د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه بې پایلې پای ته ورسیده

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د دریو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه د باران له امله بې پایلې پای ته ورسیده.

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د دریو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه د باران له امله بې پایلې پای ته ورسیده.
د زیمبابوې په کوربه توب د یو ورځینو سیالیو د لومړۍ لوبې پچه افغان لوبډلې ګټلي وه او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه کړې وه.خو لوبه د باران د اورښت له امله له څو ساعته ځنډ وروسته پیل شوه.
د زیمبابوې په وړاندې نن د افغان توپ اچونکو پیل خورا ښه وه، او ۹،۲ اورونو کې یې د سیالې لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځول.
په ننۍ لوبه کې عظمت الله عمرزي په ۴،۲ اورونو کې د ۱۸ منډو په بدل کې د زیمبابوې څلور لوبغاړي او الله محمد غضنفر بیا په دوو اورونو کې د پنځو منډو په بدل کې یو لوبغاړی وسوځاوه.
خو د زیمبابوې په هریر لوبغاړي کې د باران اورښت له کبله ننۍ لوبه د لوبڅارانو له لوري بې نتیجې پای ته ورسول شول.
د دغې لوبلړۍ دوهمه لوبه د پنج شنبې او دریمه لوبه د راتلونکې شنبې په ورځ کیږي.

افغان کرکټ بورډ وايي، چې نصیب خان ځدراڼ د متحده عربي امارات د ابوظبۍ ورزشونو شورا له سرمنشي سره په لیدنه کې په افغانستان کې د کرکټ لوبغالو په رغنیزو چارو او افغان لوبغاړو او د کرکټ بورډ کارکوونکو لپاره د ویزو د اسانتیاوو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.
افغان کرکټ بورډ د یک شنبې په ورځ د (لیندۍ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه لیدنه د ډسمبر پر ۱۲ مه شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي رییس نصیب خان ځدراڼ د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ ورزشونو شورا له سرمنشي عارف حمد العواني سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرکټ په ډګر کې د دوه اړخیزو همکاریو، په سیمه کې د کرکټ د ودې او په افغانستان کې د کرکټ په ډګر کې د رغنیزو چارو په برخه کې د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې نصیب خان ځدراڼ له عارف حمد العواني څخه په افغانستان کې د نجیب تره کي، خوست، کندوز او کابل کرکټ لوبغالو په رغنیزو چارو او افغان کرکټ په پراختیا کې د یاد هېواد د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
نصیب خان د متحده عربي اماراتو له دغه چارواکي څخه په یاد هېواد کې د افغانستان په کوربه توب د لوبلړیو د ترسراوي پر مهال په عملیاتي چارو کې د همکارۍ، په متحده عربي اماراتو کې افغان کرکټ بورډ ته د یوه دفتر د ورکولو او لوبغاړو او د کرکټ بورډ کارکوونکو ته د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو غوښتنې هم کړې دي.
افغان کرکټ بورډ ویلي، چې د متحده عربي اماراتو د ابو ظبۍ د ورزشونو شورا سرمنشي د غوښتنو د منلو ژمنه کړې او ډير ژر به دواړه لوري په دې تړاو د همکارۍ تړونونه هم لاسلیک کړي.

د افغانستان او زیمبابوې د شل اوره لوبلړۍ وروستۍ لوبه کې زیمبابوې سیالې افغان لوبډلې ته د ۱۲۸ منډو هدف ورکړ. افغان لوبډلې د زیمبابوې دا هدف د لوبې په۱۹،۳ اور کې پوره کړ او دا لوبلړۍ یې ۲ پر ۱ وګټله.
د لوبې پچه افغان لوبډلې ګټلي وه او زیمبابوې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړې وه.
د افغان لوبغاړو د ښې توپ اچونې له امله د زیمبابوې ټول لوبغاړي د لوبې په ۱۹،۵ اورونو کې وسوځیدل او افغان لوبډلې ته یې په شل اورونو کې د ۱۲۸ منډو هدف ورکړ.
په توپ اچونه کې افغان لوبډلمشر راشد خان د سیالې لوبډلې څلورو، مجیب الرحمن ځدراڼ، نوین الحق او عظمت الله عمرزي ۲ـ۲ لوبغاړي و سوځول.
د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې د زیمبابوې له لورې افغان لوبډلې ته ورکړل شوي هدف د پوره کولو لپاره نن یوځل بیا د افغان لوبډلې پیلیز توپ وهونکو د پام وړ منډي جوړې نه کړې.
په توپ وهنه کې رحمن الله ګربز په ۱۵، صدیق اتل په ۳ زبید اکبري په ۲ او درویش رسولي تر ۹ منډو جوړولو وروسته وسوځید.
د دغې وروستۍ لوبې د ۱۲۸ منډو هدف په پوره کولو کې نن یوځل بیا الراونډر لوبغاړو ښې منډي جوړي کړي.
عضمت عمرزي ۳۴، ګلبدین نایب ۲۲ او محمد نبي ۲۴ ناسوځیدلې منډې جوړې او لوبه یې د ورستي اور په دریم بال وګټله.
د زیبمابوې په کوربه توب د شل اوره لوبۍ لړۍ ۱ پر ۲ افغانستان وګټله.
د روانې میاشتې په ۱۷ د زیمبابوې لوبډلې سره د دریو پنځوس اوره لوبو لړۍ هم پیلیږي.

