طالبان وایي، چې د کابل په ۲۲ ناحیو کې یې پر خلکو په کمه بیه د ډبرو سکرو د وېش لړۍ پیل کړې

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې دغې ډلې د کابل په ۲۲ ناحیو کې پر خلکو په کمه بیه د ډبرو سکرو د وېش لړۍ پیل کړې ده. د دغه اژانس په اېکس پاڼه لیکل شوي، چې دغه کار ښاریانو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه شوی دی.