مولوي عبدالکبیر: د جهادي مدرسو زده کوونکو ته باید اړین مهارتونه ور وښودل شي

د طالبانو د حکومت ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پکتیا او پنجشیر ولایتونو جهادي مدرسو له مسولینو سره په کتنه کې د دوی پرمختګونه ستایلي دي.

د طالبانو د حکومت ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پکتیا او پنجشیر ولایتونو جهادي مدرسو له مسولینو سره په کتنه کې د دوی پرمختګونه ستایلي دي.
د طالبانو تر واک لاندې ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې مولوي عبدالکبیر د دواړو ولایتونو له مسولینو غوښتي، څو د مدرسو د زده کوونکو په اړینو مهارتونو او زده کړو خواري وکړي.
د جهادي مدرسو په اړه نړۍوال اندېښنه لري چې توندلارۍ ته به وده ورکړي، خو طالبانو وایي چې د دې چارې لپاره یې بنسټيز کارونه پېل کړي او غواړي، چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۳۴ جهادې مدرسې جوړې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازي نصیر احمد فایق څه وخت وړاندې د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د طالبانو د جهادي مدرسو په زیاتېدو اندیښنه ښودلې وه او ویلي یي وو، چې دا ډول مدرسې افغانستان کې توندلارۍ او تروریزم ته وده ورکوي.
د راپورونو له مخې په افغانستان کې ۲۱۰۰۰ مدرسې جوړې شوي، په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې ۱۸۰۰۰ ښوونځي شتون لري.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مالوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه یو میلیون ماشومان د دیني زده کړو لپاره په مدرسو کې شامل شوي، چې په دې سره په مدرسو کې د ټولو زده کوونکو شمېر تر ۳،۶ میلیونو ته رسېږي.
د طالبانو د بیا واکمنېدو سره د مدرسو جوړولو چارې ګړندۍ شوي او خلک وایي، چې د ښوونځيو په اړه پاملرنه کمه شوې.
اخوا د نجونو او ښځو پر زده کړو له بندیزونو وروسته اوسمهال په ټول هېواد کې له شپږم ټولګې پورته نجونې نه شي کولی، چې زده کړې وکړي.

د شرعیاتو او اسلامي ثقافت استادانو د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له خوا د دغه پوهنځي د یو شمېر استادانو پر منفک کېدو نیوکه وکړه او وایي، چې دغه وزارت د اکاډمیکو اصولو خلاف استادانو ته د سویې د تثبیت په موخه علمي-تخصصي کنفرانس جوړوي.
دوی د یوه پرانیستي لیک په ترڅ کې په طالبانو نیوکه کړې، چې اوسمهال هم د هېواد په ځینو پوهنتونو کې د شرعیاتو د پوهنځي د استادانو د منفک کېدو بهیر روان دی.
په دغه لیک کې راغلي: «د استادانو د سویې د تثبیت پروسه د مولوي صاحبانو تر څار لاندې په داسې حال کېږي، چې دغه استادان د کلونو تدریس تجربه لري.»
د یاد پوهنځي استادان زیاتوي، چې دغه بهیر د متخصصو استادانو د منفک کولو لپاره یوه پلمه ده او پر طالبانو تور پورې کوي، چې دوی غواړي د دیني مدرسو فارغان د تدریس لپاره وګوماري.
د دوی په خبره، طالبان د شرعیاتو په پوهنځي کې داسې کسان ګوماري، چې د پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د موسسو له علمي او اکاډمیکو اصولو سره اشنایي نه لري.
د شرعیاتو او اسلامي ثقافت استادان خبرداری ورکوي، چې که د متخصصو استادانو د منفک کېدو بهیر دوام وکړي، د پوهنتونونو د علمي استقلالیت او روزنیز بهیر د کیفیت د ټېټېدو لامل کېږي.
یادو استادانو په دغه پرانیستي لیک کې زیاته کړې ده، چې د طالبانو دغه اقدام به د هېواد د لوړو زده کړو پر بهیر د خلکو باور هم کم کړي.
د دغه لیک په یوه بله برخه کې راغلي، چې که طالبان د شرعیاتو د پوهنځي د استادانو د منفک کېدو بهیر ته دوام ورکړي، نو د شرعیاتو او اسلامي ثقافت ډېر کدرونه به هېواد پرېږدي او د نظام پر خلاف به موقف ونیسي.
