• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې نړیوال سازمان: طالبان باید ژر تر ژره د جنسیت ځورونې سیستم پای ته ورسوي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۰۰ GMT+۰

د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو له لوري له طبي زدکړو د افغان نجونو او ښځو د منع کېدو په غبرګون ویلي، چې په دې کار سره به په افغانستان کې د زدکړو وروستۍ دروازه هم وتړل شي. دا سازمان وايي، طالبان باید سملاسي د جنسیت پر بنسټ د ځورونې سیسټم پای ته ورسوي.

د بښنې نړیوال سازمان د سې شنبې په ورځ (د لېندې ۲۷مه) پر اېکس پاڼه لیکلي:«طالبانو په افغانستان کې ښځې د طبي او نیمه مسلکي زدکړو څخه منع کړې دي. دا به په افغانستان کې د زدهکړو وروستۍ پاتې لاره وتړي.»

طالبانو څو وورځې وړاندې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د طبي انسټېټونو دروازې بندې کړې.

د طالبانو دغه ګام ته ګڼو هېوادونو، د بشري حقونو او ښځو ملاتړو سازمانونو سخت غبرګونونه وښودل.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د اورپايي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلوسن له افغانستان څخه تر پنځه ورځنې سفر وروسته په خپل راپور کې ویلي و، د نجونو د طبي زدکړو د ۱۸۰ مرکزونو د بندیدو په اړه یې هم خپله ژوره اندیښنه د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي کبیر سره شریکه کړې ده.

خو په دغو لیدونو کې د طالبانو هیڅ چارواکي د نجونو پر مخ د طبي زدکړو د مرکزونو بندېدو او له دریو کالو راهیسې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونو تړلو په اړه وضاحت نه دی ور کړی او نه هم طالب چارواکو د یادو پرېکړو د بېرته اخیستلو په اړه کوم دلیل درلود.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

امنیت شورا: د طالبانو وروستۍ پرېکړه میلیونونه مېرمنې له روغتیايي خدمتونو بې برخې کوي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۵۰ GMT+۰

د اسوشییتید پریس اژانس د خبر له مخې دملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ د طالبانو د وروستۍ پریکړې په اړه ژوره اندیښنه ښودلې، چې مېرمنې او نجونې یې له منځنیو طبي زدکړو منع کړې. امنیت شورا ویلي چې له دې سره به راتلونکي کې میلیونونه ښځې او نجونې له روغتیا خدمتونو بې برخې شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون «د لیندۍ ۲۳مه» د طالبانو په واکمنۍ کې پر بشري حقونو د "زیاتېدونکو محدودیتونو" په اړه نیوکه وکړه.

په یوه پرېکړه لیک کې چې د اکثریت رایو سره تصویب شو، امنیت شورا نه یوازې د طبي زدکړو پر بندیز وغانده بلکې د طالبانو د "امربالمعروف" نوي قانون سره هم مخالفت وکړ او دا یې د مېرمنو د فردي ازادیو پرضد وباله.

دغه پریکړه لیک کې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې دنده هم د ۱۴ میاشتو لپاره غځولې، چې پر طالبانو د بندیزونو څارنه کوي.

د امنیت شورا په دې اقدام سره به طالبان تر یوه بل کاله د ملګرو ملتونو له بندیز سره مخ وي.

د دغې کمیټې په بندیزونو کې د شتمنیو ګنګل، د سفرونو بندیزونه او له یادې ډلې سره پر تړاوو لرونکو کسانو باندې د وسلو بندیز هم شامل دي.

طالبانو په درې نیمو کلونو کې د ښځو په وړاندې لږ تر لږه ۷۰ فرمانونه او لارښوونې صادرې کړې او ښځې یې له عمومي او ټولنیز ډګره حذف کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په په وروستۍ فرمان کې د طبي موسسو کې د ښځو پر زدکړو بندیز ولګاوه.
په ورته مهال نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی، چې د طالبانو دې پرېکړې د ښځو او ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

د افغان ښځو کانفرانس؛ د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر د افغان مېرمنو پر ملاتړ ټینګار وکړ

