طالبان: په پروان ولایت کې پنځه تنه کوډګر نیول شوي دي

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وایي، چې د دغه وزارت محتسبینو په تېرې یوې اونۍ کې پنځه کوډګر نیولي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وایي، چې د دغه وزارت محتسبینو په تېرې یوې اونۍ کې پنځه کوډګر نیولي دي.
دغه وزارت د سې شنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۷مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغو نیول شویو کوډګرو په ډله کې ډېری یې ښځینه کوډګرې دي.
دغه وزارت وایي، چې دغه کوډګر تر نیول کېدو وروسته محکمو ته ورپېژندل شوي دي.
تر دې وړاندې (د لېندۍ په ۱۹مه) هم د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په بلخ او سمنګان ولایتونو کې د دوو کوډګرو له نیول کېدو خبر ورکړی و.
په لېندۍ میاشت کې د دغه وزارت لهخوا د خپرو شویو مالوماتو له مخې، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۸ کوډګر نیول شوي دي.
په افغانستان کې د کوډګرو د نیونې لړۍ له هغه وروسته پیل شوه، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت اعلان وکړ چې په ټول افغانستان کې یې د تعویذ لیکنې او کوډګرۍ پر کاروبار بندیز لګولی دی.
د دغه وزارت ویاند محمد صادق عاکف په خپل یو بیان کې ویلي و، چې په «شریعت» کې د کوډګرو او ساحرانو وژلو ته جواز ورکړل شوی او دوی په هیڅ ډول کوډګرۍ ته اجازه نه ورکوي.


په کابل کې د العصر جهادي بهیر په نوم یو بنسټ چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري یې مالي ملاتړ کېږي ترنم ویوونکو ته سپارښتنه کړې چې د ملا هبت الله په ملاتړ او د فرمانونو د تطبیق لپاره یې ترانې ولیکي.
د ( لیندۍ په ۲۶مه) د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه یاد بهیر ترنم ویوونکي وربللي وو او دوی ته یې سپارښتنې کړې وې چې د طالبانو د نظام د پایښت تر څنګ د ملاتړ لپاره ترانې ولیکي.
د طالبانو ملاتړي العصر بنسټ مشر شعیب شهامت په دې ناسته کې ترانه ویوونکو ته په ډاګه ویلي چې داسې ترانې ولیکئ او زمزمه یې کړئ چې خلک د ملا هبت الله د ملاتړ تر څنګ د هغه د فرمانونو تطبیق ته راوبولي.
هغه زیاته کړې: «د نظام د ټینګښت لپاره، د طالبانو د مشر د فرامینو لپاره او د نظام د ملاتړ لپاره شعرونه ولیکئ.»
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دغه ناسته کې د العصر بنسټ د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور وزارت په ملاتړ ترانه ویونکو ته د دې چارې لپاره پیسې هم ورکړې دي.
د سرچینې به خبره، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور وزارت تر څنګ د دې ډلې د استخباراتو ریاست یو شمېر ترانه ویوونکو او شاعرانو ته میاشتنۍ تنخواوې هم مقررې کړې دي.
د طالبانو یو تن ترنم ویوونکی مولوي عبدالاحد احدي په وینا؛ دوی د ترانو په وسیله د طالبانو په لیکو کې د خپلو زمزمو په وسیله خلک دې ته هڅول چې ځانمرګي بریدونه وکړي.
د نوموړي په وینا؛ د طالبانو د جنګیالیو تر څنګ همدا ترنم ویوونکي وو چې خلک یې د تېر جمهوري نظام او بهرنیو ځواکونو پر ضد جګړو ته چمتو کول.
طالبانو د افغانستان دننه په رسنیو کې د هر ډول موسیقۍ او شعرونو پر خپریدو بندیزونه لګولي؛ خو رسنیو ته یې سپارښتنې کړي چې په خپلو خپرونو کې به د دې ډلې له ترانو څخه کار اخلي.
د افغانستان پر حالاتو نظر لرونکي کسان په دې باور دي چې د طالبانو د افراطي او جنګي ترانو له امله به په کور دننه نوی نسل په فکري توګه وځپل شي.
که څه هم طالبان د موسیقۍ سرسختي مخالفین ګڼل کېږي؛خو برعکس ملاتړ کوونکي ترانه ویوونکي یې بیا د بېلابېلو پښتو او فارسي سندرو د کمپوزونو پر طرزونو ترانې زمزمه کوي.

