ذبیح الله مجاهد: ملګري ملتونه دې په طالب چارواکو بندیزونه لغوه کړي

د طالبانو ویاند د دې ډلې پر چارواکو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو غځول «ظالمانه» یاد کړي او ویلي یې دي، چې یاد بندیزونه «ناکام او بې اغېزې» دي.

د طالبانو ویاند د دې ډلې پر چارواکو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو غځول «ظالمانه» یاد کړي او ویلي یې دي، چې یاد بندیزونه «ناکام او بې اغېزې» دي.
ذبیح الله مجاهد له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې په طالب چارواکو لګېدلي بندیزونه دې لغوه کړي، تر څو له نړۍ سره د دغې ډلې د تعامل لپاره لاره هواره شي.
د اکټوبر په ۲۳مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایو په اکثریت په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د بندیزونو د څارنې ډلې ماموریت د نورو ۱۴ میاشتو لپاره وغځاوه.په ملګرو ملتونو کې د امريکا د استازي مرستيال رابرټ ووډ په افغانستان کې د سولې او امنيت د ټينګښت لپاره پر طالبانو د بنديزونو دوام مهمه وګڼله.د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا په وضع شویو بندیزونو کې د طالبانو پر وړاندې د شتمنیو کنګل کول، د سفر بندیز او د هدفي وسلو بندیزونه شامل دي.په بندیزونو کې د طالبانو رییس الوزا ملا محمد حسن اخوند، د رییس الوزرا درې مرستیالان، اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، اداري مرستیال عبدالسلام حنفي او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تر څنګ ۶۱ طالب چارواکي شامل دي.تر دې وړاندې ذبیح الله مجاهد هم د طالبانو د استازو له شتون پرته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه بې ګټې بللې وه.یاده دې وي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې پنجشنبې په ورځ (د اګسټ۲۲مه) په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د وضعیت په اړه غونډه وکړه، چې د ګڼو هېوادونو استازو په کې پر افغان مېرمنو ظلمونه وغندل.


د روسیې د دفاع وزیر انډري بیلوسوف په یوه غونډه کې ویلي، چې روسیه باید په راتلونکو لسو کلونو کې له ناټو سره د جګړې په ګډون د ګڼو سناریوګانو لپاره چمتووالی ونیسي..
د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، بیلوسوف د ډسمبر په ۱۶مه د ناټو سره د احتمالي مقابلې په اړه د تېرې جولای په میاشت کې د واشنګټن د سرمشریزې په جریان کې د ناټو غړو هېوادونو په نظریو او نتیجو کې غیر مشخص بدلونونو ته اشاره وکړه.
نوموړي وویل:"جګړې ته چمتووالی د هغو پرېکړو څخه څرګندېږي چې د روان کال د جولای په میاشت کې د شمالي اتلانتیک ټلوالې په سرمشریزه کې شوې وې. دا د متحده ایالاتو او د ناتو د نورو هېوادونو په نظریاتي اسنادو کې هم منعکس کېږي."
د ناټو او روسیې ترمنځ کړکېچ وروسته له هغه زیات شو، چې متحدینو یې اوکراین ته د وسلو او نورو مرستو په ورکولو پیل وکړ.
په غونډه کې د وینا پر مهال بیلوسوف ادعا وکړه، چې اوکراین د بشپړې جګړې په جریان کې "نږدې یو میلیون خلک" له لاسه ورکړي، چې دا د کییف او لوېدیځو رسنیو له خوا ورکړل شویو شمېرو نه لوړ دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له روسیې سره په جګړه کې د خپلو تلفاتو په اړه ویلي، چې د اوکراین ۴۳۰۰۰ سرتېري وژل شوي او ۴۰۰۰۰۰ نور ټپیان شوي دي، په داسې حال کې چې اکانومیسټ د کییف د تلفاتو شمېر له ۶۰۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰۰ پورې اټکل کړی او ۴۰۰۰۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل په مشرۍ د ازادۍ ملي ګوند د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع اېتلاف سره پرېکون اعلان کړ. یاد ګوند د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «د دغه اېتلاف تګلارې زموږ له لید لوري سره ټکر کې دي.»
د روانې میاشتې د ډسمبر په شپږمه نېټه د طالبانو د حکومت ځینو مخالفو شخصیتونو او د پخواني رژیم د ځینو چارواکو په ګډون د "افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مجمع" په نوم یوه نوي سیاسي خوځښت پیل اعلان کړ او د طالبانو حاکمیت چې دوی یې نامشروع او استبدادي بولي، په مبارزې ټینګار کړی دی.
د ازادۍ ملي ګوند په اعلامیه کې راغلي: «دغه پرېکړه یې د دې لپاره کړې چې د افغانستان د ازادۍ ملي ګوند سیاسي خپلواکي وساتل شي او د هغو تګلارو د پیاوړتیا لپاره کار وشي، چې د ټولو وګړو په ځانګړې توګه د ښځو، ځوانانو او روڼاندو او نورو موثر او ژمنو اقشارو په اغېزمن ګډون ټینګار کوي».
په اعلامیه کې بیا دا نه دي په ډاګه شوي، چې کومې تګلارې د دوی له لید لوري سره په ټکر کې دي.
خو د اعلامیې له مخې، دغه ګوند باور لري چې د افغانستان د اوسني تاریخي وضعیت اړتیا د داسې نويو اېتلافونو جوړېدل دي، چې په ولسواکۍ، عدالت او د وګړو پر مساوي حقونو ولاړ وي.
یاده دې وي، چې د دغه خوځښت ښکاره غړي عبدالرب الرسول سیاف، احمد مسعود، سرور دانش، محمد محقق، محمد یونس قانوني، عطا محمد نور، عبدالرشید دوستم، محمد عمر داودزی، تادین خان اڅکزی، رحمت الله نبیل او د پخواني حکومت ځینو نور پخواني چارواکي دي.
دوی په خپله اعلامیه کې ویلي وو، چې د "افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مجمع" کې له ۳۰ څخه زیات سیاسي ګوندونه او جریانونه غړیتوب لري او ترڅنګ یې محمد کریم خلیلي، صلاح الدین رباني او اسماعیل خان هم د دغه نوي اېتلاف څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

