د منځني ختیځ په چارو کې د ټرمپ ځانګړي استازي د سعودي عربستان له ولیعهد سره وکتل

د اکسیوس د راپور له مخې، د منځني ختیځ په چارو کې د ټرمپ ځانګړي استازي استیو ویتکاف، د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان سره په ریاض کې وکتل.

د اکسیوس د راپور له مخې، د منځني ختیځ په چارو کې د ټرمپ ځانګړي استازي استیو ویتکاف، د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان سره په ریاض کې وکتل.
د دغه راپور له مخې بن سلمان او ویتکاف د غزې د جګړې، د عربستان او اسراییل تر منځ د اړیکو د عادي کېدو او د واشنګټن او ریاض د اړیکو په اړه سره خبرې اترې کړې دي.آکسیوس د دوو باخبره سرچېنو له قوله خبر ورکړی چز د منځني ختیځ په چارو کې د ټرمپ ځانګړي استازي استیو ویتکاف، د چهارشنبې په ورځ سعودي عربستان ته سفر کړی.داسې ویل شوي چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه د ټرمپ له خوا د ویتکاف د ګومارلړ موخه دا ده چې امریکا له عربستان سره داسې یوې پراخې او هر اړخیزې هوکړې ته ورسیږي، چې د اسراییل او فلسطین تر منځ نوره جګړه پای ته ورسوي.


د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، چې د دغه هېواد یو ډیپلوماټیک پلاوی سوریې ته تللی او تر څنګ به یې د ترکیې سفارت د اکتوبر په ۲۴مه نېټه له ۱۲ کلونو ځنډ ورسته خپل کار بېرته پېل کړي.
ترکیې ۱۲ کاله وړاندې د بشار الاسد له حکومت سره د کړکېچنو اړیکو او د کورنۍ جګړې د زیاتېدو له کبله خپل سفارت تړلی وو.
هاکان فیدان د جمعې په ورځ له این ټي وي سره په مرکه کې وویل: «موږ غواړو چې له ترهګرۍ څخه پاکه سوریه وګورو، چیرې چې له اقلیتونو سره ناوړه چلند نه کیږي. موږ په سوریه کې ټول شموله حکومت غواړو.»
ترکیې د ۱۳۹۱ کال د غويي په میاشت کې د انقرې او دمشق ترمنځ د ترینګلو اړیکو او په سوریه کې د کورنۍ جګړې د زیاتوالي له امله په دغه هېواد کې خپل سفارت تړلی وو.

تهران اندېښمن دی چې د ټرمپ له راستنېدو سره به په دالان کې د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په ارزښت د تېلو صادراتو ته د دوی لاسرسی محدود شي.
له همدې امله د ایران اسلامي جمهوریت هوډ کړی چې سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ تر راستنېدو مخکې د چین دالان بندر ته د تېلو د استولو لپاره یو پېرودونکی پېدا کړي.
حکومتي چارواکو سپاه پاسداران ته امر کړی چې د چین په شمال ختیځ کې د دالان په بندر کې ذخیره شوي نفت د منځګړو شرکتونو له لارې وپلوري.
ایران وېره لري چې واک ته د ټرمپ تر راستنېدو او د سیاسي فشار د پالیسۍ په صورت کې به د تیلو دغو زیرمو ته چې میلیاردونه ډالر ارزښت لري د ایران لاسرسی سخت شي.
د ایران انټرنیشنل له خوا د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، ددغه تېلو د لېږد مالي اعتبار به په چین کې میشتو ایراني شرکتونو له پاره وکارول شي.
د ټانکرونو د څارنې شرکت ورټکس معلومات ښیې چې د سپټمبر په میاشت کې د ایران اسلامي جمهوریت د تیلو پلور له کمېدو وروسته د ایران د تېلو زیرمې له ۳۶ میلیون بیرلو څخه ۴۸ میلیونه بیرلو ته لوړه شوې.
د دې زیاتوالي ارزښت یو میلیارد ډالر اټکل شوی دی.
د جو بایډن د ولسمشرۍ د څلور کلنې دورې په جریان کې، ایران د ټرمپ د سختو بندیزونو د تصویب لپاره یو فرصت موندلی و.
په دغه موده کې چې د حکومت مشر ابراهیم رییسی وو ایران خپل تېل د منځګړو له لارې په بې ساري کمه بیه وپلورل.
یاده دې وي چې ایران د نړیوالو بندیزونو له مخې نشې کولی چې د تېلو په څاګانو کې د تولید مخه ونیسي نو له همدې امله، د بندیز پر مهال باید خپل تېل له پیرودونکي پرته ذخیره کړي.
ددغه تېلو د ذخیره کولو لپاره، ایران د ټانکرونو بیړۍ کارولې، چې د ساتنې لګښتونه یې د نورو لګښتونو سره زیات شوي وو.
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د بندیزونو په پام کې نیولو سره، چې محمد جواد ظریف د "بندیزونو عادي کول" بللي، منځګړو شرکتونو د ایران تېل د ایران له اوبو څخه بهر لېږدول او د لرې ختیځ په بندرونو کې یې د تصفیې په واسطه پلورل.
چین یو له هغه هیوادنو وو چې د ایران ۹۵٪ تېل ورته لېږدول کېدل، د ایراني قاچاق وړونکو تېلو اصلي پېرودونکي د چين کوچنۍ تصفيه خانې وې.
دغو تصفیه خانو د ایران تېل د نورو هېوادونو له تېلو سره ګډول، څو ډاډ ترلاسه شي چې چینايي ګمرکونه یې کشف نه کړي.
دا کوچنۍ تصفیه خانې په دې وروستیو کې د ټیټ کیفیت او د چاپیریال د زیانمنونکو اغیزو له امله د چین د حکومت له خوا تړل شوي یا تر فشار لاندې دي.
اوس له یوې خوا اسلامي جمهوریت سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ د راتګ سیوری په خپل سر احساسوي او له بلې خوا هغه کوچنۍ تصفیه خانې چې د ایران د قاچاق وړونکو تېلو پېرودونکې وې اوس د ایران د تېلو پېرودونکي نه شي پاتې کېدای.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وايي، چې د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې ۹۸۱ پناه غوښتونکي چې د استوګنې اسناد یې نه لرل په بېلابېلو ښارونو کې نیولي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یارليکایا د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۲۳مه) پر اېکس خپور کړي پیغام کې ویلي، چې د دغه هېواد د ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۳۶۶ زره او ۸۳۸ کسانو څخه څیړنې کړي دي.
د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر په وینا، په دې عملیاتو کې تر ۲۸زرو زیاتو امنیتي ځواکونو، ۱۵زره ۲۵۰ ځایونو کې پلټنې کړې دي. د دغه عملیاتو موده نه ده په ډاګه شوې.
علي یارلیکایا وویل، چې نیول شوي کډوال توقیف ځایونو ته لیږدول شوي او له دې هېواد څخه د دوی د اېستلو پروسه یې پیل شوې ده. نوموړي د دغو کسانو د هويت په اړه څه ونه ويل، خو په ترکيه کې مېشت ډېرى پناه غوښتونکي د افغانستان او سوريې اوسېدونکي دي.

