• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د بریتانیا له شارژدافیر سره په اروپا کې د کونسلي خدمتونو په اړه خبرې کړې دي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۴۱ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې د دغه وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت له شارژدافیر رابرټ چترټن ډیکسن سره وکتل او په اروپا او په ځانګړې توګه بریتانیا کې یې د افغانانو لپاره د کونسلي خدمتونو په تړاو خبرې ورسره وکړې.

دغه وزارت په اېکس پاڼه کې په یوه یادښت کې لیکلي، چې ستانکزي په کابل کې له دغه بریتانوي ډېپلوماټ سره وکتل.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې پر بشري مرستو، دوه اړخیزو سیاسي، ټولنیزو او بشري اړیکو هم خبرې وشوې.

د ستانکزي د خبر له خپرېدو څو دقیقې وروسته د طالبانو بهرنیو چارو وزارت له خپلې اېکس پاڼې څخه دا خبر لرې کړ.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

کرکټ بورډ له زېمبابوې سره ټېسټ لوبو لپاره د ۲۱ لوبغاړو نومونه په ډاګه کړل

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۴۴ GMT+۰

افغان کرکټ بورډ وايي، د زېمبابوې پر وړاندې د دوو ټېسټ لوبو لپاره یې په کورني کرکټ کې ښو ځلېدونکو او نویو لوبغاړو ته هم ځای ور کړی دی.

کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۶مه) له زېمبابوې سره د دوه ټېسټ سیالیو لپاره ۲۱ کسیز نوملړ په ډاګه کړ.

د زیمبابوې په کورته توب دغو دوو ټېسټ لوبو لپاره حشمت الله شهیدي د لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی د مرستیال لوبډلمشر، اکرام علي خیل او افسر ځاځی د وېکټ ساتونکو په توګه او عبدالمالک، ریاض حسن، بهیر شاه محبوب، صدیق اتل، عصمت عالم، عظمت الله عمرزی، ضیا اکبر، زاهد شهزاد، راشد خان، ظاهر خان، یمین احمدزی، بشیر احمد، فرید ملک، او نوید ځدران د توپ وهوونکو او توپ اچوونکو په توګه په لوبډله کې ځای پر ځای شوي دي.

همدارنګه ناصر جمال، ضیا الرحمن شریفي او ابراهیم عبدالرحیمزي ته په یاد نوملړ کې د احتیاطي لوبغاړو په توګه ځای ورکړل شوی دی.

د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په یاد نوملړ کې یې نویو او هغو لوبغاړو ته هم ځای ورکړی، چې د کورنیو سیالیو پر مهال یې غوره وړتیا ښودلې وه.

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې رییس احمدشاه سلیمانخېل وايي، یادو لوبغاړو ته د هېواد دننه ننګرهار ولایت کې تمریناتي کمپونه تنظیم شوي وو او دغه راز هغه لوبغاړي چې د کورني کرکټ په فرسټ کلاس سیالیو کې ځلېدلي په یاد نوملړ کې ځای پر ځای شوي دي.

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د ټېسټ لوبلړۍ لومړۍ لوبه د ډسمبر میاشتې له ۲۶مې څخه تر ۳۰ مې نېټې پورې ترسره کیږي او دویمه لوبه به د ۲۰۲۵ کال د جنوري میاشتې له دویمې نېټې څخه تر شپږمې نېټې ترسره کیږي.

افغان لوبډلې زیمبابوې ته په خپل سفر کې له کوربه لوبدلې سره تردې مهاله د شل اوره لوبو لړۍ ترسره کړې ده او د شل اوره لوبو لړۍ یې ۱ـ۲ له سیالې لوبډلې ګټلې ده.

بیلډ ورځپاڼه: د جرمني پولیس په فرانکفورت کې د حقاني د جنازې له مراسمو خبر وو

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۴۰ GMT+۰

بیلډ ورځپاڼې رپوټ ورکړی، چې د جرمني پولیس خبر وو، چې یوه افغانه ټولنه د خلیل الرحمان حقاني د جنازې مراسم ترسره کوي. ورځپاڼې لیکلي، چې پولیسو د فدرالي استخباراتو ادارې او د دغه ایالت د جنايي پولیسو له څانګې سره په همکارۍ، وضعیت ارزولی او د پېښې ځای کې حاضر شوي.

