څلورو میاشتو کې په غزه کې شاوخوا ۱۹ زره په خوارځواکۍ اخته ماشومان روغتونونو کې بستر شوي

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي، په تېرو څلورو میاشتو کې په غزه کې شاوخوا ۱۹ زره په خوارځواکۍ اخته ماشومان روغتونونو کې بستر شوي دي.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي، په تېرو څلورو میاشتو کې په غزه کې شاوخوا ۱۹ زره په خوارځواکۍ اخته ماشومان روغتونونو کې بستر شوي دي.
دغې ادارې پر اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې دغه شمېره د غزې په تړانګه کې د کال په لومړۍ نیمایي کې د ثبت شوې شمېرې نږدې دوه برابره ده.
د دغې ادارې په وینا، دغه شمېرې داسې مهال لوړې شوې چې اسراییل غزې ته د بشري مرستو د کاروان د ننوتو اجازه نه ورکوي او دغه محدودیت ته یې دوام ورکړی دی.تر دې مخکې الجزیرې راپور ورکړی و، چې اسراییل د اکټوبر له شپږمې نېټې راهیسې په پراخه کچه د شمالي غزې د کلابندۍ لپاره ټولې مرستې بندې کړې دي.له بل پلوه د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنياهو د امريکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په سوريه کې د تازه پرمختګونو او په غزه کې د اسراييلي او بهرنيو يرغمل شويو کسانو د خلاصون لپاره د وروستي فشار په اړه خبرې کړې دي.هاخوا د فلسطین د روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ ویلي، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییل پوځي عملیاتو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې لږ تر لږه ۴۴ زره او ۹۷۶ فلسطینیان وژلي او ۱۰۶۷۵۹ نور یې ټپیان کړي دي.


د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف پېښور کې پر یوه پوځي ښوونځي د برید لسم تلین په رارسېدو سره ویلي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یې هوډ کلک دی. نن له دې امله د پاکستان په لویو ښارونو کې ښوونځي رخصت دي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پېښور کې پر یوه پوځي ښوونځي د برید لسم تلین په رارسېدو سره په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یې هوډ کلک دی او په دې برخه کې تر پایه خپله مبارزه روانه ساتي.
د ۲۰۱۴ کال د ډیسمبر ۱۶مه سهار د پاکستاني طالبانو اوه تنه وسله والو او ځانمرګو بریدګرو د پېښور په ورسک روډ کې پر یو پوځي ښوونځي ( ارمي پبلیک سکول ) وسله وال برید وکړ چې په پایله کې یې ۱۴۹ کسان ووژل شو چې له ډلې یې ۱۳۲ تنه د دغه ښوونځي زده کوونکي وو.
د رسنیو د معلوماتو له مخې په دغه پېښه کې د وژل شویو کوچنیانو عمرونه له اتو کلنو تر ۱۷ کلنو پورې وو.
نن د پاکستان په لاهور، راولپینډۍ، پېښور او د اسلام اباد په ګډون په یو شمېر لویو ښارونو کې د دغه برید په یاد د ایالتي حکومتونو له لوري ښوونځي رخصت کړای شوي دي.
شهباز شریف په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې «دغه وحشیانه پېښه به تل د پاکستانیانو په یاد وي ځکه دا داسې پېښه وه چې ترهګرو په کې د خپلو نامشروع موخو لپاره معصوم پاکستاني کوچنیان په نښه کړل.»
د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم په یوه پېغام کې په دې اړه خپله غمرازي شریکه کړې او زیاته کړې یې ده چې «دغه خونړۍ پیښې پاکستانیانو ته د ترهګرۍ د ختمولو انګیزه ورکړې ده.»
پر ټولنیزو رسنیو د دې پیښې د لسم تلین له امله د یوه وژل شوي زده کوونکي د مور ویډیو هم لاس په لاس کېږي چې په کې ادعا کوي چې لس کاله وړاندې تر دې خونړي برید وروسته ورته د پېښور د «قول اردو قوماندان هدایت الرحمن ویلي و چې خیر دی که یو بچې دې ووژل شو ؛نو بل وزېږوه.»
دغه مېرمن زیاتوي: «دوی نه پوهېږي چې د یو ماشوم زېږول او سترول څومره اسان دي؟!»
پېښور کې پر پوځي ښوونځي د برید پېښه په تېره لسیزه کې د پاکستان دننه یو له لویو ترهګریزو پېښو ګڼل کیږي چې په نړۍواله کچه یې غبرګونونه لرل او د پاکستان حکومت هم هغه مهال د ترهګرۍ د ختمولو پر خلاف کلکې ژمنې کړې وې.
د دغه برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک په غاړه اخیستی و او تر لس کاله تېریدو وروسته اوس د دغه وسله والې ډلې بریدونه او فعالیتونه تر پخوا په پاکستان کې ډېر شوي دي.
پښتون سیاستوال او د عوامي ملي ګوند مشر ایمل ولي په خپلو تازه څرګندونو کې اندیښنه څرګنده کړې چې ګنې د خېبرپښتونخواه نیمایي خاوره اوس د پاکستاني طالبانو په ولکه کې ده.

