د شرعیات پوهنځي استادانو د طالبانو له خوا د دغه پوهنځي د استادانو په منفک کېدو نیوکه وکړه

د شرعیاتو او اسلامي ثقافت استادانو د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له خوا د دغه پوهنځي د یو شمېر استادانو پر منفک کېدو نیوکه وکړه او وایي، چې دغه وزارت د اکاډمیکو اصولو خلاف استادانو ته د سویې د تثبیت په موخه علمي-تخصصي کنفرانس جوړوي.