د جرمني مشهورې ورځپاڼې بیلډ د هیسن ایالتي حکومت د کورنیو چارو وزارت د ویاند له خولې لیکلي چې په دغه ایالت کې د خلیل حقاني د فاتحې په تړاو د افغانانو د کلتوري ټولنې له اعلان وروسته پولیس خبر شوي او وضعیت یې څیړلی دی.

د بیلډ د رپوټ له مخې، هغو افغانانو چې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې یې په جرمني کې پناه اخیستې، په ټولنیزو شبکو کې د دې مراسمو په اړه خپله اندېښنه او غوسه څرګنده کړې ده.

100%

د بیلډ د راپور له مخې، په فرانکفورت کې د حقاني د فاتحې په مراسمو کې د افغانانو حضورکم رنګه و او د تېرې یکشنبې ماسپښین د حقاني د فاتحې په مراسمو کې ګوتشمېر کسانو ګډون کړی و.

بیلډ د طالبانو د کډوالو د وزیر په اړه لیکلي: «حقاني د کورنیو چارو د اوسني وزیر سراج الدین حقاني تره او د طالبانو د یوې پیاوړې ډلې مشر و. "په تیرو شلو کلونو کې د حقاني شبکې غړي پر ملکي وګړو په سلګونو وژونکو بریدونو کې ښکېل دي."

د طالبانو د کډوالو د چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د چارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۱مه) په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو او د دغه برید مسوولیت داعش په غاړه واخیست.

د جرمني په فرانکفورت ښار کې د خلیل حقاني د فاتحې مراسم له سختو نیوکو سره مخ شوي دي.

ځینو دغه اقدام په دغه ښار کې د طالبانو د پلویانو د شته والي نښه ګڼلې او دا یې د طالبانو مخالفو افغانانو ته یو ګواښ ګڼلی.

طالبانو په پکتیکا ولایت کې یو کس د غلا په تور په عام محضر کې په دُرو وهلی

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۳۵ GMT+۰

طالبانو په تېرو دوو اونیو کې په سمنګان، کندوز، کابل، پکتیا، غزني، کاپیسا، میدان وردګ، فاریاب او خوست ولایتونو کې د شپږو ښځو په ګډون ۳۳ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې نن دوشنبه (لیندۍ ۲۶مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې یاد کس ته یې نن د پکتیکا ولایت د چابران ولسوالۍ د ابتدایي محکمې له خوا د ځايي طالب چارواکو او عامو خلکو په حضور کې سزا ورکړې ده.

د طالبانو ستره محکمه زیاتوي، چې یاد کس یې په یو کال او اووه میاشتې تنفیذي بند محکوم کړی او د عامو خلکو د سترګو پر وړاندې یې ۲۵ دُرې وهلی دی.

طالبان وايي، پر دغه تورن کس یې یاد حکم د سترې محکمې تر تایید وروسته عملي کړ.

د طالبانو له لوري په عام محضر کې د بدني سزاګانو ورکولو کړنې د بشري حقونو ملاتړو ادارو او سازمانونو له سخت غبرګون سره مخامخ دي، خو یادې ډلې نړیوالو غبرګونونو ته له ځواب ورکولو پرته په تېرو دوو اونیو کې په سمنګان، کندوز، کابل، پکتیا، غزني، کاپیسا، میدان وردګ، فاریاب او خوست ولایتونو کې د شپږو ښځو په ګډون ۳۳ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

طالبان وايي، یاد کسان په غلا، نامشروع اړیکو، فریبکارۍ، لواطت، زنا او رشوت اخیستلو تورن وو.

لوفت‌هانزا د جرمني حکومت ته د افغانانو د تخلیې لګښتونو څو میلیوني یورو بېل استولی

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۵ GMT+۰

د جرمني هوايي شرکت لوفت‌هانزا له کابل څخه په۲۰۲۱ کال کې د افغانانو دتخلیې عملیاتو د لګښتونو په تړاو د اولاف شولڅ په مشرۍ فدرالي حکومت نه څو میلیونه یورو غوښتنه کړې ده.