د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف ويلي، چې د تحريک انصاف ګوند مشران په یوه خبره نه دي ولاړ. هغه وايي، تحریک انصاف ګوند یو لوری پر حکومت د سرغړونو تور پورې کوي او بیا د مذاکراتو وړاندیز کوي چې په داسې وضعیت کې هيڅ ډول مذاکرات پایله نه ورکوي.
نوموړي جيونيوز سره په یوې مرکه کې ویلي، سياسي حالات نورمال دي. دلته بېلابېل ګوندونه دي، چې يو له بل څخه ګېلې لري.
هغه وړاندې وایي، ګوندونه خپلې موخې لري چې د ترلاسه کولو لپاره يې دغه ډول څرګندونې کوي.
د ښاغلي اصف په وینا: «زما په اند د پي ټي ای سره خبرې اترې نه دي پيل شوې، د پي ټي ای لهخوا د خبرو اترو په اړه یوازې څرګندونې مخې ته راځي او پي ټي ای د دغو خبرو پخلى نه دى کړى، هغوی یوازې په خپلو کې بيانونه ورکوي.»
هغه زياته کړه، چې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران ځيني بيانونه له زندانه راځي، د خويندو ځينې بيانونه یې له لاهوره راځي او د بشرا بي بي ځينې بيانونه له خيبر پښتونخوا راځي، د دوى په بيانونو کې همغږي نشته.
تر دې وړاندې د تحریک انصاف ګوند اوسني مشر بيرسټر ګوهر د عمران خان په حوالې ویلي و، چې مذاکرات بايد وشي، سياسي ستونزې يوازې د سياسي ناستو له لارې حل کېږي.

د سوریې د بشري حقونو څار اداره وايي، د اسراییل جنګي الوتکو د سوریې په سویل د حما په سیمه کې د توغندیو وېشتونکی ځای او د طرطوس په سیمه کې د وسلو زېرمې په نښه کړې دي.
دغې ادارې په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې بیا ویلي، چې د اسراییل یوې جنګي الوتکې د سوریې په ختیځ کې هم د دیرالزور پوځي هوايي ډګر کې د رادارونو پر مرکز هوايي برید کړی دی.
پر سوریې د اسراییل هوايي بریدونو پر دوام، اسراییلي پوځ په یوه اونۍ کې ۸۰۰ ځله د سوریې پوځي تاسیسات، هوايي ډګرونه او د وسلو زېرمې بمبار کړې دي.
اسراييلي ځواکونو د قنيطره ښار ټول بنسټيز تاسيسات ويجاړ کړي دي.
د ایران د سپاه پاسداران قوماندان حسین سلامي اسراییل ته خبرداری ورکړی، چې دغه هېواد به د سوریې د خاورې د «نیواک» لپاره سخته بیه پرې کړي او سوریه به د اسراییلي پوځ په هدېره بدله شي.
له بل پلوه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سوریې د خمیمي هوايي اډې څخه د روسیې د هوايي ځواک یوې ځانګړې الوتکې په دمشق کې د روسیې یو شمېر ډیپلوماتیک پرسونل او همدارنګه د بېلاروس او شمالي کوریا ډیپلوماتان اېستلي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي، چې "په دمشق کې د روسیې د سفارت کار دوام لري".

