نتانیاهو د ایران خلکو ته: ایران به له هغه ژر ازاد شي چې تاسې یې فکر کوی

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د ایران خلکو ته په یو ویډیویي پیغام کې ټینګار وکړ، چې ایران کې به اسلامی جمهوریت له هغه ژر نسکور شي چې خلک فکر کوي.

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د ایران خلکو ته په یو ویډیویي پیغام کې ټینګار وکړ، چې ایران کې به اسلامی جمهوریت له هغه ژر نسکور شي چې خلک فکر کوي.
دا له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې دوهم ځل دی چې نتنیاهو د ایران خلکو ته پیغام خپروي.
نوموړي د نومبر په ۲۲مه په یو پیغام کې ویلي وو، چې اسلامي جمهوریت به ډېر ژر ړنګ شي.
د اسراییلو لومړي وزیر په خپل نوي پیغام کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په دغه هیواد کې اسلامي جمهوریت به له هغه ژر نسکور شي چې فکر یې کیږي. هغه وايي: ښځه، ژوند، ازادي. دا د ایران راتلونکی دی. دا د سولې راتلونکی دی.»
نتانیاهو په سوریه کې د بشار الاسد د ملاتړ لپاره د اسلامي جمهوریت له خوا له ۳۰ میلیارد ډالرو څخه زیاتو لګښتونو ته په اشارې سره زیاته کړه: له ۱۱ ورځو جګړې وروسته د هغه [د اسد] رژیم نسکور شو.
نتانیاهو یادونه وکړه چې "ستاسو ظالمانو" په غزه کې د حماس د ملاتړ لپاره میلیاردونه ډالر ولګول، خو نن حماس له منځه تللی دی.
د اسراییلو لومړي وزیر وویل، چې د ایران حکومت په لبنان کې د حزب الله د ملاتړ لپاره تر ۲۰ میلیارده ډالرو زیاتې پیسې لګولي، خو یوازې په څو اونیو کې د اسراییلو په بریدونو کې د دې ډلې یو زیات شمېر مشران او ځواکونه ووژل شول.
د حزب الله عمومي منشي نعیم قاسم د ډسمبر په پنځلسمه ویلي و، چې اسلامي جمهوریت به د لبنان هرې کورنۍ ته له ۱۲۰۰۰ څخه تر ۱۴۰۰۰ ډالرو پورې مرستې ورکړي.


د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۲مه) وویل، چې ۳۹ هغه بندیان یې چې د له تشدد پرته جرمونو باندې محکوم شوي و بښلي او د ۱۵۰۰ نور بندیانو سزا یې چې د اوږدې مودې لپاره په بند کې دي، کمه کړې ده.
د ولسمشر بایډن له خوا دا بښنه یوه اونۍ وروسته له هغه ترسره کیږي چې هغه د خپل زوی هنټر بښنه بې له کوم قید او شرط لاسلیک کړه.
چارواکو تېره اونۍ وویل، چې سپینه ماڼۍ د بایډن غوښتنو ته غوږ دي چې هغه به پر هغو زرهاو خلکو باندې دا لطف وکړي چې د متحده ایالاتو د قضایي سیسټم له خوا یې حق کې غلطې پرېکړې شوي.
دا حکم د پنجشنبې په ورځ د هغو کسانو لپاره دی چې د کویډ ۱۹ دور کې په کورنې بند کې ساتل کیدل.
بایډن وویل، چې د دغو کسانو بند به لنډ شي که چېرې د نن ورځې قوانیو، پالیسو او عملونو له مخې تورن شوي وي.
سرچینو تېره اونۍ رویترز ته ویلي وو، چې د دغې بښنې په اړه چې خبرې کیږي ویل شوي په دې لېست کې د مخدره توکو د تشدد پرته جرمنو او په ناحقه توقیف شوي خلک شامل دي.
بایدن وویل: "د ولسمشر په توګه، زه د هغو خلکو د بښلو لوی امتیاز لرم چې پښیمانه دي او د ځان رغونه غواړي، امریکایانو ته هغه فرصت برابرو کړم چې په ورځني ژوند کې او په خپلو ټولنو کې ونډه واخلي او د نا متشدد سرغړونکو لپاره د مجازاتو توپیرونو لرې کولو لپاره به ګامونه پورته کړم په ځانګړي توګه هغه کسان چې د مخدره توکو په جرمونو محکوم شوي دي.»
ولسمشر زیاته کړه، چې په راتلونکو اونیو کې به نور ګامونه پورته کړي او د هغه اداره به د معافیت غوښتنو بیا کتنې ته دوام ورکړي.
سپینې ماڼې وویل، چې دا تر ټول لوی شمېر دی چې بایډن ورته یوه ورځ کې بخښنه کړې ده.