شپیګل مجلې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د محرمو اسنادو په حواله رپوټ ورکړی، چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانانو د تخلیې عملیاتو کې ۳۱ ځانګړې الوتنې شاملې وې چې لوفت‌هانزا او یوه بل هوايي شرکت ترسره کړې.

لوفت‌هانزا شاوخوا پنځه میلیونه یورو غوښتې، چې ویل کیږي دا پیسې باید د بېل له ترلاسه کولو سره سمې ورکړل شوې وای.

شپیګل وايي، د هغه وخت د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس او د لوفت‌هانزا رییس کاستن سپوهر ژر او په شخصي ډول په دې هوکړه وکړه. د اسنادو له مخې، سپوهر د مرستې په دود د یوه غیر چمتو حکومت لپاره لنډمهاله الوتنې کړې.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د اټکل له مخې، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د تخلیې ټول لګښت شاوخوا ۱۹.۹ میلیونه یورو و. د رپوټ له مخې، په دې کې شاوخوا نیمایي لګښت د بوندس ویر مستقیمو الوتنو لپاره و چې له کابل څخه ترسره شوې، پاتې نیمایي یې د لوفت‌هانزا د ۱۷ چارټر الوتنو لپاره و. نور لګښتونه د ازبکستان هوايي شرکت د هغو الوتنو لپاره وو چې د تاشکند له لارې یې کړې وې.

اسناد ښيي چې د جرمني سفارت د ازبکستان دولتي هوايي شرکت ته لږ تر لږه ۱.۹ میلیونه یورو نغدې ورکړې دي.

شپیګل مجله لیکي چې د ژغورنې دا ګرانبیه الوتنې، چې ځینې یې څو چنده ګرانې وې، د دې لپاره اړینې وې چې د انګیلا مېرکل په مشرۍ مسیحي دیموکراټ ګوند کابل ته د طالبانو له ننوتلو وړاندې سم چمتووالی نه و درلود.

لوفت‌هانزا ویلي چې د ځانګړو الوتنو لپاره «ځانګړي احتیاطي تدابیر» نیول اړین وو.

طالبان خپلې امنیتي او دفاعي ادارې د کورنیو محصولاتو په کارولو مکلفوي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۷ GMT+۰

د طالبانو د اقتصادي کمیسیون په غونډه کې د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې د کړنلارې مسوده تایید او د نهايي تصمیم نیونې لپاره ارګ ته ولېږل شوه. طالبان وايي په دې سره به د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه او د استخباراتو ریاست داخلي محصولاتو ته لومړیتوب ورکوي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ نن دوشنبې په ورځ «د لیندۍ ۲۶مه» د اقتصادي کمېسون په ناسته کې له کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې د کړنلارې مسوده له بحثونو وروسته تایید شوه.

دغه کړنلاره د بزګرانو او مالدارانو د اقتصادي ودې د پياوړتیا او په ورته وخت کې کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ته د بازارموندنې په موخه جوړه شوې.

د طالبانو ریاست الوزرا وايي، چې له بحثونو وروسته پرېکړه وشوه چې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه، د استخباراتو لوی ریاست او ورپسې ټولې ادارې او هېوادوال د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره وطني محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي.
د طالبانو اقتصادي کمېسون سکټوري وزارتونو، ادارو او عامو خلکو ته سپارښتنه کړې چې د خپلو پروژو او ساختماني چارو په هغو برخو کې د غوري سیمنټو استفادې ته لومړیتوب ورکړي، چې په یادو برخو کې د دې فابریکې تولید شویو سیمنټو معیار پوره کړی دی.

د طالبانو دغه کمېسون د غوري سیمنټو فابریکې مسوولانو ته سپارښتنه کړې، چې د خپل ظرفیت لوړولو او په ټولو برخو کې د معیاري تولید په موخه هڅې ګړندۍ کړي څو هېواد د سیمنټو د تولید په برخه کې خودکفایۍ ته ورسېږي.

طالبان وايي د غوري سیمنټو فابریکه اوسمهال په ۲۴ ساعتونو کې ۷۰۰ ټنه تولید لري، چې کیفیت ته یې ځانګړې پاملرنه شوې ده.