د طالبانو د حکومت ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پکتیا او پنجشیر ولایتونو جهادي مدرسو له مسولینو سره په کتنه کې د دوی پرمختګونه ستایلي دي.
د طالبانو تر واک لاندې ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې مولوي عبدالکبیر د دواړو ولایتونو له مسولینو غوښتي، څو د مدرسو د زده کوونکو په اړینو مهارتونو او زده کړو خواري وکړي.
د جهادي مدرسو په اړه نړۍوال اندېښنه لري چې توندلارۍ ته به وده ورکړي، خو طالبانو وایي چې د دې چارې لپاره یې بنسټيز کارونه پېل کړي او غواړي، چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۳۴ جهادې مدرسې جوړې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازي نصیر احمد فایق څه وخت وړاندې د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د طالبانو د جهادي مدرسو په زیاتېدو اندیښنه ښودلې وه او ویلي یي وو، چې دا ډول مدرسې افغانستان کې توندلارۍ او تروریزم ته وده ورکوي.
د راپورونو له مخې په افغانستان کې ۲۱۰۰۰ مدرسې جوړې شوي، په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې ۱۸۰۰۰ ښوونځي شتون لري.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مالوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه یو میلیون ماشومان د دیني زده کړو لپاره په مدرسو کې شامل شوي، چې په دې سره په مدرسو کې د ټولو زده کوونکو شمېر تر ۳،۶ میلیونو ته رسېږي.
د طالبانو د بیا واکمنېدو سره د مدرسو جوړولو چارې ګړندۍ شوي او خلک وایي، چې د ښوونځيو په اړه پاملرنه کمه شوې.
اخوا د نجونو او ښځو پر زده کړو له بندیزونو وروسته اوسمهال په ټول هېواد کې له شپږم ټولګې پورته نجونې نه شي کولی، چې زده کړې وکړي.

