د خوړو نړۍوال پروګرام: د ژمي په پېلېدو سره د بېوزلو کورنیو ستونزې لا ډېرې شوې دي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، په افغانستان کې د ژمي په رارسېدو په مېلیونونو کورنۍ له کافي خوړو پرته له سختې یخنۍ سره مخامخ دي. وايي، په سږني ژمي کې به په افغانستان کې په هرو درېیو کسانو کې یو کس د خوراکي توکو له سخت کموالي سره مخ شي.