
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محمود خان اڅکزي له تحریک انصاف ګونډ غوښتي، چې د مدني نافرمانۍ غورځنګ وځنډوي. اڅکزي ويلي، چې له حکومت سره د خبرو د اړتیا وخت دی او باید ستونزې د خبرو له لارې حل شي.
جيونيوز د شنبې په ورځ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي له قوله ليکلي، چې نوموړي د تحریک انصاف ګوند مسولينو ته د خبرو اترو مشوره ورکړې.
محمود خان اڅکزي ويلي که له حکومت سره ستونزې د خبرو له لارې حل نه شي نو لاریون به وکړي.
د هغه په خبره که له حکومت سره په مذاکراتو کې بریالي شي نو په څلور میاشتو کې به د ټاکنو غوښتنه وکړي.
محمود خان اڅکزي د اپوزيسيون په غونډه کې ویلي، چې له يوې تګلاري پرته د مشرانو نرم چلند د تحریک انصاف ګوند په زيان دی.
اڅکزي په تېرو کې د تحریک انصاف له لوري په يوازي توګه د لاريونو ترسره کولو ته هم اشاره وکړه.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د دیسمبر په ۱۴ مه په ټول هېواد کې د مدني نافرمانۍ د شروع کېدو اعلان کړی وو.
د تحریک انصاف ګوند مشرانو حکومت ته ګواښ کړی که وو، که مذاکرات بريالي نه شي نو په ټول هېواد کې به مدنې حرکتونه شروع کوي.
څلور ورځي مخکی د پاکستان لومړی وزیر شهباز شريف له خپلو پلویانو د مدني نافرماني د پیلولو لپاره د عمران خان غوښتنه له دغه هېواد سره «دښمني» بللې وه.
شهباز شریف په اسلام اباد کې د ښاغلي خان د پلویانو د تېرې میاشتې مظاهرې هم د پاکستان خلاف سازش یاد کړی و.
نوموړي په کابینه کې له امنیتیادارو غوښتي وه، چې د دې سازش مسوول کسان له ثبوتونو سره د قانون منګولو ته وسپاري.

طالبان وايي، د کندهار لپاره د دوی مرستیال والي محمد صادق انقلابي د افغانستان لپاره د یوناما سیاسي مرستیالې جورجیټ ګانیون سره ولیدل.
اتقلابي وايي دوی له نوموړې وغوښتل چې د کوکنارو د بدیل کښت اوږدمهالې پروژې پلې کړي.
ولایتي دفتر نن شنبې «د لیندۍ ۲۴مه» د یوې خبرپاڼې خپرولو سره ویلي چې د کوکنارو د بدیل کښت له پروژو باید ښه ګټه واخیستل سي.
د خبرپاڼې له مخې د کندهار ولایت مقام لپاره د طالبانو مرستیال والي ملامحمدصادق انقلابي په افغانستان کې د یوناما له سیاسي مرستیالې سره په لیدنه کې د چیک ډېمونو او سړ خونو جوړېدو، د سړکونو او لارو جوړېدو، د بې کاري د مخنیوي، د کار لپاره زمینه برابرولو او نورو موضوعاتو اړوند پروژو غوښتنې وکړې.
طالبانو د یوناما د سیاسي مرستیالې جورجیټ ګانیون په حواله لیکلي چې د سفر موخه یې د ملګرو ملتونو اړوند ادارو د روانو او ترسره شویو پروژو څخه نظارت او ارزونه وه او هم له سیمهییزو مسئولینو څخه د خلګو اساسي اړتیاوي اورېدل و، چې بیا د راتلونکي ۲۰۲۵م کال په پلانونو کې ځای ور کړي.»
نوموړې زیاته کړه؛« د ملګرو ملتونو د بېلابیلو ادارو په مټ به په راتلونکي ۲۰۲۵م کال کي د کوکنارو د بدیل معیشت پروژه په ښه توګه تطبیق شي.»
په کندهار کې د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده ته نژدې کسان او د کندهار اوسني والي ملا شرین د یوناما له سیاسي مرستیال سره نه دي لیدلي.