د سوریې د یاغیانو مشر احمد الشرع د خپلې اسلامپالې ډلې په مرسته د سوریې پر دولت ورځ تر بلېواک او کنټرول ټینګوي. دې ډلې د سوریې واګې ترلاسه کړې، پولیس یې ځای پر ځای کړي، لنډمهالی حکومت یې جوړ کړی او له بهرنیو استازو سره یې لیدنې کړې دي.
د شرع تحریر الشام ډلې، چې د یاغیانو د یوه ایتلاف مشري کوي، د یکشنبې په ورځ د بشار الاسد واکمني پای ته وروسوله.
د دې ډلې هغه چارواکي، چې تر تېرې اونۍ یې د سوریې په شماللویدیځ ادلب کې په یوه اسلامپاله حکومت کې کار کاوه، اوس د دمشق په حکومتي ادارو کې فعالیت کوي.
د دوشنبې په ورځ د ادلب سیمهییز حکومت رییس محمد البشیر د سوریې د نوي لنډمهالي صدراعظم په توګه وټاکل شو، چې دا د تحریرالشام د ځواکمنتیا څرګندونه کوي.
لنډمهالی حکومت او اندېښنې
د دمشق والي په دفتر کې، چې دیوالونه یې په ښکليو لرګيو او رنګینو ښیښوښایسته شوي، له ادلب څخه راغلي محمد غزال رویټرز ته وویل، چې د اسلامي حکومت پر ټینګښت اندېښنې بېځایه دي.
هغه وویل: "د اسلامي حکومت نوم هیڅ مانا نه لري. موږ مسلمانان یو او دلته ټولې ملکي ادارې او وزارتونه دي."
هغه ټینګار وکړ چې له قومونو او دینونو سره کومه ستونزه نه لري او زیاته یې کړه: "هغه چې ستونزې یې جوړولې، د اسد رژیم و."

