• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان کرېکټ بورډ مشرتابه او ځیني لوبغاړي د خلیل الرحمن حقاني د فاتحې لپاره پکتیا ته تللي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۲۹ GMT+۰

د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر میرویس اشرف په ګډون نن دوشنبه د ( لیندۍ ۲۶مه) د دغې ادارې یو شمېر کارکوونکي او د کرېکټ ملي لوبډلې ځيني لوبغاړي پکتیا ته د خلیل الرحمن حقاني د فاتحې لپاره تللي دي.

تر دې وړاندې د طالبانو حکومت ځینې مشران او د افغانستان د شعیه ټولنې استازي دغې فاتحې ته له کابله پکتیا ته ورغلي وو.

په هغو انځورونو کې چې په خواله رسنیو کې خپاره شوي د کرېکټ ملي لوبغاړو له ډلې قیس احمد او شرف الدین اشرف تر څنګ د ملي لوبډلې روزنکی رییس احمدزي هم د فاتحې کوونکو په دغې ډله کې شامل دی.

په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېدونکو انځورونو کې ښکاري چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د فاتحې په دغو مراسمو کې نشته او د کرېکټ بورډ دغه غړو د هغه د کورنۍ یوه بل غړي ته فاتحه کړې ده.

همدا راز یو شمېر چینايي سوداګر هم پکتیا ته د خلیل الرحمن حقاني د فاتحې مراسمو ته ورغلي دي.

خلیل الرحمن حقاني چې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت وژل مخکنی وزیر و، پنځه ورځې وړاندې په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو.

د حقاني شبکې د رهبرۍ د دغه غړي فاتحې ته د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو تر څنګ د ځینو بهرنیو هېوادونه خلک هم ورغلي؛ خو د طالبانو مشر ملا هیبت‌الله نه یوازې دا چې د هغه په جنازه کې ګډون یې ونه کړ بلکې لا تر اوسه یې په فزیکي توګه د نوموړي کورنۍ ته فاتحه هم نه ده کړې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په هرات کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۵۹ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امیرخان متقي د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په هرات کې د ټاپي پروژې د چارو په اړه خبرې کړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد وايي، چې دواړو لوریو د ټاپي پروژې د چارو په عملي کېدو خبرې کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه د (لیندۍ ۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هرات ولایت ته د سفر په لړ کې په تور غونډۍ کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف سره لیدلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد وايي،‌ د افغانستان او ترکمنستان ګډې پولې ته څېرمه په دغه لیدنه کې د ټاپي نل لیکې د رغونې چارو تر څنګ،‌ د اوسپنې پټلۍ غځونې، برېښنا او په تورغونډۍ کې د اوسپنې ګودامونو پر جوړولو خبرې شوې دي.

نوموړی زیاتوي چې دواړه لوریو د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا، د ټرانسپورټي چارو پر اسانتیاوو او همدا راز د ویزو د بهیر پر ساده کولو هم خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپرې شوې خبرپاڼه کې دا هم ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر په هرات کې د طالبانو له والي مولانا اسلام جار سره هم ناسته کړې او په بېلابېلو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړي دي.

ټاپي پروژه چې د پخواني جمهوري حکومت پر مهال پیل شوې وه اوس پرې طالبان خپل تبلیغاتي فعالیتونه ګرم ساتي.

د ټاپي پروژې له لارې د ترکمنستان د ګازو سرچینې د یوې نل لیکې په وسیلهپاکستان او بیا هند ته لېږدول کېږي چې پخوا دغه پروژه د طالبانو د وسله والو فعالیتونو له کبله له خورا ډېر ځنډ او خنډ سره مخ شوې وه.

پر طالبانو نیوکه کېږي چې د جمهوریت پر مهال هغه پیل شوې پروژې چې نیمګړې پاتې دي او د نا امنۍ له کبله یې دوی مخه نیولې وه، اوس پر خپلو تبلیغاتي فعالیتونو داسې ښيې چې ګوندې هېواد کې رغنیزې پروژې دوی پیل کړې دي.

د طالبانو کابینې پرېکړه کړې چې له دې وروسته به د هرې ادارې یو مامور د امام په توګه ټاکي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۲۷ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د احصايې ملي ادارې په یوه مکتوب کې چې د لیندۍ په ۲۰مه نېټه خپور شوی له دولتي ادارو غوښتي چې په هره اداره کې یو کارکوونکي ته دې مسوولیت وسپارل شي، چې په اړونده اداره کې د تبلیغ تر څنګ د امامت او اذان مسوولیت په غاړه واخلي.