تر دې دمه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ «یوناما» ددې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.
له دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما د طالبانو د وروستي فرمان په اړه ویلي و، چې د طالبانو له خوا په طبي انسټیټوتونو کې د افغان نجونو پر زدکړو د بنديز لګولو پرېکړه د افغانستان پر روغتيايي سيستم ناوړه اغېز کوي.
یوناما په یوه اعلاميه کې له طالبانو غوښتي و، چې طالبان دې پر دې پرېکړې له سره غور وکړي.
اوس دا څرګنده نه ده، چې ایا د یوناما د سیاسي مرستیالې په کندهار کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله له نژدې کسانو سره په ناستو کې د طبي زده ګړو په اړه وروستي فرمان خبرې شوي دي او کنه؟
له کابل باوري سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې د طالبانو استخباراتو د کډوالو چارو وزارت دوه کارکوونکي د دغې ډلې د کډوالو چارو د وزير خليل الرحمن حقاني په وژنه کې د لاس لرلو په تور نيولي دي. تر اوسه د دغو کارمنانو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.
باوري سرچينو د شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې بريدګر د کډوالو چارو وزارت په انګړ کې څو ساعته انتظار و، چې خليل حقاني ته ورشي او خپلو باروتو ته چاودنه ورکړي.
د دغو سرچینو په وینا، خلیل حقاني ډیری وخت د وزارت له مراجعینو سره له نږدې لیده کاته کول او کله چې بریدګر خلیل حقاني ته نږدې شو، په ځان پسي تړلو چاودیدونکو توکو ته یې چاودنه ورکړه.
دا لا څرګنده نه ده چې دغو نیول شویو کسانو په دې وزارت کې کوم مسوولیت درلود او ایا د پخواني افغان حکومت کارکوونکي وو او که د طالبانو له خوا ګمارل شوي کسان دي.
په دغه برید کې د خلیل الرحمن حقاني تر څنګ لږ تر لږه شپږو نورو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
طالبانو تر اوسه د دې پېښې په تړاو د خپلو کسانو د نيول کېدو په اړه څه نه دي ويلي.
دا لا څرګنده نه ده چې دې ډلې د یادو دووکسانو ترڅنګ نور کسان هم نیولي دي او که نه.
د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل حقاني د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ په ۲۱ په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو، د یاد برید پړه داعش پر غاړه اخیستې ده.
د طالبانو له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، بریدګر چاودېدونکي توکي په پلستر پوښلي لاس کې ځای پر ځای کړي وو.
که څه هم په اسلام اباد کې په نومبر کې هوا په یخیدو وه، خو د دغې میاشتې په دویمه نیمايي کې د پاکستان په پلازمینه کې سیاسي تودوخه لوړې درجې ته رسیدلې وه.
دا ځکه چې د پاکستان د اپوزیسیون په بند کې ناست مشر عمران خان د خپل سیاسي ګوند تحریک انصاف غړو او حامیانو ته غږ کړی و چې د نومبر په څلرویشتمه په ګڼ شمیر اسلام اباد ته د پرلت لپاره راشي او تر هغه وخت دې خپل پرلت ته ادامه ورکړي چې دولت یې غوښتنې نه وي منلې.
د پي ټي ای په غوښتنو کې د فرورۍ په میاشت کې شوې ټول ټاکنې ملغا کول، په اساسي قانون کې لږ وخت وړاندې د فعلي حکومت په وړاندیز راغلی شپږویشتم تعدیل ختمول او د عمران خان په ګډون د ټولو سیاسی بندیانو خوشي کول شامل و.
د پاکستان مرکزي حکومت او د پنجاب ایالتي حکومت اسلام اباد ته د مظاهره کوونکو د تګ د مخنیوي لپاره کلک تیاری نیولی و، ځکه د پنجاب نه ډیر لږ خلک په دې وتوانیدل چې اسلام ا باد ته ځان ورسوي، خو بیا هم د پښتونخوا نه چې د عمران خان ګوند واکمن دی تر ۴۰/۵۰زرو پورې کسان د دغه ایالت د سر وزیر علي امین ګنډه پور او د عمران خان د میرمنې بشرا په مشرۍ اسلام اباد ته په دویمه ورځ ورسیدل.
