د کابل ـ غور لویه لاره بېرته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس خبر ورکړی، چې د کابل ـ غور لویه لاره بېرته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه. هغه نن سهار ویلي و، چې دغه لاره تېره شپه د ډېرو واورو ورېدو له امله تړل شوې ده.





