خوړو نړۍوال پروګرام: د راتلونکو ۶ میاشتو لپاره ۷۱۸ مېلیون ډالرو بېړنۍ مرستې ته اړتیا لرو

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، په افغانستان کې نږدې ۱۵ مېلیونه خلک نه پوهېږي چې خپل راتلونکي خواړه له کومه کړي.

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، په افغانستان کې نږدې ۱۵ مېلیونه خلک نه پوهېږي چې خپل راتلونکي خواړه له کومه کړي.
دغه پروګرام د سې شنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۷مه) پر اېکس پاڼه په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.
په دغه لیکنه کې راغلي: «د راتلونکو شپږو میاشتو فعالیتونو د دوام لپاره ۷۱۸ مېلیون ډالرو بېړنۍ مرستې ته اړتیا لرو.»
دغه پروګرام تېره ورځ هم ویلي و، چې په افغانستان کې د ژمي په رارسېدو په مېلیونونو کورنۍ له کافي خوړو پرته له سختې یخنۍ سره هم مخامخ دي.
دغه پروګرام پر اېکس پاڼه لیکلي و، چې سږنی ژمی به په افغانستان کې د هرو درېیو کسانو له ډلې یو کس یې د خوراکي توکو له سخت کموالي سره مخ شي.
دغه پروګرام تر دې وړاندې هم اټکل کړی و، چې نږدې ۱۵ مېلیونه خلک یا د افغانستان نږدې درېیمه برخه د ژوندي پاتې کېدو لپاره خوراکي مرستو ته اړتیا لري او نږدې ۶.۵ مېلیونه ماشومان، یا ۳۰ سلنه خلک د لوږې له بېړنۍ کچې سره مخامخ دي.

په سویډن کې د افغانستان د پخواني نظام سفیر عباس نویان ته د روان میلادي کال تر پایه وخت ورکړل شوی چې له دندې استعفا ورکړي او سفارت دې په رسمي توګه خوشې کړي.
په سویډن کې افغان سفیر عباس نویان د ( لیندۍ ۲۶مه) په سټاکهولم ښار کې یوې غونډې ته ویلي چې د کوربه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ورته په رسمي توګه یادونه کړې چې د روان میلادي کال د ډسمبر میاشتې تر وروستۍ نیټې دې خپله دنده پرېږدي او سفارت ته دې نه ورځي.
هغه زیاته کړې: « ما ته ویل شوي چې سفارت باید د افغانستان اسلامي جمهوريت قونسل ته وسپارم او تر دې وروسته به یوازې د قونسلي خدمتونو برخه فعاله وي.»
ښاغلي نویان د سویډن حکومت د دغه پرېکړې لامل دا بللی چې ګني د نوموړي د استوګنې ویزه پای ته رسیدلې ده.
د افغانستان دغه ډیپلومات وايي، ښايي د سویډن حکومت د دغې پرېکړې تر شا د طالبانو له خوا د هغه لیک تاثیرات اغیزې هم وي چې له مخې یې له لویدیځو هېوادونو څخه غوښتي وو چې د افغانستان په نوم شته ډیپلوماتان له دوی سره رسمیت نه لري.
په سویډن کې یو شمېر افغانان اندېښنه لري چې ښايي دغه سفارت به یا وتړل شي او یا به هم د طالبانو پلویانو ته په واک کې ورکړل شي.
سویډن د افغانستان د سفیر کاري موده په داسې وخت کې پای ته رسوي چې طالبانو په افغانستان کې د سویډن کمیټې مرستندویه دفترونه تړلي او ورته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
تر دې وړاندې په جرمني او په اروپا کې یو شمېر نورو هېوادونو کې هم د پخواني جمهوري نظام د سفیرانو تر څنګ ډيپلوماتان دې ته اړ کړي چې خپلې دندې پرېږدي.
المان او ناروې هېوادونو بیا د طالبانو سره د جوړ جاړي په پایله کې پرېکړې کړې وې چې په دغو هېوادونو کې سفارتونه د طالبانو غړو یا هم هغه کسانو ته وسپاري، چې په افغانستان کې له واکمنې ډلې سره تعامل کولای شي.