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، په افغانستان کې نږدې ۱۵ مېلیونه خلک نه پوهېږي چې خپل راتلونکي خواړه له کومه کړي.
دغه پروګرام د سې شنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۷مه) پر اېکس پاڼه په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.
په دغه لیکنه کې راغلي: «د راتلونکو شپږو میاشتو فعالیتونو د دوام لپاره ۷۱۸ مېلیون ډالرو بېړنۍ مرستې ته اړتیا لرو.»
دغه پروګرام تېره ورځ هم ویلي و، چې په افغانستان کې د ژمي په رارسېدو په مېلیونونو کورنۍ له کافي خوړو پرته له سختې یخنۍ سره هم مخامخ دي.
دغه پروګرام پر اېکس پاڼه لیکلي و، چې سږنی ژمی به په افغانستان کې د هرو درېیو کسانو له ډلې یو کس یې د خوراکي توکو له سخت کموالي سره مخ شي.
دغه پروګرام تر دې وړاندې هم اټکل کړی و، چې نږدې ۱۵ مېلیونه خلک یا د افغانستان نږدې درېیمه برخه د ژوندي پاتې کېدو لپاره خوراکي مرستو ته اړتیا لري او نږدې ۶.۵ مېلیونه ماشومان، یا ۳۰ سلنه خلک د لوږې له بېړنۍ کچې سره مخامخ دي.

په سویډن کې د افغانستان د پخواني نظام سفیر عباس نویان ته د روان میلادي کال تر پایه وخت ورکړل شوی چې له دندې استعفا ورکړي او سفارت دې په رسمي توګه خوشې کړي.
په سویډن کې افغان سفیر عباس نویان د ( لیندۍ ۲۶مه) په سټاکهولم ښار کې یوې غونډې ته ویلي چې د کوربه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ورته په رسمي توګه یادونه کړې چې د روان میلادي کال د ډسمبر میاشتې تر وروستۍ نیټې دې خپله دنده پرېږدي او سفارت ته دې نه ورځي.
هغه زیاته کړې: « ما ته ویل شوي چې سفارت باید د افغانستان اسلامي جمهوريت قونسل ته وسپارم او تر دې وروسته به یوازې د قونسلي خدمتونو برخه فعاله وي.»
ښاغلي نویان د سویډن حکومت د دغه پرېکړې لامل دا بللی چې ګني د نوموړي د استوګنې ویزه پای ته رسیدلې ده.
د افغانستان دغه ډیپلومات وايي، ښايي د سویډن حکومت د دغې پرېکړې تر شا د طالبانو له خوا د هغه لیک تاثیرات اغیزې هم وي چې له مخې یې له لویدیځو هېوادونو څخه غوښتي وو چې د افغانستان په نوم شته ډیپلوماتان له دوی سره رسمیت نه لري.
په سویډن کې یو شمېر افغانان اندېښنه لري چې ښايي دغه سفارت به یا وتړل شي او یا به هم د طالبانو پلویانو ته په واک کې ورکړل شي.
سویډن د افغانستان د سفیر کاري موده په داسې وخت کې پای ته رسوي چې طالبانو په افغانستان کې د سویډن کمیټې مرستندویه دفترونه تړلي او ورته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
تر دې وړاندې په جرمني او په اروپا کې یو شمېر نورو هېوادونو کې هم د پخواني جمهوري نظام د سفیرانو تر څنګ ډيپلوماتان دې ته اړ کړي چې خپلې دندې پرېږدي.
المان او ناروې هېوادونو بیا د طالبانو سره د جوړ جاړي په پایله کې پرېکړې کړې وې چې په دغو هېوادونو کې سفارتونه د طالبانو غړو یا هم هغه کسانو ته وسپاري، چې په افغانستان کې له واکمنې ډلې سره تعامل کولای شي.