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۱۳ GMT+۰

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر د دغه هېواد په پلازمېنه مادرید کې د افغان مېرمنو په ملاتړ کانفرانس کې پر ښځو د طالبانو بندیزونه وغندل. هغه وویل، هسپانیا د بشري حقونو د سرغړوونکو د معافیت د پای ته رسولو او افغانستان کې د شویو جرمونو د حساب ورکولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

دغه کنفرانس «موږ ته غوږ شئ» تر سرلیک لاندي د جمعې په ورځ په مادريد ښار کې د هسپانيا په بهرنیو چارو وزارت کې د څه باندي ۵۰ افغان ښځينه فعالانو او د ځينوو هېوادونو د خاصو استازو په ګډون جوړ شو.

دغه کنفرانس د افغانستان د ښځو لپاره د سازمان په همکارۍ او د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په کوربه توب د افغان ښځو لپاره د سیاسي فضا او جواب ورکونې په موخه جوړ شوی او په البانیا کې د افغان ښځو د غونډې دوام دی.

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانویل الباس د کنفرانس د پيلولو پر مهال په خپله وینا کې د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو بندیزونه وغندل او ویې ویل، دا بندیزونه «نه یوازې پر ښځو برید دی، بلکې پر بنسټیزو بشري حقونو برید دی.»

هغه پر طالبانو غږ وکړ، چې ټول هغه فرمانونه لغوه کړي، چې د ښځو او نجونو تر ټولو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي.

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په ټولو سیاسي پروسو کې د ښځو د فعالې ونډې پر اړتیا ټینګار وکړ.

د دې کنفرانس د جوړېدو موخه د ښځو موضوع ته د نړۍ پام اړول او د افغان مېرمنو غږ اورېدل دي.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو استازو هم حضور درلود.

الباس طالبان په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونکي وبلل او له بيلو هیوادونو یې وغوښتل، چې د طالبانو د حساب ورکولو لپاره د ښځو د نوښت ملاتړ وکړي.

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو له کنوانسیون څخه د سرغړونې له امله له طالبانو سره د قانوني چلند غوښتنه وکړه.

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې دې غونډې د افغان ښځو غږ پیاوړی کړ، یوه روښانه او همغږي تګلاره یې رامنځته کړه او د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په میاشت کې په البانیا کې د افغان ښځو د سرمشریزې په اعلامیه کې د شویو پرېکړو د عملي کولو لپاره پر راتلونکو ګامونو موافقه شوې.

د هسپانیا د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې په دې پرېکړو کې د افغانستان په ټولو سیاسي پروسو کې د افغان مېرمنو د ماناداره ونډې اخیستنې ژمنه شامله ده.

د دوحې له پروسې سره موازي د ښځو په مشرۍ د نوښتونو، غونډو او خبرو اترو منظم ملاتړ، په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په اړه نړيوال عدالت ته د طالبانو د حساب ورکونې ژمنه، د دغو پریکړو بله برخه ده.

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې افغان ښځو هم د اقدام کولو په یوه ږغ له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان په ټولو سیاسي بهیرونو کې په مانا لرونکې توګه افغان ښځې شاملې کړي او په منظم ډول په نوښتونو، غونډو او خبرو اترو کې د مادريد په څېر ملاتړ وکړي.

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر د دې غونډې په څنډه کې له افغان ښځینه فعالانو سره وکتل.

د امریکا سفیره وایي طالبانو له خپل نوي فرمان سره خپلې مېرمنې او مېندې په مرګ محکومې کړي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۲:۴۰ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې د ښځو لپاره د طبي زده کړو ممنوعیت د "مرګ له حکم" سره تشبیح کړ او ویې ویل، چې د طالبانو دغه حکم نه کلتوري دی او نه مذهبي.

لینډا توماس ګرینفیلډ وویل، چې په دې حکم سره طالبان غواړي چې د دوی میندې، مېرمنې او لوڼې د ناروغۍ په حال کې د دوی د سترګو پر وړاندې ومري.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې د طالبانو د مشر وروستی فرمان چې د افغان مېرمنو پر طبي زده کړو بندیز لګوی له منطق څخه لرې بللی او ویلي یې دي، چې دغه حکم د افغان ښځو او نجونو لپاره د اعدام حکم لري.