د غزې په تړانګه کې د هغو ۳۳ ملکي فلسطینیانو د وژل کیدو د غمرازۍ مراسم ترسره شول، چې د تیرې پنجشنبې په ورځ اسراییلي ځواکونو وژلي وو.
اسراییلي ځواکونو په دغه برید کې په غزه کې د نوصیرات کمپ په نښه کړ، چیرې چې له جګړو بې ځایه شوي ملکي وګړړو پناه اخیستې وه.
اسراییلي ځواکونو ددغه برید په اړه ویلي، چې د حماس یو لوړ پوړی چارواکی یې په نښه کړی، خو ددغه چارواکي نوم یې ندی په ډاګه کړی.
رویټرز خبري اژانس راپور خپور کړی، چې د دغه پېښې د قربانیانو لسګونو خپلوانو د جمعې په ورځ د غزې په تړانګې کې په یو روغتون کې د ۳۳ فلسطینیانو د مړو د ښخولو دمخه د قران کریم ایتونو ته وژړل.
سهیل متر، چې په دغه پېښه کې یې لمسیان او لور وژل شوي، رویټرز ته ویلي: "هغوی هیلې او خوشبیني وژلي دي."
متر زیاتوي: "هرکله چې څه پیښیږي او موږ وایو چې اوربند به وي او موږ به ارام وکړو له هغې وروسته، دوی خپل فکر بدلوي، موږ نه پوهیږو چې ولې."
د ملګرو ملتونو د فلسطین د بېړنیو مرستې ادارې لوړ پوړي چارواکي لوییس واټریج د جمعې په ورځ له نوصیرات څخه د ویډیو کنفرانس له لارې په جنیوا کې د ملګرو ملتونو مطبوعاتي غونډې ته وویل: "موږ د پیښې له ځای څخه خورا وحشتناک عکسونه لیدلي دي."
هغه وويل: "دلته پلرونه د خپلو ماشومانو په لټه کې دي، ماشومان په خاورو او وينو کې پوښل شوي، د خپلو پلرونو په لټه کې دي. ګڼ ټپيان لا تر خاورو لاندې دي."
د متحده ایالاتو په ملاتړ د عرب هیوادونو په منځګړیتوب د مصر او قطر له خوا د څو میاشتو اوربند هڅې، د اسراییلو او حماس جنګیالیو ترمنځ د یوې موافقې د نه ترلاسه کیدو په پایله کې ناکامې شوې.
خو د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان د پنجشنبې په ورځ په تل ابیب کې وویل، چې هغه په دې باور دی چې په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو خوشې کولو په اړه تړون ممکن نږدې وي ځکه چې اسراییلو اشاره کړې چې چمتو دی او د حماس له خوا د حرکت نښې نښانې شتون لري.

اسراییلي رسنیو راپور ورکړی، چې د حماس د یو مشر خالد مشعل ورور مفید عبدالقادر مشعل د پنجشنبې په ورځ د امریکا په تکزاس ایالت کې له بنده خوشې شو. د اسراييل ۱۳ چينل وایي، چې شاید د خالد مشعل د ورور خوشې کېدل د يرغمل شويو کسانو د خلاصون په اړه له خبرو اترو سره تړاو لري.
مفید عبدالقادر مشعل په ۲۰۰۹ کال کې د حماس د مالي تمویل په جرم په شل کاله بند محکوم شوی و. هغه د خپل ټاکلې بند څخه مخکې خوشې شوی دی. جریسلم پوسټ راپور ورکړی، چې هغه له ۱۶ کلونو وروسته له زندان څخه خوشې شوی او یو بل کال به د بیا رغونې په مرکز کې تېر کړي.
د امریکا متحدو ایالتونو تر اوسه د عبدالقادر مشعل خوشې کېدل نه دي تایید کړي.