دوی په لاره څو څو ځایه پولیسو ایسار کړلپه دوی باندې یې اوښلن ګاز وشینده،په کانتینرونو یې ورته لارې هم تړلې وې ، خو دوی بالآخره پلازمینې ته ورسیدل او د اسلام اباد په قلب کې په ډي چوک کې یې پرلت پیل کړ.

د داخله چارو وزیر محسن نقوي او د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ اول د مظاهره کوونکو په ضد د څو ورځو تبلیغاتي جګړه هم پیل کړې وه، خو خبره د دې نه وراني ته واوښته چې دغو مرکزي وزیرانو ،چې دواړه پنجابیان دي،خپله تبلیغاتي جګړه د عمران خان تر ګوند محدوده نه وساتله او د ټولو پښتنو او افغانانو په ضد یې تبلیغات پیل کړل.
دې وزیرانو په مظاهره چیانو تور پورې کړ چې دوی له خپل ځان سره د افغانستان نه راغلي دهشتګرد هم اسلام اباد ته په دې موخه راوستي دي چې پر حساسو مرکزونو ترورستي بریدونه وکړي.
د پاکستان د مرکزي حکومت وزیرانو د نومبر په پنځویشتمه په افغان مهاجرینو د مظاهره چیانو سره یو ځای په اسلام اباد د برید تور پورې کړ او جالبه دا ده چې سره د دې چې دوی باصلاحیته وزیران وو او ټول دولتي امکانات او منابع یې په لاس کې وې، خو بیا یې هم د دغو ناوړه تورونو په حق کې هیڅ ثبوت وړاندې نه کړی شو.
د پاکستان د مرکزي حکومت د دغو پنجابي وزیرانو له خوا د دغه کرغیړن کمپاین درې غټې موخې لرلې.
وړومبۍ موخه دا وه چې پاکستان کې د سیاسي قدرت په لوبه کې پنجاب کلیدي سنګر دی، د پاکستان د ټولو نفوسو شپیته فیصده پنجاب تشکیلوي.
د پاکستان د پوځ د پرسونلو مطلق اکثریت پنجابیان دي او د پاکستان د سیاسي قدرت درې اصلي لوبغاړي د اردو لوی درستیز جنرال عاصم منیر، د واکمن ګوند مسلم لیګ ریس نواز شریف او د اپوزیسیون زعیم عمران خان درې واړه پنجابیان دي، نو چا چې پنجاب وګاټه هغه به په اسلام اباد بادشاهي کوي، نو ځکه دې وزیرانو غوښتل چې په پنجاب کې ویره خوره کړي چې د افغانستان او پښتونخوا څخه په پنجاب یرغل شوی او مرکزي حکومت او پوځ د پنجاب دفاع کوي، نو ځکه باید پنجابیان د مسلم لیګ حکومت او پوځ سره ودریږي او مرسته ورسره وکړي.

د حکومتي کمپاین دویمه موخه دا وه چې نړیوالو ته داسې ښکاره کړي چې ګویا په اسلام اباد کې نارامي او پروتستونه د پاکستان داخلي او ځايي سیاسي مسله نه ده ، بلکې دا خلک د افغانستان په لمسون د شمال نه راغلي او غواړي چې پاکستان په سیاسي او امنیتي توګه بې ثباته کړي.
د کمپاین دریمه موخه د حکومت د دغه تور مضبوتول و چې د پي ټي ای پروتست سیاسي نه دی. دا تشه اسلام اباد ته د ترهګرۍ د رالیږدولو لپاره یوه لوبه دهاو دا چې افغانان/پښتانه په پاکستان کې د ترهګرۍ خورولو اصلي عاملین دي او د دوی په ضد د پاکستان د پولیسو او پوځ خشونت روا دی.