ګرینفیلډ وویل، چې "د طالبانو د جبر په مقابل کې به د افغانستان خلک پیاوړي پاتې شي" او د طالبانو د بې عدالتیو په وړاندې به بې تفاوته نه وي.

د امريکا سفيرې په افغانستان کې د بشري وضعيت د خرابوالي په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، چې د دغه هیواد تر نيمايي ډېر وګړي د خوړو له کموالي او خوارځواکۍ سره مخ دي.

ګرینفیلډ افغان مېرمنو ته په خطاب کې وویل: "موږ به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اختیار کې له ټولو وسیلو کار واخلو ترڅو طالبان مجبوره کړو چې خپل تبعیضي فرمانونه لغوه کړي."

هغې وویل، هیله منه ده چې د دوحې بهیر به ملګرو ملتونو ته د افغان حکومت د راستنېدو لپاره د لارې نقشه جوړه کړي او طالبان به د نړۍ او افغانانو هیلو ته ځواب ووايي.

د امریکا سفیره د دوحې په بهیر کې د افغان کارپوهانو په ځانګړې توګه د افغان مېرمنو مانادار شتون غوښتنه وکړه او وې ویل: « موږ طالبانو ته اجازه نه ورکوو چې د دغو ناستو شرایط وضع کړي او یا هم افغان کارپوهان له دې بهیره وباسي.»

د دوحې په درېیمه ناسته کې طالبانو خپل حضور د سیاسي او مدني استازو په نه ګډون مشروط کړی و او ملګرو ملتونو د امریکا له کوم جدي اعتراض پرته د طالبانو دغه غوښتنه ومنله.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د دوحې له غونډې سره په څنګ کې د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره جلا ناسته وکړه.

د امریکا استازې: د طالبانو کړنې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو شونتیا له منځه وړي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۰۳ GMT+۰

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د سې شنبې په ورځ وویل، د طالبانو توپیري چلند د افغان ولس په تېره بیا د مېرمنو کړاوونه زیات کړي دي.

هغه وایي، دغه کړه وړه په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د راوستو بهیر ټکنی کوي او یا یې هم له منځه وړي.
مېرمن امیري د سې شنبې په ورځ د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په پار په افغانستان کې د بشري حقونو پر ارزښت ټینګار وکړ او هغه یې د دغه هېواد د روان کړکېچ په هواري کې ګټور وباله.
هغې وویل: «په تېرو څلورو لسیزو کې جنګ جګړو د افغانستان د مېلیونونو خلکو بشري حقونه تروړلي دي.»
د امریکا ځانګړې استازې زیاته کړه: «د طالبانو له‌خوا د مېرمنو او نجونو د جنسیتي ځورولو او د مذهبي لږکیو او نورو قومونو د وګړو، خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو د ځپلو له امله د افغانستان د خلکو رنځونه لا پسې ډېر کړي دي.»
طالبانو د خلکو په تېره بیا د نجونو او مېرمنو ټول حقونه ترې اخیستي او د هغوی د کار او زده‌کړو ازادي یې ترې اخیستې ده.

د دغو ځپلو له امله، یو شمېر هېوادونو او د بشري حقونو بنسټونو د افغانستان دوسیه د هاګ محکمې ته سپارلې، چې له امله یې طالبان ځواب ویلو ته اړ کړل شي.
د طالبانو مشر په دې وروستیو کې ویلي، چې د «اسلامي شریعت» د پلي کولو په لار کې هیڅ ډول فشار ته نه تسلیمیږي.

هغه دا رنګه ویلي، چې له نړۍوالو سره د تعامل په کار کې اسلامي شریعت تر ټولو غوره لاره ده.

د طبي موسسو تړل؛ ۳۵ زره ښځینه زده‌کړیالانې له زده‌کړو محرومې شوې دي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۵۵ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا په وزارت کې سرچینو اې اېف پي ته ویلي، چې په طبي موسسو کې د ښځو پر زده‌کړو د بندیز له امله لږ تر لږه ۳۵۰۰۰ ښځینه زده‌کړیالانې له زده‌کړو بې برخې شوې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغو زده‌کړیالانو په لسو دولتي او تر ١٥٠ زياتو خصوصي موسسو کې زده‌کړې کولې.

