په خیبر پښتونخوا کې د پولیو د واکسین کمپاین پر مهال د پولیسو یو افسر وژل شوی دی

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د خیبر پښتونخوا په کرک او بنو ولسوالیو کې د دوو وسله والو بریدونو له امله یو پولیس افسر وژل شوی او د واکسین د کمپاین دوه کارکونکي ټپي شوي دي.