د بښنې نړۍوال سازمان په افغانستان کې د طالبانو لهخوا په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز ته په غبرګون کې ویلي، چې طالبان باید د جنسیت پر بنسټ د ښځو د ځورونې سیسټم ژر تر ژره ودروي.
دغه سازمان د سې شنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۷مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې طالبانو په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی چې له دې سره به په افغانستان کې د زدهکړو د لارې وروستۍ دروازه هم وتړل شي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده (د لېندۍ په ۱۳مه) په یوه نوي فرمان کې په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز ولګاوه.
له هغه وروسته د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د انسټیټوټونو مسوولانو ته ویلي، چې تر دې وروسته نجونې په دغو مرکزونو کې د زدهکړو اجازه نه لري.
طالبانو تر دې وړاندې له طبي انسټیټوټونو پرته له شپږم ټولګي پورته په ټولو روزنیزو مرکزونو کې د نجونو په زدهکړو بندیز لګولی و.
د طالبانو دغه کړنې په وار، وار د نړۍوالو غبرګونونه راپارولي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه وایي: «د منفي تبلیغاتو د مخنیوي لپاره باید د ولس د فکر جوړولو هڅې وشي.»
نوموړي په یوې غونډه کې د وینا پرمهال دغه راز د ځوان نسل د ښې روزنې، فکري ودې او دوی ته په کور دننه د کار او ګټې د زمينې پر برابرولو ټينګار کړی دی.
د دغه طالب چارواکي په خبره: «د ولس د فکر جوړولو لپاره لا ډېرو هڅو ته اړتیا ده، څو د دښمنانو د منفي تبلیغاتو ښکار نه شي.»
ښاغلي خیرخواه په خپلو خبرو کې د دوښمن په توګه د کوم مشخص کس، ډلې یا هېواد نوم نه دی اخیستی.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د هېواد له ولایتي ریاستونو غوښتي، چې په وړ بستونو کې باید استعداد لرونکي کسان وګومارل شي.
یاد طالب چارواکی په داسې حال کې د دې وزارت په ولایتي ریاستونو کې د سمو ګومارنې خبرې کوي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې هڅه کړې د تېر حکومت کارکوونکي له دندې لرې او پر ځای خپل جنګیالي او ملایان وګوماري.
اخوا، طالبان هغو کسانو ته د دوښمن په سترګه ګوري، چې د دوی پر نظام نیوکې کوي او د اصلاحاتو د راوستو غوښتنه کوي.
له دې سره، طالبانو له تېرو درېیو کلونو راهیسې د نړۍ په کچه رسنیو سره دوښمني پیل کړې ده او هغه افغانې رسنۍ چې له هېواده بهر فعالیتونه کوي، په هېواد دننه کې یې پر نشراتو بندیزونه لګولي او وایي، چې دغه رسنۍ په دوی پسې منفي تبلیغات کوي.
یاده ډله د دې لپاره چې خپل طالبي فکر په ټولو افغانانو بیا په ځانګړې توګه په ځوانانو ومني، وخت ناوخته د خپلو مشرانو خبرې چاپ او پر خلکو وېشي.
که څه هم ډېری افغانان وایي، چې دوی ته د جمهوریت او امارت واکمني مهمه نه ده، یوازې دا مهمه ده چې د هېواد اقتصادي، سیاسي، امنیتي او ټولنیز وضعیت ښه شي، دا هغه څه دي، چې طالبان په کې پاتې راغلي او د خلکو له نیوکو سره مخ شوي دي.

د طالبانو ویاند د دې ډلې پر چارواکو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو غځول «ظالمانه» یاد کړي او ویلي یې دي، چې یاد بندیزونه «ناکام او بې اغېزې» دي.
ذبیح الله مجاهد له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې په طالب چارواکو لګېدلي بندیزونه دې لغوه کړي، تر څو له نړۍ سره د دغې ډلې د تعامل لپاره لاره هواره شي.
د اکټوبر په ۲۳مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایو په اکثریت په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د بندیزونو د څارنې ډلې ماموریت د نورو ۱۴ میاشتو لپاره وغځاوه.
په ملګرو ملتونو کې د امريکا د استازي مرستيال رابرټ ووډ په افغانستان کې د سولې او امنيت د ټينګښت لپاره پر طالبانو د بنديزونو دوام مهمه وګڼله.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا په وضع شویو بندیزونو کې د طالبانو پر وړاندې د شتمنیو کنګل کول، د سفر بندیز او د هدفي وسلو بندیزونه شامل دي.
په بندیزونو کې د طالبانو رییس الوزا ملا محمد حسن اخوند، د رییس الوزرا درې مرستیالان، اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، اداري مرستیال عبدالسلام حنفي او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تر څنګ ۶۱ طالب چارواکي شامل دي.
تر دې وړاندې ذبیح الله مجاهد هم د طالبانو د استازو له شتون پرته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه بې ګټې بللې وه.
یاده دې وي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې پنجشنبې په ورځ (د اګسټ۲۲مه) په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د وضعیت په اړه غونډه وکړه، چې د ګڼو هېوادونو استازو په کې پر افغان مېرمنو ظلمونه وغندل.

د روسیې د دفاع وزیر انډري بیلوسوف په یوه غونډه کې ویلي، چې روسیه باید په راتلونکو لسو کلونو کې له ناټو سره د جګړې په ګډون د ګڼو سناریوګانو لپاره چمتووالی ونیسي..
د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، بیلوسوف د ډسمبر په ۱۶مه د ناټو سره د احتمالي مقابلې په اړه د تېرې جولای په میاشت کې د واشنګټن د سرمشریزې په جریان کې د ناټو غړو هېوادونو په نظریو او نتیجو کې غیر مشخص بدلونونو ته اشاره وکړه.
نوموړي وویل:"جګړې ته چمتووالی د هغو پرېکړو څخه څرګندېږي چې د روان کال د جولای په میاشت کې د شمالي اتلانتیک ټلوالې په سرمشریزه کې شوې وې. دا د متحده ایالاتو او د ناتو د نورو هېوادونو په نظریاتي اسنادو کې هم منعکس کېږي."
د ناټو او روسیې ترمنځ کړکېچ وروسته له هغه زیات شو، چې متحدینو یې اوکراین ته د وسلو او نورو مرستو په ورکولو پیل وکړ.
په غونډه کې د وینا پر مهال بیلوسوف ادعا وکړه، چې اوکراین د بشپړې جګړې په جریان کې "نږدې یو میلیون خلک" له لاسه ورکړي، چې دا د کییف او لوېدیځو رسنیو له خوا ورکړل شویو شمېرو نه لوړ دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له روسیې سره په جګړه کې د خپلو تلفاتو په اړه ویلي، چې د اوکراین ۴۳۰۰۰ سرتېري وژل شوي او ۴۰۰۰۰۰ نور ټپیان شوي دي، په داسې حال کې چې اکانومیسټ د کییف د تلفاتو شمېر له ۶۰۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰۰ پورې اټکل کړی او ۴۰۰۰۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.
