د افغانستان او زمبابوې لوبډلو ترمنځ لوبه د باران له کبله وځنډېده

د افغانستان او زمبابوې کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ یو ورځنۍ لوبه د باران د ورېدو له امله وځنډېده. د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه چې نن د کابل په وخت د غرمې په ۱۲بجو د زمبابوې په کوربه‌توب هرارې لوبغالي کې پیلېده، وځنډېده.