د کوهاټ قومي جرګه وایي چې ډېر ژر به د پاړه چنار او پېښور تر منځ تړل شوې لویه لاره خلاصه شي

د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې جوړه شوې قومي جرګه چې په کورمه کې د راټوکیدلي کړکېچ د هواري لپاره هلې ځلې کوي وایي چې په ډېرو اختلافي ټکو هوکړه شوې او ښایي ډېر ژر یې له خلکو سره د جرګې پرېکړې شریکې شي.