• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د یونیسف اجرایوي رییس:د نومبر له پیل راهیسې هره ورځ په غزه کې څلور ماشومان وژل کیږي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۹ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۲۸ GMT+۰

په غزه کې د ماشومانو او دوامداره جګړې په اړه د یونیسف اجرایوي رییس کاټرین رسل په یوه بیان کې ویلي، چې په غزه کې د روانې جګړې تر ټولو لوړه بیه فلسطیني ماشومان پرې کوي. ښاغلي رسل ویلي، چې په څه باندې یوه کال کې په غزه کې له ۱۴۵۰۰ څخه ډير ماشومان وژل شوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندق (یونسېف) د شبنې په ورځ د کاټرین رسل د یوه بیان په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ د غزې په مرکزي برخه کې د نصیرات په کمپ باندې په یوه ویجاړوونکي برید کې، ۳۳ کسان ووژل شول چې لږ ترلږه پکې اته ماشومان دي او ۵۰ نور د هوایي بریدونو له امله ټپیان شوي دي.

په دغه بیان کې ویل شوي:«وروستي تاوتریخوالي د یوې میاشتې په لږه موده کې په غزه کې د ۱۶۰ څخه د زیاتو ماشومانو وژل کېدل شمېر نور اضافه کوي. دا د نومبر له پیل راهیسې هره ورځ په اوسط ډول څلور ماشومان وژل کیږي.»

ښاغلي رسل په غزه کې د ماشومانو د دوامداره وژل کېدو په اړه ژوره اندیښنه ښودلې او غوښتنه یې کړي، چې ژر تر ژره دې جګړه ودرول شي.

کاټرین رسل وايي:«ماشومانو دا شخړه نه ده پیل کړې او دوی د دې د بندولو توان نلري، خو بیا هم دوی د خپل ژوند او راتلونکي سره تر ټولو لوړه بیه ورکوي.»

نوموړي ویلي، چې د راپورونو له مخې په تیرو ۱۴ میاشتو کې، له ۱۴۵۰۰څخه ډیر ماشومان وژل شوي دي او په غزه کې شاوخوا ټول ۱.۱ ملیون ماشومان د ساتنې او رواني روغتیا ملاتړ ته بیړنۍ اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې«په غزه کې ماشومان او کورنۍ له دوامداره بې ځایه کیدو سره مخ دي، چې ۱.۹ میلیونه خلک یې له خپلو کورونو څخه ایستلي دي، چې په کې سلګونه زره ماشومان هم شامل دي. په غزه کې نه خوندي ځای شته او نه هم د ماشومانو لپاره د ثبات احساس، چې د ژمي د تودوخې په راټیټیدو سره اړین توکي لکه خواړه، خوندي اوبه، طبي توکي او ګرمې جامې نلري.»

د ملګرو ملتوونو د ماشومانو د صندوق اجرایوي رییس په بیړني ډول د جګړې په ټولو خواوو غږ کړی، چې د ماشومانو د کړاو د پای ته رسولو لپاره پرېکنده اقدام وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ترکي پولیسو په یوه ورځ کې نږدې زر تنه بې اسناده پناه کډوال ونیول

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۳:۴۶ GMT+۰

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وايي، چې د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې ۹۸۱ پناه غوښتونکي چې د استوګنې اسناد یې نه لرل په بېلابېلو ښارونو کې نیولي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یارليکایا د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۲۳مه) پر اېکس خپور کړي پیغام کې ویلي، چې د دغه هېواد د ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۳۶۶ زره او ۸۳۸ کسانو څخه څیړنې کړي دي.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر په وینا، په دې عملیاتو کې تر ۲۸زرو زیاتو امنیتي ځواکونو، ۱۵زره ۲۵۰ ځایونو کې پلټنې کړې دي. د دغه عملیاتو موده نه ده په ډاګه شوې.

علي یارلیکایا وویل، چې نیول شوي کډوال توقیف ځایونو ته لیږدول شوي او له دې هېواد څخه د دوی د اېستلو پروسه یې پیل شوې ده. نوموړي د دغو کسانو د هويت په اړه څه ونه ويل، خو په ترکيه کې مېشت ډېرى پناه غوښتونکي د افغانستان او سوريې اوسېدونکي دي.