په دغه مکتوب کې لیکل شوي چې دغه دولتي‌ کارکوونکی به خپله اصلي دنده هم مخته وړي.

په خپاره شوي مکتوب کې دا هم ویل شوي چې د طالبانو د کابینې د پرېکړې له مخې دغه چاره ترسره کېږ‌ي او دا مسوولیت باید هرې دولتي اداره کې یوه دیني عالم ته وسپارل شي.

د دې پرېکړې له مخې، ټاکل کېدونکی موذن او امام به د خپلو دیني فعالیتونو راپور د طالبانو د دعوت او ارشاد مرکزي دفتر ته هم ورکوي.

په دې مکتوب کې له وزارتونو، لویو ریاستونو او د ولایتي ادارو تر څنګ له ټولو دولتي ادارو غوښتل شوي چې ژر تر ژره دې یو تن دوی ته په رسمي توګه تر مسوولیت منلو وروسته ور وپېژني.

طالبانو تر دې مخکې په دولتي ادارو کې له کارکونکو د دیني علومو ازموینې اخیستې او د ږیرو اوږدول یې هم پرې جبري کړي دي.

ایرانی چارواکی: د غیر قانوني کډوالو هویت پېژندل کېږي، څو د بیا ځلې راتګ مخه یې ونیول شي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۲۵ GMT+۰

د ایران د کډوالو چارو د مرکز رییس وايي، د بایومټریک په وسیله د بې اسنادو کډوالو پېژندګلوي کوي، څو ایران ته د هغوی د بیا راتګ مخه ونیول شي.

دغه ایرانی چارواکی وايي، ایران هڅه کوي چې د نویو لارو چارو په کارولو سره ایران ته د کډوالو د ننوتلو مخه ونیسي.

د ايران د کډوالو چارو د مرکز مشر نادر يار احمدي د یک شنبې په ورځ د (لېندۍ ۲۵مه) رسنيو ته وويل، چې د دغه هېواد زېربناوې د ډېرو کډوالو د منلو توان نه لري.

نوموړي زياته کړه، چې د ناقانونه کډوالو د راتګ د مخنيوي په موخه د دغه هېواد په ختيځ کې پر سرحد د دېوالونو د جوړولو کار هم په چټکۍ سره روان دى.

همدارنګه د ایران د کډوالو چارو د مرکز دغه رییس وویل، چې د نویو قانوني تصویبونو او د قضایه قوې په مرسته د بې اسنادو کډوالو سره د چلند لپاره نور قانوني اقدامات هم ترسره کېږي.

بلخوا، دغه ایراني چارواکي نن د ایران په مازندران ولایت کې رسنیو ته په یوه بله خبرې ناسته کې وویل، چې په دغه ولایت کې ان د لنډې مودې لپاره هم د افغان کډوالو لپاره کار او اوسېدل منع دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې مازندران د کډوالو په ځانګړې توګه د افغانانو د اوسېدو لپاره یوه منع سیمه اعلان شوې ده.

دغه ایراني چارواکي په داسې حال کې ایران ته د افغان کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره د نويو تګلارو اعلان کوي، چې ایران په دې وروستیو کې د استوګنې له اسنادو پرته د افغان کډوالو لپاره د ژوند شرایط خورا سخت کړي او د دغو کډوالو د اېستلو بهیر یې هم ګړندی کړی دی.

د ایران حکومت په ګڼو ښارونو کې بې اسنادو افغان کډوالو ته د کار او کورونه په کرایه ورکول جرم بللی دی.

دوه پخواني رقیبان د فاتحې پر ټغر یوځای سره کښېناستل

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۲۳ GMT+۰

د ولسي جرګې پخوانی غړی او د پکتیا والي پاچا خان ځدراڼ د یکشنبې په ورځ د لیندۍ پر ۲۵ مه په ګرده څیړۍ ولسوالۍ کې د سراج الدین حقاني استوګنځي ته ورغی او د هغه د تره د فاتحې لپاره یې لاسونه پورته کړل.

د طالبانو اړوند سرچینې وايي، چې پاچا خان ځدراڼ په سرانه کلي کې د هغه استوګنځي ته ورغلی و او د حقاني د کورنۍ غړو ته یې په ځانمرګي برید کې د خلیل حقاني د وژل کېدو له امله تسلیت ووایه.

پاچاخان ځدراڼ د حقانيانو پخوانی سیمه ییز رقیب ګڼل کیږي او څه موده وړاندې یې طالبانو له دې امله کور ونړاوه چې پر غصب شوې ځمکه اباد و.