شرع د چارشنبې په ورځ رویټرز ته وویل، چې د اسد رژیم امنیتي ځواکونه به منحل کړي؛ زندانونه به بند کړي او هغه کسان به ونیسي، چې شکنجه او وژنې یې ترسره کړې دي.
په همدې حال کې، د دمشق اوسېدونکي د اسد رژیم پای نمانځي، خو د راتلونکي په اړه هم اندېښنه لري.
۲۸ کلن وسام بشیر رویټرز ته وویل: "زه د هغو شیانو له امله اندېښمن یم چې وینم یې ... لکه د نوي حکومت بڼه او د اسلامي بیرغونو خپرېدل."
د مشورې نشتوالی
زکریا ملاحیفجي، چې د سوریې ملي غورځنګ عمومي منشي دی او پخوا یې په حلب کې د یاغیانو لپاره د سیاسي سلاکار په توګه کار کاوه، د موقت حکومت د جوړښت پر څرنګوالي نیوکې وکړې. هغه وویل: "تاسې له یوې ډلې وزیران راوستي، باید د نورو هم پکې وي."
هغه زیاته کړه: "سوریایي ټولنه د کلتورونو او قومونو په لحاظ ډېره متنوع ده، نو رښتیا خبره دا ده چې دا وضعیت د اندېښنې وړ دی."
د تحریر الشام اړوند د ژغورنې حکومت هغه چارواکي، چې له ادلب څخه دمشق ته د دولتي ادارو د چلولو لپاره راوستل شوي، هڅه کوي کارکوونکو ته ډاډ ورکړي او هغوی بېرته خپلو دندو ته ستانه کړي.
محمد غزال، چې له ادلب څخه راغلی او د دولتي چارو د تنظیم مسوول دی، وویل: "دا یو سقوط شوی دولت دی. خرابۍ، خرابۍ، خرابۍ."
هغه وویل، د راتلونکو دریو میاشتو لومړیتوبونه د بنسټیزو خدمتونو پیلول او د ادارو بیا سمبالښت دی.
د کارکوونکو معاشونه به، چې په اوسط ډول ۲۵ ډالره دي، د ژغورنې حکومت د تادیاتو کچې ته لوړ شي، چې لږ تر لږه ۱۰۰ ډالره کیږي.
هغه زیاته کړه: "سوریه یو ډېر بډای هېواد دی." د دې پوښتنې په ځواب کې چې دا پیسې به څنګه تمویل شي، غزال وویل:"رژیم به تل پیسې غلا کولې."
امنیت ټینګول
له ادلب څخه راوستل شوي پولیس اوس په دمشق کې ترافیک تنظیموي او د تحریرالشام مسوول کسان له دمشق نه نورې وسله والې ډلې باسي.
یو افسر، چې خپل نوم یې څرګند نه کړ، وویل: "موږ ډېره لږه وړتیا لرو. مخکې موږ یوازې په ادلب کې ګزمه کوله."
یزید صیغ، چې د کارنیګي منځني ختیځ مرکز لوړپوړی څېړونکی دی، وویل تحریرالشام هڅه کوي چې په ټولو برخو کې پرمختګ وساتي، خو هغه زیاته کړه چې تحریرالشام باید له دې فرصت څخه ګټه واخلي او یو جامع بهیر پر مخ بوځي، نه دا چې د نوي حکومت بشپړ واک په خپل لاس کې واخلي.

د نړیوال ملاتړ اړتیا
د ترکیې په ګډون نړیوال ځواکونه هڅه کوي یو داسې حکومت منځته راشي چې نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي.
دتحریرالشام یوې سرچینې رویټرز ته وویل، چې د ټولو سوریایي قومونو استازي به په یوه سرپرست حکومت کې ګډون وکړي.
د لومړي وزیر بشیر په وینا، د دوی حکومت به یوازې د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر میاشتې دوام وکړي. هغه د امنیت ټینګښت، د دولتي واک بېرته ترلاسه کول، د میلیونونو سوریایي کډوالو ستنول او د بنسټیزو خدمتونو وړاندې کول د لومړیتوبونو په توګه یاد کړل. هغه د نوي اساسي قانون په اړهوویل چې "دا تفصیلات به د اساسي قانون جوړولو په بهیر کې څرګند شي."
تحریر الشام ته د نړیوالې ټولنې پیغام دا دی چې د ټولشموله حکومت جوړولو لپاره هڅې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي، چې د سوریې لپاره د انتقال بهیر باید "باور وړ، ټولشموله او غیرفرقهيي" وي.
د تحریرالشام لپاره ننګونې دا دي چې په لنډ وخت کې نظم ټینګ کړي، په ورته وخت کې د ټولنې د بېلابېلو ډلو مشران هم راجذب کړي.
رویټرز وايي، د دې کار بریالیتوب به د سوریې راتلونکي ثبات او پرمختګ ته لاره پرانیزي.