یو شمېر زده‌کړیالانو چې له زده‌کړو منعه کړل شوې دي، د طالبانو له لوري د دغو مرکزونو د تړلو له پرېکړې څخه وېره او مایوسي څرګنده کړې ده.
له دغو محصلینو څخه یوه یې سجا (مستعار نوم) چې د پوهنتون زده‌کړیاله وه او د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته یې د روغتیایي زده‌کړو موسسې ته مخه کړه، وویل: «دا زما وروستۍ هیله وه چې یو څه وکړم، یو څوک شم؛ خو هر څه له موږ څخه د نجونو په جرم اخیستل شوي دي.»
د طالبانو مشر په دې وروستیو کې تعلیمي موسسو ته امر وکړ، چې په طبي موسسو کې د نویو ښځینه زده‌کړیالانو د نوم لیکلنې څخه ډډه وکړئ او نور نجونې نه شي کولی، چې د طبي زده‌کړو لپاره طبي موسسو ته ولاړې شي.
خو په دې اړه کوم رسمي مکتوب او اعلامیه نه ده خپره شوې.
یو شمېر طبي موسسو ویلي، چې په مکتوبي بڼه د دغه امر تر لاسه کېدو پورې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي؛ خو ځینو بیا ژر تر ژره له زده‌کړیالانو څخه ازموینې واخیستې او نور یې فعالیت بند کړ.
سجا چې یو کال یې په طبي موسسه کې زده‌کړې کړې دي وویل: «ټول ګنګس دي هیڅوک رښتیا نه وايي، چې څه خبره ده. موږ هره ورځ د دوو یا درېیو مضمونونو ازموینه ورکوو. په داسې حال کې چې مخکینۍ ازموینې مو څو میاشتې مخکې ورکړې وې.»
په کابل کې د یوې طبي موسسې مدیر چې ۱۷۰۰ زده‌کړیالان لري او له دې ډلې ۷۰۰ تنه یې ښځینه زده‌کړیالانې دي وویل: «موږ له زده‌کړیالانو او استادانو څخه ډېر پیغامونه ترلاسه کړي دي او دوی پوښتنه کوي، چې د طبي موسسو د خلاصون کومه هیله شته؟ هیڅوک خوښ نه دي.»
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دغو موسسو کې ۳۵ زره ښځو د نرسنګ، قابله‌ګۍ، د غاښونو او لابراتوار په برخو کې زده‌کړې کولې.
ملګرو ملتونو د طالبانو دغه پرېکړه غندلې او دا یې د ښځو پر وړاندې سیستماتیک او د نه منلو وړ تبعیض بللی دی.
د دې سازمان کارپوهانو دغه پرېکړه "د ښځو وژنه" بللې او خبرداری یې ورکړی، چې د دغه بندیز دوام د "غیر ضروري کړاو، ناروغۍ او احتمالاً د افغان ښځو او ماشومانو د مړینې لامل کېدای شي."
ملګرو ملتونو ویلي، چې دا پرېکړه به په هغه هېواد کې ویجاړونکې پایلې ولري چې په نړۍ کې د مېندو او ماشومانو د مړینې له لوړې کچې سره مخ دی.
ځینو سرچینو خبر ورکړی، چې د طالبانو د مشر وروستۍ پرېکړې د دغې ډلې چارواکي په دوه ډلو سره وېشلي دي.
په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو د رسېدو راهیسې، دغې ډلې پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي او په دې سره افغانستان د نړۍ په کچه یوازینی هېواد دی، چې نجونې یې له شپږم ټولګي څخه پورته له زده‌کړو منعه کړل شوې دي.
د طالبانو دغه پرېکړه له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

ځینو هېوادونو په افغانستان کې د سیستماتیک تبعیض او جنسیتي تبعیض قضیه د هاګ محکمې ته استولې او ویلي یې دي، چې د طالبانو په اړه باید څېړنې وشي.
د جرمونو نړۍوالې محکمې هم ویلي، چې ډېر ژر به د طالب مشرانو د نیولو امر صادر کړي.