د شرعیاتو او اسلامي ثقافت استادان وایي، چې دوی د تېر حکومت پرمهال د نرم افزار قدرت په توګه «د استعمار» پروړاندې کار کاوه، چې اوسمهال د همدې کسانو د رشخند او پيغور وړ ګرځېدلي دي.
دوی وایي، چې که د یاد پوهنځي استادان د کوم جرم له امله لرې کېږي، نو باید جرم یې د عدلي او قضایي ادارو له خوا ثابت شي، که نه نو ناوړه پایلې به ولري.
یاد استادان له طالبانو غواړي، چې د شرعیاتو د پوهنځي د پخوانیو استادانو له لرې کولو ډډه وکړي.
د افغانستان د شرعیاتو او اسلامي ثقافت استادان په داسې حال کې په طالبانو دغه نیوکه کوي، چې طالبانو تازه د کونړ او کابل پولي تخنیک پوهنتون ۱۲ د شرعیاتو، دوه د زراعت او دوه د ښوونې او روزنې پوهنځي استادان د سلفي مسلک له امله منفک کړي دي.
له کونړ پوهنتون څخه یوه استاد د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې تازه د یوه مکتوب پر بنسټ د طالبانو تر کنټرول لاندې د لوړو زده کړو وزارت ۱۲ استادان منفک کړي دي.
دغه استاد وايي چې په منفک شویو استادانو کې ۸ تنه د شرعیاتو پوهنځي، دوه د ښوونې او روزنې او دوه د زراعت پوهنځي استادان دي.
له دې سره، د طالبانو تر کنټرول لاندې د لوړو زده کړو وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د وزارت د رهبرۍ په کچه تصمیم نیول شوی چې له پوهنتونونو وهابي استادان منفک او پر ځای یې نوي د طالبي فکر استادان وګوماري.
د یادولو ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواد څخه سلګونه استادان وتلي، چې دغې مسلې د هېواد روزنیز بهیر ډېر اغېزمن کړی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، په تېر یوه کال کې څه باندې یو نیم میلیون سند نه لرونکي افغانان له ښارونو او کلیو نیول شوي او بېرته افغانستان ته استول شوي دي. عباس علي پور وايي، چې د افغانانو د بایومټریک پروسه یې د دې لپاره پیل کړې چې د دوی د بیا راتګ مخنیوی وشي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت دغه چارواکي له ایران څخه د تازه ایستل شویو کډوالو په اړه نور جزئیات ورنه کړل، خو په وروستیو میاشتو کې د ایران له بېلابېلو ښارونو د افغان کډوالو د نیولو او بېرته افغانستان ته د ستنولو لړۍ خورا چټکه شوې ده.
علي پور د تهران په علامه طباطبایي پوهنتون کې د یوې خبرې ناستې پر مهال وویل:«موږ په یو کال کې له یو نیم ملیون څخه ډیر غیر قانونی افغان کډوال له ښارونو او کلیو و ایستل او د هغوی بایومټریک او تخنیکي چارې مو پیل کړې. یعنې موږ د خلکو د ګوتو نښانونه واخیستل او بایومتریک مو کړل څو بېرته را نه شي.»
د ایران د کورنیو چارو وزارت دغه چارواکي ایران ته د کډوالو د ناقانونه ننوتلو د مخنیوي لپاره د سرحدي اقداماتو د زیاتوالي په اړه وویل، چې د دواړو هېوادونو د ګډو پولو تړل په «سیمنټو، اوسپنې او ګچ» سره بسنه نه کوي، بلکې باید په "نظری سیسټمونو سره" کنټرول شي.
نوموړي وویل، چې په ایران کې کابو ۲۴ بنسټونه په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کډوالو لپاره پلانونه جوړوي خو دغه بنسټونه د یوه او بل له پلان نه خبر نه دي.
په ورته وخت کې د ایران په ګڼو ښارونو کې د افغانانو پر استوګنې او کارموندنې او حتا کډوالو ته په کرایه د کورونو پر ور کولو بندیز لګول شوی دی.
پر همدغه مهال د علامه طباطبايي پوهنتوند څېړنو مرستیالې ماندانا تیشه یار هم په دې ناسته کې وویل، چې د ایران حکومت د شمېرو له مخې په دغه هېواد کې د بهرنیو پانګوالو تر ټولو لویه ډله افغان سوداګر او پانګوال دي.
نوموړې د افغان استادانو او څېړونکو شمېرو ته په اشارې سره وويل، چې ايران د خورا ډیرو محصلانو او استادانو کوربه دى.