اوکرایني پوځ د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې روسي ځواکونو د پوکروفسک ستراتیژیک ښار په سویلي څنډو کې د دوی څو سنګرونه «ویجاړ او یا نیولي» دي. د اوکراین د نقشې اخیستلو یو بنسټ ویلي، چې روسي ځواکونه د پوکروفسک ښار په سویلي برخو کې درې کیلومتره نور هم مخ ته راغلي دي.
د ختیځې جبهې لپاره د اوکراین د پوځ ویاند نظر ولوشین، په یوې ټلویزیوني مرکه کې ویلي: «د اوږدو جګړو له امله زموږ دوه سنګرونه ویجاړ شول او یو بل مو له لاسه ورکړ. دا مهال موږ هڅه کوو چې دغه سنګرونه بېرته تر لاسه کړو.»
د رویټرز د خبر له مخې، د پوکروفسک ښار د اوکراین د پوځ د اکمالاتو لپاره مهم مرکز ګڼل کیږي، او د ډبرو سکرو د کان څخه د پولادو د صنعت کارخونې هم په دغه ښار کې په فعالیت بوختې دي.
د روسي ځواکونو لاس ته د دغه ښار ورتلل به، په وروستیو میاشتو کې د اوکراین لپاره ستره پوځي ماتې وي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې تېره ورځ په شمالي وزیرستان کې د دوو جلا پوځي عملیاتو پر مهال اووه تنه وسله وال وژل شوي. پوځ وايي، په جګړه کې د دوی یو عسکر هم وژل شوی.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر تېره شپه ناوخته چهارشنبه د (لیندۍ ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ یې په شمالي وزیرستان کې د دوو جلا پوځي عملیاتو پر مهال اوه وسله وال وژلي دي.
خبرپاڼې کې راغلي چې لومړی عملیات یې د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې کړي چې له امله څلور وسله وال وژل شوي.
پاکستان پوځ وايي، د شمالي وزیرستان په سپین وام سیمه کې یې په پوځي عملیاتو درې نور وسله وال هم وژلي خو پوځ وايي د سختې جګړې له امله د دوی یو عسکر هم وژل شوی.
تر اوسه پورې په دې اړه تحریک طالبان پاکستان ډلې څه نه دي ویلي.
د پاکستان جیونیوز ټلویزیون ویلي، چې د دغه هیواد لومړي وزیر شهباز شریف د پاکستان پوځ د دغو عملیاتو ستاینه کړې او د وژل شوي پاکستان عسکر له کورنۍ سره یې خواخوږي کړې ده.
په شمالي وزیرستان کې د ټي ټي پي د حافظ ګلبهادر ډله فعاله ده او دا ډله تر نورو په لویو بریدونو او ځانمرګو کولو ډیره پیژندل کیږي، چې تل د جګړو پر مهال پاکستان پوځ ته درنه مرګ ژوبله اړوي.
د پاکستان پوځ ويلي، چې په قبایلي سیمو کې د دوی پوځي عملیات لا هم روان دي او زیاتوي چې هدف یې له سیمې څخه د وسله والو یو مخ پاکول دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۱مه) وویل: «د اسراییل او سوریې ترمنځ په حایل سیمه کې د هر ډول پوځ ځای پر ځای کول د ۱۹۷۴ کال د جلا کېدو له تړون څخه سرغړونه ده.»
فرانسې له اسراییل څخه وغوښتل، چې له دې سیمې ووځي او د سوریې حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي.
په تېرو ۵۰ کلونو کې د لومړي ځل لپاره د ۱۹۷۳ کال د اکټوبر په میاشت کې د یوم کیپور له جګړې وروسته د شنبې په ماښام د لېندۍ په ۱۷مه نېټه د اسراییل ځمکني ځواکونه د سوریې سره په پوله کې د ملکي حایل سیمې په تېرېدو سره د سوریې خاورې ته ننوتل.
د ملګرو ملتونو کنټرول او په هغو مواضعو کې مېشت دي، چې د سوریې پوځ ترې تخلیه شوي دي.
په وروستیو ورځو کې اسراییلي پوځ د جولان په لوړو کې د حایل سیمې ۴۰۰ کیلومتره مربع سیمه تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده.
همدا راز د بشارالاسد د حکومت په نسکورېدو سره اسراییلي پوځ د سوریې پر پوځي پوستو خپل خورا پراخ بریدونه پیل کړي دي.
اسراییلي پوځ د سې شنبه په ورځ (د لېندۍ۲۰مه) اعلان وکړ، چې په تېرو دوو ورځو کې یې د سوریې پر بېلابېلو سیمو ۴۸۰ بریدونه کړي او په دغو بریدونو کې یې په سوریه کې د ستراتیژیکو وسلو ډیپوګانې په نښه کړي دي.