د شرعیاتو او اسلامي ثقافت استادانو د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له خوا د دغه پوهنځي د یو شمېر استادانو پر منفک کېدو نیوکه وکړه او وایي، چې دغه وزارت د اکاډمیکو اصولو خلاف استادانو ته د سویې د تثبیت په موخه علمي-تخصصي کنفرانس جوړوي.
دوی د یوه پرانیستي لیک په ترڅ کې په طالبانو نیوکه کړې، چې اوسمهال هم د هېواد په ځینو پوهنتونو کې د شرعیاتو د پوهنځي د استادانو د منفک کېدو بهیر روان دی.
په دغه لیک کې راغلي: «د استادانو د سویې د تثبیت پروسه د مولوي صاحبانو تر څار لاندې په داسې حال کېږي، چې دغه استادان د کلونو تدریس تجربه لري.»
د یاد پوهنځي استادان زیاتوي، چې دغه بهیر د متخصصو استادانو د منفک کولو لپاره یوه پلمه ده او پر طالبانو تور پورې کوي، چې دوی غواړي د دیني مدرسو فارغان د تدریس لپاره وګوماري.
د دوی په خبره، طالبان د شرعیاتو په پوهنځي کې داسې کسان ګوماري، چې د پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د موسسو له علمي او اکاډمیکو اصولو سره اشنایي نه لري.
د شرعیاتو او اسلامي ثقافت استادان خبرداری ورکوي، چې که د متخصصو استادانو د منفک کېدو بهیر دوام وکړي، د پوهنتونونو د علمي استقلالیت او روزنیز بهیر د کیفیت د ټېټېدو لامل کېږي.
یادو استادانو په دغه پرانیستي لیک کې زیاته کړې ده، چې د طالبانو دغه اقدام به د هېواد د لوړو زده کړو پر بهیر د خلکو باور هم کم کړي.
د دغه لیک په یوه بله برخه کې راغلي، چې که طالبان د شرعیاتو د پوهنځي د استادانو د منفک کېدو بهیر ته دوام ورکړي، نو د شرعیاتو او اسلامي ثقافت ډېر کدرونه به هېواد پرېږدي او د نظام پر خلاف به موقف ونیسي.
د شرعیاتو او اسلامي ثقافت استادان وایي، چې دوی د تېر حکومت پرمهال د نرم افزار قدرت په توګه «د استعمار» پروړاندې کار کاوه، چې اوسمهال د همدې کسانو د رشخند او پيغور وړ ګرځېدلي دي.
دوی وایي، چې که د یاد پوهنځي استادان د کوم جرم له امله لرې کېږي، نو باید جرم یې د عدلي او قضایي ادارو له خوا ثابت شي، که نه نو ناوړه پایلې به ولري.
یاد استادان له طالبانو غواړي، چې د شرعیاتو د پوهنځي د پخوانیو استادانو له لرې کولو ډډه وکړي.
د افغانستان د شرعیاتو او اسلامي ثقافت استادان په داسې حال کې په طالبانو دغه نیوکه کوي، چې طالبانو تازه د کونړ او کابل پولي تخنیک پوهنتون ۱۲ د شرعیاتو، دوه د زراعت او دوه د ښوونې او روزنې پوهنځي استادان د سلفي مسلک له امله منفک کړي دي.
له کونړ پوهنتون څخه یوه استاد د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې تازه د یوه مکتوب پر بنسټ د طالبانو تر کنټرول لاندې د لوړو زده کړو وزارت ۱۲ استادان منفک کړي دي.
دغه استاد وايي چې په منفک شویو استادانو کې ۸ تنه د شرعیاتو پوهنځي، دوه د ښوونې او روزنې او دوه د زراعت پوهنځي استادان دي.
له دې سره، د طالبانو تر کنټرول لاندې د لوړو زده کړو وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د وزارت د رهبرۍ په کچه تصمیم نیول شوی چې له پوهنتونونو وهابي استادان منفک او پر ځای یې نوي د طالبي فکر استادان وګوماري.
د یادولو ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواد څخه سلګونه استادان وتلي، چې دغې مسلې د هېواد روزنیز بهیر ډېر اغېزمن کړی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، په تېر یوه کال کې څه باندې یو نیم میلیون سند نه لرونکي افغانان له ښارونو او کلیو نیول شوي او بېرته افغانستان ته استول شوي دي. عباس علي پور وايي، چې د افغانانو د بایومټریک پروسه یې د دې لپاره پیل کړې چې د دوی د بیا راتګ مخنیوی وشي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت دغه چارواکي له ایران څخه د تازه ایستل شویو کډوالو په اړه نور جزئیات ورنه کړل، خو په وروستیو میاشتو کې د ایران له بېلابېلو ښارونو د افغان کډوالو د نیولو او بېرته افغانستان ته د ستنولو لړۍ خورا چټکه شوې ده.
علي پور د تهران په علامه طباطبایي پوهنتون کې د یوې خبرې ناستې پر مهال وویل:«موږ په یو کال کې له یو نیم ملیون څخه ډیر غیر قانونی افغان کډوال له ښارونو او کلیو و ایستل او د هغوی بایومټریک او تخنیکي چارې مو پیل کړې. یعنې موږ د خلکو د ګوتو نښانونه واخیستل او بایومتریک مو کړل څو بېرته را نه شي.»
د ایران د کورنیو چارو وزارت دغه چارواکي ایران ته د کډوالو د ناقانونه ننوتلو د مخنیوي لپاره د سرحدي اقداماتو د زیاتوالي په اړه وویل، چې د دواړو هېوادونو د ګډو پولو تړل په «سیمنټو، اوسپنې او ګچ» سره بسنه نه کوي، بلکې باید په "نظری سیسټمونو سره" کنټرول شي.
نوموړي وویل، چې په ایران کې کابو ۲۴ بنسټونه په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کډوالو لپاره پلانونه جوړوي خو دغه بنسټونه د یوه او بل له پلان نه خبر نه دي.
په ورته وخت کې د ایران په ګڼو ښارونو کې د افغانانو پر استوګنې او کارموندنې او حتا کډوالو ته په کرایه د کورونو پر ور کولو بندیز لګول شوی دی.
پر همدغه مهال د علامه طباطبايي پوهنتوند څېړنو مرستیالې ماندانا تیشه یار هم په دې ناسته کې وویل، چې د ایران حکومت د شمېرو له مخې په دغه هېواد کې د بهرنیو پانګوالو تر ټولو لویه ډله افغان سوداګر او پانګوال دي.
نوموړې د افغان استادانو او څېړونکو شمېرو ته په اشارې سره وويل، چې ايران د خورا ډیرو محصلانو او استادانو کوربه دى.
هغې د ایران د علومو وزارت د ۱۴۰۲ کال شمېرو ته په اشارې وویل:«موږ په هېواد کې څه باندې۶۰ زره افغان زده کوونکي لرو، چې دا په نړۍ کې بې مثاله دی.»
د علامه طباطبايي پوهنتون د څېړنو مرستیاله وايي، په ایران کې د افغان کډوالو حضور یو ټولنیز، سیاسي او اقتصادي واقعیت دی.
نوموړې غوښتنه وکړه چې د ایران حکومت دې د دغو کډوالو د ځای پرځای کولو او تنظیمولو مسوولیت ادا کړي.