هغې د ایران د علومو وزارت د ۱۴۰۲ کال شمېرو ته په اشارې وویل:«موږ په هېواد کې څه باندې۶۰ زره افغان زده کوونکي لرو، چې دا په نړۍ کې بې مثاله دی.»
د علامه طباطبايي پوهنتون د څېړنو مرستیاله وايي، په ایران کې د افغان کډوالو حضور یو ټولنیز، سیاسي او اقتصادي واقعیت دی.
نوموړې غوښتنه وکړه چې د ایران حکومت دې د دغو کډوالو د ځای پرځای کولو او تنظیمولو مسوولیت ادا کړي.

په اسلام اباد کې طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت وايي چې دجمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د طالبانو د کډوالو چارو ترور شوي وزیر خلیل الرحمن حقاني فاتحې لپاره دغه سفارت ته ورغلی و. مولانا فضل الرحمن د طالبانو له سفیر سردار احمد شکیب سره هم لیدلي دي.
په اسلام اباد کې د طالبانو په واک کې افغان سفارت نن دوشنبه «د لیندۍ ۲۶مه» پر اېکس لیکلي چې مولانا فضل الرحمان د خلیل الرحمن حقاني پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړه.
د طالبانو سفیر ددې ناستې نور جزئیات نه دي شریک کړي او نه یې هم د خلیل الرحمن حقاني د وژل کېدو د پيښې د غندلو په تړاو د هغه له قوله څه لیکلي دي.
دغه پښتون مذهبي مشر له ډېر پخوا څخه له حقاني کورنۍ سره نږدې اړیکې پالي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل حقاني د چارشنبې په ورځ د لیندۍ پر ۲۱ مه په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو او دبرید پړه داعش پر غاړه واخسته.
د طالبانو له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، بریدګر چاودېدونکي توکي په پلستر پوښلي لاس کې ځای پر ځای کړي وو.

د افغانستان په چارو کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یو شیاویونګ د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو څانګې رییس او د افغانستان په چارو کې ځانګړي استازي شرف رحیمي سره کې لیدلي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت نن د یوې لنډې اعلامیې په ترڅ کې وویل، «په دې ناسته کې، چې په بیجنګ کې شوې، دواړو خواوو د ګډو ګټو او اندېښنو په اړه هر اړخیز نظرونه تبادله کړي دي».
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دواړو استازو په سیمه کې د ثبات او همکارۍ د لارو چارو په اړه بحث وکړ او د افغانستان د پیچلي سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت د حل لپاره یې د ګډو هڅو پر اهمیت ټینګار کړی.
د دې لیدنې نور جزئیات تر اوسه نه دي خپاره شوي، خو دا لیدنه په سیمه ییزو مسایلو کې د چین او تاجکستان د دوه اړخیزې همکارۍ څرګندونه کوي.
تاجکستان د افغانستان له اړخه له متوجې ګواښونو اندېښمن دی.
دغه ناسته دوه ورځې وړاندې په بیجنګ کې شوې ده.

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلوسن له افغانستان څخه تر پنځه ورځني سفر وروسته وویل، چې اوسنيو بشري، سیاسي، بشري او اقتصادي ستونزو او په ځانګړې توګه د طالبانو وروستیو فرمانونو او بندیزونو ته په کتو، افغانستان له اندېښمنوونکي حالت سره مخ دی.
د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلوسن افغانستان ته خپل پنځه ورځنی سفر بشپړ کړ. نوموړی وايي، د یاد سفر په ترڅ کې یې له طالب چارواکو او نړیوالو شریکانو سره د افغانستان د سیاسي، بشري او اقتصادي وضعیت په اړه بحثونه ترسره کړل.
نیکلوسن له خپلې سیاسي مشاورې ارجا کایکونن سره کابل ته سفر کړی و، چې له بېلابېلو اړخونو سره د افغانستان پر اوسني وضعیت او راتلونکي وغږیږي.
نوموړي په خپل رپوټ کې ویلي، چې په دغه سفر کې داروپايي ټولنې استازو له طالب چارواکو، د ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، افغان مدني ټولنې او خصوصي سکتور استازو سره خبرې اترې وکړې.
د اروپايي ټولنې استازي د کابل په سفر کې ویلي چې د یو شمېر افغانانو په باور د افغانستان په داخل کې امنیتي وضعیت عمده ستونزه نه وه، خو د ګاونډیو هیوادونو استازو له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو له متوجې ګواښونو، کډوالۍ او سرحدي ننګونو خپلې اندیښنې شریکې کړې دي.
