• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو کابینې پرېکړه کړې چې له دې وروسته به د هرې ادارې یو مامور د امام په توګه ټاکي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۲۷ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د احصايې ملي ادارې په یوه مکتوب کې چې د لیندۍ په ۲۰مه نېټه خپور شوی له دولتي ادارو غوښتي چې په هره اداره کې یو کارکوونکي ته دې مسوولیت وسپارل شي، چې په اړونده اداره کې د تبلیغ تر څنګ د امامت او اذان مسوولیت په غاړه واخلي.

په دغه مکتوب کې لیکل شوي چې دغه دولتي‌ کارکوونکی به خپله اصلي دنده هم مخته وړي.

په خپاره شوي مکتوب کې دا هم ویل شوي چې د طالبانو د کابینې د پرېکړې له مخې دغه چاره ترسره کېږ‌ي او دا مسوولیت باید هرې دولتي اداره کې یوه دیني عالم ته وسپارل شي.

د دې پرېکړې له مخې، ټاکل کېدونکی موذن او امام به د خپلو دیني فعالیتونو راپور د طالبانو د دعوت او ارشاد مرکزي دفتر ته هم ورکوي.

په دې مکتوب کې له وزارتونو، لویو ریاستونو او د ولایتي ادارو تر څنګ له ټولو دولتي ادارو غوښتل شوي چې ژر تر ژره دې یو تن دوی ته په رسمي توګه تر مسوولیت منلو وروسته ور وپېژني.

طالبانو تر دې مخکې په دولتي ادارو کې له کارکونکو د دیني علومو ازموینې اخیستې او د ږیرو اوږدول یې هم پرې جبري کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ایرانی چارواکی: د غیر قانوني کډوالو هویت پېژندل کېږي، څو د بیا ځلې راتګ مخه یې ونیول شي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۲۵ GMT+۰

د ایران د کډوالو چارو د مرکز رییس وايي، د بایومټریک په وسیله د بې اسنادو کډوالو پېژندګلوي کوي، څو ایران ته د هغوی د بیا راتګ مخه ونیول شي.

دغه ایرانی چارواکی وايي، ایران هڅه کوي چې د نویو لارو چارو په کارولو سره ایران ته د کډوالو د ننوتلو مخه ونیسي.

د ايران د کډوالو چارو د مرکز مشر نادر يار احمدي د یک شنبې په ورځ د (لېندۍ ۲۵مه) رسنيو ته وويل، چې د دغه هېواد زېربناوې د ډېرو کډوالو د منلو توان نه لري.

نوموړي زياته کړه، چې د ناقانونه کډوالو د راتګ د مخنيوي په موخه د دغه هېواد په ختيځ کې پر سرحد د دېوالونو د جوړولو کار هم په چټکۍ سره روان دى.

همدارنګه د ایران د کډوالو چارو د مرکز دغه رییس وویل، چې د نویو قانوني تصویبونو او د قضایه قوې په مرسته د بې اسنادو کډوالو سره د چلند لپاره نور قانوني اقدامات هم ترسره کېږي.

بلخوا، دغه ایراني چارواکي نن د ایران په مازندران ولایت کې رسنیو ته په یوه بله خبرې ناسته کې وویل، چې په دغه ولایت کې ان د لنډې مودې لپاره هم د افغان کډوالو لپاره کار او اوسېدل منع دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې مازندران د کډوالو په ځانګړې توګه د افغانانو د اوسېدو لپاره یوه منع سیمه اعلان شوې ده.

دغه ایراني چارواکي په داسې حال کې ایران ته د افغان کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره د نويو تګلارو اعلان کوي، چې ایران په دې وروستیو کې د استوګنې له اسنادو پرته د افغان کډوالو لپاره د ژوند شرایط خورا سخت کړي او د دغو کډوالو د اېستلو بهیر یې هم ګړندی کړی دی.

