کورمه کې د لارو تړل کېدو له امله په دوو میاشتو کې د ۱۷ ماشومانو په ګډون ۳۰ ناروغان مړه شوي

پاکستاني رسنۍ وايي، کورمه کې د مذهبي تاوتریخوالي له امله د لارو له تړل کېدو سره د دوو میاشتو په موده کې د ۱۷ ماشومانو په ګډون ۳۰ تنه ناروغان مړه شوي دي. ویل کیږي، د لارو بندېدو او درملو د کموالي له امله دغه ناروغان مړه شوي.