له دې تبلیغاتو نه وروسته د نومبر د پنځویشتمې او شپږویشتمې تر منځ شپه کې د پاکستان پوځیانو د هغې ټولې سیمې بریښنا پرچاو کړه او بیا یې په مظاهره چیانو حمله وکړه، مخامخ ډزې یې ورباندې وکړې، د پنځلسو شاوخوا کسان ووژل شول اود زخمیانو شمیره په سوونو دی، خو د پاکستان په میډیا قدغن ولګید چې هغوی به د مرګ ژوبلې او یا د توقیف شویو پښتنو خبرونه نه نشروي.
د دې نه وروسته د اسلام اباد پولیسو د ښار په ټولو سیمو کې د پښتنو او افغان مهاجرینو توقیفولپیل کړل. هغوی یې کورونو، بازارونو او سړکونو کې ونیول، د مدافع وکیلانو وینا وه چې هغوی لږ تر لږ دوه زره بندیان وشمیرل، په دوی کې په سوونو افغان مهاجرین هم وو.
هسې خو په ۱۹۴۷کې د پاکستان د تاسیس د وخت نه د قدرت واګېد پنجاب د بیروکراسۍ په لاس کې وې خو په ۱۹۷۱کې د بنګالیانو د بیلیدو نه وروسته په پاتې پاکستان کې پنجابي اشرافیه د مطلق واکدارانو نقش غوره کړی دی.
دوی د بلوچستان او پښتونخوا د اومو مودو په ذخایرو ګیډه اچولې ده او د دغې خاورې ولسونو سره د برده ګانو برخورد کوي.
په بلوچستان کې د بلوڅو په ضد په اوه اویا کلونو کې پنځه غټ پوځي عملیات شوي، د پښتونخوا نه د تیرو پنځوسو کالو نه پاکستاني جنرالانو په افغانستان کې د نیابتي جنګونو د سازماندهۍ مرکز جوړ کړی دی.
په دې وخت کې جنرالواکي پښتنو ته ځکه په قهر ده چې په تیرو څو کلونو کې د پښتونخوا په هره سیمه کې د ترهګرۍ او نظامي ګرۍ په ضد په پرله پسې توګه تظاهرات شوي او ځايي پرګنو په واز کومې ویلي دي، چې د پاکستانی جنرالانو له خوا د ضرب استحکام په نوم اعلان شوي پوځي عملیاتو مخالف دي، د اسلام د نزدې ورځو د وژلو، نیولو او ځورولو یو هدف له پښتنو نه د دغې غړولو غچ اخستل هم و.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.
د امریکا متحده ایالتونو د عدلیې وزارت اعلان وکړ ، چې یو ۵۹ کلن افغان یې د «طالبانو او حقاني شبکې په ګټه د نشه یي توکو په تروریزم کې د ګډون» په تور په ۳۰ کاله بند محکوم کړی دی. عبدالستار بارکزی نیویارک ته د هیروینو په واردولو او د اسنادو په جعل کولو تورن دی.
ښاغلی بارکزی له دوو اونيو محاکمې وروسته، چې د اګست په میاشت کې پای ته ورسیده مجرم وپیژندل شو.
په محاکمه کې د وړاندي شويو اسنادو او شواهدو له مخې د امریکا د خزانې وزارت د ۲۰۱۲ کال په جون کې پر بارکزي د پیسو د ذخیره کولو او طالبانو ته د لېږدولو بندیز ولګاوه.
د خزانې وزارت اعلان وکړ، چې بارکزی «په افغانستان کې د هغوی د فعالیتونو او د ایتلافي ځواکونو پر وړاندې د جګړې د ملاتړ لپاره طالبانو ته په زرګونو ډالر ورکړي دي.»
د امریکا د عدليې وزارت په یوه اعلامیه کې حقاني شبکه «یوه له سخت دريځو ډلو» څخه یاده کړه او بارکزی يې د دې شبکې په تمويل تورن کړی دی.
د امریکا د عدلیې وزارت د اعلامیې له مخې، بارکزي د ۲۰۱۸ کال له جنورۍ راهیسې هڅه کړې، چې په زیاته اندازه هیرویین امریکا ته وارد کړي.