د افغانستان او زیمبابوې د ملي لوبډلو ترمنځ د درې شل اوره لوبو د دریمې او وروستۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړل.
د زیمبابوې په کوربه توب نن شنبه د افغانستان او د کوربه هېواد ترمنځ د شل اوره لوبلړۍ وروستۍ او برخلیک ټاکونکي لوبه کیږي.
د دغې وروستۍ لوبې پچه هم راشد خان وګټله او د زیمبابوې لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
د زیمبابوې په وړاندې په وروستۍ او برخلیک ټاکوونکي لوبه کې د راشد خان په لوبډلمشرۍ، رحمن الله ګربز، زبید اکبري، صدیق الله اتل، درویش رسولي، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، مجیب الرحمن ځدراڼ، نوین الحق او فضل الحق فاروقي په یوولس کسیز نوملړ کې اخیستل شوي دي.
د زیمبابوې په وړاندې د وروستۍ شل اوره لوبې لپاره د افغانستان په یوولس کسیز نوملړ کې یو بدلون راغلی دی، د فرید ملک پر ځای فضل الحق فاروقي لوبډلې ته ور اضافه شوی دی.
روانه لوبلړۍ د افغانستان او زیمبابوې لوبډلو ترمنځ یو پر یو مساوي ده، او د نن ګټونکي لوبډلې ته به د دغه شل اوره لوبلړۍ د اتلولی جام ورکړل شي.

د افغانستان فوټبال فدراسيون له لوري د اتلانو لیګ د څلورم پړاو سيالیو پر مهال د جمعې په ورځ لومړۍ لوبه کې د هرات سرخ پوشان خوافي لوبډلې د کابل استقلال لوبډلې ته ۴ پر يو او د هرات اټک انرژۍ لوبډلې د هرات صرافانو لوبډلې ته ۲ پر یو ماتې ورکړه.
د هرات سرخ پوشان خوافي او کابل استقلال لوبډلو ترمنځ په همدې سيالۍ کې د هرات لوبډلې لوبډلمشر فرهاد عليزاده د سيالۍ په ۱۱مه، ۱۳مه، ۵۸مه او ۶۰مه دقیقه کې ګولونه وکړل.
علیزاده د ۴ ګولو په کولو د همدې سيالۍ غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.
د همدې سياليو دويمه لوبه د هرات اټک انرژۍ او هرات صرافانو لوبډلو ترمنځ تر سره شوه، چې دوه پر يو هرات اټک انرژۍ لوبډلې وګټله.
د لوبي په ۴۷مه دقیقه کې د اټک لوبډلې مشتاق یعقوبي پنالټي ګول کړه او د لوبي په دویمه نيمايي د صرافانو لوبډلې جاوید نورزي په ۶۱مه دقیقه کې لوبه مساوي کړه؛ خو د اټک لوبغاړي امانويل په ۶۳مه دقیقه کې ګول تر سره کړ او لوبډله يې بريا ته ورسوله.
د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ په څلورم پړاو کې ۱۲ لوبډلې د اتلولۍ ګټلو لپاره یو د بل سره لوبيږي.
په دې سياليو کې د کابل استقلال او جوانان پیروزي، د هرات اټک انرژي، صرافان او سرخ پوشان، د فراه ابو مسلم او عدالت، د بلخ موج ساحل، د سرپل خادم، کندهار عینو مېنه او د فاریاب خراسان او سرسبز یاشلر لوبډلې برخه لري.

د زیمبابوې کرېکټ ملي لوبډلې د افغانستان د ملي لوبډلې له لوي د ۱۵۴ منډو ورکړل شوی هدف پوره نه کړ او لوبه افغان لوبدلې د پنځوس منډو په توپیر وګټله. د درې شل اوره لوبو د دوهمې لوبې پچه افغان لوبډلې وګتله او لومړی یې د زیمبابوې په وړاندې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
افغان ملي لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د درویش رسولي ۵۸، عظمت الله عمرزي ۲۸ او ګلبدین نایب د ۲۶ ناسوځیدلو منډو په مټ د شپږو لوبغاړو په زیان په شل اورونو کې کوربه لوبډلې ته د ۱۵۴ منډو هدف ورکړ.
په نننۍ لوبه کې د توپ اچونې په برخه کې یوځل بیا د افغانستان پیلیز توپ وهونکي رحمان الله ګربز په ۱۱ منډو، صدیق اتل په ۱۸ منډو او زبید اکبري د یوې منډي جوړولو وروسته خپلې ویکټې له لاسه ورکړي او د تیري لوبې په څیر یې په توپ وهنه کې کوم د پام وړ لوبه ونکړل.
خو د منځنۍ لیکې توپ وهونکو درویش رسولي د ۵۸، عظمت عمرزي ۲۸ او ګلبدین نایب د ۲۶ نا سوځیدلو منډو په مټ افغان لوبډلې سیالې لوبډلې ته د ۱۵۴ منډو هدف ورکړ.
همدارنګه د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې د افغان توپ اچونکو د ښې توپ اچونې په پایله کې د زیمبابوې لوبډله ونه توانیدله چې د افغان لوبډلې له لورې ورکړل شوی هدف پوره کړې.
په توپ اچونه کې نوین الحق او راشد خان ۳ـ۳، مجیب الرحمن دوه، عظمت عمرزي او فرید ملک ۱ـ۱ ویکیټه واخیستله او د زیمبابوې ټول لوبغاړي یې د لوبې په ۱۷،۴ اور کې وسوځول.
د یادې لوبلړۍ لومړۍ لوبه کوربه زیمبابوې لوبډلې ګټلې وه، خو اوس دغه لوبلړۍ ۱ـ۱ مساوي شوه.
د یادې لوبلړۍ وروستۍ لوبه سبا ترسره کیږي.
