طالبانو په پروان ولایت کې د دوو ښځو په ګډون ۵ کسان په دورو وهلي

طالبانو په پروان ولایت کې نن د «زنا او نامشروع اړیکو» په تور د دوو ښځو په ګډون ۵ کسان په دورو وهلي دي. د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه کسان د پروان په ورزشي لوبغالي کې په دورو وهل شوي دي.