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر له سوریې سره د پنځوس میلیونه پونډ بشردوستانه مرستو خبر ورکړ او ویې ویل، چې په سوریه یې کې له نوي رژیم سره ډیپلوماتیکه اړیکه نیولې ده.
که څه هم ډېوېډ لمي تحریر شام یو ترهګریز سازمان ګڼي، خو زیاتوي چې برېتانیا کولی شي له دغې ډلې سره اړیکه ولري.
لمي همداراز زیاته کړه: «مونږ غواړو د یوه ټولګډونه حکومت شاهد واوسو. مونږ غواړو وګورو چې د کیمیاوي وسلو زېرمې اېمن شوي دي، استفاده شوي نه دي او غواړو ډاډ ترلاسه کړو، چې په دغه هېواد کې تاوتریخوالي پایته رسېدلي دي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم تېره ورځ وویل، چې له تحریر شام ډلې سره یې اړیکه نیولې ده.
دغه ډله چې د سوریې د مخکیني حکومت د مخالفانو د اېتلاف رهبري کوي، په دمشق کې واک په لاس کې لري.
دا په داسې حال کې ده، چې برېتانیا تېره اونۍ د ترهګرو له نوملړ څخه د تحریر شام ډلې د اېستلو د احتمال خبره کړې وه، ځکه اوسمهال له قانوني اړخه له دې ډلې سره د حکومت د همکارۍ امکان نه شته.
له دې سره، فرانسې هم د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې سوریې ته به د دوی یو ډیپلوماټیک پلاوی د تحریر شام ډلې سره د اړیکو د جوړولو په موخه ولېږي.
له دې ټولو سره - سره بیا ترکیې اعلان کړی، چې په سوریه کې به د حاکمې ډلې ځواکونو ته روزنه ورکړي.
د ترکیې د دفاع وزیر ویلي، چې د سوریې د نوي حکومت د غوښتنې په صورت کې به دغه هېواد له دوی سره مرستې وکړي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته په ورځ کې څه باندې زر سوري کډوال په داوطلبانه توګه له دې هېواد څخه ځي.
د دغه وزارت په خبره، په تېرو پنځو ورځو کې کابو اوه زره او ۶۲۱ سوري کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یارليکایا د یکشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۵مه) وویل: «مونږ به د هغو کډوالو مدیریت او ملاتړ ته چې بشري حقونو او ازادیو ته درناوی کوي او پر عمومي نظم او امنیت سترګې نه پټوي، ادامه ورکوو.»
سوري کډوال په ترکیه کې د کډوالو تر ټولو لوی جمعیت جوړوي او د رسمي شمېرو له مخې، نږدې درې میلیونه سوري وګړي په دغه هېواد کې ژوند کوي.
د دغه هېواد په خبره، د بشارالاسد د حکومت له ړنګېدو درې ورځې وړاندې څه باندې اوه سوه سوري کډوال له ترکیې څخه ووتل او بیا واک ته د تحریر شام له رسېدو درې ورځې وروسته څه باندې څلور زره کسانو دغه هېواد پرېښود.
د اسد د کورنۍ د پنځو لسیزو واکمني تېره اونۍ د یکشنبې په ورځ هغه وخت پای ته ورسېده، چې بشارالاسد له خپلې کورنۍ سره روسیې ته وتښتېد.
یو شمېر ایراني چارواکي بیا ادعا کوي، چې ترکیه د بشارالاسد د حکومت په ړنګېدو کې لاس لري.
رویټرز تېره ورځ د دوو ایراني چارواکو له قوله لیکلي، چې د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو مخکې نوموړي ایران ته ویلي و، چې ترکیه له وسله والو ډلو سره مرسته کوي، څو د سوریې حکومت ړنګ کړي.
ترکیه بیا د سوریې د ناورین پړه پر اسد اچولې ده او ویلي یې دي، چې د اسد د کلونو ظالمانه واکمني د دې شخړې اصلي لامل دی.