نوموړي طالبانو ته پیسې ورکړې، چې د هیرویینو د قاچاق ملاتړ یې وکړي او د حقاني شبکې مالی ملاتړ یې کړی چې د طالبانو تر ټولو سخت دریځه ډله ده .
بارکزي له پنځو کسانو سره په مخامخ ناستو، ټلیفونونو او برېښنايي اړیکو کې برخه اخیستې، چې د نشه يي توکو د قاچاق له یو نړیوال سازمان سره تړاو لري.
په افغانستان کې د امریکايي مخفي مامور په مرسته د شواهدو راټولول
د ۲۰۱۸ کال په اګست میاشت کې بارکزي په افغانستان کې د امریکا د نشه يي توکو د مخنیوي ادارې پر یو مخفي مامور ۱۰ کیلوګرامه هیرویین وپلورل.
نوموړي هغه مهال ویلي و، چې دا هیروین به په نیویارک کې د پلور لپاره امریکا ته ورسېږي.
بارکزي د امریکا د حکومت مخفي مامور ته دا هم ویلي، چې د دې هیروینو په تولید او لېږد کې به طالبان لاس ولري.
د عدلیې وزارت د رسمي خبرپاڼې له مخې ښاغلی بارکزی له دغه هېواده بهر نیول شوی او بیا امریکا ته لېږدول شوی دی.
دا معلومه نه ده، چې امریکا هغه په کوم هیواد کې نیولی دی.
د بارکزي له نیول کېدو وروسته هغه په افغانستان کې خپلې کورنۍ ته امر وکړ، چې د خپلو جرمونو شاهدان وتښتوي او یا يې په چوپتیا وګواښي.
د امریکا د عدلیې وزارت د اعلاميې له مخې، د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ او مارچ میاشت کې په ثبت شویو تلیفونونو کې بارکزي له خپلو وروڼو غوښتي، چې شاهد وتښتوي او په مرګ يې وګواښي څو د مالوماتو له ورکولو ډډه وکړي.
بارکزی پر ۳۰ کلونو بند سربېره تر خوشي کېدو وروسته هم د پنځه کاله څارنې سره مخ دی.
د دې تر څنګ، هغه به د مخدره توکو د قاچاق له امله شتمنۍ له لاسه ورکړې.
د ماشومانو د خوندیتوب اداره وايي، چې په افغانستان کې اقتصادي بحران، پرله پسې وچکالي او سېلابونو په دغه هېواد کې د ماشومانو ژوند اغېزمن کړی دی. دغه سازمان ۲۰۲۴ کال د افغان ماشومانو لپاره «بې رحمه» کال بللی دی.
د ماشومانو د خوندیتوب سازمان پر اېکس د یوې ویډیو په خپرولو سره د افغان ماشومانو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
دغه سازمان لیکلي: «اقتصادي کړکېچ، وچکالي او پرله پسې سېلابونه د دې لامل شوي چې ماشومان د خوړو په برخه کې له بد حالت سره مخ شي. له موږ سره مرسته وکړئ چې افغان ماشومانو ته هیله ورکړو.»
د ماشومانو د ژغورنې سازمان تر دې مخکې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون له امله د رامنځته کیدونکي بشري ناورین په اړه خبرداری ورکړی و او ویلي یې وو، چې یوازې د روان کال په لومړیو کې په دغه هېواد کې د اقلیم له امله ۳۸ زره کسان چې نیمايي یې ماشومان دي بې ځایه شوي دي.
په افغانستان کې ماشومان له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د ماشومانو د حقونو د بنسټ د درجه بندۍ له مخې افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې د ماشومانو لپاره د نړۍ په درېیو بدو هېوادونو کې و.
د ماشومانو د خوندیتوب ادارې مخکې ویلي وو، چې افغان ماشومان به د خپل ژوند په اوږدو کې د نن ورځې د ۶۰ کلنو په پرتله پنځه چنده زیات د وچکالۍ له اغیزو اغیزمن شي.