د ایران حکومت په ګڼو ښارونو کې بې اسنادو افغان کډوالو ته د کار او کورونه په کرایه ورکول جرم بللی دی.

دوه پخواني رقیبان د فاتحې پر ټغر یوځای سره کښېناستل

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۲۳ GMT+۰

د ولسي جرګې پخوانی غړی او د پکتیا والي پاچا خان ځدراڼ د یکشنبې په ورځ د لیندۍ پر ۲۵ مه په ګرده څیړۍ ولسوالۍ کې د سراج الدین حقاني استوګنځي ته ورغی او د هغه د تره د فاتحې لپاره یې لاسونه پورته کړل.

د طالبانو اړوند سرچینې وايي، چې پاچا خان ځدراڼ په سرانه کلي کې د هغه استوګنځي ته ورغلی و او د حقاني د کورنۍ غړو ته یې په ځانمرګي برید کې د خلیل حقاني د وژل کېدو له امله تسلیت ووایه.

پاچاخان ځدراڼ د حقانيانو پخوانی سیمه ییز رقیب ګڼل کیږي او څه موده وړاندې یې طالبانو له دې امله کور ونړاوه چې پر غصب شوې ځمکه اباد و.

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له ماتې او د حامد کرزي په مشرۍ د نوې لنډمهالې ادارې په راتګ سره د ځدراڼو له قبیلې نه پاچاخان ځدراڼ د یوې مطرحې څېرې په توګه رامخکې شو، خو له کورني او بهرني ملاتړ سره سره یې د حقانيانو ځای ونه نیوه.

کرزي په لومړیو کې نوموړی د پکتیا د والي په توګه وټاکه، خو د پکتیا ولایتي شورا او قومي مشرانو ځدراڼ ولایت ته ور پرېنښود ځکه پر ده تور و، چې سي آی اې ته یې غلط معلومات ور کړي وو او خپل هغه سیال قومي مشران یې د امریکایانو په الوتکو ووژل چې د منځمهالې ادارې د نوي مشر حامد کرزي د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره کابل ته روان وو. په دې کسانو کې د حقاني د کورنۍ غړي هم وو.

امریکایانو له ټولو تورونو او شکایتونو سره پاچاخان ځدراڼ له لاسه نه ورکاوه، ځکه هغه د خوست، پکتیا او پکتیکا په ځدراڼ میشتو ولسوالیو کې نفوذ درلود او د حقاني شبکې او القاعدې د جنګیالیو په نیولو کې یې مرسته ورسره کوله.

د ایتلافي ځواکونو قوماندان جنرال ډان مک نیل هغه مهال په دې باور و، چې ترڅو پاچاخان ځدراڼ ددوی د کمپاین پر وړاندې خنډ نه وي او په جګړه کې ددوی همکار وي، دوی یې پر وړاندې قدم پورته کولو ته اړتیا نه ویني.

کله چې حامد کرزي د پکتیا لپاره رازمحمد دلیلي د نوي والي په توګه وټاکه، ځدراڼ وګواښه چې ولایت ته ور نه شي. ځدراڼ قومي مشرانو ته هم خبرداری ورکړی و، چې که دده ملاتړ ونه کړي امریکايي الوتکې به پسې را والوزوي.

پاچاخان ځدراڼ د حامد کرزي ددورې په لومړنیو کلونو کې په جنوب ختیزو ولایتونو کې جنجال پاروونکې څېره ګڼل کېده، خو په وروستیو کلونو کې نوموړي له سیاست نه ځان ګوښه کړی دی.

ایمل ولي خان وايي نیمه پښتونخوا د طالبانو په لاس کې ده

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۳ GMT+۰

د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر ایمل ولي خان وايي چې پر نیمه پښتونخوا پاکستان ولکه نه لري او د طالبانو په لاس کې ده. ایمل ولي خان د جیو نیوز جرګه خپرونه کې وویل چې پښتونخوا د تاریخ تر ټولو بد حالت کې ده.