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له ماتې او د حامد کرزي په مشرۍ د نوې لنډمهالې ادارې په راتګ سره د ځدراڼو له قبیلې نه پاچاخان ځدراڼ د یوې مطرحې څېرې په توګه رامخکې شو، خو له کورني او بهرني ملاتړ سره سره یې د حقانيانو ځای ونه نیوه.

کرزي په لومړیو کې نوموړی د پکتیا د والي په توګه وټاکه، خو د پکتیا ولایتي شورا او قومي مشرانو ځدراڼ ولایت ته ور پرېنښود ځکه پر ده تور و، چې سي آی اې ته یې غلط معلومات ور کړي وو او خپل هغه سیال قومي مشران یې د امریکایانو په الوتکو ووژل چې د منځمهالې ادارې د نوي مشر حامد کرزي د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره کابل ته روان وو. په دې کسانو کې د حقاني د کورنۍ غړي هم وو.

امریکایانو له ټولو تورونو او شکایتونو سره پاچاخان ځدراڼ له لاسه نه ورکاوه، ځکه هغه د خوست، پکتیا او پکتیکا په ځدراڼ میشتو ولسوالیو کې نفوذ درلود او د حقاني شبکې او القاعدې د جنګیالیو په نیولو کې یې مرسته ورسره کوله.

د ایتلافي ځواکونو قوماندان جنرال ډان مک نیل هغه مهال په دې باور و، چې ترڅو پاچاخان ځدراڼ ددوی د کمپاین پر وړاندې خنډ نه وي او په جګړه کې ددوی همکار وي، دوی یې پر وړاندې قدم پورته کولو ته اړتیا نه ویني.

کله چې حامد کرزي د پکتیا لپاره رازمحمد دلیلي د نوي والي په توګه وټاکه، ځدراڼ وګواښه چې ولایت ته ور نه شي. ځدراڼ قومي مشرانو ته هم خبرداری ورکړی و، چې که دده ملاتړ ونه کړي امریکايي الوتکې به پسې را والوزوي.

پاچاخان ځدراڼ د حامد کرزي ددورې په لومړنیو کلونو کې په جنوب ختیزو ولایتونو کې جنجال پاروونکې څېره ګڼل کېده، خو په وروستیو کلونو کې نوموړي له سیاست نه ځان ګوښه کړی دی.

ایمل ولي خان وايي نیمه پښتونخوا د طالبانو په لاس کې ده

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۳ GMT+۰

د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر ایمل ولي خان وايي چې پر نیمه پښتونخوا پاکستان ولکه نه لري او د طالبانو په لاس کې ده. ایمل ولي خان د جیو نیوز جرګه خپرونه کې وویل چې پښتونخوا د تاریخ تر ټولو بد حالت کې ده.

د عوامي ملي ګوند مرکزي مشر او د پاکستان د مشرانو جرګې غړي د لیندۍ پر ۲۴مه له پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز سره په خبرو کې وویل چې د دیره اسماعیل خان، وزیرستان، لکي مروت، ټانک، بنو او کوهاټ اړوند پر ډېری سیمو د پاکستاني ځواکونو ولکه ختمه شوې ده.

ایمل ولي خان وايي، د پښتونخوا د زیاتره سیمو واک د ترهګرو په لاس کې دی.

دی زیاتوي چې د پاکستان امنیتي ځواکونه له خپلو نظامي مرکزونو څخه بهر نه وځي او یوازې خپل ځانونه ساتي.

ایمل ولي خان په دې باور دی، چې په افغانستان کې د نظام بدلېدو پر پښتونخوا مستقیم ناوړه اغیز کړی دی.

دغه پښتون سیاستوال د پاکستان د څارګرې ادارې ای اېس ای پخواني رییس فیض حمید نوم واخیست او ویې ویل چې هغه د سولې د خبرو په پلمه ۴۰ زره طالبان پښتونخوا ته راوستل او په لوی لاس یې دا سیمه ناامنه کړې ده.

د فیض حمید دوسیه اوس مهال د پاکستان په نظامي محکمه کې روانه ده.

ایمل ولي خان نیوکه کوي، چې د تحریک انصاف ګوند زنداني مشر عمران خان د خپلې واکمنۍ پرمهال ۱۰۲ تنه پاکستاني طالب وسله وال له زندان نه خوشي کړل او هغه خلک په پښتونخوا کې راج چلوي.

ایمل ولي خان دغه راز د پاکستان تحریک انصاف ګوند په مشرۍ د پښتونخوا ایالتي حکومت تورن کړ، چې د ترهګرو ملاتړی دی.

په دې وروستیو کې په پښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان او د پاکستان پوځ ترمنځ جګړو زور اخیستی او دواړه لوري یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.