فرید حمیدي: د تقاعد نه ورکول د خلکو د حقونو او شتمنیو ښکاره غصب دی

د تېر جمهوري نظام پخواني لوی څارنوال محمد فرید حمیدي ویلي، چې د طالبانو له لورې متقاعدینو ته د تقاعد نه ورکول ښکاره غصب او فساد دی.