د بښنې نړۍوال سازمان په افغانستان کې د طالبانو لهخوا په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز ته په غبرګون کې ویلي، چې طالبان باید د جنسیت پر بنسټ د ښځو د ځورونې سیسټم ژر تر ژره ودروي.
دغه سازمان د سې شنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۷مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې طالبانو په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی چې له دې سره به په افغانستان کې د زدهکړو د لارې وروستۍ دروازه هم وتړل شي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده (د لېندۍ په ۱۳مه) په یوه نوي فرمان کې په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز ولګاوه.
له هغه وروسته د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د انسټیټوټونو مسوولانو ته ویلي، چې تر دې وروسته نجونې په دغو مرکزونو کې د زدهکړو اجازه نه لري.
طالبانو تر دې وړاندې له طبي انسټیټوټونو پرته له شپږم ټولګي پورته په ټولو روزنیزو مرکزونو کې د نجونو په زدهکړو بندیز لګولی و.
د طالبانو دغه کړنې په وار، وار د نړۍوالو غبرګونونه راپارولي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه وایي: «د منفي تبلیغاتو د مخنیوي لپاره باید د ولس د فکر جوړولو هڅې وشي.»
نوموړي په یوې غونډه کې د وینا پرمهال دغه راز د ځوان نسل د ښې روزنې، فکري ودې او دوی ته په کور دننه د کار او ګټې د زمينې پر برابرولو ټينګار کړی دی.
د دغه طالب چارواکي په خبره: «د ولس د فکر جوړولو لپاره لا ډېرو هڅو ته اړتیا ده، څو د دښمنانو د منفي تبلیغاتو ښکار نه شي.»
ښاغلي خیرخواه په خپلو خبرو کې د دوښمن په توګه د کوم مشخص کس، ډلې یا هېواد نوم نه دی اخیستی.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د هېواد له ولایتي ریاستونو غوښتي، چې په وړ بستونو کې باید استعداد لرونکي کسان وګومارل شي.
یاد طالب چارواکی په داسې حال کې د دې وزارت په ولایتي ریاستونو کې د سمو ګومارنې خبرې کوي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې هڅه کړې د تېر حکومت کارکوونکي له دندې لرې او پر ځای خپل جنګیالي او ملایان وګوماري.
اخوا، طالبان هغو کسانو ته د دوښمن په سترګه ګوري، چې د دوی پر نظام نیوکې کوي او د اصلاحاتو د راوستو غوښتنه کوي.
له دې سره، طالبانو له تېرو درېیو کلونو راهیسې د نړۍ په کچه رسنیو سره دوښمني پیل کړې ده او هغه افغانې رسنۍ چې له هېواده بهر فعالیتونه کوي، په هېواد دننه کې یې پر نشراتو بندیزونه لګولي او وایي، چې دغه رسنۍ په دوی پسې منفي تبلیغات کوي.
یاده ډله د دې لپاره چې خپل طالبي فکر په ټولو افغانانو بیا په ځانګړې توګه په ځوانانو ومني، وخت ناوخته د خپلو مشرانو خبرې چاپ او پر خلکو وېشي.
که څه هم ډېری افغانان وایي، چې دوی ته د جمهوریت او امارت واکمني مهمه نه ده، یوازې دا مهمه ده چې د هېواد اقتصادي، سیاسي، امنیتي او ټولنیز وضعیت ښه شي، دا هغه څه دي، چې طالبان په کې پاتې راغلي او د خلکو له نیوکو سره مخ شوي دي.