په دغه سفر کې داروپايي ټولنې استازو له طالبانو سره د اپیمو د تولید د کمولو پر هڅو هم خبرې کړې دي.
په ۲۰۲۲ کال کې د دې هدف لپاره یو فرمان صادر شوی و، خو اوس هم افغان کورنیو ته یوه بدیله سرچینه نه ده ورکړل شوې. د اروپايي ټولني استازي وویل چې دوی د دې هدف لپاره له ۱۵۰میلیونه یورو څخه زیات زراعتي ملاتړ کړی، چې له یوه میلیون ډېرو افغانانو ترې ګټه اخستې ده.
نیکلوسن په خپل رپوټ کې ویلي، د ټولنو د ملاتړ لپاره یې د موسسو له لارې د خصوصي سکټور د اړیکو او د کرنې لپاره په افغانستان کې دننه او بهر بازارونو ته د لاسرسي د ودې په برخه کې ۴۵ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.
نوموړی وايي، د خپل سفر پر مهال یې په افغانستان کې د خصوصي سکټور نارینه او ښځینه استازو سره هم لیدلي دي.
نوموړی زیاتوي، «د اروپايي اتحادیې له لوري د افغانستان پر خصوصي سکټور هیڅ ډول بندیز نشته او ان د افغانستان د خصوصي سکټور د ښه والي لپاره پر افغاني تولیداتو هیڅ ډول ګمرکي تعرفي نه دي لګول شوې.»
نوموړی وایي، د خصوصي سکټور د پیاوړتیا په برخه کې به د اروپايي اتحادیې فعالیتونه او مرستې دوام ولري.
نیکلوسن وايي، له طالب چارواکو، د نړیوالو غیر دولتي سازمانونو او خصوصي سکتور استازو او د ملګرو ملتونو له استازې او افغان میرمنو سره یې په لیدنو کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت قانون په اړه د اروپايي اتحادیې د قوي اندیښنو یادونه وکړه.
نوموړی وایي، دا قانون د شرکتونو او سازمانونو کار نور هم پیچلی کوي او د ښځو د تګ راتګ، کار، خدماتو ته د لاسرسي او د خپلو کورنیو د ملاتړ وړتیا باندې خورا قوي اغیز لري.
دده په باور، د یاد قانون له امله د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديي ملګرو خپلې مرستې کمې کړې دي.
نیکلوسن وايي، نړیوال غیر دولتي سازمانونه د هغو راپورونو په اړه اندېښمن وو، چې څو ورځې وړاندې په کندهار کې د کابینې د غونډې په تړاو خپاره شوي او په افغانستان کې یې د نړیوالو غیر دولتي سازمانونو پر فعالیت او حضور د سختو محدودیتونو وړاندیز کړی.
نوموړی وايي، د افغانستان خلګو ته د مرستو رسولو په برخه کې د داډول پرېکړو د منفي اغیزو په اړه یې له طالب چارواکو سره خبرې وکړې، خو هغوی جزئیات نه دي ور کړي.
د اروپايي اتحاديي استازی وايي، د نجونو د طبي زده کړو د ۱۸۰ مرکزونو د بندیدو په اړه یې هم خپله ژوره اندیښنه د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي کبیر سره شریکه کړې، خو په دغو لیدونو کې د طالبانو هیڅ چارواکي د نجونو پر مخ د طبي زده کړو د مرکزونو بندېدو او له دریو کالو راهیسې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونو تړلو په اړه وضاحت نه دی ور کړی او نه هم طالب چارواکو د یادو پرېکړو د بېرته اخیستلو په اړه کوم دلیل درلود. هغه وايي، « د طالبانو له حقیقي چارواکو سره ناستو کې هیچا هم دا روښانه نه کړه، چې د نجونو پر طبي زده کړو بندیز ولې لګېدلی او نه یې هم دا ښودلي چې دا پرېکړه به بیرته واخلي.»
د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديي ځانګړي استازي توماس نیکلوسن د خپل رپوټ په وروستۍ برخه کې د افغانستان اوسني بشري، سیاسي او اقتصادي وضیعت او په ځانګړې توګه د طالبانو وروستیو فرمانونو او بندیزونو ته په کتو، افغانستان له اندیښمنوونکي حالت سره مخامخ یاد کړی دی.
نووموړی وايي، داروپايي اتحاديي د مرستو د دوام او تعامل لپاره باید طالبان د ځینو مسایلو د حل لپاره بیړنی اقدام وکړي.