د عوامي ملي ګوند مرکزي مشر او د پاکستان د مشرانو جرګې غړي د لیندۍ پر ۲۴مه له پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز سره په خبرو کې وویل چې د دیره اسماعیل خان، وزیرستان، لکي مروت، ټانک، بنو او کوهاټ اړوند پر ډېری سیمو د پاکستاني ځواکونو ولکه ختمه شوې ده.

ایمل ولي خان وايي، د پښتونخوا د زیاتره سیمو واک د ترهګرو په لاس کې دی.

دی زیاتوي چې د پاکستان امنیتي ځواکونه له خپلو نظامي مرکزونو څخه بهر نه وځي او یوازې خپل ځانونه ساتي.

ایمل ولي خان په دې باور دی، چې په افغانستان کې د نظام بدلېدو پر پښتونخوا مستقیم ناوړه اغیز کړی دی.

دغه پښتون سیاستوال د پاکستان د څارګرې ادارې ای اېس ای پخواني رییس فیض حمید نوم واخیست او ویې ویل چې هغه د سولې د خبرو په پلمه ۴۰ زره طالبان پښتونخوا ته راوستل او په لوی لاس یې دا سیمه ناامنه کړې ده.

د فیض حمید دوسیه اوس مهال د پاکستان په نظامي محکمه کې روانه ده.

ایمل ولي خان نیوکه کوي، چې د تحریک انصاف ګوند زنداني مشر عمران خان د خپلې واکمنۍ پرمهال ۱۰۲ تنه پاکستاني طالب وسله وال له زندان نه خوشي کړل او هغه خلک په پښتونخوا کې راج چلوي.

ایمل ولي خان دغه راز د پاکستان تحریک انصاف ګوند په مشرۍ د پښتونخوا ایالتي حکومت تورن کړ، چې د ترهګرو ملاتړی دی.

په دې وروستیو کې په پښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان او د پاکستان پوځ ترمنځ جګړو زور اخیستی او دواړه لوري یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

نبیل: داسې ښکاري چې سراج الدین حقاني به د افغانستان په احمد جولاني بدل شي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۳۶ GMT+۰

رحمت الله نبیل وايي، داسې ښکاري چې د حقاني شبکي مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر به په یوه مناسب وخت کې په لږ اختلاف د افغانستان احمد جولاني جوړ شي. نوموړي دا هم ویلي، چې د کندهاري طالبانو په ډله کې د ایران پراخ نفوذ سیمه ییز قدرتونه اندېښمن کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د یک شنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۵مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې ښايي په لږ مخالفت سره سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د سوریې محمد جولاني باندې بدل شي.

نوموړي زیاته کړي، چې پر کندهاري طالبانو د ايران ډېرېدونکي نفوذ د دې حلقې د انحصاري پرېکړو ترڅنګ يو ​​شمېر سيمه ييز قدرتونه هم سخت اندېښمن کړي دي.

نبیل وايي، دا بدلون به یوازې د افغانستان په داخلي شرایطو پورې نه وي تړلی، بلکې د هېواد د لویدیز ګاونډي په راتلونکي او په منځني ختیز کې د نوي نظام د رامنځته کېدو له امله د رامنځته شویو کړکېچونو د له منځه وړو په وړتیا پورې هم اړه لري.

خو نوموړی وايي، د اوس لپاه چې کوم څه ارزښت پیداکړی، هغه په سیمه ییزو معادلو کې د افغانستان بدلیدونکی دریځ دی.

نبیل وايي:«د یوې ستراتیژیکې جغرافیا په توګه، افغانستان تر ډیره حده خپل عنعنوي ارزښت له لاسه ورکړی او رول یې د سیمه ییزو پرمختګونو او د ګاونډیانو په چلند پورې تړلي تغیبر ته راټیټ شوی. په حقیقت کې په افغانستان کې پرمختګونه یوازې د داخلي پرېکړو محصول نه دي، بلکې په مستقیم ډول د سیمه ییزو سیالیو او شخړو تر اغېز لاندې دي.»