د حماس د یو مشر خالد مشعل ورور په امریکا کې له یو زندانه خوشې شو

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۱:۰۹ GMT+۰

اسراییلي رسنیو راپور ورکړی، چې د حماس د یو مشر خالد مشعل ورور مفید عبدالقادر مشعل د پنجشنبې په ورځ د امریکا په تکزاس ایالت کې له بنده خوشې شو. د اسراييل ۱۳ چينل وایي، چې شاید د خالد مشعل د ورور خوشې کېدل د يرغمل شويو کسانو د خلاصون په اړه له خبرو اترو سره تړاو لري.

مفید عبدالقادر مشعل په ۲۰۰۹ کال کې د حماس د مالي تمویل په جرم په شل کاله بند محکوم شوی و. هغه د خپل ټاکلې بند څخه مخکې خوشې شوی دی. جریسلم پوسټ راپور ورکړی، چې هغه له ۱۶ کلونو وروسته له زندان څخه خوشې شوی او یو بل کال به د بیا رغونې په مرکز کې تېر کړي.

د امریکا متحدو ایالتونو تر اوسه د عبدالقادر مشعل خوشې کېدل نه دي تایید کړي.

د ګرجستان پارلمان د لاریونوالو له خوا د ماسکونو او اور وژنې توکو په کارولو بندیز ولګاوه

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۴۷ GMT+۰

د ګرجستان پارلمان د لاریونوالو له خوا د مخ ماسکونو، اور وژنې توکو او لیزر په کارولو بندیز ولګاوه. همدا راز، تمه کیږي چې د ګرجستان پارلمان به د دغه هېواد د اوسنې ولسمشرې پر ځای چې د لاریونوالو او لویدیځ ملاتړې ګڼل کیږي، ځای ناستی وټاکي.

د ګرجستان پارلمان چې د لړم میاشتې په جنجالي ټاکنو کې د "ګرجستان هیله" ګوند له بریا وروسته رامنځته شو، په خپل وروستي اقدام کې په لاریونونو کې د مخ ماسکونو، اور وژنې توکي او لیزر په کارولو بندیز ولګاوه.

د دې قانون له مخې چې د جمعې په ورځ (د لېندۍ په ۲۳ تصویب شو)، سرغړونکي به تر ۷۲۰ډالرو پورې جریمه شي.

د ګرجستان د پارلمان استازو د ودانیو د ویجاړولو او په لاریونونو کې د سړکونو د بندولو په خاطر جریمه زیاته کړې ده، د سړکونو د بندولو جریمه تر پنځو زره او ۴۰۰ ډالرو پورې لوړه کړې ده.

د ګرجستان حکومت د لېندۍ په اتمه اعلان وکړ، چې له اروپايي ټولنې سره د دغه هېواد د یو ځای کیدو لپاره خبرې اترې یې تر ۲۰۲۸کال پورې ځنډولې دي.

له هغه وخت راهیسې ګرجستان د مخالفینو د لاریونونو او د پولیسو د نښتو ډګر دی.

د ګرجستان د پارلمان وروستی قانون د لاریونوالو پر وړاندې د دغه هېواد د اوسنې ولسمشرې سالومه زورابیشویلي د ځای ناستي د معرفی کیدو په مناسبت نافذ شو.

زورابیشویلي د لېندۍ په لسمه له لاریونوالو سره د پیوستون په اعلانولو سره وویل، چې د دغه هېواد حکومت او پارلمان مشروعیت نه لري.

هغې همدا راز ټینګار کړی، چې د جدي په ۱۱مه د ولسمشرۍ د دورې پای ته رسېدو وروسته به له دندې ګوښه نه شي.

