هغه چارواکي، چې تر تېرې اونۍ یې د سوریې په شماللویدیځ ادلب کې په یوه اسلامپاله حکومت کې کار کاوه، اوس د دمشق په حکومتي ادارو کې فعالیت کوي.
د دوشنبې په ورځ د ادلب سیمهییز حکومت رییس محمد البشیر د سوریې د نوي لنډمهالي صدراعظم په توګه وټاکل شو، چې دا د تحریرالشام د ځواکمنتیا څرګندونه کوي.
لنډمهالی حکومت او اندېښنې
د دمشق والي په دفتر کې، چې دیوالونه یې په ښکليو لرګيو او رنګینو ښیښوښایسته شوي، له ادلب څخه راغلي محمد غزال رویټرز ته وویل، چې د اسلامي حکومت پر ټینګښت اندېښنې بېځایه دي.
هغه وویل: "د اسلامي حکومت نوم هیڅ مانا نه لري. موږ مسلمانان یو او دلته ټولې ملکي ادارې او وزارتونه دي."
هغه ټینګار وکړ چې له قومونو او دینونو سره کومه ستونزه نه لري او زیاته یې کړه: "هغه چې ستونزې یې جوړولې، د اسد رژیم و."

شرع د چارشنبې په ورځ رویټرز ته وویل، چې د اسد رژیم امنیتي ځواکونه به منحل کړي؛ زندانونه به بند کړي او هغه کسان به ونیسي، چې شکنجه او وژنې یې ترسره کړې دي.
په همدې حال کې، د دمشق اوسېدونکي د اسد رژیم پای نمانځي، خو د راتلونکي په اړه هم اندېښنه لري.
۲۸ کلن وسام بشیر رویټرز ته وویل: "زه د هغو شیانو له امله اندېښمن یم چې وینم یې ... لکه د نوي حکومت بڼه او د اسلامي بیرغونو خپرېدل."
د مشورې نشتوالی
زکریا ملاحیفجي، چې د سوریې ملي غورځنګ عمومي منشي دی او پخوا یې په حلب کې د یاغیانو لپاره د سیاسي سلاکار په توګه کار کاوه، د موقت حکومت د جوړښت پر څرنګوالي نیوکې وکړې. هغه وویل: "تاسې له یوې ډلې وزیران راوستي، باید د نورو هم پکې وي."
هغه زیاته کړه: "سوریایي ټولنه د کلتورونو او قومونو په لحاظ ډېره متنوع ده، نو رښتیا خبره دا ده چې دا وضعیت د اندېښنې وړ دی."
د تحریر الشام اړوند د ژغورنې حکومت هغه چارواکي، چې له ادلب څخه دمشق ته د دولتي ادارو د چلولو لپاره راوستل شوي، هڅه کوي کارکوونکو ته ډاډ ورکړي او هغوی بېرته خپلو دندو ته ستانه کړي.
محمد غزال، چې له ادلب څخه راغلی او د دولتي چارو د تنظیم مسوول دی، وویل: "دا یو سقوط شوی دولت دی. خرابۍ، خرابۍ، خرابۍ."
هغه وویل، د راتلونکو دریو میاشتو لومړیتوبونه د بنسټیزو خدمتونو پیلول او د ادارو بیا سمبالښت دی.
د کارکوونکو معاشونه به، چې په اوسط ډول ۲۵ ډالره دي، د ژغورنې حکومت د تادیاتو کچې ته لوړ شي، چې لږ تر لږه ۱۰۰ ډالره کیږي.
هغه زیاته کړه: "سوریه یو ډېر بډای هېواد دی." د دې پوښتنې په ځواب کې چې دا پیسې به څنګه تمویل شي، غزال وویل:"رژیم به تل پیسې غلا کولې."
امنیت ټینګول
له ادلب څخه راوستل شوي پولیس اوس په دمشق کې ترافیک تنظیموي او د تحریرالشام مسوول کسان له دمشق نه نورې وسله والې ډلې باسي.
یو افسر، چې خپل نوم یې څرګند نه کړ، وویل: "موږ ډېره لږه وړتیا لرو. مخکې موږ یوازې په ادلب کې ګزمه کوله."
یزید صیغ، چې د کارنیګي منځني ختیځ مرکز لوړپوړی څېړونکی دی، وویل تحریرالشام هڅه کوي چې په ټولو برخو کې پرمختګ وساتي، خو هغه زیاته کړه چې تحریرالشام باید له دې فرصت څخه ګټه واخلي او یو جامع بهیر پر مخ بوځي، نه دا چې د نوي حکومت بشپړ واک په خپل لاس کې واخلي.

د نړیوال ملاتړ اړتیا
د ترکیې په ګډون نړیوال ځواکونه هڅه کوي یو داسې حکومت منځته راشي چې نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي.
دتحریرالشام یوې سرچینې رویټرز ته وویل، چې د ټولو سوریایي قومونو استازي به په یوه سرپرست حکومت کې ګډون وکړي.
د لومړي وزیر بشیر په وینا، د دوی حکومت به یوازې د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر میاشتې دوام وکړي. هغه د امنیت ټینګښت، د دولتي واک بېرته ترلاسه کول، د میلیونونو سوریایي کډوالو ستنول او د بنسټیزو خدمتونو وړاندې کول د لومړیتوبونو په توګه یاد کړل. هغه د نوي اساسي قانون په اړهوویل چې "دا تفصیلات به د اساسي قانون جوړولو په بهیر کې څرګند شي."
تحریر الشام ته د نړیوالې ټولنې پیغام دا دی چې د ټولشموله حکومت جوړولو لپاره هڅې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي، چې د سوریې لپاره د انتقال بهیر باید "باور وړ، ټولشموله او غیرفرقهيي" وي.
د تحریرالشام لپاره ننګونې دا دي چې په لنډ وخت کې نظم ټینګ کړي، په ورته وخت کې د ټولنې د بېلابېلو ډلو مشران هم راجذب کړي.
رویټرز وايي، د دې کار بریالیتوب به د سوریې راتلونکي ثبات او پرمختګ ته لاره پرانیزي.