رحمت الله نبیل په منځني ختیز کې بدلونونو ته په اشاره ویلي چې یادو بدلونونو د افغانستان راتلونکی نور هم پیچلی کړی دی.

نبیل پر کندهاري طالبانو د ایران نفوذ ته په اشاره ویلي، چې په کندهار کې د ایران رول او نفوذ د ځینو قدرتونو له ګټو سره په ټکر کې دی.

د نوموړي په خبره، پر کندهاري طالبانو دغه نفوذ کیدای شي، چې د افغانستان په داخلي او سیمه ییزو مسایلو کې د بدلونونو د رامنځته کېدو لامل شي.

د دغه پخواني افغان چارواکي په نظر، د افغانستان برخلیک یوازې د داخلي ډلو په اراده نه، بلکې په سیمه کې د کلیدي قدرتونو په چلند پورې اړه لري.

سږکال له ۳۵ زرو ډېر کډوال په وړو کښتیو کې بریتانیا ته اوښتي دي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۴۰ GMT+۰

د سکای نیوز د راپور له مخې، د هغو کډوالو شمېر چې په کوچنیو کښتیو کې د مارش کانال له لارې بریتانیا ته رسیدلي، د تیر کال په پرتله ۲۰ سلنه ډیر دي.

بریتانیا ته د فرانسې د کانال له لارې د غیر قانوني کډوالو د ننوتلو په اړه د خپاره شوي راپور شمېرې ښيي چې سږ کال تر اوسه پورې له ۳۵ زرو ډیر کډوال په کوچنیو کښتیو کې د مارش کانال له لارې بریتانیا ته رسیدلي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د کډوالو وروستۍ ډله د شنبې په ورځ چې شمېر یې ۱۶۰ کسانو ته رسیده، له فرانسې څخه په دریو کښتیو کې بریتانیا ته ورسیده او په دې سره د سږ کال لپاره د کښتیو له لارې بریتانیا ته د رسیدلو کسانو شمېر ټولټال ۳۵۰۴۰ کسانو ته ورسید.

د فرانسې د کانال له لارې په تېر کال کې د کوچنیو کښتیو شمېر ۲۹،۴۳۷ و، خو په روان کال کې یوازې دا شمېر تر اکټوبر میاشتې ۲۹،۵۷۸ ته رسیدلی و.

د راپورونو له مخې، د ډسمبر له اوومې نیټې څخه تر ۱۱ مې نیټې پورې هیڅ کوچنۍ کښتۍ د یاد کانال له لارې بریتانیا ته نه ده اوښتې.

خو د پنج شنبې په ورځ ۶۰۹ تنه په ۹ کوچنیو کښتیو کې د مارش کانال له لارې بریتانیا ته واوښتل.

له مارش کانال څخه د جمعې په ورځ هم ۲۹۸ تنه په پنځو کوچنیو کښتیو کې اوښتي دي.

بل خوا د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت نن یک شنبه اعلان کړی، چې د جولای میاشتې په ټاکنو کې د سر کېیر سټارمرز د کارګر ګوند له بري راهیسې ۱۳،۴۶۰ تنه کډوال له بریټانیا څخه ایستل شوي دي.

د بریتانیا د سرحدونو د ساتنې وزیرې ډامې انجیلا اېګل د یک شنبې په ورځ په یوه ټلویزیوني مرکه کې له انساني قاچاق وړونکو ډلو سره د مبارزې په اړه وویل:«دا یو سخت کار دی. د دې کار کولو لپاره وخت ته اړتیا ده او ډیر وخت به ونیسي، ښه عملیاتي همکاري او د پولې هاخوا ته د ښو پولیسو شتون به اړین وي.»

نوموړې په دې اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه کړې ده، چې څه وخت به د مارش کانال له لارې بریتانیا ته د اوښتونکو کډوالو شمېر کم شي.