چین د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه کړې ده

په ملګرو ملتونو کې د چین د دایمي استازي مرستیال ګنګ شوانګ پر اړوندو هېوادونو غږ کړی، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ بېرته ازادې کړي؛ چې د دغه هېواد له اقتصادي بیارغونې او د خلکو د ژوند په ښه کولو کې مرسته وکړي.