په ګرجستان کې د لاریون له پیل راهیسې تر ۴۰۰ډېر کسان نیول شوي دي. لاریون کونکي خپل مخونه په ماسکونو پوښي ترڅو ونه پیژندل شي او د پولیسو پروړاندې د اور وژنې وسایلو څخه کار اخلي. دوی د سي سي ټي وي کیمرې غیر فعالولو لپاره لیزرونه کاروي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په ګرجستان کې د وروستیو نښتو په ترڅ کې د پولیسو د افسرانو په ګډون لسګونه کسان ټپیان شوي دي

ایران کې ماشومان د اقتصادي ستونزو له امله ټولګیو کې نه حاضریږي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۵۲ GMT+۰

په ایران کې نه یوازې دا چې افغان ماشومان د زده کړو په برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ دي، بلکې ایراني ماشومان هم د ګڼو اقتصادي، بې وزلۍ او د ژوند د لګښتونو له امله نه شي کولی ټولګیو کې حاضر شي.

د یوې ایراني رسنۍ د راپور له مخکې، د ایران د پوهنې برخې په دغه هېواد کې په ټولګیو کې د زده کوونکو نه حاضریدل یوه ستره ستونزه ګڼلې ده. په دغه راپور کې راغلي، چې دغه زده کوونکي د اقتصادي ستونزو او د ژوند د لګښتونو له امله نه شي کولی ټولګیو کې حاضر شي.

تجارت نیوز نومې رسنۍ د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۲۳مه) لیکلي، په ټولنه کې د ماشومانو په کار ګومارل په ټولنه کې د اقتصادي بې وزلۍ نښه ده.

دغه ویبپاڼې خبرداری ورکړ، چې په کورنیو کې د بې وزلۍ وده او د متوسطې طبقې له منځه تلل هغه ستونزې دي چې زده کوونکي ورسره مخ دي او دا زده کوونکي له درس څخه شا ته پاتې کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې په ایران کې ماشومان د کورنیو اقتصادي ستونزو له امله له زده کړې وځي.

د ایران د پوهنې وزیر علیرضا کاظمي د لېندۍ په ۱۰مه ویلي و، چې زده کوونکي د کورنۍ، اقتصادي او ټولنیزو لاملونو له امله ښوونځي پریږدي.

د ایران د ولسي جرګې د پوهنې کمېسیون غړي فرشاد ابراهیم پور د تلې په ۲۹مه له زده کړو د محرومو ماشومانو د پټو شمېرو په اړه ویلي و، چې سږ کال شاوخوا دوه میلیونه زده کوونکي په ښوونځيو کې نه دي ثبت شوي او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې زده کوونکي له زده کړو بې برخې شي.

تازه په ملګرو ملتونو کې د ایران سفير او دايمي استازي د افغانستان د وضعت په اړه په خپلو خبرو کې ويلي، چې دوی هر کال د افغان کډوالو د اړتيا پوره کولو لپاره لس ميلیارد ډالره لګوي. خو لا هم افغان ماشومان په ایران کې زده‌ګړو ته لاسرسی نه لري.

تایلنډ څلور افغانان د جعلي قزاقستاني پاسپورټونو د لرلو په تور نیولي دي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۹ GMT+۰

د تایلنډ د فوکيټ په نړیوال هوايي ډګر کې د کډوالۍ ادارې درې افغان نارینه او یوه ښځه د جعلي قزاقستاني پاسپورټونو د لرلو په تور نیولي دي. دغو څلورو تنو غوښتل، چې په جعلي قزاقستاني پاسپورټونو سره د پاسپورت د کنټرول له برخې تېر شي، خو تر پېژندلو وروسته ونيول شول.

دغې ادارې د دغو څلورو کسانو انځورونه خپاره کړې او ویلي یې دي، چې دوی د ډسمبر پر ۱۰مه پر ځايي وخت د سهار په ۸:۵۰ بجو نیول شوي دي.

د فوکیټ په نړیوال هوایی ډګر کې د کډوالۍ دفتر د خبرپاڼې له مخې، ټول څلور کسان د قانوني اداري طرزالعملونو د ترسره کولو لپاره پولیسو ته سپارل شوي دي.

د همدې کال په اګست میاشت کې د فوکیټ د کډوالو ادارې افسرانو یو بل افغان هم په ورته تورونو نیولی و.